Feb 23, 2020 15:34 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیاځينی مهمې پيښې په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا د ځينو مهمو پيښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو،په پيل کې د لویدیځي آسیا د ځينو مهمو پيښو خلاصه او ورپسې هم تحلیلي برخه درآوروو،نو ترپایه راسره ملتیا ولرئ .

*/*/*/*/*/   د یمن د مظلوم ولس پر  کورونو د  سعودي ائيتلاف د جنګي   الوتکو د بې آمانه بمباریو دوام */*/*/*/*/   د سورئې په جنګي میدانونو کې د  ملت او مقاومتي  ځواک بریالیتوبونه */*/*/*/*/*/*   او د سورئې د پوځ د بریالیتوبونو په دوام کې د ترکیې د ولسمشر دړکې او  ګواښونه ،  په تیرې اونۍ  کې د لویدیځي آسیا ځيني مهمې پيښې وې چې  په دې اړه مو  اوس هم رابولو  تحلیلي برخې آ وریدو ته */*/*/*/*/*/*/*/*/

********************

=       د یمن بې وځله او بې څوکه هیواد په وروستیو لسو شپو ورځو کې یوځل بیا د آل سعود رژيم په مشرۍ د سعودي ائيتلاف د جنګي حملو د زیاتیدا  کتونکي  ؤ .د یمن پوځ او د ولسی کمیټیو  توغندوي او د بې پيلوټه الوتکو یونټونو،د تیرې شنبې په شپه په الجوف ولایت کېد سعودي ائيتلاف یوه جنګي الوتکه نسکوره کړې ده .د یمن د پوځ ویندوي جنرال سحیی سریع  وئيلي دي ، د سعودي ائیتلاف ټورناډو ډوله جنګی الوتکه په الجوف ولایت کې د غلیمانه ماموریّت په وخت ، په ماډرن ټينکنالوجۍ سنبال او له مځکې په هوا ویشتونکي ماډرن توغندي سره ویشتل شوي او نسکوره کړائ شوي ده .

Image Caption

 

 ټورناډو ډوله جنګي الوتکه د بریتانیا،جرمني ، او ایټالیا هیوادونو په ګډه جوړه کړائ شوي جنګي الوتکه ده .ددغې جنګي الوتکې نسکورلو ښودلې ده چېد آل سعود رژيم  په وسیله د یمن له هراړخیزې کلابندۍ سره سره ، د یمن پوځ او د ولسی کمیټیو دفاعي  قدرت تر دې حده رسیدلی چې  د بې پيلوټه الوتکو پر نسکورولوسربیره،دسعودي ائيتلاف د جنګي ا لوتکو د نسکورولو توانهم لري .د ټورناډو جنګي الوتکې نسکوریدا وښودله ،دیمن ځواک پر مځکنیو وړتیاؤ سربیره،په عربستان د ګوزار لپاره  د توغندوي ضد دفاعي سسټمونو د توان دزیاتولو وړتیاوې هم  لري .

د یمن د پوځ د هوائي ځواک د قوماندان ویندوي جنرال عبدا... الجفري  له مراةالجزیره سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د مبارزانو  په وسیله د ټورناډو ډوله جنګي الوتکې نسکورول،له تیریګرو سره د جنګ په ډګرکې یو سټراټژيک او ځانګړی پرمختګ دی ووئيل،ډير زر به هغه توغندوي دفاعي سسټم هم چېد ټورناډو ډوله جنګي الوتکه ئې نسکوره کړې ده ، نندارې ته وړاندې شي .

Image Caption

 

            د ټورناډو ډوله جنګي الوتکې د نسکوریدا په غبرګون کې،سعودي ائيتلاف هم  دیمن په شمال کې واقع الجوف ولایت کې المصلوب سیمه سخته بمباري کړې.په الجوف ولایت باندې په حملې کې ۲۶ماشومانو پشمول ۳۵کسان وژل شوي او د اتلسو نورو ماشومانو پشمول ۲۳نور کسان ټپیان شوي هم دي .

د یمن د انصار ا.. ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام  وئيلي دي ،کله د امریکا او عربستان تر ملاتړ لاندې  دښمنان د جنګ په ډګر  کې بې وسه دي او د یمن د  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو له ځواکونو سره په مخامخیدا کې د نه اټکل وړ  ماتې تجروبه کوي،نو په وحشي ډول او غیر انساني رودو سره عام  خلک  په نښه کوي .

