Feb 12, 2020 15:41 Asia/Kabul
  • ايراني شخصيتونه، نړيوال وياړونه (214)

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسوقدرمنو دوستانو ته د تودو سلامونو په وړاندې کولو سر ايراني شخصيتونه، نړيوال وياړونه نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. هيله ده چې ستاسو د استفادې وړ وګرځي نو له تاسوغواړوو چې د پروګرام تر آخره پورې له مونږ سره مل او ملګري اوسئ.

د پروګرام په دوام کښې د ايران او نړۍ د يو بل وياړ په اړه غږيږوو. د نهمې هجري قمري پېړۍ مشهور شاعر، عارف، ليکوال او متفکر نورالديدين عبدالرحمن جامي يو نامتو ايرانے سخنور دے چې غواړوو د هغۀ له ژوند، آثارو او افکارو سره آشنا شوو.

نورالدين عبدالرحمن جامي په 817 هجري قمري کال کښې د خراسان په جام ولايت کښې دنيا ته راغے. د جامي پلارنے نيکۀ په اصفهان کښې اوسېدۀ چې خراسان ته يې کډه وکړه او د جام په خردجرد سيمه کښې مېشته شو.د جامي پلار د عبدالرحمن جامي له زېږېدو نه څوکاله مخکښې له خپلې کورنۍ سره هرات ته لاړ او هلته کښې پاتے شو. جامي د خپلو زدکړو وړومبني کلونه په خرګرد سيمه کښې تېر کړل او له خپل پلار څخه يې د فارسي ادبياتو او عربي صرف و نحو په زدکړو لاس پورې کړ.جامي خپلې زدکړې د هرات او سمرقند په نظاميو کښې چې په هغه زمانه کښې له علمي او ادبي مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېدل وکړې او په عربي ژبه، د بلاغت، منطق، حکمت او رياضياتو په فنونو او شرعي علومو کښې د خپلې زمانې مخکښ شو. بيا يې له عرفان سره مينه پېدا شوه او نقشبنديه طريقت يې اختيار کړ.

جامي د هغه علم، پوهې او همدارنګ د عارفانه سېر و سلوک چې يې لرل د هغه وخت د باچايانو په نزد يو خاص مقام لرۀ او د خپل علمي، ادبي او معنوي مقام په وجه له دې مخکښې چې بوډا والي ته ورسي په ټولو هغو هېوادونو کښې چې په هغه زمانه کښې پکښې فارسي ژبه رائجه وه يعنې له عثماني امپراطورۍ نه واخلې د اېشيا د براعظم تر مېنځنيو سيمو او برصغير پورې زيات شهرت لرۀ او له خاص احترامه برخور ؤ.

جامي د 898 هجری قمری کال د محرم يا امامانو د مياشتې په اتلسمه نېټه په يو اتيايمه کلنۍ کښې له دنيا لاړ او په هرات ښار کښې چې د ستر خراسان يو ښار ګڼل کېدۀ د خپل استاد سعدالدين کاشغري د مزار تر څنګه خاورو ته وسپارل شو. د جامي قبر په اوس حال کښې په «تخت مزار» مشهور دے.

په تېر پروګرام کښې مو د جامي بهارستان نومې کتاب چې د سعدي د ګلستان په طريقه ليکل شوے دے خبرې وکړې.

د جامي بهارستان د هغو زياتو مشترکاتو ترڅنګه چې د سعدي له ګلستان سره يې لري له دغه اثر سره يو لړ فرقونه لري چې د غور او څېړنې وړ دي. جامي د اخلاقي ټکو د بيانولو ترڅنګه د خپل بهارستان اوم باب مشهور فارسي ژبو شاعرانو ته مختص کړے دے او د رودکي له وخت نه تره خپلې زمانې پورې يې د هغوي د ژوند حالات او د هغوي ځينې اثار په مختصره توګه نقل کړي او د هغو نقد يې بيان کړے دے. دغه لنډ اشارتونه چې په دغه باب کښې د شاعرانو په باره کښې راغلي دي يو لړ ګټور ټکي لري چې د شاعرانو د ژوند حالاتو په تحقيق، د شعر او شاعرۍ په تعريف او په اسلام کښې د شعر په مقام کښې زيات ګټور دي.

هغه همدارنګ د بهارستان يو شمېر برخې حکمت او د حکماؤ وېناو ته بيلې کړې دي او يوه برخه يې هم د عارفانو د اقوالو او حالاتو په باره کښې ده. په همدې وجه د ځنيو څيړونکو په باور بهارستان يو  وعظ او حکمت لرونکے عرفاني اثر دے.

د جامي د بهارستان يو بل خصوصيت د لرغوني ايران په تاريخ او کلتور باندې تاکيد دے. جامي د جمشيد، فريدون، انوشيروان، قباد، بوذرجمهر حکيم او يزدګرد  او دغه شان د ايران د لرغونو اخترونو او جشنونو په اړه خبرې کړې دي. جامي د نوروز د اختر، د مهرګانو جشن او د ايران د لرغونو آدابو او رسوماتو په اړه ګټور او درس ورکونکي مطالب په خپل کتاب کښې نقل کړي دي.

جامي هم د نورو شاعرانو او ليکوالانو په شان اخلاقي موضوعاتو ته خاص پام لرلےد ے. هغه خپل شعر او نثر د ديني او کلتوري تعليماتو په اډاڼې سره د صحيح عقائدو د ترويج په خدمت کښې استعمال کړي دي. په بهارستان کښې د جامي تګلاره  له نفس او د دنياپرستۍ او لالچ  په شان رذائلو سره مبارزه ده. هغه کوشش کوۀ چې د اخلاقي بحثونو په بيانولو کښې د انسان وروستے او آخري مقصد لوړو کمالاتو ته د رسېدو او بالاخره واحد خداے پاک ته د نزدېکت لپاره د نفس تزکيه او له فساده لرے والے بولي. هغۀ په زياترو مواردو کښې قناعت يو غوره او ښه صفت بللے دے چې له دنيا څخه د انسان د آزادېدو سبب کيږي. هغه له حرص او لالچ څخه لرې والے، کرم او بخشش له حشمت، عهدې او مقام څخه زيات مهم ګڼي. په ځينو مواردو کښې يې د دنيا او له هغې سره د زړۀ تړنې غندنه کړې ده او د هغې بې اعتباري يې بيان کړې ده. جامي په بهارستان کښې ټول له نفس سره مبارزې او د عاجزۍ، ځوانمردۍ او د حق د درګا بندګۍ او عبادت په شان فضائلو ته رابولي او د هغوي په مطالبو باندې په ښه توګه پوهېدو لپاره د خوږو حکايتونو، حکمتونو او مطائبونو يعنې مزاق او ټوقو په قالب کښې وعظ او نصيحت او په ظرافت او خاصې استادۍ سره داستانونه او متلونه بيانوي چې په هر لوستونکي باندې اثر کوي.

د اخلاقي بحثونو په بيانولو کښې د جامي نظريات د ايرانيانو په ملي او اسلامي کلتور کښې جرړې لري او نظريات يې له قرآن، احاديثو او اسلامي روايتونو څخه اخېستل شوي دي. هغه د اخلاقو محور د انسان د روح او باطن سېر او سلوک  او لوړ انساني اخلاقي کمالاتو ته د رسېدو او په آخر کښې الهي درګا ته د نزدېکت لپاره د نفس تذکيه، او له فساده لرې والے بولي. د جامي په عقيده د ښو اخلاقو لرل انسان ته د ژوند کولو هنر ورزده کوي.

د جامي د بهارستان له مهمو مضامينو څخه تربيتي مباحث او په حقيقت کښې د دغه اثر د ليکلو  يو اصلي هدف دے. که څه هم جامي په تربيتي مباحثو کښې د هيڅ ډول خاصې تقسيم بندۍ قائل نه دے، خو د کتاب د مباحثو په استناد سره ويلې شوو چې هغۀ د تربيتي مسائلو به بيانولو کښې د امام محمد غزالي د نظرياتو پېروکار ؤ. په بهارستان کښې مطرح شوي تربيتي مباحث د کورنۍ، مدرسې او ټولنې په دريو محورونو کښې د امام محمد غزالي له تربيتي نظرياتو سره مطابقت لري. د هغه تربيتي افکار زياتره د عدل او انصاف، له ځانه لاندې کسانو ته د پاملرنې، د علم د زدکړې، رازدارۍ  او له خلقو سره د ښه معاشرت په ستنو ولاړ دي.

د تربيتي بحثونو په بيانولو کښې د جامي يوه مهمه موضوع مطائبه ده. مطائبه له چا سره د ټوقو او مزاق په معنا دے او يو ډول ادب ګڼل کيږي. هنر مند په مطائبه کښې کوشش کوي چې له حقائقو نه اپوټه انځور وړاندې کړي. طنز، هزل، هجو لطيفه د دغه ادبي ډول له ځينو څانګو څخه ګڼل کيږي. طنز د مطائبه يوه ډېره مهمه څانګه ده.په بهارستان کښې د جامي طنز له دې سره سره  چې د لوستونکي په شونډو يوه ترخه مسکا راولي، د بديو د اصلاح آرزو هم د هغه په زړۀ او روح کښې رامنځته کوي. د جامي د مطائبياتو ژبه ډېره ساده ده او په آسانۍ سره له لوستونکي سره ارتباط ټينګوي او ورته عاطفي معنا منتقلوي.د جامي د دغه ډول حکايتونو د ژبې لهجه يوه يوشان او شنډه لهجه ده.د جامي د بهارستان د دغه ډول حکايتونو شخصيتونه د بشري خصوصيتونو او صفتونو کلي نمونې دي. په دا ډول داستانونو کښې يوازې يوه ماجرا مطرح کيږي او په هغو کښې د کلامي توصيفاتو او صحنه ښودلو لپاره ډېر کم ځاے پاتے کيږی.

د جامي په يو طنز سره چې په ټولنو کښې د تاريکۍ او فساد انځورونکے دے ننے پروګرام ختموو.

يو ړوند په توره شپه کښې څراغ په لاس او کوزه په اوږه په لار روان ؤ، يو سپين سترګې کس ورته په مخه ورغے او ورته يې وويل: اے نادانه ورځ او شپه خو ستا لپاره يوشان دي او رڼا او تيارۀ ستا په سترګو کښې برابر دي، نو د دې څراغ فائده څه ده؟ ړوند اوخندل او وې ويل: دا څراغ زما د خپل ځان لپاره نه دے بلکه ستا غوندې د بې عقلو او په زړۀ رنډو کسانو لپاره دے چې له ما سره ونه جنګيږي او کوزه مې ماته نه کړي.

 

 

ټیګونه