مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i83284-مینځنی_ختیځ_په_تیره_اونۍ_کښې
په تیره اونۍ کښې د حشد الشعبي ځواک په هکله د عراق د وزیراعظم لس ماده ایز حکم، د صهیونیسټي رژیم کورني چیلنجونه او د یمن بدلونونه د لویدیځې آسیا مهمې پیښې وې چې د پروګرام په دوام کښې یې څیړو.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Jul 09, 2019 12:46 Asia/Kabul
  • مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې

په تیره اونۍ کښې د حشد الشعبي ځواک په هکله د عراق د وزیراعظم لس ماده ایز حکم، د صهیونیسټي رژیم کورني چیلنجونه او د یمن بدلونونه د لویدیځې آسیا مهمې پیښې وې چې د پروګرام په دوام کښې یې څیړو.

د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي تیره اونۍ د عراق په وسله والو ځواکونو کښې د حشد الشعبي رضا کار ځواک د شاملولو په هکله په لسو بندونو مشتمل حکم صادر کړ. په دغه حکم کښې د حشد الشعبي مبارزینو په مهم رول ټینګار شوی او دغه ځواک د عراق د وسله والو ځواکونو یوه نه بیلیدونکې برخه ګڼله شوې ده او په کښې راغلې دي: پر وسله والو ځواکونو واکمن ټول قوانین پر حشد الشعبي ځواک هم لاګو کیږي او اعمالیږي مګر هغه موارد چې په ځانګړي حکم کښې په ډاګه معلوم او بیل شي. د دې پيغام په یوه بله برخه کښې هم راغلې دي: کومې ډلې چې د وسله والو ځواکونو غړیتوب نه اخلي هغه کولی شي چې د سیاسي تشکیلاتو او د ګوندونو تر نظر لاندې راشي.

د عبدالمهدي دغه لس ماده ایز حکم د عراق د پارلیمان د ۲۰۱۶ کال له مصوبې سره سمون خوري خو دښمنو رسنیو او د حشد الشعبي مخالفو هیوادونو هڅه وکړه چې د عراق د وزیراعظم له دغه حکم څخه د دغه ځواک خلاف او د هغه د څیرې د خرابولو په لړ کښې ګټه پورته کړي. په هم دې لړ کښې د عربستان العربیه چینل خپل پوره پوره کوشش وکړ چې د عراق د وزیراعظم دغه حکم د حشد الشعبي خلاف وښايي. العربیه چینل دې ټکي ته له اشارې پرته چې عبدالمهدي په رسمي توګه حشد الشعبي د عراق د وسله والو ځواکونو د جوړښت نه بیلیدونکې برخه معرفي کړې ده، په یو غرضي خبر کښې یې وویل: عبدالمهدي د حشد الشعبي د مرکزونو د بندولو حکم ورکړ.

دا ډول غبرګونونه په داسې حال کښې وو چې د حشد الشعبي د مشرانو په شمول د عراق د سیاسي ټولو رهبرانو د خپل وزیراعظم د دغه حکم هرکلی کړی دی. د بدر پارلیماني فراکسیون ویاند ولید السهلاني د حشد الشعبي ځواک په هکله د وزیراعظم عادل عبدالمهدي د حکم پخلی وکړ او ویې ویل:دا خبره د الفتح ائتلاف مشر هادي العامري دوه کاله مخکښې د یوې نظریې په توګه مطرح کړې وه. السهلاني زیاته کړه: هادي العامري د حشد الشعبي ځواک د جوړولو د ارزښتناکې فتوې په درنښت سره د هیواد د ډادمن ځواک په توګه د حشد الشعبي مهم رول او بیرغچي توب ته اشاره وکړه او ټینګار یې کړی و چې که دغه ځواک نه وی نو د داعش پر ترهګرې ډلې د عراق بریا ممکنه نه وه.

د النبجاء غورځنګ د اجرايي شورا مشر نصر الشمري هم وویل: د الحشد الشعبي په هکله د عراق د وزیراعظم عادل عبدالمهدي د حکم یوه برخه له پخوا نه اجرا کیده. د دغه ځواک کنډکونه د عراق د وسله والو ځواکونو د لوې قومندانۍ د دفتر د حکمونو مطابق عمل کوي. د الحشد الشعبي تر ټولګې لاندې هیڅ کومه ډله د عراق د لوړې قومندانۍ له موافقې پرته په هیڅ ځاې کښې دیره نه ده. دا د مقاومت ډلې دي چې د هیواد د یووالي او سیاسي بهیر ترټولو زیاتې ملاتړې دي.

د صدر غورځنګ مشر مقتدی صدر هم د الحشد الشعبي ځواک په هکله د وزیراعظم د حکم په ملاتړ سره په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: د دې مسئلې په هکله د عادل عبدالمهدي حکم مهم او د یو پياوړي هیواد په لاره کښې وړومبنی ګام دی.

شناندي باوري دي چې د عراق په وسله والو ځواکونو کښې د حشد الشعبي ادغام دغه ځواک ته یو نوی او قانوني هویت ورکوي چې د هغه خلاف د بهرنیو دباؤنو د کمیدو سبب کیدی شي.  د لویدیځې آسیا د چارو کارپوه سعد ا... زارعي د عادل عبدالمهدي د دې اقدام په هرکلي سره وویل چې دا کار حشد الشعبي ته یو داسې (خپلواک هویت) ورکوي چې په امنیتي او پوځي برخه کښې د رول لوبونې ترڅنګ په نورو برخو کښې هم رول ولوبوي.

حشد الشعبي ځواک د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کښې د شیعه مسلمانانو د عالیقدره مرجع آیت ا... العظمی علي سیستاني په فتوا جوړ شو. د داعشي ترهګرو یرغل او د عراق د یوشمیر سیمو نیول یې، د ولسي رضاکار ځواک د جوړولو لپاراه د آیت ا... سیستاني د فتوا سبب وو. حشد الشعبي ځواک له داعش ترهګرې ډلې سره د عراق د مبارزې په دوران کښې ډیر غوره او مهم رول لوبولی دی.

**

د فلسطین نیواکي ټاټوبی تیره اونۍ، په خټه د ایتوپیايي یهودیانو د مظاهرو، د اسرائیلو د پوځي استخباراتو د ځانګړو عملیاتو د قومندان د استعفا او هم داشان د اسرائیلو د رژيم په بودجې کښې د کمي ۱۸۰ فیصدو ته د رسیدو کتونکی و.

په فلسطین کښې استوګنې ایتوپیا توکمې ټولنې تیره اونۍ په حیفا ښار کښې د مظاهرو په کولو سره د نتانیاهو کابینه له یو نوې چیلنج سره مخامخ کړې ده. په ینواکي ټاټوبي کښې د ایتوپیايي مهاجرینو د مظاهرو ظاهري وجه د اسرائیلو د پولیسو په لس د ۱۹ کلن ایتوپیايي ځوان قتل دی خو د دغو مظاهرو اصلي او بنیادي علت د ایتوپيايي توکمه یهودیانو خلاف د دغه رژيم په هدفمنې توکمپالنې او جوړښتي تشدد باندې اعتراض دی. د احصائیو له مخې، د نیواکي خاورې لږترلږه یو لاک دیرش زره نفوس، ایتوپیايي توکمه یهودیان دي. په دغې ټولنې کښې فقر له ۵۱ فیصدو زیات دی چې د نیواکې خاورې له نورو سیمو درې نیم چنده زیات دی. د اسرائیلو پولیس هم د ایتوپيايي توکمو خلاف ډیر تشدد کاروي دا شان چې په تیرو شپږو میاشتو کښې د دغې ټولنې دوه ځوانان د اسرائیلي پولیسو په لاس وژل شوې دي. د قاتلانو بري کول هم د اسرائیلو د کابینې خلاف د ایتوپيايي توکمو د اعتراض د سختیدو سبب ګرځیدلې دي.

په نیواکي ټاټوبي کښې د تیرې اونۍ یو بل مهم بدلون د تیر ۲۰۱۸ کال په نومبر کښې د خان یونس د عملیاتو د ماتې او هم داشان د عز الدین قسام د کنډکونو د یو جګ پوړي قومندان په وژله کښې د ناکامۍ په وجه د صهیونیسټي رژيم د پوځ د ځانګړو جنګي استخباراتو د عملیاتو د قومندان استعفا وه.

