د روژې د مبارکې میاشتې د پنځویشتمې ورځې دعا
اَللّهُمَّ اجْعَلْنى فيهِ مُحِبَّاً لِأَوْلِيآئِكَ، وَمُعادِياً لِأَعْدآئِكَ مُسْتَنّاً بِسُنَّةِ خاتِمِ اَنْبِيآئِكَ، يا عاصِمَ قُلُوبِ النَّبِيّينَ.
د تهران د پښتو خپرونې خو ږو مینه والو د تاسو دعبادتونو او لمنځونو د قبلیدا په هیلې سره یو ځال بیا ستاسو خدمت ته حاضر شوي یوو او له پاک پروردګاره دعا کوو چې د مونږ درست عبادتونه او دعاګانې پخپل پاک دربار کې قبولې او مقبولې کړي ،دوستانو له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
نو راځئ چې د روژې دمبارکې میاشتې د پنځویشتمې د ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو ؛ اَللّهُمَّ اجْعَلْنى فيهِ مُحِبَّاً لِأَوْلِيآئِكَ، وَمُعادِياً لِأَعْدآئِكَ مُسْتَنّاً بِسُنَّةِ خاتِمِ اَنْبِيآئِكَ، يا عاصِمَ قُلُوبِ النَّبِيّينَ.
ائ خدايه! په دې مياشت کښې مې ستا د دوستانو دوست او ستا د دښمنانو دښمن وګرځوې او ستا د نبيانو د خاتم (ص) د سنتونو او رودو پېروکار مې وګرځوئې ، ائ د نبيانو د زړونو ساتونکيه!