د بادو پيمانه ۱۴
(last modified Tue, 05 Mar 2024 10:00:44 GMT )
Mar 05, 2024 14:30 Asia/Kabul
  • د بادو پيمانه ۱۴

د اسرائيلو په هکله لس مشهورې غلط فهمۍ

د تهران راډیوقدرمنومینه والو السلام علیکم! د بادو پيمانه د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او د اسرائیلو په هکله د ځینو نورو مشهورو باورونو جاج اخلو چې په اصل کښې «غلط» دي.

*/*/*/*/*

ملګرو د دې لړۍ په تیرو برخو کښې مو د فلسطین په هکله د شپږو پخوانیو انیو افسانو جاج واخیسته کومې چې صهیونزم جوړې کړې دي. د شپږواړو افسانو مو بشپړ وضاحت وکړ او هغه مو د تاریخي سرچینو او حقیقتونو په بنیاد، رد کړې. په دې ننني پروګرام کښې چې یوه برخه یې تیره اونۍ درته وړاندې شوه او په راتلونکو پروګرامونو کښې به د صهیونزم درې روانې افسانې وڅیړو. هغه اوسمهاله افسانې چې اسرائیل ترې ګټه اخلي ترڅو د فلسطین نیواک او غصب ته توجیه کړي.

دوستانو په تیره برخه کښې مو وویل چې ایلان پاپه د خپل کتاب په اووم څپرکي کښې د صهیونزم یوې اوسمهاله افسانې ته اشاره کوي، هغې افسانې ته چې وايي: اسرائيل د مینځني ختیځ یوازنۍ ډیموکراسي ده.

پاپه وايي، د ډیرو اسرائيلیانو او د هغوي د ملاتړو له نظره اسرائیل یو نرم خویه ډیموکراټک او ولسواکه هیواد دی او له خپلو ګاونډیانو سره صلحه غواړي. ځیني هم وايي چې فرضاُ که په دغه ډیموکراټک هیواد کښې یو څیز غلط هم وي نو هغه د ۱۹۶۷کال جنګ ته ورګرځي.

دا بې بنیاده او ناسمه افسانه هغه څه دي چې په خواشینۍ سره یې حتی د ځینو څیړاندو له خوا هم تبلیغ کیږي خو صحي تاریخي سرچینه نه لري.

د اسراییل غیر ډیموکراټکوالی د ځمکې د مسئلې په اړه د بودیجې د پالیسیو په څیړلو سره هم ثابت کیدی شي. نن سبا، د 90٪ څخه ډیره ځمکه، یعني د فلسطین ټوله خاوره د "یهودانو د ملي بسپنې" په قبضه کې ده. اوس د ځمکې خاوندان هم  اجازه نه لري چې له غیر یهودي اتباعو سره معامله وکړي، او عامه ځمکې هم په ملي پروژو کې د لومړیتوب کارولو لپاره ځانګړې شوې دي.

داشان فلسطین میشته ښارونه له ۱۹۴۷ کال نه تراوسه پورې د هغو د نفوسو له درې چنده کیدو سره سره، حتی یو مربع کیلومیټر هم نه دي پراخ شوې. په داسې حال کښې چې د یهودیانو د هستوګنې ښارګي پرله پسې په زیاتیدو دي. د اوسیدو د ځاې د غوره کولو لپاره د ښاریزتوب د حق دغه څرګنده خلاف ورزي تر ننه پورې روانه ده. د اسرائیلو صهیونیسټي رژیم د جوړیدو نه تراوسه پورې د فلسطین په نیواکي ځمکو کښې ډیر جنایتونه کړي دي. اسرائيل له راڅرګندیدو او په فلسطین کښې یې د شتون له پیل څخه، د نیواکي ټاټوبو د اوسیدونکو په وړاندې د کارول شویو ټولو تاوتریخوالو او پوځي مسائلو ترڅنګ په پراخه پیمانه د بشري حقوقو په چخڼي کولو هم ټینګار لرلی دی.     

