د قدس ورځې د اهمیت علتونه
د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه،د فلسطین له مظلومو مسلمانانو د دفاع په موخه د اسلامی انقلاب د اراښاد لارښود حضرت امام خمینې(رح) په تدبیر د قدس ورځ ونومول شوه.د سیمې روانو حالاتو ته په پام سره سږکال د قدس ورځ په تیرو دریو لسیزو کښې ترټولو مهمه ورځ ګڼل کیدای شی چې د قدس ورځې په مناسبت په دغه ځانګړی وینا کښې د سږکلنۍ قدس ورځې د اهمیت لاملونه څیړو نو راسره ملګری اوسئ.
د سږ کال د قدس ورځې د زیات اهمیت یو خورا مهم لامل دا دی چې د غزې تراړې خلک په تیرو وروستیو لسیزو کښې ترټولو بد شرایط تجربه کوی .د غزې تړانګې له کلابندۍ سره د مقابلې اولسی کمیټۍ پروسکال په اکتوبر کښې په غزې کښې د خورا بدو انسانی حالاتو په هکله ولیکل:د غزې اتیا سلنه نفوس د فقر تر کرښې لاندې ګرځیدلی،د بې روزګاری اندازه پنځوس سلنه ده چې په ځوانانو او فارغ تحصیلانو کښې شپیته فیصده ته رسیږی،د ورځې سړی سر مینځینی عاید دوه ډالره دی، د بې روزګاره شویو کارګرانو شمیر دوو نیم لکو تنو ته رسیدلی،یونیم میلیونه اړمن د مرستندویه ادارو په مرستو ژوند تیروی،څلویښت فیصده ماشومان د وینې کمښت په ناروغۍ او خوار ځواکی اخته دی،پینځلس زره پینځه سوه یتیمان له ډیرد بدو انسانی شرایطو ځوریږی،پنځوس زره تنه د صهیونیسټ رژیم د تیریو او حملو په خاطر پرکوټ (معیوب) شوی دی،په غزې کښې د روغتیا وضعیت تر خطرناک حده رسیدلی او ویل کیدای شی چې د کلابندۍ د تپلو راهیسې په تر ټولو بدو شرایطو کښې ګرځیدلی؛تر دې حده چې ناروغۍ په ناببره توګه زیاته شوی ده،دیرش فیصده درمل نشته،پینځه څلویښت سلنه مصرفی طبی مواد نشته،پر سرطان ناروغی اخته دیارلس زره تنه درملنې او طبی څارنو ته سخت اړمن دی،په زرګونو ښاریز په تیره بیا بیوزله کسان په ساری ناروغیو اخته شوی دی.
په ۲۰۰۰م کال کښې د غزې تراړې ۹۸ سلنه اوسیدونکیو د څښاک سالمو اوبو ته لاسرسۍ درلوده ،خو په ۲۰۱۴م کال کښې دغه شمیر څوارلس سلنه کم شوی دی. په غزې کښې د بریښنا کمښت هم یوه غمیزه ده او په ورځ کښې څلور،شپږ ساعته بریښنا وی.د صهیونیسټانو د جنایتونو په وجه په غزې تړانګې کښې د اروایی او ټولنیزو ستونزو اندازه په اوڅاره توګه زیاته شوی ده ،تر دې حده چې په هرو دریو ماشومانو کښې یو له نفسیاتی او اجتماعی مشکلاتو کړیږی.
