ایران داونۍ په هینداره کې
-
ایران داونۍ په هینداره کې
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې ایران داونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو .دایران اسلامی جمهوریت داسلامی انقلاب دبری د اوه د یرشمې کلیزې په درشل کې دی ، په دغو شپوورځو یعني دسباؤن لسیزې په شپو ورځو کې دایران له مهمو خبرونو او پيښو سره ستاسو په خدمت کې یووتروروستیو راسره مله ووسئ
داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي دتیرې چارشنبې په ورځې دملی امنیت دلوړې شورا له منشي علی شیمخاني او ددغې شورا د دارالانشاء له مرستیالانو اوکارپيژاندوسره په کتنې کې،په نننۍنړۍکې د :امنیت : د مقولې بیلابیلو او پيچلو اړخونو ته په اشارې سره امنیت دټولنې یوه خورا حیاتي اړتیا وبلله .دوي وفرمائيل، نن سبا دامنیت مقوله یوازې یوه امنیتي او پوځي موضوع نه ده پاتې او نور اقتصادي،معیشتي،کلتوري،سیاسی،ټولنیز،نفسیاتي او اخلاقي اړخونه هم لري .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دې ته په اشارې سره چې په تیرو ۳۷کلونو کې تل مبارزه وه وویل ، البته نن سبا ، په نوو او د دښمن دپيچلو رودوپه وسیله،دهماغه سابیري فضا،کلتوری،اعتقادي،ټولنیزې فضا او دهغو له امنیتي ضد فضاپه څير مبارزه لازیاته سخته اوحساسه شوې ده .
داسلامی انقلاب دسباؤن لسیزې له شپو ورځو سره په یووخت په تهران کې دفضائي ټیکنالوجۍ دملی ورځې په مناسبت هم یو لړ دستورې ترسره شوې .دایران داسلامی جمهوریت ولسمشرحسن روحاني په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې وویل،هغه څه چې له برجام پروګرام یا ایکشن پلان وروسته دایران داسلامی جمهوریت لپاره رامینځةشوي،دټيکنالوجۍ،علم او له دنیا سره دارتباط لپاره یوه نوي فضا ده .
ډاکټر حسن روحاني دسباؤن لسیزې په مبارکۍ او درنښت سره زیاته کړې، ولس مقاومت کړی ، بندیزونه ،دباؤنه او سختیانې ئې زغملي او که د ولس مقاومت ، پوهه ،ځیرتیا ، او ددرهبرۍ دستر مقام لارښونه اود خبرواترو پر میز دتجروبه کارو او سرښيندونکو چارواکو او کارپيژاندو زیار نه وائ ، نو برجام ممکنه ده هیڅ نتیجه نه وائ درلودلي .
د فضائي ټيکنالوجۍ دملی ورځې په دستورو کې د: دوستۍ : دسپوږمکۍ پشمول دهیواد دفضائي چارو د ادارې بریاوئې هم نندارې ته وړاندې شوې.
دسلواغې دمیاشتې په څوارلسمې نیټې یعني د فرورۍ په دریمه داسلامی ایران په کال هینداره کې دغه ورځ دفضائي ټیکنالوجۍ ملی ورځ نومول شوې ده . دفضائي ټيکنالوجۍ ملی ورځ ، په ۲۰۰۸کال کې د :امید: په نامه د سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغولوکلیزه هم ده چې لامل شوې ایران دسپوږمکۍ د توغولو دتوانمنیو لرونکو هیوادونو په ټول کې شامل شي .
همداراز دتیرې شنبې په ورځې،خراسان رضوي ولایت ته دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني په سفر کې دتهران مشهد دریل لارې د برقي کیدا دپلان دعملیاتو اجرائي کیدا او څونوره عمراني پروژې هم افتتاح شوې . ددغه پلان په اجرا سره ددغې ریل لارې دمسافرانو ظرفیّت به شل میلیون مسافرانو ته ورسیږي .
******************
په تیرې اونۍ کې دایران په نورو پيښو کې تهران ته دجرمني دخارجه وزیر او ورسره دستر پلاوي سفر هم شامل دی.
دجرمني خارجه وزیر فرانک والټر شټاین مایر تیره اونۍ دیوه لوړروتبه سیاسی او اقتصادي پلاوي په مشرۍ تهران ته راغی .
دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف له خپل جرمني همڅنګ سره په کتنې کې د دوواړخیزو اړیکو ،دبرجام پروګرام داجرا او همداراز دسیمې دبدلونونو او د هغه افراط اوترهه ګرۍ په باب چې مینځني ختیځ یا لودیځي آسیا ورسره لاس اوګریوان ده هم خبرې اترې وکړې .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني هم دجرمني له خارجه وزیر فرانک والټر شټاین مایر سره په کتنې کې ټيګار وکړ ، باید ترهه ګرۍ او ترهه ګرو ته د دوسله والو او مالی سرچینو دمنتقلولو مخنیوی وشي .
