لوېدیځه اسیا په تېره اوونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i111780-لوېدیځه_اسیا_په_تېره_اوونۍ_کې
په تېره اوونۍ کې په عراق کې یو له مهمو پېښو څخه د عراق په لوېدیځه کې د «محمد الحلبوسي» په میلمستون برید وو، د عراق خبري سرچینو تېره شپه د دې هیواد د پارلمان د مشر په میلمستون د څلورو توغندیو د لګېدو خبر ورکړ چي د امله یې درې ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2022 12:18 Asia/Kabul
  • لوېدیځه اسیا په تېره اوونۍ کې

په تېره اوونۍ کې په عراق کې یو له مهمو پېښو څخه د عراق په لوېدیځه کې د «محمد الحلبوسي» په میلمستون برید وو، د عراق خبري سرچینو تېره شپه د دې هیواد د پارلمان د مشر په میلمستون د څلورو توغندیو د لګېدو خبر ورکړ چي د امله یې درې ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته.

په تېره اوونۍ کې په عراق کې یو له مهمو پېښو څخه د عراق په لوېدیځه کې د «محمد الحلبوسي» په میلمستون برید وو، د عراق خبري سرچینو تېره شپه د دې هیواد د پارلمان د مشر په میلمستون د څلورو توغندیو د لګېدو خبر ورکړ چي د امله یې درې ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته. تر دې مخکې هم د نوومبر په ۷ بیا د عراق د لومړي وزیر «مصطفی الکاظمي» په استوګنځی راکټي بریدونه شوې وه.

د ۸۰ ورځو په تېرېدو سره لا هم مشخص شوی نه دی چي د لومړي وزیر په استوګنځی برید د کومي ډلي له لوري تر سره شوی دی، همدغه موضوع د دې لامل شوې چي وسله والو دا ځلي د په الانبار کې د پارلمان د مشر په میلمستون برید وکړي.

بله موضوع دا چي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمی په الانبار کې د الحلبوسي په دفتر او میلمستون باندې برید،  تروریستي وباله او د کابینې په غونډه کې وویل چي حکومت به یې له ټروریسم سره مبارزې ته دوام ورکړي.

 په تېرو ورځو کې عراقي سرچینو د عراق په ځینو سیمو کې لکه په «دیالې» «کرکوک» «نینوا» «الانبار»، مرکزي او غربي ولایتونو کې د داعش د ترهګري ډلي د عناصرو د فعالیت په اړه خبرداری ورکړي.

لبنان تېره اوونۍ کې د مهمو پېښو او بدلونونو کتونکی وو، د لبنان مخکنی لومړي وزیر او د المستقبل د سیاسي جریان مشر د دوشنبې په ورځ په بیروت کې په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چي په راتلونکي پارلماني ټاکنو کې به ځان نوماند نه کړي، او په ټاکنو کې به د المستقبل د سیاسي جریان له لوري بل نوماند هم معرفي نه شي، د رسنیو له راپور سره سم، سعد حریري د خپلو سیاسي فعالیتونو تر  بندولو وروسته امارات ته تللی دی.

د لبنان د پارلماني ټاکنو په وړاندې د سعد حریري دغه اقدام چي ټاکل شوې وه د روان میلادي کال د مې د میاشتې په ۱۵ تر سره شي، د ټاکنو په اړه ځینې شکونه او پوښتنې راپارولي دي.

دې ټولو سره سره، د ازاد لبنان د ملی سیاسي جریان مشر «جبران باسیل» د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د سعد حریري حالاتو ته په کتو سره له سیاسي ډګر څخه د هغه ګوښه کېدل کومه د حیرانتیا خبره نه ده.

د سعد حریري تر ګوښه کېدو وروسته، د هغه ورور «بها حریري» په ټلویزیون کې په پارلماني ټاکنو کې د نوماند کېدو خبر ورکړ، د هغه په وېنا: هیڅ یوه مساله به د دې سبب نه وشي چي د لبنان د پارلمان د پرمختګ لپاره په خپل مسئولیت سترګې پټې کړي.

د لبنان لومړی وزیر «نجیب میقاتي» هم له سیاسي فعالیتونو څخه د دې هیواد د مخکني لومړي وزیر سعد حریري ګوښه کېدو او په پارلماني ټاکنو کې د هغه د ورور ګډون ته په اشارې سره، وویل: هر یو کس چي لېواله وي کولایشي په ټاکنو کې ځان نوماند کړي.

