په تیره اونۍ کې د ایران بدلونونه
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي فرمائيلي دي د امریکایانو زیاتره وړاندیزونه کبرجن او له سپکاویو ډک دي او حتی د لیدو قابل هم نه دي
سږکال هم د روژې مبارکه میاشت د تیرو کلونو په شان د روزې د مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ له قران کریم سره د انس محفل د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره ترسره شو .
حضرت آيت ا.... العظمی سید علی خامنه اي له قرآن کریم سره د ا نس په نوراني دستورو کې چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې دتهران په امام خمینی عیدګاه کې د محدودو قرآني فعالانو په شتون سره ترسره شو،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ، بندیزونو او خبرواترو اترو سره داړونده مسئلو په باب فرمائيلي دي د نړیوالې ایتمي موافقې او بندیزونو په باب مو د هیواد سیاست اعلان کړی او له لوړپوړو چارواکو سره مو په غونډو او مکتوب په بڼه هم دوي ته بیان کړی دی ، د هیواد دسیاست په اساس معلومه ده چې باید څه کار وکړائ شي .
د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه د هیواد د مسئولانو تشخیص دا دی چې خبرې اترې دې وکړي څو همدغه سیاست اعمال کړي چې په دې زمینې کې هیڅ بحث نه لرو ، البته باید خیال وشي ، چې خبرې اترې اوږدې او ورستې نه شي ، ځکه چې دهیواد په تاوان دي .
د رهبرۍ ستر مقام پر خبرواترو له ټينګار د امریکایانو موخه د چټي او باطلو ټکو دتپلو لپاره هڅه بللې او فرمائيلي ئې دي ؛په دې باب د اسلامی جمهوری نظام منطق چې اول باید امریکا بندیزونه ختم کړي ، ځکه پر دوي هیڅ اعتماد نشته او مخکې ئې هم په کرتو دخپلو ژمنتیاؤ خلاف ورزي کړې ده ، په دې ډول ده چې حتی ځيني اروپائي مرکچیان هم مني او په خصوصي ناستو کې تصدیق کوي ، که څه هم ، په فیصلو کې امریکائي چارواکو ته تسلیمیږي او له خپلې خوا هیڅ خپلواکي نه لري .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي فرمائيلي دي د امریکایانو زیاتره وړاندیزونه کبرجن او له سپکاویو ډک دي او حتی د لیدو قابل هم نه دي . دوي همداراز په پاي کې هیله ښودلې چې د هیواد مسئولان دې په پرانیستو سترګو اوځيرتیا ، قدرت او په خداي په توکل سره پر مخ لاړ شي او په الهي توفیق سره دې ملت خوشال کړي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
تیره اونۍ د برجام د ګډ کمیشن غونډه د ایران او ۴+۱ ډلې د خارجه وزیرانو د مرستیالانو او اروپایی اتحادیې د استازی په سویه په ویانا کې ترسره شوه . د خبرو اترو په دغه پړاو کې چی دوام لری ، د ایټمی موضوګانو او بایکاټونو د لیری کولو په دو حوزو کې د کارپیژنې د غونډو په چوکاټ کې تخنیکی سلاو مشورې ترسره شوې .
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې د اوږدو او ستومانه کونکو خبرواترو او د مذاکرې لپاره د مذاکرې په لټه کښې نه یو
سید عباس عراقچي د برجام د ګډ کمیشن په غونډه کښې له ګډون وروسته وویل: د ستومانه کونکو او اوږدو خبرواترو او هم داشان د مذاکرې لپاره د مذاکرې په تکل کښې نه یو او که مذاکرات رغنده وي خو دوام ورکوو خو که د ستومانۍ په لور لاړ شي نو بندوو یې او ایران د خبرو اترو لپاره بیا کوم دلیل نه وینی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په مقرراتو کښې د لیکل شویو حقوقو په چوکاټ کښې د خپلو سوله ییزو اټومي فعالیتونو په دوام کښې پرون د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي ته په لیک کښې هغه د ایران د شپیتو فیصدو په اندازه د یورانیمو د پخولو د کار له پیلولو خبر کړ.
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې په دې هکله وویل د نطنز په اټومي مرکز کښې به ایی ار(ir) ډوله زر (۱۰۰۰)نوي سانټري فیوژونه نصب شي .
د شپیتوفیصدو په اندازه پاخه شوي یورانیم د ډول ډول راډیو درملو د جوړولو لپاره د « مولبیډن» عنصر په تولیدولو کښې د استفادې لپاره کارول کیږي او د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د ادارې د تولید شویو راډیو درملو د کیفیت او د کمیت په لوړولو کښې د پام وړ اغیزونه لري .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د تیر اتبار په ورځ د شهید احمدی روشن د بډایولو په کمپلیکس کې د بریښنا د ویشلو په یوه برخه کې وران کاره پیښه رامینځته شوه .
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر صالحی د نطنز سایټ پیښه ایټمی ترهه ګری وبلله او ټینګار یې وکړ د نطنز د بډایولو د مرکز پرضد اقدام د ایټمی صنعت د اوڅاره پراختیا د مخنیوی لپاره د صنعتی پرمختګونو د ماتې ښودنه کوی .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د ایران د اسلامي شورا د خارجي سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون په غونډه کښې د نطنز په اټومي مرکز کښې د وران کارې پیښې ته په اشارې سره په دغو حساسو شرایطو کښې د اټومي ساینس پوهانو او د اټومي مرکزونو د مناسب حفاظت او ساتنې پر ضرورت ټینګار وکړ .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې سره چې د صهیونیسټ رژیم سیاسي او پوځي چارواکو په صراحت سره ویلي وو چې د ظالمانه بایکاټونو په ختمیدا کښې د پرمختګ اجازه به ورنکړي او اوس داسې تصور کوي خپل هدف ته رسیږي وویل صهیونیسټ رژیم به خپل ځواب د ایران په اټومي پروګرامونو کښې په ډیرو پرمختګګونو سره ترلاسه کړي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په تیروخت کې هم د نطنز ایټمی تاسیساتو باندې د امریکا او اسراییلو ګډه سایبری حمله شوی ده . په ویانا کې په ۲۰۱۵ کال کې د ۵+۱ ډلې د خبرو اترو په وخت کې د ډوکو له بدافزاره استفاده ، د ایران ایټمی تاسیساتو ته د شعله او د استاکس نټ ویروسو انتقال د دغو وران کارو عملیاتو د مخنیې یوه برخه ده .
د نړیوالو حقوقو له نظره او د ایټمی تاسیساتو د ایمنی په زمینه کې د ضروری مقرراتو او ایټمی اژانس د پریکړه لیکونوپه استناد د هیوادونو په ایټمی تاسیساتو کې سایبری حملې منع دي . څرګنده ده د اژانس یوه دنده له وران کارو ایټمی اقداماتو سره حقوقی چلند دی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د اسلامی ایران سفیر او دایمی استازي کاظم غریب آبادي د ایټمي انرژۍ نړیوال آژآنس مشر رافایل ګروسي ته دیوه لیک په لیږلو سره ټينګار کړی ، د صهیونیست رژيم له ورانکارو اقداماتو سره په رابطې کې د ملګروملتو او ایټمي انرژ ۍد نړیوال آژانس اقدام نه کولو دغه جنایتکار رژيم لاسپین سترګې او ګستاخ کړی دی .
کاظم غریب ابادي په دغه لیک کې لیکلي دي ، د ریډیو ایکټیو دموادو د احتمالی خوریدا په لوړې خطرې سره په ایران کې دنطنز ا یټمی کمپلیکس قصدا ټارګټ کول ، جنایتکاره ایټمي ترهه ګري حسابیږي .
غریب آبادي په دغه لیک کې ټينګار کړی دی ، ددغه ناځوانمردانه عمل عاملان باید له سزا بچ پاتې نشي او هر څو ک چې په دغه اقدام کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول دخیل وي ،باید په دغه ترهه ګر اقدام کې د همدست په توګه ځواب ووائي .
په دغه لیک کې راغلي دي ،د ایران په نطنز ایټمي تاسیساتو باندې په حملې کې د صهیونیسټ رژيم له دغه ترهه ګر اقدامه یوازې یوه ورځ وروسته ، د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو دغه ترهه ګراقدام ته اشاره کړې ده .
کاظم غریب آبادي وئيلي دي ، د لویدیځي آسیا تاریخ ، داسرائيلو د جنایتکار رژيم له شره د ډکو ترهه ګرو اقداماتو له ګواهۍ ډک دی چې د آژانس او نورو نړیوالو اورګانونو د پټو سترګو په وړاندې ئې ترسره کړي دي.که آژآنس او نورو نړیوال اورګانونه ددغه ډول جنایتکارو اقداماتو مخه ونه نیسی ، نو بیا به ئې کنټرولول د ټولو لپاره ډير سخت شي او مسئولیّت به ئې د آژآنس او نړیوالو اورګانونو په غاړه وي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
تهران تیره اونۍد روسیې د خارجه وزیر سرګی لاوروف کوربه وو .
لاوروف او ظریف په خپلو خبرو اترو کې د مهمو موضوګانو په اړه خبرې اترې وکړې . په دغو خبرو اترو کې په افغانستان کې د ارامښت او سولې د بهیر پیاوړتیا ، له اوسنی وضعیت د دغه هیواد د ویستلو په اړه هم د نظر تبادله وشوه . د ایران او روسیې خارجه وزیرانو همداراز د ایران او روسیې ترمینځ د کلتوری مرکزونو د فعالیت د چوکاټ او جوړیدا موافقه لیک هم لاسلیک کړ .
تهران ته د لاوروف په سفر کې د ایټمی موافقې په اړه جوتې خبرې اترې وشوې .
ظريف دې ته په اشارې سره چې ايران او روسيه په دې هم عقيده دي چې د برجام ايټمي موافقې د بيا ژوندي کولو لپاره باید د امريکا بنديزونه ختم کړې شي زياته کړه، د امريکاولسمشر باید يوه خبره غوره کړي يا هغه موافقه چې اوباما ترلاسه کړه او يا د ټرمپ ناکامه اقتصادي ترهه ګري.
د ایران خارجه وزیر همداراز له روسیې د ایران لپاره د کرونا واکسین د تامینولو لپاره مننه او هیله څرګنده کړه چی د دواړو هیوادونو ترمینځ په موافقې سره په ایران کې د اسپوتنیک واکسین تولید پیل او د ایران د اړتیاو د تامین لپاره له روسیې د زیاتو واکسینو د اخیستلو امکان برابر شی .
«««««««««««««««««««««««««««««