ډاکټر حسن روحاني له ۵+۱ډلې سره دایران دایټمي خبرواترو په بهیر کې د جرمني مثبت او رغنده رول ته په اشارې سره دتهران اوبرلیّن ترمینځ د اوږدمهاله ګډو فعالیتونو او ملګرتیاؤ دپلانونې په ضرورت هم ټينګاروکړ.
دجرمني خارجه وزیر هم په دغولیدوکاتو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان په رسمي اجراکیداسره په اروپائي اتحادئې او ایران اړیکو کې نوی سپرکی پیل شوی دی ، وویل ، برلیّن په ټولو سیاسی،اقتصادي،کلتوري اوپوهنتوني حوزوکې له تهران سره د اړیکو پراختیا ته هوډمن دی
دجرمني خارجه وزیر همداراز دترهه ګرۍ دموضوع او له هغو سره د هراړخیزې مبارزې په یادونې سره وویل ، باید دترهه ګرۍ دمشکل دحل لپاره د ،ددغې سپيرې بلا د ودې او غوړیدا زمینې له مینځه یوسوو چې په هغو زمینو کې یوه په سیمې کې له افراط پالنې سره مقابله ده .
دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر تیره اونۍ لندن ته په یوه سفر کې په یوې نړیوالې غونډې کې په ګډون سره دترهه ګرۍ او له دغې سپیرې ښکارندې سره دمقابلې دضرورتونو په باب دایران دریځونه بیان کړل . ډاکټر محمد جواد ظریف دتیرې پنجشنبې په ورځې په لندن کې د سورئې له خلکو سره دمرستې په باب په یوې نړیوالې غونډې کې وویل ، دسورئې له شخړو د وتلو یوازینۍ لاره د سوریاوالو پخپل مینځ کې دخبرواترو له لارې سیاسی حل لاره ده .
دسورئې له ولس سره دمرستې نړیواله غونډه دتیرې پنجشنبې په ورځې ، د څه دپاسه اویا هیوادونو دمشرانو ، او دغه راز د نړیوالو اورګانونو ،غیر حکومتي ادارو او خصوصي شرکتونو دلوړپوړو چارواکو په شتون سره ترسره شوه .
اسلامی ایران خپلې دانسان دوستۍ هلې ځلې له سوریاوالو کډوالو سره پرمرستو متمرکزې کړي دي او هماغه دتیرو وختونو په څير دخوړو ، درملو،طبی تجهیزاتو،دکډوالۍ دکیمپونو دضرورتونو او عمومي خدماتو د وړاندې کولو په څير مرستې کوي
له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په زمینې کې دایران لیدتوګې په یوې بلې غونډې کې هم چې په هندوستان کې ترسره شوي ، بیان شوې . دایران مرستیال خارجه وزیر ابراهیم رحیم پور په دغې نړیوالې غونډې کې چې د هندوستان د راجستان صوبې په جیپور ښار کې د بیلابیلو هیوادونو د لوړپوړو استاذو په شتون سره تر دوو ورځو پورې ترسره شوه ، له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره دمقابلې لپاره دهیوادونوپرتعامل اواطلاعاتي ملګرتیاؤ ټينګار وکړ .
د ایران دخارجه وزیر دآسیائي او اوقیانوسیې دچارو مرستیال وویل ، له دوه ګوڼو سټنډرډونو سره له ترهه ګرۍ سره مبارزه هیڅ نتیجه نه ورکوي . هغه زیاته کړې داسې هیڅکله هم نشي کیدلی چې له یوې خوا ترهه ګرې ډلې محکومې شي او له بل پلوه له همدغو کرغیړنو ډلو سره مالی ،لوجسټيکي او اطلاعاتي مرستې وشي .رحیم پور ویلی دي ، ترهه ګري هراړخیزه ماته اوتاوان دی ، هرهغه هیواد چې وغواي پر ترهه ګرۍ پانګونه وکړي ، نو باید بیا له دې سپيرې بلاسره دمقابلې لپاره سل چنده لګښتونه هم ورکړي.
دایران مرستیال خارجه وزیر دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې ایران دترهه ګرۍ دسپيرې بلا یو ستر قرباني وباله او وې ویل ، ایران له ترهه ګرۍ سره د مبارزې یو مخکښ دی اوتراوسه پورې ئې په دې زمینې کې بریالي اقدامات کړي دي .
رحیم پور همداراز دهندوستان له خارجه وزیرې میرمن سوشما سواراج سره هم کتنه وکړه . هغه په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ ظرفیّتونوته په اشارې سره وویل،تهران ا ونوي ډيلي په نوي پړاؤ کې په اقتصادي،تجارتي اودانرژۍ په زمینوکې خپلې ملګرتیاوې پراخولی شي .