اسرائيل په کراتو د ښځو د حقوقو د خلاف ورزۍ په وجه د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د رپورټ په سر کښې راغلي او د نړۍ د بشري حقوقو د ترټولو ستر خلاف ورزي کوونکي په وړومبي مقام پاتې شوی دی. کوم پریکړه لیکونه چې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په لړ کښې د اسرائیلو خلاف صادر شوي دي، له «غوښتنو، غندنو، د اندیښنو له څرګندولو او خواشینیو او همداشان د نیواک د سمدستي ختمولو له حکمونو» ډک دي خو د دغه توکمپالنې او د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د ختمولو لپاره د بشري حقوقو د سازمانونو ټولې هلې ځلې تر دې دمه له چورلټې ماتې سره مخامخ شوې دي. په دې وجه د اسرائیلو رژيم حتی نه شي کولې په خپلو خیالونو کښې هم ځان ډیموکراټک او ولسواکه معرفي کړي.

د هرې ورځې د یو دود اقدام په توګه هغه هم د مینځني ختیځ د «یوازنۍ ډیموکراسۍ» په ادعا سره د میلیونونو فلسطینینانو سپکاوي ته په پام سره باید ووایو چې دغه ولسواکي د ډیکټاټورۍ په ترټولو بد ډول چلند کوي. د اسرائيلو ځواب که هغه په ډیپلماټک ډګر کښې وي او که په اکاډمک ډګر کښې، دا دی چې دا اقدامات لنډمهاله دي. که فلسطینیان لږ ښه چلند ولري نو دا اقدامات به بدل شي. که څوک د نیواکي سیمو په هکله لږ تحقیق وکړي نو ډیر زر به پوه شي چې د اسرائیلو استدلال څومره دا خندا وړ دی.

په ۱۹۶۷ کال کښې د اسرائیلو رژيم له لویدیځې غاړې او د غزې له تړانګې سره «د اسرائیلو د خاورې» د یوې طبیعي برخې په توګه چلند وکړ او تر ننه پورې دوام لري. په اسرائيلو کښې بحثونه تل د نیواک او قبضې د سموالي یا ناسموالي په سر نه بلکې هغې ته د رسیدو د څرنګوالي په سر کیږي.

کوم څیز چې د هرې استعماري پروژې لپاره په وړومبي سر کښې پکار وي، هغه ځمکه ده. په نیواکي سیمو کښې ځمکه یوازې د مالکیت د سلبولو او د ځمکو د ډیرې پراخې مصادرې، له هغه ځایه د خلکو د ایستلو چې له څو نسلونو راهیسې په کښې اوسیدل او د ژوند په ډیرو سختو حالاتو سره په کلابند شویو سیمو کښې د هغوي د محدودولو له لارې ترلاسه شوې ده.

د یهودي کونې بیلټونه، د فلسطینیانو د کلیو ترمینځ د واټن جوړیدو سبب شول. کلي او ښارونه له یو بله او په ځینو ځایونو کښې حتی یو کلی په دوو برخو ویشل شوی او بیل شوی دی. دا هم هغه شی دی چې پوهان ورته «غمیزه ناکه جغرافیا» وايي. دا مسئله د ژواک چاپیریال پّ یوې غمیزې هم بدله شوې ده. د اوبو د سرچینو وچیدل او د فلسطین د ښایسته طبیعي منظرو خرابیدل یې نورې پایلې دي.

له دې ورزیات، د هستوګنې د ښارګیو جوړول د کورونو د ویجاړیدو او په دوام کښې د فلسطین د لرغونو اثارو او نړیوال میراث د ویجاړیدو سبب شوي دي. داشان چې  فلسطین خپل لرغونی هویت او سیاحتي ځایونه له لاسه ورکړي دي. د اسرائیلو پوځ هر کال په مختلفو پلمو د زرګونو فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزوي.

د اسرائیلو د ظلم یو بل ډول کورونو ته د ننوتلو د لارو بندول وو. تصور وکړئ چې ستاسو د کور ورونه او کړکۍ په سمنټو، مصالې او کاڼو سره بندې شي او ونه کړئ شئ چې خپل کور ته ورشئ او یا په کور کښې موجود شیان راووباسلې شئ. ایلان پاپه وايي: هر څومره چې مې د تاریخ کتابونه کتل، په تاریخ کښې له اسرائیلو پرته هیڅ چا داسې بد او بې رحمه اوزار نه دي کارولې.

یو بل مورد د «منور نیواکګري« په نامه یو پلان و. منورې نیواکګرۍ به د وطن انتخابوونکو ته اجازه ورکوله چې یوه خپل سرې ډلګۍ جوړه کړي چې د فلسطین خلک وځوروي او اموال یې مات او ویجاړ کړي. تر دې چې په ۱۹۸۰ لسیزې کښې یه له حقیقي ترهګرۍ کار اخیسته. په فلسطیني ماشومانو باندې د حملې، په بیت المقدس کښې د جوماتونو د چاودولو او د فلسطینیانو په کورونو او ګاډو باندې د ډزو په شان کارونه به یې کول.

ایلان پاپه په دوام کښې او په خپل کتاب کښې چې څه باندې یوه لسیزه مخخکښې یې لیکلی او د فلسطین او غزې له نننیو بدلونونو بې خبره و، لیکلي دي: وطن غوره کوونکو اسرائیلیانو په لویدیځې غاړې کښې له هر ډول سزا نه په پوره خوندیتوب او مصونیت سره په فلسطینیانو او د هغوي په اموالو حمله وکړه. د غزې تړانګه هم، همهغه شان د اسرائيلو په پوځي محاصرې کښې پاتې ده چې دا کار د دغې سیمې د اوسیدونکو لپاره یوه ډله ایزه سزا ده.

هغه په دوام کښې ټرورونو ته پاملرنه کړې چې په «غیرقانوني وژلو» مشهور دي. له ۱۹۶۷ کال  وروسته تقریباً ۱۵ زره فلسطینیان د اسرائيلو په لاس په «غیرقانوني» توګه وژل شوي دي. په دغه شمیر کښې دوه زره ماشومان شامل دي. البته که پاپه خپل کتاب نن لیکلی وی نو په دې تیرو ۴ میاشتو کښې د غزې د جنګ څه باندې ۲۹ زره شهیدان به چې زیاتره په کښې ښځې او ماشومان دي، هم د اسرائيلو د جعلي رژيم په دجنایتونو په کارنامه کښې ورزیات شوي وو.

پاپه په دوام کښې وضاحت کوي چې د «منور نیواکګرۍ» یو بل اړخ، له محاکمې پرته د خلکو زنداني کول دي. هغه وايي: په لویدیځې غاړې او د غزې په تړانګه کښې له هرو پنځو فلسطینیانو څخه یو کس، دغه شان نیونه او بندي کیدل، تیر کړي دي.

ځیني کسان باوري دي چې د امریکایانو چلند، د اسرائيلو د چلند په پرتله لابد پاتې شوی دی. په دې پرتله کښې د امریکایانو ترټولو بد چلند، د دویم نړیوال جنګ په دوران کښې، بې له محاکمې د یو لاک جاپاني ښاریزو زنداني کول دي. خو که څه هم د امریکایانو د چلند په بدوالي کښې هیڅ شک نشته خو باید پوه شو چې په دې شمیرنو کښې هیڅ  یوه، د هغو فلسطینیانو شمیر ته حتی ورنزدې هم نه دی چې د اسرائيلو د ظالمانه سیاستونو له امله یې دغه بهیر تجربه کړی دی. دا هغه موضوع ده چې د اوږدې مودې لپاره د زوړ او ځوان او د ښځې او سړي فلسطیني ښاریزونو له محاکمې پرته زنداني کیدل په هکښې هم شاملیږي. بې له محاکمې زنداني کول، خلکو ته ډیر نفسیاتي تاوان رسوي. دا چې سړی نه پوهیږي چې په کوم تور نیول شوی دی، نه وکیل لري او نه له خپلې کورنۍ سره ملاقات کولې شي.

د شکنجې په هکله هم د «مډل ایست مانیټر» معتبر ویبسایټ یو رپورټ خپور کړی دی. ایلان پاپه دغه رپورټ ته په اشارې سره وايي چې په کښې هغه دوه سوه طریقې بیان شوې کومې به چې اسرائیلیانو د فلسطینیانو د شکنجې لپاره کارولې. د شکنجې له طریقو څخه وهلو ډبولو، پرله پسې څو ورځې په ور یا کرسۍ وغیره پورې په زنځیر تړلو، ورباندې د ډیرو سړو یا ګرمو او ایشیدلو اوبو اچول او د یو بل اپوټه لوري ته د لاس د ګوتې د راکښلو په شان رودو ته اشاره کولې شو.

ایلان پاپه په پاې کښې وايي چې پر دې سربیره چې باید د اسرائیلو «منوره نیواکګري» وننګوله شي، په ډیموکراټک والي د اسرائیلو تظاهر هم خندوونکی دی او دا چلند د اسرائيلو چلول او سیاسي تناقض په ډاګه کوي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه