Apr 04, 2021 15:34 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا  ځيني مهمې پيښې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آ سیا د مهمو پيښو په باب له ا ونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې  یوو، په پیل کې  ددغې سیمې  دځينو مهمو پيښو خلاصه درآوروو ،او ورپسې مو  هم د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته  رابولوو،نو هیله ده  چې د استفادې وړ مو وګرځي .

سعودي عربستان ته د عراق د لومړي وزیر سفر

*/*/*/*/*/*/*

د عربستان او عراق ترمینځ دځینو موافقو لاسلیک  کیدا

*/*/*/*/*/*/*/*/*

 او  د یمن د  جنګ میداني او سیاسی بدلونونو دوام ، په تیرې اونۍ کې په لویدیځي آسیا سیمې کې ځيني مهمې پيښې وې ،  اوس مو هم رابولو دځینو پيښو په اړه د تحلیلی برخې آوریدو ته

***************************

د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره د عربستان د پاچا ملک سلمان له  ویډیو ئي تماس وروسته،هغه  ته ریاض ته د سفر لپاره بلنه ورکړل شوه . دعراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي هم د تیرې چارشنبې په ورځې سعودي عربستان ته سفر وکړ  او ددغه هیواد د ولی عهد محمد بن سلمان پشمول له لوړپوړو  چارواکو سره ئې لیده کاته وکړل .  په عراق کې د مصطفی الکاظمي د صدراعظمۍ یولس میاشتې تیریږي . الکاظمي د لومړی وزارت  له هماغه لومړنۍ میاشتې څخه  دعربستان د سفر په  هڅې کې ؤ . ټاکل شوې وه ، الکاظمي  تیر کال لومړي وزارت ته له رسیدا وروست پخپل لومړني بهرني سفر کې سعودي عربستان ته لاړ شي ، خو  دغه سفر په دې دلیل چې  د سعودي دپاچا د بوډاتوب او ناروغۍ ذکر  وشو،ترسره نه شو او دهغه لومړنی بهرنی سفر تهران ته وشو. 

Image Caption
Image Caption

 

 د سعودي مرستیال دفاع وزیر او  د پاچا زوی خالد بن سلمان بن عبدالعزیز  دمصطفی الکاظمي د سفر په باب په خپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،  دعراق د لومړي وزیر سفر ، چې د حرمیّن شریفیّن د خادم په بلنه  دیوه غوره میلمه په توګه عربستان ته ورغلی  او له ولی عهد سره ئې لیده کاته کړي ،د دوو هیوادونو  ترمینځ  ئې دعربیّت او ورورولۍ د پيوندونو ، لوړې ملګرتیا او د ګډ برخلیک ټاکنې  لوړه سویه نندارې ته وړانډې کړې ده :::  دغه ټویټ  له هرڅه زیات ددې ښودنه کوي ، چې  سعودي عرستان هڅه کوي ، له عراق سره په ا رتباط کې د عربی قومیّټ فیکټر  رول روښانه کړي ، یوه داسې موضوع چې  دالکاظمي ټیم هم  په تیرو یولسو میاشتو کې  په نظر کې نیولې  اوپه سیمه ایز سیاست کې ئې تعقیبوي .

                سعودي عربستان ته د عراق د لومړي وزیر په سفر کې د دواړو لورو ترمینځ څو موافقې لاسلیک شوي دی.د عراق د لومړي وزیر د دفتر داعلامیې په اساس وئيل شوي دی ،مصطفی الکاظمي   دسعودي عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په یوې ناستې کې،په اقتصادي ،تیلی ،بریښنائي ، کرهڼیزو اوپانګونې په زمینو کې  دوسیې سپړلي دي . د عراق او عربستان دپلاؤ ترمینځ په ځینو لاسلیک شوو موافقو او تفاهم لیکونو کې،د خزانې د وزیرانو په لاس د دواړو هیوادونو ترمینځ  د  لازیاتو مالیاتو له اخستو ډډه کول ،داقتصادي پراختیا او ډولوالي لپاره  پلانونه او هم  دپلانونې د وزیرانو په  لاس دخصوصي برخې  پراختیا په اړه موافقې  لاسلیک شوي دي.  په حقیقت کې دغه موافقې ددې موضوع ښودونکي دي،چې الکاظمي  عربستان ته په سفر کې،له  هرڅه زیاتې  اقتصادي موخې پخپلې ایجنډا کې راوستي  وې .