دایران مرستیال خارجه وزیر او هندي قایمقام خارجه وزیر هم په یوې مشورتي غونډې کې،د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوو اړخیزوسیاسی او اقتصادي مناسباتود پراختیالارې چارې وجاجولې او دسورئې،یمن ، بحرین اوعراق دشخړوپشمول د سیمه ایزوموضوعګانوپه باب ئې هم خبرې اترې وکړې .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دتهران اوماسکو ترمینځ دسټراټيژیکو ادړیکو په پراختیا دخوښۍ په ښودلو سره وویل ،ضروری ده ، په ټولو زمینو کې ملګرتیاوې پراخې شي او ددې لپاره له ټولو ظرفیّتونو استفاده وشي .
د روسیې ولسمشر دغه څرګندونې تیره اونۍ په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود له سلاکار علی اکبر ولایتي سره په کتنې کې چې د روسیې له لوړروتبه چارواکو سره دخبرواترو لپاره ماسکوته تللی ،کړي دي.
ولایتي هم په دغې کتنې کې ختیځ او له روسیې سره دملګرتیاؤ پراختیا ته د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود لیدتوګې ته په اشارې سره وویل ، اسلامی ایران او روسیه دسټراټيژیکو اړیکو دبرابرولو اومنظمولو لپاره ګامونه پورته کوي او دا نه ستنیدونکي لاره په سیمې اونړیوال ډګر کې د سولې اوثبات له رامینځةکیدا سره مرسته کولی شي .
په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار چې دروسیې د سټراټيژیکو څیړنو دموسسې په بلنې سره دغه هیواد ته په سفر تللی ؤ ، په نوو جیو پولیټيک شرائطو کې ئې دروسیې اوایران دملګرتیاؤ په کنفرانس کې پر ګډون سربیره،دورسیې دولسمشرله لوړروتبه سلاکار،دملی امنیت دشورا له منشي ،دپارلیمان یا دوما دنړیوالو چارو د کمیټې د مشر اوغړو او دروسیې د ځينو نورو چارواکو پشمول ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو اومسئولانو سره هم کتنه کړې او ددوواړخیزو اړیکو اوسیمه ایزو اونړیوالو مناسباتو په اړه ئې خبرې اترې وکړې .
علی اکبر ولایتي همداراز په نیو جیوپولیټيک شرائطو کې دتهران او ماسکو ملګرتیاؤ په سیمنار کې هم وویل ،په نړیوال نظام کې انتقالي شرائط او په نړیوال ډګر کې دسټراټيژيکو ابهاماتو شتون ،ټول هیوادونه لازیاتو همفکریو او دنظر تبادلو ته پابنده کوي .
دایران د نظام دمصحلت پيژندونکي ټولنې دڅيړنیز مرکز مشر همداراز د روسیې دپارلیمان یا دوما د نړیوالوچارودکمیشن له مشرالکسی پوشکوف او نوروغړوسره په کتنې کې هم وویل،له ختیخ په تیره بیاله روسیې سره د ایرا ن داسلامی جمهوریت داړیکو پراختیا سټراټيژیک اهمیّت لري .
دبډائ خزانې په توګه دایران دودیزه موسیقي ،دایران دموسیقۍ په زړه کې داسې نغښتي ده چې د دغه هیواد ملی کلتوري هویّت منعکس کونکي ده .
دایران دپيښو د ارزونې دغه برخه هم په دې خبر سره پاي ته رسوو
دملګروملتو دعلمي ،روزنیز او کلتوري چارو ادارې (یونیسکو) استاذي او دسیمه ایز دفتر مدیر سټرکیش لاروش دپنجشنبې په ورځې په تهران کې په یولړ څرګندونو کې وویل ، دایرانۍ موسیقۍ ردیفونه په ۲۰۰۹ کال کې ددغې موسسې دبشري ناملموسو کلتوري میراثونو په لیسټ کې ثبت شوي ده .
لاورش زیاته کړې ، که څه هم ، د ایرانۍ سنتي موسیقۍ غوره اجرا دغږولو ډول او داجراکونکي رودې او خوي ته په پام سره او مخاطبانو ته په ځواب کې ښکاره کیږي،خو په دې زمینې کې ایرانیو موسیقي پوهان د قطعو دجوړولو او اجرا لپاره د ردیف په جوړولو کې ډير کلونه زیار وباسی چې پخپل ډول کې بې ساری کار دی .
په ایران کې دیونیسکودسیمه ایز دفتر مدیر اواستاذي وویل ، له نیکه مرغه دغه بډائ خزانه دایرانۍ موسیقۍ په زړه کې نغښتي ده اوددې په اساس دایران دملت ملی او فرهنګي هویّت منعکس کوي . په همدې دلیل د ایرانۍ موسیقۍ ردیف په یونیسکو کې دبشری ناملموس کلتوري میراث په لیسټ کې ثبت شوی دی .
هغه ویلی دي،دبیلابیلو ټولنو ددغه میراث درک د کلتورونو ترمینځ خبرواترو سره مرسته کوي او دژوند په بیلابیلو لارو کې متقابل احترام نوره هم هڅوي .
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو ایران داونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام نننۍ برخې وخت همدلته پاي ته رسیږي ، نو تر بل پروګرام اوبلوخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، بریالي اوسئ
(سیماب)
***********************************************