Feb 09, 2020 14:22 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنو

د اسلام وپیژنو نومې یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې حاضر شوې یو. په دې پروګرام کښې مونږ  د قیامت په ورځ د مجرمانو د مرستې په هکله بحث کوو.

د قیامت ورځ راغله او د الله ژمنه پوره شوه، نیک عمل کوونکې به د نه منلو وړ په خوشحالۍ کښې او ګناهګار به غمجن او پیښمانه وي، د قرآن له نظره په هغه ورځ به، انسان حتی له نږدې کسانو لکه ورور، مور، پلار، بچو او ښځو تېښته کوي او یواځې به د ځان د نجات په اړه فکر کوي، په هغه سخته ورځ مجرم به حاضر وي خپل هر څه ورکړي خو ځان خلاص کړي.

په دغه ورځ به ګناهګار انسان فریاد کوي چې د تېښتې لاره چرته ده؟ هغه به اندیښمنه او پریشانه وي خپل شاوخوا به ګوري چې د خلاصون لپاره دروازه ومومي. کله به ښې اړخ ته او کله کیڼ اړخ ته ګوري او پوه به شي چې ټولو نیک عمل ترسره کړې او په دغه ورځ یې د نجات سبب ګرځیدلی. خو خپلو لاسونو ته چې ګوري نو خپل لاسونه به خالي وینې او له دې حالت څخه د نجات لپاره هیڅ څه نه لري. په دغه ورځ به ګناهګار ځان له بندون سره مخامخ ویني او له نورو څخه به د مرستې غوښتنه کوي.

په دې پروګرام کښې مونږ  د قیامت په ورځ د مجرمانو د مرستې په هکله بحث کوو.

د قرآن د آیتونو پر اساس، د قیامت په ورځ به مجرمان له بېلابېلو ډلو او کسانو د مرستې غوښتنه کوي.

دوي به په څو مرحلو کښې له مومنانو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د قیامت د ورځې په یوې صحنې کښې، چې توره تیاره به وي، مجرمان به له مومنانو څخه غوښتنه کوي چې دوي ته یو نظر وکړي یا لږ صبر وکړي چې له دوي سره یوځای شي او د دوي په نور کښې لار ورته روښانه شي. خو له منفي ځواب سره به مخامخ شي. دوي ته به وویل شي چې چې وروستو لاړ شي او له دنیا نور وغواړی. د نور سرچینه په دنیا کښې وه چې تاسو له هغې غفلت وکړ. دغه کسان چې به دنیا کښې د جهل او شرک له تیارو څخه بهر شوي نه وو، په قیامت کښې به هم له دغه تیرو سره مخامخ وي.

دوزخیان به په یو بل ځای کښې له جنتیانو څخه غوښتنه کوي. په دې اړه د اعراف په سورت کښې راغلې دي:

او دوزخیان به جنتیانو ته اواز وكړي چې تاسو پر مونږ باندې څه اوبه راتوى كړئ، یا له هغه څه نه چې الله تاسو ته دركړي دي (څه راكړئ)، وبه وايي (جنتیان) بېشكه الله دا دواړه په كافرانو باندې حرام كړي دي.

له دې وروستو چې له دوزخیان او جنتیان هر یو په خپلو ځایونو کښې میشته شو، د دوی ترمنځ خبرې اترې او بحثونه ترسره کيږي. دوزخیان چې په ډېر بد حالت کښې وي، دوي به نارې وهې او له جنتیانو څخه به د جنتي ابو او خوراک غوښتنه کوي ترڅو دوي له سوځېدلې تندې راحت شي او رنځونه یې کم شي. خو جنتیان به د دوي مخنیوي کوي او ورته به ووایي دا پر کافرانو حرام دي.

دا ځواب په نښه کوي چې جنتیان به له دغه نعمتونو څخه په استفاده کښې هیڅ مشکل نه لري، خو د دوزخیانو حالت به څه داسې وي چې له جنتي نعمتونو به هیڅ ګټه نشي پورته کولې. دا بندیز، په حقیقت کښې یو تکویني بندیز دی، لکه د ډیرو ناروغانو د خوندورو او رنګین خواړو څخه بې برخې کیدل، شاید دغه بندیزونه، د دوي د عمل پایله ده چې په دنیا کښې به یې د ایمان خاوندان ځپول او زورول، یا دوي د انحصار له کبله د دوي د لاسونو د رزق تر رسیدلو مخنیوي کولو او دوي به یې زورول او پر دوي به یې بندیزونه لګول.

البته دا پایلې دوي د ځان لپاره په خپله خوښې کړي، لکه چې د اعراف سورت په ۵۱ آیت کښې راغلې:

هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ (په سخت عذاب كې) پرېږدو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى (او عمل يې پرېښى) و او هغه چې دوى به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه.

په هر حال، د نیک عمل کوونکو له منفي ځواب څخه به بدکاران او ګناهګاران د دوي له مرستې ناامیده شي. نو ځکه به د مجرمانو په لور روان چې له هغوي د نجات لاره وپوښتي، په دې اړه د مومن سورت په ۴۷ او ۴۸ آیت کښې راغلې:

او (یاد كړه) هغه وخت چې دوى به په خپل مینځ كې جګړې كوي، نو كمزوري به هغو كسانو ته وايي چې تكبر يې كاوه : بېشكه مونږ خو ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ نه له اور ځنې څه برخه لرې كوونكي يئ؟هغه كسان به (په جواب كې) ووايي چې تكبر يې كړى و : بېشكه مونږ ټول په دغه (دوزخ) كې یو، بېشكه الله د بنده ګانو په مينځ كې فیصله كړې ده.