 عربستان ته د الکاظمي سفر،د عراق په داخل کې یولړ غبرګونونه هم درلودلي دي ،داسې غبرګونونه ، چې  له هر څه زیات ، د عراق په ناکراریو رامینځةکونې او له ترهه ګرۍ  څخه په ملاتړ کې د آل سعود رژيم ترتومه  کارنامه پکې شاملیږي . په همدې لړ کې ، د نجف اشرف د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام  صدرالدین قبانچي  عربستان ته دالکاظمي د سفر په غبرګون کې  وئیلی دي ،هیره به نه کړو ، چې ځیني عرب هیوادونه  له ترهه ګرو سره ملګري شول  او دعراق دملت په ضد ئې جنګ ته مخه کړه . هغه  ددې خبرې په کولو سره چې  عراق کوم مریّۀ هیواد نه دی ، وئيلي ، له عراق سره د عربو هیوادونو داړیکو د پیاوړتیاهرکلی کوو،خو داهم نه هیروو،چې عربو هیوادونو له صدام  سره لاس یو کړ او د مونږ د ولس په ضدئې جنایتونه وکړل  او حتی  له داعش سره   په ملګرتیا سره ئې  د مونږ په ضد جنګ رامینځةکړ . د نجف اشرف  دجمعې لمانځه  خطیب ټينګار کړی ، ، عربي هیوادونه دې  پوهه شي،عراق د نورو د ارادې په وړاندې نه تسلیمیږي  او عراق او  ولس ئې هیڅوک نشي نسکورولی .

Image Caption

حمله 

Image Caption

 

د سعودي تیریګر ائيتلاف جنګي الوتکو  تیره اونۍ هم د یمن په الحدیده او  مارب ولایت کې ځیني سیمې په لسګونو ځله بمباري کړې . د یمن پوځ او لوسی مبارزو کمیټیو  هم د تیرې یکشنبې په  ورځ  له اتلسو بې پيلو ټه الوتکو او  دغه راز له اتو بالیسټک توغندیو څخه په استفادې سره ، د سعودي عربستان  د آرامکو تیلی تاسیسات او پوځي مرکزونه په نښه کړي دي .د یمن دپوځ ویندوي جنرال یحیی سریع  دتیرې پنجشنبې په ورځې په ټویټر کې پخپل ټولنیز پیغام  کې لیکلي دي ،د یمن دپوځ د بې پيلوټه  الوتکو یونټ په څلورو ډرونز الوتکو سره د عربستان په پلازمینې ریاض کې  ځیني مهم او حساس پوځي مرکزونه په شیشت کې راوستل . جنرال سریع  په دې خبرې په ټينګار سره چې دغه  شیشت په دقیق ډول  په ټارګټ لګیدلی ، وئیلي ، دغه اقدام د یمن د کلابندۍ او د تیریو د دوام  په غبرګون کې ددغه هیواد د ولس د روا او طبیعي حق په چوکاټ کې  شوی دی .

 د یمن د انصار ا.... ولسی غورځنګ ددفتر  دحقوقي برخې مشر  عبدالوهاب المحبشي، دیمن د هیرشیما  په نامې سره  دیوه راپور په دستورو کې  وئیلي دي ،تیریګر هڅه کوي ، دهغه څه په باب  چې په یمن کې ترسره کیږي ،نړۍ او داخلی عمومي افکارو ته له دروغو ډک اطلاعات وړاندې کړي ، خو دغه راپور  هغه پلمې او لاسوندونه چې  امریکائي سعودي ائيتلاف   ئې د یمن والو د قتل عام لپاره  لاس ته راوړي ، ایشوا کړي دي .  د انصار ا... ولسی غورځنګ  د حقوقي او قانوني ادارې  دمستندو  او ارزول شوو  راپورونو دمرکز مسئ،ل احمد ابو   حمرا  هم وئيلي دي ، په دغه راپور کې  دعامې وژلې  اوجنایتونو څلور زره یو سل درې دیرش   موردونه   شته چې مستند شوي دي.

           دعربستان  د اطلاع رسونې وزیر ماجد القصبي  د تیرې چارشنبې په شپه  د یمن د جنګ په دوام کې د انصار ا... غورځنګ  دګرم ښودلو دسیاست  په دوام کې وئیلي دي،عربستان په یمن باندې ددغه هیواد له حملې راهسې تر دې دمه  په درې سوه نهه پنځوس بالیسټک توغندیو ویشتل شوی دی .ماجد  القصبی  همداراز وئيلي دي،۵۸۹بې پیلوټه الوتکو هم  عربستان په نښه کړی دی . هغه مدعي شوی ،دحوثبانو حملې ددې ښودنه کوي،چې دوي  دعربستان د عملی نوښت پشمول دسولې دټينګیدا لپاره د هلوځلو مخالف دي .