ملګرو ملتو پروسکال په جولائی کښې په خپل راپور کښې څرګنده کړه:تر ۲۰۲۰م کاله پورې به غزه نوره د اوسیدو وړ نه وی،خو د جرمنی د کونراد آدنایر موسسې یو کارپوه ؛مارک فرینګس ،باوری دی چې:غزې حاضر دمه داسې شرایط موندلی چې نوره د اوسیدا وړ نه ده.هغه په ګوته کوی:د غزې تراړې دغه غمیزونکی شرایط په حقیقت کښې د اسراییلو له لوری د دغې سیمې د کلابندۍ په خاطر دی چې تر لسو کلونو هم زیاته شوی او د مصر له لوری یې هم ملاتړ کیږی.د پراخې کلابندۍ په وجه دغې سیمې ته د شیانو ورتګ یا ترې ایستل ډیر محدود شوی دی او یوازې په خورا ستونزمنو او استنایی شرایطو کښې د فلسطینیانو لپاره ممکن دی. د بخښنې د نړیوالې موسسې یو کارپوه؛عمر شکیر هم باوری دی:د اسراییلو کلابندی غزه په آزادې هوا سره په یوه بند بدله کړی ده .د غزې کلابندول د یوې ټولیزې سزا بیلګه ده چې د اسراییلو له لوری د غزې خلکو ته ورکول کیږی . شکیر دا باور لری:دا یوه سیاسی سټراټیژۍ ده چې په فشار سره د حماس فلسطینی ډله نسکورول غواړی،خو دغې سټراټیژی اغیز درلودلی نه دی او بیخی غیر اخلاقی او غیر قانونی ده.
--- د فلسطین د خلکو په تیره بیا د غزې د اوسیدونکیو بد وضعیت په داسې شرایطو کښې دی چې د ډونالډ ټرمپ،بنیامین نتانیاهو او محمد بن سلمان جوړ د شیطنت مثلث هم د فلسطین پر خلاف په یرغلیز سیاست سره دغه وضعیت لاپسې خراب کړی دی. د آمریکا اولسمشر ډونالډ ټرمپ د نکبت ورځې په اویایمه کلیزه د مئی په څوارلسمه نیټه په یوه اړخیز،غیر مسئولانه او ناقانونی اقدام کښې خپل سفارت له تل ابیبه بیت المقدس ته منتقل کړ چې دغه اقدام په نیواکی ټاټوبیو کښې د یوه نوی پړاو د پیلیدا زمینه برابره کړه. شناندو او رسنیو د آمریکا د اولسمشر د لور ایوانکاټرمپ د انځورونو په خپرولو سره چې په بیت المقدس کښې یې د آمریکا سفارت پرانیسته،هغه یې د وینو په حمام کښې پرانیستل وبلل . ګارډین انګریزی ورځپاڼې د مئی د ۱۴مې نیټې د بدلونونو په اړه په یوه راپور کښې ولیکل:یوازې د مئی په ۱۴مه نیټه په غزې کښې تر ۶۰ زیات فلسطینیان شهیدان شول .جمال زهران په الاهرام ورځپاڼه کښې په یوې شننې کښې ولیکل: بیت المقدس ته د سفارت د انتقالولو لپاره د آمریکا پریکړه،د مقاومت ځواکونو د ایتلاف په وړاندې د آمریکا د ماتیو د جبرانولو لپاره یوه هڅه ده،خو د آمریکا دغه اقدام به د مقاومت د دوام او میړنې اندازه لاپسې زیاته کړی .عبدالباری عطوان هم په یوه شننه کښې ولیکل:بیت المقدس ته د سفارت د انتقالولو په لړ کښې د ټرمپ اقدام له صهیونیسټ رژیم سره د سازباز کونکو او عربی هیوادونو د آزموینې لپاره دی څو په کوچنی اختر پسې د پیړۍ معامله اجرا کړی . دغه معامله د صهیونیسټ رژیم د پایښته امنیت د ټینګولو په موخه کیږی. په پیړۍ معامله کښې خپل ټاټوبی ته د فلسطینی کډوالو د ستنیدا حق،اسراییلو ته د نیواکی مځکو د زیاتې برخې د سپارلو او په نیواکی سیمو کښې د مقاومت د ختمولو په څیر موضوعګانې شاملې دی .
=== سږکال د قدس ورځ په داسې شرایطو کښې لمانځل کیږی چې د فلسطین په تیره بیا د غزې خلکو پر ضد د نتانیاهو د کابینې جنایتونه څو چنده زیات شوی دی اسراییل د ډونالډ ټرمپ په مرسته او په ځان پورې د ځینو عربی هیوادونو په پېلو سره د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په شمول د نړیوالو قوانینو د چخڼی کولو تر څنګ د فلسطینیانو پرخلاف د خپلو جنایتونو له زیاتولو هیڅ ویره نه لری.د غزې خلک هره ورځ بمباریږی،پرې توغندی توغول کیږی او پر اعتراض کونکو ډزې کیږی . د فلسطین خلکو د تیرې مارچ میاشتې له ۳۰مې نیټې د ستنیدا مظاهرې پیل کړی او صهیونیسټ رژیم په ډیره بده بڼه کښې د دغو مظاهرو ځپلو ته مخه کړی ده. تر دې حده چې د مارچ له ۳۰مې د مئ تر پای پورې تر ۱۳۰ زیات فلسطینیان شهیدان او تر دولس زره زیات ژوبل شوی دی .هنډی کیپ انټرنیشنل غیر دولتی موسسې چې د معلولانو د حقوقو په برخه کښې فعالیت کوی،څرګنده کړه؛د مارچ له ۳۰مې تر اوسه پورې دولس زره تنه د مظاهرو په بهیر کښې تاوانی شوی چې پکښې کابو درې زره په نیغ په نیغه ډزو کښې ټپیان شوی دی .دغې موسسې د روغتیا د نړیوالې موسسې له قوله اعلان وکړ چې په ژوبلو کسانو کښې کابو ۱۱فیصدو یعنی تر زرو زیاتو کسانو ته د دایمی پرکوټیدا (معیوبیدا)خطره ورپیښه ده.
--- د محمد بن سلمان او د سعودی عربستان د ځینو متحدو عربی هیوادونو سیاستونه د سږکال د قدس ورځې د اهمیت یو بل مهم لامل دی .بن سلمان آمریکا ته د تیرې مارچ میاشتې په سفر کښې په رسمی توګه د اسراییلو رژیم موجودیت په رسمیت پیژندلی او له فلسطینه د دفاع پرځای یې د اسراییلو د جنایتونو په هکله وویل:اسراییل له ځانه د دفاع حق لری . دبحرین خارجه وزیر هم له بن سلمانه په پیروۍ سره په تیرې مئ میاشتې کښې همدغه سیاست تکرار کړ او د خپلې دفاع لپاره یې د اسراییلو پر حق ټینګار وکړ.په حقیقت کښې عربستان او ځینې عربی هیوادونه له اسراییلو سره د اړیکو د عادی کولو تر حده هم تیر شوی او له دغه رژیم سره د اړیکو پیاوړتیا او حتی ورسره یو ډول غیر رسمی اتحاد تعقیبوی .د آل سعود او ځینو کوچنیو عربی هیوادونو دغه سیاست د دې لامل شوی چې اسراییلو رژیم په ډاډه زړه سره د فلسطینیانو پرضد خپل جنایتونه لازیات کړی.په حقیقت کښې د عربستان او ملګرو یې په دغه سیاست سره د فلسطین خلک تر بل هر وخته زیات مظلوم دیٍ.
=== په ټول کښې دغسې شرایط د دې سبب شوی سږ کال د قدس ورځ په تیرو دریو لسیزو کښې لا زیات اهمیت ولری .د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د قدس ورځې مظاهرې یو ځل بیا د اسراییلو رژیم جنایتونه په ګوته کولای او عمومی افکارو ته د فلسطینیانو مظلومیت وریادولی شی.د قدس ورځې مظاهرې د فلسطین د خلکو پر ضد د جنایتونو له زیاتولو او سختولو د ملاتړ،زمینې برابرولو او کړنو په وجه ډونالډټرمپ،نتانیاهو او بن سلمان لا رسوا کولی شی.د قدس په نړیواله ورځ مظاهرې د دې ښودنه کوی چې له نکبت ورځې د ۷۰ کلونو له تیریدا سره سره د اسراییلو د نیواکګری پرخلاف د فلسطینیانو پاڅون نه یوازې غلی شوی نه دی بلکې له اسراییلو رژیم سره د ځینو عربی هیوادونو د اړیکو له پیاوړتیا سره سره په هغه بریالیتوب چې متعال خدای یې ژمنه کړی،په ایمان او پر اولسی اډاڼې په تکیې سره د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د فلسطینیانو پاڅون او مقاومت په لاپیاوړتیا سره دوام لری.