په هر حال، ګناهګاران که هر څومره هڅه وکړي چې د هغه ورځې له سختو او مشکلاتو ځان وساتې او خپل ګناهونه د نورو لکه د بدو یاروانو او د فاسده لارښوونکو په غاړه واچه وي، بیا به هم هیڅ ګټه ؤ نه لري. علت یې هم دا دی چې هر یو کس به د خپلو ښو او بدو عملونو په خپله مسؤل وي. او نشي کولی چې په بانې سره خپل بد کارونه د بل په غاړه کولو سره خپلو ګناهونو ته دوام ورکړي. انسان د ارادې او اختیار واکمن دی او کولی شي چې د هر فاسد او ظالم نظام پروړاندې ودریږي. هغه دا قدرت او توان لري چې د خپل چاپیریال څخه تاثیر وانخلي بلکې په هغې تاثیر ولري.

قرآن په دې اړه نمونې ذکر کړې دي. د فرعون ښځه که څه هم د فرعون په کور کښې وه او د یو فاسد نظام لاندې ژوند کولو، خو په خپله اراده او پوخ ایمان سره د فرعون آیین ته تسلیم نشوه او نه د فرعون د ماڼۍ عظمت او منزلت او مقام د هغه متاثره کړه، هغه د فرعون هم په دغه ظالم حکومت کښې د خپل وخت د پیغمبر حضرت موسی علیه السلام منونکې وه او د ایمان په لاره کښې په یو خدای خپل ځان قربان کړ.

ګناهکاران او مجرمان به هر اړخ ته منډه کوي خو دروازې به دځان لپاره بندي مومي. دوي به دا ځل د دوزخ له ساتونکو څخه د مرستې غوښتنه کوي. د مومن سورت په ۴۰ او ۵۰ آیت کښې هم دې ته اشاره شوي:

او هغه كسان به چې (د دوزخ) په اور كې دي، د جهنم نګرانانو ته ووايي: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې زمونږ په عذاب كې بس یوه ورځ تخفیف وكړي، دوى به (په جواب كې) ووايي: ایا تاسو ته به ستاسو رسولان په واضحو دلیلونو سره نه راتلل؟ دوى (دوزخیان) به ووايي: ولې نه (نو) دوى (د دوزخ نګرانان) به ووايي، پس تاسو (پخپله) دعا وكړئ او د كافرانو دعا نه ده مګر په ضیاع كې.

د مومنون سورت له  ۱۰۵ تر ۱۰۷ آیتونو کښې دې مطلب ته اشاره شوي چې په دوزخ کښې به ظالمان او ګناهګار له الله څخه مرسته غواړي. په دغه آیتونو کښې راغلې:

ایا زما ایتونه به تاسو ته نه لوستل كېدل، نو تاسو به د هغو تكذیب كاوه دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! پر مونږ باندې زمونږ بدبختي غالبه شوې وه او مونږ ګمراه قوم وواى زمونږ ربه! مونږ له دې (جهنم) نه وباسه، نو كه مونږ بیا (كفر ته) راوګرځېدو، نو بیا یقینًا مونږ ظالمان یو.

دغه ظالمانو ته به الله ووایئ: آیا زمونږ روښانه دلیلونه زمونږ د پيغمبرانو لخوا تاسوته نه ؤ استولي؟ آیا تاسو باندې حجت نه وو تمام شوي، په داسې حال کښې چې تاسو به تل له هغې انکار او هغه رد کول؟

دوي به په ځواب کښې وایې: هو همداشان ده ای زمونږ ربه! مونږ پر خپل ذلت او خواری اعتراف کوو چې مونږ په خپلو لاسونو د خپلې بدبختۍ او ذلت وسایل برابر کړي او ګمراه خلک وو، البته شاید د داسې اعترافونو سره مجرمان ممکن د خداۍ رحمت ترلاسه کولو په لټه کښې وي. نو ځکه غوښتنه کوي: اى زمونږه ربه! مونږ له دې (جهنم) نه وباسه او یو ځلې مو بیا دنیا ته ستانه کړه چې مونږ ښه کارونه وکړو. که بیا هم مونږ کفر او ګناه وکړه نو یقینا چې مونږ به ظالمان یو او ستا د عفوې او بښنې وړ به نه یو.

د دغه سورې په وروستي آیت (۱۰۸)کښې ظالمانو ته داسې ځواب ورکوي. وبه فرمايي: ذلیله خوار پراته اوسئ په دغه كې او زما سره خبرې مه كوئ.

د الله ځواب ډیر سخت دی، همداشان په دوزخ کښې پراته اوسئ، چپ شی او له ما سره خبرې مه کوی. آیا هیر مو کړل چې زما ښه بندګانو به له زما بښنه او عفوی طلب کولو او ویل به یې: ای ربه مونږ ایمان راوړو، مونږ وبښه او پر مونږ رحم وکړه او ته ترټولو ښه رحم کوونکې یې. خو تاسو به په دوي خندا کوله! په نهایت کښې هم دغه خندا او ټوکو تاسو له ما غافل کړی او ستاسو د غفلت او بدبختۍ سبب وګرځیده.

مګر نن ، ما دوی ته د دښمنانو د غرور او سرغړونکو په مقابل کښې د دوی د صبر او زغم / او د دوی په سمه لاره کې ثابت قدمه اوسیدو په بدل کښې اجر ورکړ او لویه بریا یې ترلاسه کړه.

ټیګونه