سوره زمر۵۴-۵۸
p-851-Az-Zumar-ayaat-54-58 د زمر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (851) -
تفسیر ساده و روان آیات 54 تا 85 سوره زمر
ابتدا تلاوت آیات 54 و 55 از سوره زمر
«وَأَنِیبُوا إِلَى رَبِّکُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِن قَبْلِ أَن یَأْتِیَکُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ»، «وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنزِلَ إِلَیْکُم مِّن رَّبِّکُم مِّن قَبْلِ أَن یَأْتِیَکُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ»
او تاسو خپل رب ته رجوع وكړئ او هغه ته غاړه كېږدئ، مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي، بیا به تاسو سره مدد نه شي کېدلی.
او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قران) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې نه چې په تاسو ناڅاپه عذاب راشي ، حال دا چې تاسو ترې نا خبره یئ.
په تېره برخه کې د خدای د مغفرت او رحمت خبره وشوه چې ټول بندګان پکې شاملیږي. دا ایتونه د خدای د پراخه رحمت د لاسته راوړولو لاره په دوو څیزونو کې ګڼي. یو له ګناهانو توبه او خدای ته په ستنېدو او بله د خدای له تعلیماتو په پېروۍ کې.
دا ایتونه د خدای لطف او رحمت ته د هیلې د ورکولو تر څنګ، د خدای د قهر او عذاب خبرداری هم ورکوي چې ټینګار وکړي چې که تاسو له تېرو غلطو کارونو لاس وا نه خلئ او په خپلو ګناهانو ټینګار وکړئ، د خدای په عذاب به ککړ شئ. هم دنیاوي وعذاب چې ناڅاپه راځي او هم له مرګه د اخرت عذاب چې ګناهکاران به رانیسي او هیڅوک ترې ځان نه شي خلاصولی.
درسونه :
۱: د واقعي توبې نښه، د خدای د اوامرو په وړاندې له زړه تسلیمیدل دي.
۲: توبه نه دي ځنډول پکار ځکه چې عمر مو لنډ دی او د عمر د ختمېدو وخت هم نامعلومه دی.
۳: له زړه د تسلیمیدو او توبه تر څنګ صالح عمل هم ضروري دی.
۴: نیک کارونه ډېر دي خو د انسان عمر او ظرفیت لنډ دی. نو باید په هر وخت کې لومړیتوبونو ته په پام سره ښه کارونه انتخاب کړی شي.
تلاوت آیه 56 از سوره زمر
« أَن تَقُولَ نَفْسٌ یَا حَسْرَتَى عَلَى مَا فَرَّطتُ فِی جَنبِ اللَّـهِ وَإِن کُنتُ لَمِنَ السَّاخِرِینَ»
(تاسو اوس خپل رب ته رجوع وكړئ) ځكه چې نفس به وايي: های افسوس ارمان! په هغه چې ما د الله په حق كې تقصیر(او كمى) كړى دى او یقینًا زه ( په دنیا کې د هغه د ایتونو) له استهزا كوونكو ځنې وم.
د اخرت یوه مهمه ځانګړنه چې په ځینو ایتونو کې ورته اشاره شوې په دنیا کې په خپلو کوتاهیو د انسان ارمان کول دي تر دې چې د قیامت یوه نامه یې یوم الحسرت یعنې د ارمان ورځ ایښې ده.
کله چې انسان د محشر صحرا ته داخل شي او د خپلو کوتاهیو او سستیو، د خپلو غلطو کارونو او ګناهونو نتیجه په خپلو سترګو وویني نو د های افسوس چغې به پورته شي او د هغه په زړه به د غم او خپګان او ورسره د پښیمانۍ سخت احساس پیدا شي. په قیامت کې به کافران په دې خاطر چې په دنیا کې یې د خدای په ایتونو او پېغمبرانو پورې خندا کوله د پښیمانۍ او ندامت څرګندونه کوي ځکه چې د هغوی د ګمراهۍ او انحراف اصلي عامل همدا د حق په ایتونو او الهي رسولانو پورې خندا کول وو.
په کلي ډول ټول انسانان به په قیامت کې افسوس کوي او ارمان به کوي چې کاش دنیا ته ستانه شي او د اخرت لپاره مناسبه توښه جمع کړي خو هیڅ فایده به نه لري. البته ځینې دیني پوهان او عالمان به تر عامو خلکو زیات ارمان کوي او دا په دې خاطر چې په خپل علم به یې عمل نه کاوه.
په قیامت کې به انسانان پوه شي چې په قیامت کې هغه کارونه ارزښت لري چې خالص د خدای لپاره ترسره شوې وي. هغوي به په دې حقیقت پوه شي چې په دنیا کې د هغوي ډېر کارونه او هڅې که څه هم په ظاهره نیک او د احسان او انفاق کارونه وو خو له دې امله چې ریا او ځان ښودنه پکې وه نو قیامت نه ته دي رسیدلې هم دلته په دنیا کې پاتې شوې دي.
درسونه:
۱: په هره اندازه چې په دنیا کې د نیکو کارونو په کولو کې کوتاهي وکړو په هماغه اندازه به په اخرت کې پښیمانه کیږو او ارمان به کوو.
۲: قیامت د ځان په خلاف د اعتراف اوداده کېدو او په خپلو تېرو کړو د پښیمانه کیدو ورځ ده .
۳: څوک چې په دنیا کې د خدای په ایتونو او قران پورې خندا کوي په قیامت کې به له خپل کاره پښیمانه وي خو دا پښیماني به ناوخته وي او هغوی ته به هیڅ ګټه نه وررسوي.
تلاوت آیات 57 و 58 از سوره زمر
«أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّـهَ هَدَانِی لَکُنتُ مِنَ الْمُتَّقِینَ»، «أَوْ تَقُولَ حِینَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِی کَرَّةً فَأَکُونَ مِنَ الْمُحْسِنِینَ»
یا به وايي: كه حقیقتًا الله ما ته هدایت كړى وى ( نو) زه به خامخا له پرهېزګارانو ځنې وى
یا چې کله عذاب وویني نو وایي به: كاشكې په رښتیا سره ما ته بېرته تلل وى، نو زه به له نېكي كوونكو ځنې وم
د تېرو ایتونو په دوام کې چې په قیامت کې یې د انسان افسوس او پښیمانۍ ته اشاره کوله دا ایتونه د حال په ژبه د دوزخي انسانانو حالت بیانوي او فرمایي: هغه به چې کله جنتیان وویني چې په ډکو لاسونو جنت ته روان دي نو ارمان به کوي چې دی هم د هغوی په لیکه کې وای او ورسره یو ځای جنت ته تللی وای. هغه به وایي: که خدای زه هدایت کړی وای نو ما به هم د جنتیانو په شان په دنیا کې له ګناهونو ډډه کړې وه او د پرهیزګارانو په لیکه کې به راغلی وم. مجرم به په دغه شان خبرو سره هڅه کوي ځان بري کړي. هغه به چې کله د دوزخ له عذاب سره مخامخ شي او د جهنم سوزنده اور وویني نو ارمان به کوي چې کاش ده ته اجازه ورکړل شوې وای چې دنیا ته ستون شي د خپلو تېرو کارونو جبران وکړي او د ګناهانو په ځای نیک عملونه وکړي او د نیکانو په لیکه کې راشي.
البته روښانه ده چې د هغه خبره غلطه ده او ارمان او افسوس یې هم بې ځایه دی. ځکه چې خدای تعالی پېغمبران رالیږلې چې ټول خلک هدایت کړي نو څوک چې هدایت نه شي په خپله یې نه دي غوښتې چې هدایت شي او بې له شکه دنیا ته دهغه د ستنېدو ارمان بې ځکه او ناممکنه دی.
درسونه :
۱: په قیامت کې به د تقوا ارزښت او اهمیت ښکاره شي . په حقیقت کې هغه څه چې په قیامت کې په کار راځي تقوا او پرهیزګاري ده نه مال او شهرت او یا طاقت .
۲: که انسان له الهي هدایته پیروي ونه کړي او په بلې هرې لارې لاړ شي په قیامت کې به یې د نجات سبب نه شي.
۳: په قیامت کې به ګناهکاران د پرهیزګارانو په حال رشک کوي او هیله به کوي چې کاش د هغوی په شان وی.
۴: تقوا او احسان په قیامت کې د انسان د نجات دوه لاملونه او اسباب دي.
پای.
کلید واژه: بسوی نور، زمر، حسرت، عذاب، قیامت، هدایت، بهشت