Image Caption

 

              د یمن پوځ دتیرې جمعې په ورځې هم د قدس په نامې سره په دوو بالیسټک توغندیو  او  همداراز د صماد ۳ډوله  دولسو بې پیلوټه  الوتکو او د ذوالفقار نومې په بالیسټک او لرواټنه توغندیو سره د سعودي عربستان  په لویدیځ کې واقع  په ینبع کې په آرامکو شرکت او ځینو نورو حساسو موخو حملې کړې دي . د یمن دپوځ ویندوي جنرال یحیی سریع  دغه عملیات،  دریم دفاعي انډول په نامې سره    یاد کړي  چې د سعودي عربستان دخاورې په دننه کې ترسره شوي دي . په حقیقت کې  دغه عملیات د الجوف ولایت په ضد د سعودي عربستان  دجنایتونو په غبرګون کې شوي او یو دفاعي او روا اقدام حسابیږي . په عین حال کې  دغه عملیات هدفمند وو ،ځکه چې ښئ   د یمن پوځ او د ولسی مبارزو کمیټیو یونټونه ، د آرامکو تاسیسات  آلسعود رژيم ته  د ګوزار  ورکولو لپاره یوه ترټولو مهمه موخه  او ټارګټ ګڼي .په تیر ستمبر میاشت کې هم  چې په بقیق او خریص کې د آرامکو تاسیسات د یمن والو د توغندیو په شیشت کې ورغلي وو،د ریاض د واکوالانو لپاره ډيردرندۀ اقتصادي  ګوزارونه وو،په دې ډول چې  حتی مجبوره شول  پيټرول له  نورو ځایونو وارد کړي .

  یو بل مهم ټکی دا دی چې  دغه عملیات،  سعودي عربستان ته د  امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو د تیرې پنجنشبې  په ورځ له سفر سره په یووخت ترسره شوي . د امریکا خارجه وزیر  تیره پنجنشبه ورځ  ریاض ته سفر کړی او د عربستان له پاچا او ولی عهد سره لیده کاته کړي دي .   

Image Caption

 

             دوستانو سوریه تیره اونۍ د یو لړ مهمو بدلونونو شاهده وه .  دسورئې د پوځ میداني پرمختګونو  په دغې اونۍ کې هماغه راز دوام درلودلی . د سورئې پوځ  دتیرې یکشنبې په ورځې د جنایتکارو او تکفیري ترهه ګرو له سپيرومنګولو د حلب ښار  په شمال اولویدیځ کې د لسګونو ښارګیو اوکلو په آزادولو سره  بریالی شوی ددغه ښار بشپړ امنیت بیرته ټينګ کړي . په عین حال کې  د ادلب ولایت د آزادولو عملیاتو هم تیره اونۍ دوام   درلود. د سورئې د بیلابیلو سیمو خلک د حلب ښار  په بشپړ آزادولو  او په دغه ښار کې پر ترهه ګرو د بریالیتوب په باب واټونو ته راووتل او جشنونه ئې ولمانځل او خوشالیانې ئې وکړې ..

           د سورئې ولسمشر بشار اسد هم د تیرې دوشنبې په شپه په حلب او ادلب ولایتونو کې د ترهه ګرو په مقابل کې ددغه هیواد دپوځ  او مقاومتي ځواک د بریالیتوبونو په مناسبت  په ټيلیویژني وینا کې  وئيلي دي  د ترهه ګرو له سپيرومنګولو د حلب او ادلب ولایتونو دآزادولو عملیاتو د  دښمنانو پوزه په خاورو موښلې ده .

Image Caption

 

بشار اسد په حلب او ادلب ولایتونوکې د سورئې دپوځ  وروستي بریالیتوبونه  په دغه هیواد کې د ترهه ګرو د بشپړ ماتې سریزه بللې  او ټينګار ئې کړی دی ،د ترهه ګرو له نیواکه  به د حلب او ادلب ولایتونو د آزادولو عملیات،هغو چغو او هائ هوئ ته له پامه پرته چې د  ترکیې له خوا راپورته کیږي ، دوام وکړي .

               د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره اونۍ د چارشنبې په ورځ  دمشق سره د وفادار ځواک په ګواښلو سره  ژمنه ورکړې ،که په ادلب ولایت کې  دوي له خپلو مورچلو شاتګ ونه کړي ،نو  دخپل هیواد خپل درست پوځي قوت څخه به  ددغه مشکل دحل لپاره استفاده وکړي . په  عین حال کې  دترکیې پوځ هم په تیرې پنجشنبې ورځې په ادلب ولایت کې دسورئې پر پوځ حمله کړې  چې  ډير زر د سورئې د پوځ له چورلټ غبرګون سره مخ شوه .همدرااز د روسیې دفاع وزارت هم په سورئې کې د ترهه ګرو په ضد ددغه هیواد جنګي الوتکو د حملو خبر ورکړی او وئیلي ئې دي ،په دغو حملو کې د ترکیې دوه پوځیان وژل شوي او  پنځه نور هم ټپیان شوي دي .

Image Caption

 

په حقیقت کې دغه نښتې د انقرې دحکومت له خوا دسورئې دحاکمیّت د خلاف ورزۍ کولو له مله رامینځة شوي دي .په همدې اساس هم د ترکیې د پوځي حملو له پیلیدو مخکې د کرملین ما ڼۍ د  سورئې دپوځ په ضد  د عملیاتو پیلیدا،ددغه هیوادد حالاتو په بهیر کې تر ټولو بده ممکنه سناریو بللې ده .ترکیې د سورئې پر پوځ په داسې حال کې حمله کړې،چې د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف دتیرې چارشنبې په ورځې وئيلي، دسورئې په باب له ترکیې سره  خبرو اترو کومه نتیجه نه ده ورکړې .  یو بل جالب ټکی دا چې ترکیه دغه حمله د امریکا د حکومت په شنې اشارې سره کړې ده .په عین حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د ډونالډټرمپ  حکومت   د سورئې په باب  له ترکیې سره پیوستون اعلان کړی دی .

              داسې ښکاري،چې دسورئې په بدلونونو ،د  ترکیې د لوړپوړو چارواکو د لالهاندۍ اوغوسه کیدا اصلی علت دادی چې د سورئې په ادلب ولایت کې د دغه هیواد پوځ او ورسره دمتحدانو د ځواک میداني بریالیتوبونه، عملا،په سورئې کې د ترهه ګرو د ناکامولو لپاره وروستي ګامونه پورته کوي. ادلب ولایت دسورئې هغه ترټولو وروستی ولایت دی،چې د ترهه ګرو ډ لو په نیواک کې پاتې دی .په وروستیو دوو میاشتو کې ، د سورئې پوځ او دهغو متحدانو د ترهه ګرو له سپیرو منګولو ددغه هیواد  دجغرافیې په تیره بیا د ادلب ولایت  کابو یو زر درې سوه مربع کلومیټر سیمه آزاده کړې او ددغه ولایت  دمرکز ادلب ښار د  پاکونې سریزې ئې پلان کړي او د اجرا کولو په حال کې دي .

Image Caption

 

          دوستانو د  لویدیځي آسیا د بدلونونو په باب  د اونیز پروګرام وخت په همدې ځاي کې پاي ته رسیږي،نو له دې مخکې چې له تاسو  اجازت وغواړو، باید ووایو چې تاسو د تهران راډیو دپښتو خپرونې د انټرنیټيسایټ ایډریس parstoday.com/ps هم درسره نوټ کړئ اوله خپلو دوستانو سره ئې هم شریک کړئ .تاسو په  دغه ویب پاڼې کې  د ورځې  سیمه ایز او نړیوال تازه خبرونه ،تبصرې،راپورونه،مرکې  او همدرااز دیني ، کلتوري،اقتصادي ،ټولنیز،روغتیائي او سپورټي مطلبونه هم لیدلی او آوریدلی شئ،او همداراز د تاسو پخپلو غږونو،پخپلو پیغامونو،پخپلو شعرونو اوښو ښو لیکنو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی او لیدلی شئ،نو تربل مطلب پورې درته نیکمرغه ژوند غواړو،بریالي او سوکاله ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه