اسلام او سلامتیا(21)
https://parstoday.ir/ps/radio/uncategorised-i69746-اسلام_او_سلامتیا(21)
خوږو ملګرو،اسلام داسې یو جامع او بشپړه دین دی،چې د ژوند د درستو موضوعګانو لپاره خپلې لارښوونې لری.د اسلام مبین دین د بدن د پوست د سلامتیااو ښکلا په باره کښې هم یو لړ سپارښتنې لری چې د اسلام او سلامتیا د لړۍ په دغه پروګرام کښې یې په اړه غږیږو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2018 12:11 Asia/Kabul
  • اسلام او سلامتیا(21)

خوږو ملګرو،اسلام داسې یو جامع او بشپړه دین دی،چې د ژوند د درستو موضوعګانو لپاره خپلې لارښوونې لری.د اسلام مبین دین د بدن د پوست د سلامتیااو ښکلا په باره کښې هم یو لړ سپارښتنې لری چې د اسلام او سلامتیا د لړۍ په دغه پروګرام کښې یې په اړه غږیږو

محترمو دوستانو!د بشری ټولنې هر وګړی غواړی پوست یې تاند او سالم وی   د اسلام مبین دین د خوړو له پلوه داسې سپارښتنې کړی چې په طبیعی توګه د انسان د پوست د سلامتیا او تاندوالی لامل کیږی ځکه چې یو جامع او بشپړه دین دی،د انسان د ژوند ټولې اړتیاوې یې په نظر کښې نیولی دی او د وګړنیز او ټولنیز ژوند د اړتیا وړ ټولو  مسئلو لپاره یې خپل مقررات او قوانین ټاکلی دی .

د اسلام حیات بخښونکی دین د ښایسته پوست درلودلو لپاره ارزښتمنې سپارښتنې کړی دی .حضرت امام رضا(ع) په بیلابیلو ترلاسه شویو فرصتونو کښې  د بدن پر پوست د ځینو خوړو د اغیزو او ځانګړنو په هکله ارزښتمنې سپارښتنې لری .باید وویل شی؛د هګیو سپین داسې پروټین لری چې کلوژن تولیدوی،دا ماده چې د بدن د دفاعی سیسټم د پیاوړتیا لامل کیږی،زنک او نورې مالګې لری او د پوست له ځوان اوسیدا سره مرسته کوی،که د چا په بدن کښې زنک کم وی نو په دنیا کښې داسې لوشین یا کریم نشته چې پوست دې ښه وساتی،د پوست د ښکلا لپاره زنک (Zn)اړینه ماده ده.

حضرت امام رضا(ع) د ښو ویښتانو او ښایسته څیرې د درلودلو په اړه په یوې زړه پورې وینا کښې فرمایی:د هګیو د سپینو کارول او ورسره د پوست ماساشازول (مالشول)پکښې د موجودو موادو په خاطر د پوست د نرمۍ او ښکلا لپاره ډیر غوره دی او سپارښتنه یې شوی ده خو باید په خوړلو کښې یې احتیاط وکړل شی،ځکه چې د پوست لپاره اپوټه اغیز لری. همدغه راز فرمائی: هر وخت د هګیو خوړل،پر څیرې د داغونو د څرګندیدا سبب کیږی .

ـــــ د زیتونو تیل ډیر ښه غوړ دی،او پکښې موجوده اُمیګاـ درې(Omiga_3)  د زړه له سلامتیا سره مرسته کوی او همدا مسئله  په رګونو کښې د وینې د څرخیدا د ښه کیدا او د پوست د سورکیدا او نرمیدا لامل کیږی .د څیرې د ګونځو د ختمولو او د پوست  له  نرم ساتلو سره د مرستې لپاره د زیتونو تیلو د خوړلو سپارښتنه شوی ده.

حضرت امام رضا(ع) په ذهبیه رساله کښې د یخ موسم د خوړو عادتونو په هکله سپارښتنه کړی؛په دغه موسم کښې باید انرژی لرونکی خواړه وخوړل شی  د زیتونو،ګل سر خ او شپې  خوشبویه ګلانو له غوړو سره  د ارامتیا په مهال د هډوکو ماساژ کول  او موخول  د هډوکو له پیاوړتیا سره مرسته کوی .هغه مبارک په یوه بل ځای کښې د زیتونو تیلو ځانګړنو ته اشاره کوی او فرمایی:د زیتونو تیل غوره خواړه دی،خوله   خوشبویه   کوی او بلغم ختموی،د څیرې رنګ ته تاندوالی بخښی، اعصاب پیاوړی کوی،ناروغۍ،درد او کمزورتیا له مینځه وړی او د غوسې اور مړ کوی .(بحار الانوار،ج۶۶،ص ۱۸۳)

حضرت امام رضا(ع) د پوست د ژیړوالی د درملنې لپاره یوه  په  زړه پورې وینا لری.حماد بن مهران بلخی وائی:یوه ورځ په خراسان کښې یوه ځوان د خپل مخ رنګ د ژیړوالی په باب حضرت امام رضا(ع) ته شکایت وکړ نو ورته یې وفرمایل:د بدرنګو پوټخی لرې کړه یعنی  سپین  یې کړه او پوټخی یې په اوبو کښې وایشوه او په پخیدو پسې یې پرله پسې درې ورځې سهار مهال  په ناهاره وخوره .

هغه مبارک همدغه راز د پوست د تاندوالی په باره کښې فرمایی:سپارښتنه کوم چې  د پیاز په خوړلو کښې له زیاتی ډډه وکړئ،ځکه چې د پیازو زیات خوړل د څیرې رنګ پیکه کوی او ښادی یې ختموی دوړې او  غمجنوی یې .

همدغه راز د اسلام ګران پیغمبر(ص) هم فرمایلی دی:څوک چې خوښوی پوست یې روڼ او ځلانده وی نو له ډوډۍ وروسته دې خوږه او پخه خربوزه وخوری چې لس ؛

ګټې پکښې دی،او یوه ګټه یې د پوست روڼتیا ده.

درملیز ماساژکول  د پوست د ګونځو د ختمولو لپاره یوه لاره چاره ده او په اسلامی طب کښې یې ډیره سپارښتنه شوی ده .حضرت امام رضا(ع) د بدن د تاندوالی او ځواک په برابرولو کښې د دغه درملیزې رودې د اهمیت په اړه فرمایلی:که یو څه د بدن د ځواک او تاندوالی د زیاتیدا سبب کیږی،د بدن ماساژ کول او د نرمو جامو اغوندل دی،همدغه راز خوشبوی او لامبل هم پکښې شامل دی  او که چیرې کوم مړی د ماساژ له امله ژوندی شی،نو ترې انکار نه کوم .

هغه مبارک د ښایسته څیرې او ښو ویښتانو د درلودلو په باره کښې په یوې زړه پورې وینا کښې فرماییلی:د جمعې په مبارکه ورځ د ختمی ګل په اوبو سره د لاسونو او مخ پریمینځل د اسلام د ګران پیغمبر په سنت کښې راځی.پر دې سربیره څیره او ویښتان ښایسته کوی او د سرخوږی مخه نیسی .

ګمنځه کول  د سر د پوست د هڅولو لامل کیږی  او په دې برخه کښې د وینې له څرخیدا سره مرسته کوی.په سر کښې د وینې د څرخیدا زیاتیدل د دې سبب کیږی ، پکښې  مغذی مواد او آکسیجن لازیات شی چې ورسره د ویښتانو ریښو ته خواړه رسیږی او وده یې زیاتیږی. د ویښتانو ګمنځول د سباسه غدوې د فعال کیدا لامل کیږی چې د سر د پوست   غوړ تولیدوی .د سر د پوست پر ساتنې  او د لندبلوالی          پر درلودنې  سربیره سبوم نومی د پوست غوړ د سر  پوست  پوښلی شی او د سر د پوست د پی.ایچ اندازه هم برابروی چې د ویښتانو د سلامتیا لپاره ډیر مهم دی .  د ویښتانو زیات ګمنځول د ویښتانو د حالت له ساتنې سره مرسته کوی . په حقیقت کښې دغه کار د سر له پوسته  د ویښتانو په  لور ورته د حالت ورکونکو غوړو د خوځښت لامل کیږی  او ورسره ویښتان ښکلی ښکاریږی .

د اسلام مبین دین د بدن سلامتیا او ظاهری ښکلاو ته په عین پاملرنې کښې  معنوی او روحانی اغیزو ته د رسیدا سبب هم کیږی . په زیاتو حدیثونو او ویناو کښې د ویښتانو د ګمنځولو ډیرې ګټې او حتی رودې او آداب هم بیان شوی دی.  حضرت امام علی(ع) فرمایی:کله چې وغواړی سر ګمنځ کړی،نو کمنځه په ښی لاس ونیسه او بسم الله ووایه او د سر په مینځ کښې یې ونیسه او مخ په وړاندې یې راکاږه او ووایه:ای پاکه خدایه! پوست او ویښتان مې ښکلی کړه،ژوند مې ښه کړه او بدۍ راځنې لرې کړه .بیا سر ګمنځ کړه او ووایه ؛ای پروردګاره پښیمانه مې نه کړی او د شیطان له مکر و فریبه مې لری وساته او زما په مقابل کښې توان ورنکړې.  بیا خپلې وروځی ګمنځ کړه او ووایه؛مهربان خدایه؛له زړه مې غم،خپګان او وسوسې ختمې کړې .