Image Caption

 

د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  هم دپنجشنبې په ماښام  له سی این این ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  مدعی شوی دیمن دپوځ درستې ټيکنالوجۍ او توغندي ایراني دي او ددغه ملاتړ اندازه ، ډيره پراخه ده . دعربستان  خارجه وزیر همداراز مدعی شوی ، دغه بې پیلوټه الوتکې د هوائي ډګرونو او دسونګو د زیرمو په څير دعامو  خلکو په  موخو ویشتل شوي دي .فیصل بن فرحان وئيلی دي، که  دایران او د هغوي د سلاکارانو ملاتړ چې په یمن کې شتون لري ، نه وائ ، نو حوثبان نه شول توانیدلی ،د عربستان د غیر پوځي بیخ بینائي تاسیساتو په ضد حملې وکړي .

                    یمن په تیرې اونۍ کې پر میداني بدلونونو سربیره ، د ډيپلوماټیکو خوځښتونو شاهد هم ؤ .د عمان پلازمینه مسقط دیمن په چارودکې د ملګروملتو د ځانګړي استازي  او همداراز د یمن په چارو کې د امریکا د استازي او د صنعاء د حکومت د پلاوي  په یووخت د شتون شاهد ؤ . ددغو خبرواترو چورلیز ، د سعودي عربستان د وړاندیزي پلان  په باب خبرې اترې وې . دعربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  د مارچ په شپږمه نیټه د یمن په ضد دجنګ د  اووم کال له پيلیدا  څو ورځې مخکې ، دیمن دبحران  په اړه د ریاض د حکومت  وړندیزي پلان  وړاندې کول دي  د سعودي حکومت  وړاندیز کړی ،  په عربستان د یمن د  پوځ اوولسی مبارزو کمیټیو  د حملو د دریدا په مقابل کې  دغه هیواد هم دصنعاء دهوائي ډګر او الحدیده بندر له پرانیستو سره موافقه  کوي .  د سعودي حکومت وړاندیز کړی  دغه پلان د ملګروملتو په څارنې سره ترسره شي . د یمن انصار ا... ولسی غورځنګ  اعلان کړی ، له دغه وړاندیز سره مخالف دی  ،ځکه دغه  وړاندیز په یمن کې دجنګ او د  کلابندۍ د ختمیدا لپاره نه ،بلکې د اور بند لپاره  دی .

په عین حال کې  تیره اونۍ  په مسقط کې  یو لړ خبرې اترې شوي ، چې  کومه مشخصه نتیجه ئې نه ده درلودلې . د خبرواترو دبې نتیجې پاتیکیدا  اصلی علت هم همدا ؤ ، په داسې حال کې چې  د یمن دملی نجات حکومت  پلاوی  دیمن په ضد د  جنګ او کلابندۍ  د ختمیدیا غوښتونکی دی . د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوي  او د حکومتي مرکچي ټيم مشر محمد عبدالسلام  د دوشنبې په ورځې پخپل یوه ټویټ کې  د مسقط  خبرواترو ته په اشارې سره  ، دا چې  له نورو مسئلو څخه د انساني موضوعګانو  جلاکولو سره کومه ګروهنه نه لري ، ، د جامعې او عادلانه سولې  د پوه کیدا لپاره دجدیّت نه ښودلو نښه ده . عبدالسلام  روښانه کړې د ه ،  دانسان دوستۍ د حالاتو په باب  د نیمګړو  حل لارو لپاره هیڅ ځاي نشته  او مونږ ټيګار کوو ، چې  په انساني  حالاتو دې په هیڅ عنوان سره معامله ونه شي .

Image Caption

 

  

 په عین حال کې چې د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ  عمومي مشني سید حسن نصر ا...  هم د تیرې چارشنبې په ورځ  په دې اړه  وئيلي دي ،په یمن کې دمجاهدینو په ضد رسندوئي او سیاسی جنګ پیل شوی دی  چې  په کې هڅه کیږي ، ددغه جنګ انځور  په اپوټه او تیروتي ډول وبریښوي او ووائي چې  سعودیان  خو د جنګ د دریدا غوښتونکي دي ، خو انصار ا... دجنګ دریدا  نه غواړي . هغه څه  چې  دیمن وروڼو ته وړاندې شوي،  د جنګ دریدا نه،بلکې د اوور بند ټینګیدا ده او نوردرستې ترینګلتیاوې به ،یعني د یمن په ضد(د هراړخیزې کلابندۍ په څير)دجنګ درستې بڼې،به هماغه راز دوام ومومي،دا ستر دروغ  او چلول  دی ،حتی د یمن واړه ماشومان هم په دغه ستر چلول  دوکه نه خوري  او زه ا مریکایانو او سعودیانو ته وایم چې تاسو  یوازې د وخت په تیررولو او ضائع کولو پسې یاست . :::::

********************

خوږو دوستانو  دلویدیځي اسیا د وروستیو  حالاتو په  باب د اونیز پرورګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل  مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو  او له خداي پاکه تاسو درستو مینه والو ته دسوکالۍ او سلامیتا دعا کوو.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه