خوږې خبرې (۳۴)
https://parstoday.ir/ps/radio/uncategorised-i69466-خوږې_خبرې_(۳۴)
ډیرو خوږو ملګرو! د مهربان څښتن په فضل و کرم مو د خوږو خبرو د یوې بلې برخې د وړاندې کولو توفیق او فرصت په برخه شوی او د مسلمان د سپکاوی په هکله په یوې لنډې کیسې سره مو کوربانه شوی یوو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2018 08:27 Asia/Kabul
  • خوږې خبرې (۳۴)

ډیرو خوږو ملګرو! د مهربان څښتن په فضل و کرم مو د خوږو خبرو د یوې بلې برخې د وړاندې کولو توفیق او فرصت په برخه شوی او د مسلمان د سپکاوی په هکله په یوې لنډې کیسې سره مو کوربانه شوی یوو

یوه ورځ په مدینه منوره کښې یو بیوزله کس د پیغمبر اکرم(ص) دیدن  او زیارت لیواله کړی ؤ او غوښتل یې خپلې ترټولو غوره جامې واغوندی خو کومې جامې یې چې اغوستلی وې څو ځایه یې پیوندونه درلودل او هغه هم په داسې ځای کښې چې بیخی ښکاره وو .سړی خپلې جامې وکتلې او سوړ اسویلی یې وکړ ځکه چې په خپل ټول عمر کښې یې یوځل هم نوی جامې نه وې اغوستلی ،په خپګان سره له کوره وواته ـ آسمان ته یې وکتل ، خو چې د پیغمبر اکرم ښکلی څیره یې په ذهن کښې راغله نو د زیارت په شوق کښې هر څه ترې هیر شول او په بیړه د نبوی جومات په لور روان شو.د غم دوړې یې له زړه څنډوهلې او په زړه کښې یې د هیلې بڅرکی څرک وواهه .بیوزله سړی نور د یوه ماشوم په څیر خوښۍ احساسوله  او په ډیرې خوښۍ سره یې د مدینې کوڅې کچ کړی او جومات ته ورسیده .

--- د اسلام ګران پیغمبر د تل په شان په جومات کښې ناست ؤ او وینا یې کوله خلک  ترې چارچاپیره ناست مبارکې څیرې ته یې ځیر وو،په هغه ورځ دغې ناستې خاص ځلا درلوده ،ټولو د رسول الله مبارک خوږو خبرو ته غوږونو نیولی وو. په دغه مهال هغه بیوزله کس هم ورسیده،سلام یې وکړ او بیا یې  هاخوا دیخوا ښه وکتل چې د کښیناستو لپاره یو ځای پیدا کړی ،آخر یوځای یې ومونده او د داسې کس ترڅنګ کښیناسته چې ګرانبیه جامې یې اغوستلی وې .شتمن کس د هغه په لیدو سره تندی تریو کړ او خپلې جامې یې راغونډې کړې او بیوزله کس ته یې کرکیجن وکتل ،کله یې چې د هغه په جامو کښې پیوندونه ولیدل نو ځان یې نور هم ترې کش کړ. حضرت محمد مصطفی (ص) ورته پام ؤ چې څه کیدل نو پرې سخت ناخوښ شو ،تر دې حده چې نور یې ونه زغمل شول ،بیا څه وشول له یوې وړې دمې وروسته یې درته وایو.

=== د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له بیوزله سړی سره د شتمن کس په چلند ډیر ناخوښ شو نو شتمن ته په خطاب کښې یې وفرمایل:آیا وویریدې چې بیوزلی او فقر یې تا ته درونه رسیږی؟

شتمن کس د پیغمبر اکرم د دې خبرې په اوریدو سره په خود کښې راغی او په داسې حال کښې چې ځواب یې په سختۍ سره ورکاوه،ویې ویل :نا،د خدای رسوله    بیا یې وپوښتل:ښه نو وویریدې چې ستا له شتمنۍ څه د هغه په برخه نه شی؟  شتمن کس بیا ځواب ورکړ:نا یا رسول الله!

پیغمبراکرم بیا وفرمایل:ښه نو وویریدې چې چرته جامې دې ورسره چټلې نه شی .         هغه سړی بیا ځواب ورکړ:نا داسې خبره نه ده .نو په داسې لهجه چې مخکښې چا ځنې اوریدلی نه وه،ورته وفرمایل:نو بیا دې ولې ترې ځان راټول کړ او هغه کس دې سپک وشمیرهَ.

شتمن کس په داسې حال کښې چې له خیځالته یې سر ښکته نیولی ؤ او خولې یې پر تندی راماتې وې ،په خپل کار ډیر پښیمانه شوی ؤ،او نه پوهیده چې رسول الله مبارک ته څه ځواب ورکړی ،یوه شیبه غلی پاته شو خو بیا یې سر اوچت کړ یو ځل یې ناستو کسانو او هغه بیوزله کس ته وکتل او ویې ویل:زه منم چې غلطۍ مې کړی او تیروتلی یم ،خو اوس د خپلې دغې ګناه د جبرانولو لپاره حاضر یم چې خپله نیمه شتمنۍ دغه فقیر سړی ته وبخښم .

د دې خبرې په اوریدو سره ټولو ناستو کسانو په ډیرې حیرانتیا سره یوه بل ته وکتل او ګونګسې پورته شوې  او وویل شول،آیا هغه به داسې وکړی ؟ آیا په ریښتیا چمتو دی د خپلې خطا د جبیره کولو لپاره خپله نیمه شتمنۍ فقیر ته ورکړی ؟

--- د اسلام ګران پیغمبر (ص) هغه بیوزله سړی ته وکتل او په ډیرې مهربانۍ سره یې ترې وپوښتل :آیا ته چمتو یاست دغه شتمنۍ ومنې ؟

فقیر کس چې لا یې پر څیرې د ناخوښۍ دوړې پرتې وې ،وویل :ای د خدای ګرانه رسوله !زه دا شتمنۍ نه قبلوم .

کله چې خلکو دا خبره واوریدله نو بیا ګونګسې پیل شوې،ولې دا بیوزله سړی  شتمنۍ ځنې نه قبلوی .نو یو تن پاڅیده او له فقیر سړی یې وپوښتل :ای سړیه! ولې یې نه قبلوې ، خبر یې چې ورسره به دې ژوند بیخی بدل شی او نور به هوسا ژوند ولرې .خو هغه بیوزله کس ورته په ځواب کښې وویل:وروره! خبره دې په ګل بدله خو ویریږم چې مال او شتمنۍ به مې مغروره کړی او داسې خو نه وی چې د بل مسلمان سپکاوی وکړم او ورسره داسې چلند وکړم ،چې دغه شتمن کس زما سره وکړ .

=== د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صل الله علیه وآله وسلم یو مبارک حدیث دی ،چې فرمائی :

پوه شئ هر څوک چې د یوه بیوزله مسلمان سپکاوی وکړی،د خدای حق یې کوچنی شمیرلی او د دغه ناوړه کار په سزا کښې به متعال خدای هغه د قیامت په ورځ سپک وګرځوی،خو دا چې په خپل عمل پښیمانه شی او د خدای په درګاه کښې توبه  وکړی .