د اسرائیلو د هغه وخت د جنګ وزیراعظم اویګډرو لیبرمن هم د تیر کال په نومبر کښې د غزې له تړانګې سره د اوربند له منلو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه او د اسرائیلو د کابینې د ټوټې کیدو زمینه برابره شوه.

د روان ۲۰۱۹ کال په وړومبیو شپږو میاشتو کښې د صهیونیسټي رژيم د بودجې د خسارې د ۱۸۰ فیصده زیاتیدو اعلان هم په تیره اونۍ کښې د نیواکي خاورې یوه بله مهمه پيښه وه. د اسرائیلو د مالیې وزارت د احضائیو له مخې، د دغه رژيم د بودجې کمی د تیر میلادي کال په نیمايي کښې دوه میلیارډ او دوه سوه میلیون ډالره وه خو د روان ۲۰۱۹ کال په اوله نیمايي کښې له شپږ میلیارډ ډالرو زیات شوی دی. د اسرئیلو د وزیرانو شورا څو ورځې مخکښې موافقه وکړه چې د وزارتخانو د بودجې د کمولو له لارې، د بودجې د خسارې یا تاوان ۳۳۳ میلیون ډالر کم شي.

(فیچ) نومې د اعتبار سنجونې موسسې هم په یو رپورټ کښې لیکلې دي چې اسرائیل به د نویو انتخاباتو د کولو له لارې دا توان ولري چې د بودجې د خسارې د مخنیوي لپاره تر ۲۰۲۰ کال پورې پخې تابیاوې وکړي او هم دا سبب کیږي چې د روان کال په مالي کړنلارې باندې په سخته اغیزه وکړی شي.

**

د یمن پوځ او ولسي رضاکارانو تیره اونۍ هم د عربستان په جنوب کښې په جبزان او ابها هوايي ډګرونو باندې ډرون حملې وکړې. د جیزان او ابها پر هوايي ډګرونو د یمن د بې پایلټه الوتکو حملې د دغو دواړو هوايي ډګرونو د ځینو الوتنو د کینسل کیدو سبب شوې. په هم دې لړ کښې له پلازمینې ریاض څخه د جیزان هوايي ډګر ته روانه یوه الوتکه مجبوره شوه چې خپله لاره بدله کړي او د جیزان پر ځاې د جدي په هوايي ډګر کوزه شي. هم دا شان هغه څلور الوتونه هم لغو شول چې ټاکل شوې وه له دمام، ریاض او جدې څخه د ابها او جیزان هوايي ډګرونو ته لاړ شي.

د یمن پوځي او ولسي ځواکونو تیره چهارشنبه هم د عربستان تر مشرۍ لاندې تیري ګر ائتلاف یو جاسوسي ډرون له یمن سره د دغه هیواد په سویلي سرحد کښې رانسکور کړ.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع تیره اونۍ په دې خبرې سره چې د دغه هیواد پوځ په تیرو دوو یماشتو کښې ټول ټول ۳۶ ډرون عملیات ترسره کړې دي، وویل: د بې پایلټه الوتکو په یویشتو عملیاتو کښې د عربستان پوځي تاسیسات په نښه شول، لس ډرون عملیات د ابها د هوايي ډګر خلاف، اووه د جیزان د هوايي ډګر، درې د نجران د هوايي ډګر او یو یې د خمیس مشیط هوايي ډګر خلاف ترسره شوې دي. هغه زیاته کړه چې د یمن توغندوي یونټ هم په تیرو دوو میاشتو کښې د بالیسټک توغندویو په پنځو عملیاتو کښې په عربستان کښې پوځي هدف ګرځولې دي.

د یمن د پوځ او ولسي رضاکارو ځواکونو له میداني بریاؤ او هم داشان عربستان او اماراتو ته له رسیدلو تاوانونو وروسته د قطر پخواني امیر حمد بن خلیفه آل ثاني تیره اونۍ په هغه ویډیو کښې چې په فیس بک کښې خپره شوه، څرګنده کړې ده: سعودیانو څو کاله مخکښې د یمن خلاف جنګ پیل کړی دی خو هیڅ ګټه یې نه ده ترلاسه کړې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*