مډرن ولیعهد، یا دودیز دیکتاتور د بن سلمان ټولی دوسیی
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i77555-مډرن_ولیعهد_یا_دودیز_دیکتاتور_د_بن_سلمان_ټولی_دوسیی
د ترکیی په استانبول کی د عربستان په کنسولګرۍ کی د جمال خاشقجی وژل؛ د سعودی عربستان د ولیعهد «محمد بن سلمان» په هکله  د نړیوالو عمومی افکارو، او په تیره د لویدیځو رسنیو او شخصیتونو د لا زیات شناخت سبب شول، دا شان چی؛ نوموړئ په نړۍ کی د نوی صدام یا قذافی په نامه یادیږی، چی«باید په عربستان کی د باچاهۍ مقام ته ونه رسیږی».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2018 08:54 Asia/Kabul
  •  مډرن ولیعهد، یا دودیز دیکتاتور  د بن سلمان ټولی  دوسیی

د ترکیی په استانبول کی د عربستان په کنسولګرۍ کی د جمال خاشقجی وژل؛ د سعودی عربستان د ولیعهد «محمد بن سلمان» په هکله  د نړیوالو عمومی افکارو، او په تیره د لویدیځو رسنیو او شخصیتونو د لا زیات شناخت سبب شول، دا شان چی؛ نوموړئ په نړۍ کی د نوی صدام یا قذافی په نامه یادیږی، چی«باید په عربستان کی د باچاهۍ مقام ته ونه رسیږی».

په لمړی مطلب کی، د یمن په خلاف له جګړې څخه نیولی؛ بیا د قطر تربایکاټولو پوری، د محمد بن سلمان د اقداماتو دوسیې وڅیړلی شوې. پدی مطلب کی هم، د سعودی شاهزادګانو نیول؛ د سعد الحریری سیاسی یرغمل نیول، او د خاشقجی وژل څیړل کیږی.

په وروستی یو کال کی، د محمد بن سلمان یو ډیر مهم اقدام، د سل ګونو شاهزادګانو؛ مذهبی تبلیغاتیانو او نفوذ لرونکو کسانو نیول ؤو. د سعودی مقامونو د ۲۰۱۷ م کال په سپټمبر کی نږدی ۲۰ کسان ونیول. د نیول شویو افرادو په منځ کی یو شمیر خطیبان او نفوذ لرونکی شخصیتونه ؤو. محمد بن سلمان د نوامبر په څلرمه نیټه هم، د مالی فساد په ضد یوه جګړه پیل کړه. د «ریتز- کارلتون» هوټل، د یوې میاشتې په موده، د حکومت د مقامونو د چڼولو په مرکز، او د سعودی لوړ پوړو مسؤلانو او شاهزادګانو د لس هاؤو تنو لپاره په یو زرین بند بدل شو. د« الولید بن طلال » په شمول، یو شمیر نیول شوی شکمن کسان، د مالی حساب له تصفیه کیدو وروسته آزاد شول. په واقعیت کی د شاهزادګانو د نیولو لپاره د محمد بن سلمان پلمه، له مالی فساد سره مبارزه کول ؤ، چی یو عوام خوښونکی شعار ؤ، او د خلګو له هرکلی سره هم مخامخ شو. خو؛ رښتنئ دلیل د شاهزادګانو سیاسی چڼول، د هغوی د مالی قدرت کمول؛ او په عربستان کی د قدرت یولاس کول ؤو.

فرانسوۍ ورځپاڼی« سود اوئست »، د جمال خاشقجی له وژل کیدو وروسته، په یو راپور کی؛ په تیر یو کال کی د سعودی ولیعهد اقداماتو ته په اشارې سره ولیکل: سعودی عربستان؛ په ۲۰۱۷ م کال د جون  په میاشت کی د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له معرفی کیدو له وخت څخه، د ده د اقداماتو له کبله، د

زیاترو جنجالونو په مرکز کی راغلئ دئ. محمد بن سلمان؛ له یو لړ سیاسی اصلاحاتو، د هیواد د مډرن کولو او د ځان لپاره د اعتبار لاسته راوړلو سره په یو وخت، د مخالفانو؛ په تیره د مذهبی کسانو، روڼ اندو او د ښځو حقوقو د دفاع کونکو ځپل، سخت کړئ دئ».

د عربستان د چارو شناندی« اسټفن لاکروآ »؛ د محمد بن سلمان په وسیله سمبولیک ټولنیز اصلاحات، او پراخی نیونی؛ د«ساډوبۍ  ګروهنی د نوی کولو» په توګه بللی دی.

د لبنان لمړی وزیر«سعد الحریری»، د ۲۰۱۷ م کال د نوامبر په څلرمه نیټه، په ناڅاپی توګه له ریاض څخه، خپله استعفا اعلان کړه. نوموړی، د حزب الله په غورځنګ تور پوری کړ؛ چی د هیواد کنټرول یی په واک کی نیولئ دئ. هغه مهال؛ چی سعد الحریری په ریاض کی ؤ، ټولی شننی پدی ډول وې؛ چی د لبنان لمړئ وزیر، د محمد بن سلمان په وسیله په یرغمل نیول شوئ. باالآخره؛ د فرانسی په دخالت سره له دغه کړکیچ څخه د وتلو لاره پیدا شوه، او سعد الحریری لبنان ته له راستنیدو وروسته، په ضمنی توګه؛ د حزب الله په اړه خپلې ادعاوې او همداراز له لمړی وزارت څخه خپله استعفا بیرته واخیستله، او د مۍ میاشتی له پارلمانی انتخاباتو وروسته هم، یو ځلې بیا د کابینی جوړولو ماموریت ورته کړ شو. د سعد الحریری په نیونه کی د سعودی ولیعهد اقدام، یو بی مخینئ اقدام او د لبنان د واکمنۍ څرګند پایمالول ؤ، او د لبنان د ؤلس مشر«میشل عون» او د حزب الله د عمومی منشی«سید حسن نصرالله» له شدید اعتراض سره مخامخ شو. محمد بن سلمان؛ پدی غیر ډیپلماتیک اقدام سره وښودل، چی هم د قدرت څوکۍ ته د رسیدو لیاقت نه لری، او هم په منځنی ختیځ کی؛ چی له هرڅه زیات ثبات او آرامتیا ته اړتیا لری، د نا امنۍ او نا آرامۍ د تقویه کولو له قدرت څخه برخور دئ.

په استانبول کی د عربستان په کنسولګرۍ کی د واشنګټن پست په ورځپاڼه کی د سعودی لیکوال «جمال خاشقجی» وژل کیدا، چی په امریکا کی استوګن ؤ؛ د« دولتی ټروریزم » عینی مثال دئ. د عربستان حکومت؛ په پیل کی د خاشقجی په قتل کی دخالت لرل رد کړل، خو نړیوال فشارونه د دی سبب شول، چی ۱۸ ورځی وروسته؛ پدی جنایت په لاس لرلو اقرار وکړی. سره له دې حاله؛ د سعودی حکومت دغه جنایت، د عربستان د استخباراتو سازمان مرستیال« احمد العسیری » او د یاد هیواد د پاچاهی دربار سلاکار«سعود القحطانی» په شمول، لا ټیټ رتبه مقامونو ته نسبت ورکړ، او په یو ډول یی پدغه جنایت کی د محمد بن سلمان لاس لرل رد کړل؛ داسی یوه موضوع چی د ډونالډ ټرمپ له ظاهری منلو پرته، هیڅ بل کس هغه نه ده منلې.

د آلمان صدر اعظمی« انګلا مرکل » په ډاګه اعلان کړئ، چی د خاشقجی د مړینی په باره کی د عربستان توضیحات نه منم. د عربی ۲۱ خبری ویب سایټ د راپور په اساس، له اینټرنتی شبکو څخه استفاده کونکی هم وایی: د خاشقجی په قتل باندی د عربستان د ۱۸ ښاریزو په تورنولو کی د دغه هیواد د حکومت بیانیه به؛ دا حقیقت ته بدلون ورنه کړی، چی بن سلمان د دغه جنایب په ارتباط لمړنۍ تورن کس دئ. د دغو اینټرنتی فعالانو له قوله، د سعودی عربستان ولیعهد؛ له خپلو یو شمیر ځواکونو څخه د ډال په توګه استفاده کړې ده، ترڅو وکولای شی ځان د خاشقجی د قتل له تور څخه وژغوری.« سعود القحطانی » د تیرکال په اګسټ میاشت کی، د خپل ټوئیت په پاڼه کی، د اینټرنیتی فعالانو د یو نیوکه کونکی په ځواب کی ویلی ؤو:« آیا ته ګمان کوی؛ چی زه له اجازې پرته کولای شم خپل سر وشوروم؟ زه د خپل بادار یعنی ولیعهد لپاره، یو تر لاس لاندی او امنیتی مجری یم».

د جمال خاشقجی په خلاف جنایت، یو فجیع او ویرونکئ جنایت  دئ، چی هیڅوک نه شی کولای هغه ونه غندی، خو بیله شکه؛ د یمن په خلاف جنګ؛ د منا پیښی؛ د غضنفر رکن آبادی په خلاف جنایت؛ د شیخ نمر پانسی کولو؛ د شاهزادګانو- خطیبانو او فعالانو د نیونی؛ او د سعد الحریری د یرغمل نیونی ترڅنګ، ډیر لوړ ممکن حد ته رسیږی، دا شان چی«محمد بن سلمان»، یو جنایت کار بللای شو، چی باید د هغه د تابعیت په سلبیدو سره، په نړیوال جزایی محکمه کی محاکمه شی.

له دې څخه ورتیر؛ چی محمد بن سلمان، د عربستان د ولیعهدۍ په مقام کی پاتی شی او که نه؟ په تیرو ۴۵ ؤ میاشتو کی د هغه د اقداماتو ټولګه؛ چی بالآخره هم د جمال خاشقجی په قتل سره تکمیله شوه راښیې، چی د عربستان حکومت د بشری حقوقو په نامه موضوع سره نا بلده دئ، او حتی د بن سلمان سمبولیک او ننداره ای اصلاحات هم نه شی کولای، د عربستان توره کارنامه سمه کړی، هماغه ډول چی جمال خاشقجی باوری

ؤ؛ چی« محمد بن سلمان یو زوړ قبیله ای لارښود دئ».