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر «احمد ناصر المحمد او الصباح» بیروت ته په سفر کې له عربي هیوادونو سره د لبنان د اړیکو د رغېدو لپاره یوه داسي طرحه لبناني چارواکو ته وړاندې کړه چي لس مادې لرې.

د دغه وړاندې شوې طرحي یوه ماده، د ملګرو ملتونو له لوري د ۲۰۰۴ میلادي کال د ۱۵۵۹ پرېکړه لیک د پلي کېدو د مهالوېش ټاکل دی چي له مخي یې په لبنان کې د مقاومت ډلې باید بې وسلې شي، سره له دې، د لبنان حکومت د فارس خلیج له هیوادونو سره د اړیکو د رغېدو لپاره د کویټ وړاندیز ته په غبرګون کې حزب ا... ته هیڅ اشاره نه ده کړې. د بیروت دولت یوازې ویلې چي لبنان به هیڅکله د عربو هیوادونو په ضد د فعالیتونو پیلوونکی نه وي.

«عبدا... بوحبیب» د لبنان د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشارې سره چي حزب ا.... سره د ځوابي بیانیې په هکله سلامشورې نه دي شوي، وویل: حزب ا... یوه لبنانی ګونډ دی او د لبنان د هیواد په سیاست ولکه نه لري لیکن د سیاسي مشرانو سره د سلامشورو په جریان کې د (حزب ا...) له مشر سره هم خبري اترې کیږي.

د امارات په خاوره کې د یمن د فوځ تر دوو ځوابي عملیاتونو وروسته، د یمن په مارب او شبوه ولایتونو کې د امارات لاسپوڅو اورپکو اعلان وکړ چي له وروستیو لاندي شویو سیمو څخه شاتګ کوي، د یمن فوځ د تېرو ۱۱ ورځو په جریان کې د سعودي او اماراتي د یرغلګر ائتلاف په ضد  د (یمنی طوفان۱) او (یمنی طوفان۲) تر عنوان لاندې دوه مخنیوونکي عملیاتونه تر سره کړي دي.

د یمن فوځ په لومړی ځوابي عملیات کې، په ابوظبې کې د «المصفح» په تیلي چڼځای، د ابوظبي او د دبي په هوایي میدانونو او نورو مهمو اهدافو د توغندیو او بې پیلوتو الوتکو په مټ بریدونه وکړه، د دوهم ځوابي عملیات په جریان کې چي د تېري اوونۍ د دوشنبې په ورځ تر سره شو، د یمن فوځ د دبی او د ابوظبي هوایي میدانونه، د الفجیرې فوځي اډې او د عربستان په جنوب لوېدیځو سیمو باندې توغندوي او د بې پیلوتو الوتکو بریدونه وکړ.

تر دې عملیات وروسته د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» رسما اعلان وکړ چي په یمن کې د امارات د غلیمانه کړنو دوام به د دې سبب شي چي یمن په ځوابي بریدونو کې دا ځلي په دبی کې د «اکسپو» نړیوال نندارتون په نښه کړي.

که څه هم ځینو کارپوهانو د امارات پوري د پې یلو اورپکو په شاتګ شک او شبهې څرګند کړي لیکن داسي ښکاري چي امارات د یمن د ملي نجات د حکومت ګواښ جدي بللی دی.

 په حقیقت کې امارات دې نتیجې ته رسېدلی دی چي هرکله د یمن د ملی نجات حکومت د یو کار د تر سره کولو ګواښ وکړي نو هغه حتما عملي کوي، په دې خاطر امارات د یمن د ځواکونو د ازمویلو پر ځای شاتګ ته ترجیح ورکړ.

د رای الیوم د ورځپاڼې سردبیر او وتلی شناند «عبدالباري عطوان» لیکي: امارات په یمن کې له مارب او شبوه له ولایتونو څخه «العمالقې» عناصرو ته د شاتګ د امر په صادرولو سره، خپل امنیت او ثبات رانیول، د انصارا... توغندوي او د بې پیلوتو الوتکو بریدونه وښوده چي د شبوه او د مارب په ولایتونو کې د جنګ په میدان کې د امارات د لاسوهنو بدله به د دې هیواد لپاره سخت زیات وي.