واقعیت دا دئ؛ چی د آل سعود او ټروریزم ترمنځ، نږدی او نه

شلیدونکی تړاو شته. ځینی وختونه؛ ټروریزم د وهابیت مکتب د روزل شویو کسانو په وسیله سرته رسیږی، لکه څنګه چی د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په ۱۱ نیټه یی بڼه ونیوله، او ځینی وختونه هم، د سعودی شاهزادګان پخپله د ټرور امر ورکوی. د القدس العربی ورځپاڼی؛ د« توفیق ریاح » په قلم د« نیویارک له جګړې څخه د استانبول تر جګړې؛ عربستان په قفس کی » په نامه یو یاد داشت کی ولیکل:« عربستان؛ د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱ نیټی د ترهه ګرو حملو له ورانونکو پایلو څخه، له بشپړ ژغورل کیدو وړاندی، یو ځلې بیا د منفی بحثونو په لړ کی د نړیوالو مسایلو په سر کی راغئ، چی د ۲۰۰۱ کال له بحثونو سره زیات توپیر نه لری. په هغه وخت؛ یعنی په ۲۰۰۱ م کال کی، د کسانو فردی ټروریزم ؤ، لکه څنګه چی ټولی نړۍ پدې باره د نظر یو والئ درلود، خو نن سبا؛ دولتی ټروریزم دئ، چی نړۍ له هغه سره په مخالفت کی د نظر یووالئ لری، که څه هم په رسمی توګه یی نه دئ اعلان کړئ. د ۲۰۰۱ م کال په سپټمبر کی د امریکی جګړه (د نیویارک پیښه ) د عربستان لپاره یوه ډیره مهمه پیښه وه، چی د نورو لعنت او بدی ردې یی ورته ډالۍ کړې، او داسی بریښی چی د ۲۰۱۸ م کال په اکټبر کی د« ترکیی جګړه » یوځلې بیا د سعودیانو په مخینه کی ورګډه شوه. د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱ نیټی په حملو کی د سعودی ځوانانو یوې ۱۹ کسیزی ډلې، په بی مخینی اقدام کی، د امریکی خاوری په مرکز حمله وکړه، خو؛ هغوی همداراز پدغو عملیاتو کی په عربستان ګزار وکړ، او هغه یی دیته اړ ایستل چی د دغو عملیاتو مادی او معنوی لګښتونه، له پیښی څخه د ۱۷ کلونو له تیریدو سره سره ورکړی. د ۲۰۱۸ کال په اکټبر کی د« ترکیی په جګړه » کی، د سعودی د ځوانانو یوې بلی ۱۵ کسیزی ډلې، د خپل هیواد یو بل داخلی مخالف، چی له قلم او مفکوری پرته یی بله وسله نه درلوده؛ وواژه. خو هغو کسانو چی دغه کار یی ترسره کړ؛ په اصل کی په عربستان یو سخت ګزار وکړ، او تر زیاتو مودو پوری به نړۍ د هغه د پایلو کتونکی وی. د هغو کسانو اهداف او انګیزی؛ چی په استانبول کی یی د عربستان په کنسولګرۍ کی دغه جنایت سرته ورساوه، د عربستان د واکمن د رضایت جلبول ؤ. له څو لسیزو وروسته به، تاریخ به حتماً یادونه وکړی؛ چی د جمال خاشقجی د لا درکه کیدو مسئله، په هیواد کی د هغه له فعالیتونو څخه لا زیات اغیز شیندونکې وی. د جمال خاشقجی د وژلی عملیات، یو سیاسی جنایت دئ، او د هغه نهایی برخلیک باید؛ د جنایی قانون په چوکاټ کی وټاکل شی. مګر، لیری نه بریښی چی د جمال خاشقجی مسئله، د هغې د نورو نړیوالو او عربی ورته مسایلو په شان، هماغه راز مبهمه پاتی شی؛ چی د لبنان د دینی عالم« امام موسی صدر »    او یا د مراکش د دولت ضد فعال« المهدی بن برکه » قضیه، د هغه له ډیرو څرګندو مثالونو څخه ده.

د عربستان د بهرنیو اړیکو د شورا مشر« ریچارد هاس» اعلان وکړ؛ چی« سعودیانو ته د امتیاز ورکولو دوره باید پایته ورسیږی، ځکه چی محمد بن سلمان ښودلې ده؛ چی له دې لا زیات بی باکه دئ، چی د دغه ملاتړ لیاقت ولری ». مهمه پوښتنه داده؛ چی ولی نړیوالی رسنۍ او لویدیځ مقامونه، یواځی د دغه سعودی ورځپاڼه لیکونکی د وژلې په باره کی عکس العمل ښیې؟ آیا لویدیځ رسنۍ او مقامونه؛ په یمن کی کړکیچن او فجیع وضعیت؛ چی پخپله د ملګرو ملتو د سرمنشی له قوله، په وروستیو شلو کلونو کی ډیر ستر انسانی بحران او کړکیچ دئ، نه وینی؟ آیا د  یمنی بی ګناهو او مظلومو ماشومانو په خلاف جنایت، چی په ۲۰۱۵ م کال کی د عربستان د دفاع وزیر په توګه قدرت ته، د بن سلمان د رسیدو راهیسی، هره ورځ مختلف بمونه، او حتی منع شوی بمونه د یمن د خلګو پر سر اوریږی، د خاشقجی په خلاف له جنایت څخه لا فجیع او سخت نه دی؟ بیله شکه؛ نړیوالی آزادی رسنۍ، او لویدیځی مقامونه باید، د محمد بن سلمان له جنایتونو سره د مقابلې لپاره، لمړئ د یمن په خلاف جګړه بنده کړه، او نړیوال جزایی محکمه هم؛ د سعودی ولیعهد د نیولو حکم صادر کړی، ترڅو؛ حتی که د عربستان حکومت، دغې محکمی ته د هغه له سپارلو څخه  ډډه وکړه، لږ تر لږه ونه شی کړای نورو هیوادونو ته سفر وکړی.