الهي نومونه-۶۵ (مقدِّم او مؤخِّر)
ګرانو او قدرمنو دوستانو نن د خدای تعالی د دوو صفتي نومونو یعنې (مقدِم) او (مؤخِر) په څیړنې سره پروګرام وړاندې کوو، هیله ده چې تر پاې راسره ملګرتیا وکړئ.
ګرانو دوستانو د دې لړۍ په تیرو لیکنو کښې مو ویلي دي چې خدای تعالی داسې ښایسته او صفتي نومونه لري چې د هغه لوې ذات د پيژندلو ترټولو ښه او بنیادي وسیله ده او د هغه د عبودیت او بندګۍ ذریعه ده. انسان د دغو نومونو په رڼا کښې ډیره په غوره او ښه طریقه خپل ظاهر او باطن د هستۍ له نړۍ سره تنظیمولی شي او د دغو ښکلیو نومونو د وړانګو په پړقا کښې په خپل وجود کښې د تزکیې یا پاکۍ او تربیت او روزنې لاره هوارولی شي.
د الهي نومونو په رازونو باندې په پوهیدو سره د ایمان خواږه څَکَل کیږي او په انسان کښې له خدای سره مینه او د هغه د ملاقات شوق اوج ته رسیږي داشان چې د پروردګار له رحمت او شفقت څخه هیڅ کله نه نهیلې کیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*
(مُقدِّم) د مخکښې لیږونکي او سبقت بخښونکي په معنا دی. د خدای د نامې په توګه مقدم په دې معنا دی چې خدای تعالی شیان د هغو په خپل ځاې او موقعیت کښې ګرځوي. هر څه چې وغواړي مقدم یې ګرځوي او هر څه چې وغواړي موخر کوي یعنې ځنډوي یې. لکه څنګه چې د پلار موجودیت د زوي په موجودیت او شتون باندې مقدم یا مخکښې کوي. خدای تعالی هر هغه څه چې باید مخکښې راشي، مخکښې کړي دي. هم داشان مقدم خدای، نبیان او ولیان او هر کس چې په خالصانه بندګۍ سره خپل خدای ته د نزدې کیدو کوشش کوي، مقدم ګرځوي.
له امام جعفر صادق علیه السلام څخه په یو حدیث کښې نقل شوي دي چې فرمايي: خدای تعالی حضرت موسی علیه السلام ته وحي وکړه چې ای موسی! ما خپل بندګان ولیدل (او ښه مې وجاجول) او په هغو کښې مې هیڅ څوک د ځان په وړاندې له تا ډیر متواضع او فروتن ونه لیده. ته زمونږ په نسبت د هغه ماشوم په شان یې چې حتی له مور نه د مروریدو په وخت هم هغې ته پناه وړي او یوازې هغه خپله ملاتړې ګڼي. او په مناجاتو کښې مونږ ته وایې: ای خدایه! یوازې ستاعبادت کوم او یوازې له تا څخه مرسته غواړم. نو دا زما په درګاه کښې ستا د ځانګړي محبوبیت راز دی.
په دې وجه ویل کیږي چې خدای تعالی د خپل صالح بنده د ایمان او عمل په سیوري کښې او په خپل کرم او مهربانۍ سره هغه له نورو مقدم ګرځوي او مخکښې کوي یې.
هم هغه ډول چې د اهل سنت د مشهور روایت له مخې محمد بن احمد ذهبي په خپل (میزان الاعتدال) کتاب کښې لیکلي دي چې رسول الله مبارک وفرمایل: ترټولو وړومبې کس چې جنت ته به ننوځي، (زما لور) فاطمه ده.
داشان متعال خدای د خپل ګران حبیب حضرت محمد مصطفی(ص) ګرانه لور بي بي فاطمه زهرا سلام ا... علیها جنت ته په ننوتو کښې په ټولو مخلوقاتو باندې مقدمه او مخکښې ګرځولې ده او هغه به وړومنۍ انسان وي چې د محشر په ډګر کښې به جنت ته داخلیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/
که څه هم په دې دنیا کښې د هر څیز مخکښې کیدل او مقدم ګرځیدل د خپلو خاصو قوانینو له مخکښې ترسره کیږي خو دې ټکي ته پاملرنه پکار ده چې دا ټول قوانین هم د مقدم خدای له ارادې او مشیت څخه سرچینه اخلي. خدای تعالی په دنیا او آخرت کښې داسې اسباب ایښي دي چې انسان د هغو په وسیله مخکښې کیږي او د ترقۍ په پوړو خیژي. په دغو اسبابو کښې کار او فعالیت، ایمان او تقوا، علم او پوهه، د پروردګار په وړاندې خضوع او خشوع، عدالت او حق پالنه او داسې نورې چارې شاملې دي.
په دې وجه مؤمنان د اسبابو په غوره کولو او د خپلو دندو د ترسره کولو ترڅنګ په خدای پاک باندې په توکل سره له کفارو او مشرکانو د مخکښې کیدو هڅه کوي. هغوي یقین لري چې که خدای وغواړي نو مخکښې به شي او هیڅ طاقت او خنډ یې د تقدم او مخکښې کیدو مخه نه شي نیولې.
له دې امله امام المتقین حضرت علي علیه السلام د نهج البلاغه په ۳۷ خطبې کښې د خپلو ځانګړتیاؤ په بیانولو سره داسې فرمايي: هغه وخت چې ټول له ویرې سُست شول او غاړې ته شول نو زه مخکښې شوم او پاڅون مې وکړ او هغه مهال چې ټول پټ شول او شاتګ یې وکړ، زه په ډاګه میدان ته راغلم او هغه وخت چې ټولو خولې بندې کړې، ما خبرې وکړې او کوم وخت چې ټول اودریدل زه د خدای تعالی د نور او رڼا په لارښوونې سره روان شولم. په خبرو او شعار کښې مې غږ له ټولو ټیټ و خو په عمل کښې غوره او مخکښې وم.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
مُؤخِّر نوم د تاخیر له مصدره وتلی دی چې د اولني په مقابل کښې دی او د وروستي معنا ورکوي. د اسماء الهي په توګه موخر نوم د ځنډونکي او شاته کونکي او په شا تنبونکي په معنا دی. موخر خدای ځیني څینونه او کارونه په خپلې ارادې سره او د خپل حکمت او رحمت او تدبیر له مخې ځنډوي او هر څوک چې وغواړي د شرف، رتبې، قُرب او نزدې والي، مینې، تقوا، طاعت، علم او هدایت له نظره یې شاته کوي.
موخر هم داشان هغه کسان چې د کفر او شرک او ظلم او زیاتي او د نورو مفاسدو لاره خپلوي، ردوي او هغوي په دنیا کښې په ناپاکانو کښې او په آخرت کښې یې له دوزخیانو څخه ګرځوي. په کلي توګه د بندګۍ له لارې هر ډول کوږوالی لامل کیږي چې موخر خدای په دنیا او آخرت کښې د انسان موقعیت او منزلت رد کړي او مقام یې ټیټ کړي. په دې وجه مؤمن تل په دنیا او آخرت کښې هڅه کوي چې په ښو کارونو کښې مخکښ شي او ځان له آفتونو او د انحراف او تنزل له اسبابو لرې کړي څو څنګته نه کړې شي او د بندګۍ او عزت له لوړو څوکو ونه لویږي.
موخر هغه خدای دی چې د ګناهکارانو د بدو او ناخوښو اعمالو سزا ځنډوي. موخر خدای همهغه خدای دی چې انسان یې پنځولی دی او د هغه د هدایت لپاره یې ټولې لارې هوارې کړې دي. خو کله کله انسان د هدایت له عواملو غافله کیږي او بې له توجه، ګناه کوي. په داشان حالاتو کښې اکثره د عذاب ځنډیدل هغه خبرداره کوي او د توبې لاره ورته خلاصوي.
*/*/*/*/*/*/*/
د موخر نوم په ځلا سره مؤمن انسان د الهي احکامو له مخې هره ناخوښه خبره او عمل ردوي او پرې ږدي یې او هر هغه څه چې حکیم خدای واړه او خوار بللي دي، دی یې هم واړه او سپګ ګني. په موخر نوم باندې ایمان لرونکی کس چې له کوم وړومبي څیزه مخ اړوي او سپک یې ګڼي، هغه نفس دی ځکه چې هغه ترټولو بد دښمن دی، بیا شیطان، چې د مصیبتونو سرچینه ده او ورپسې کفار او هر ظالم ردوي او مغلوب کوي یې او هغه له تیري او ظلم نه منع کوي.
خدای تعالی له دې امله چې واجب الوجود دی او د ځان د وجود او شتون لپاره نورو ته هیڅ ضرورت نه لري، په ټولو مخلوقاتو باندې چې ممکن الوجود دي او د شتون لپاره خدای تعالی ته حاجت لري، تقدم او مخکښې توب لري. هغه په ټولو موجودتومقدم دی.
له بلې خوا، له دې مله چې ټولو موجودات او مخلوقات فنا کیدونکي دي او یوازې خدای تعالی باقي او پاتې کیدونکی دی، هغه له موجوداتو مؤخر دی. خو په زړه پورې خبره دا ده چې کوم خدای چې مقدم او مؤخر دی، په عین حال کښې له موجوداتو سره هم ملګری دی لکه څنګه چې د سوره حدید په څلورم مبارک آیت کښې راغلي دي: هر چرته چې ووسئ، هغه له تاسو سره دی.
ځکه چې خدای پاک په هر څه باندې وجودي احاطه لري او له هر څیز سره دی او داسې هیڅ نشته چې خدای ورسره نه وي. یعنې ممکنه ده چې مونږ له خدای سره نه وو خو خدای تل له مونږ سره دی. هم دا وجه ده چې عارفان وايي: دا چې خدای له انسان سره وي مهمه نه ده ځکه چې خدای له ټولو موجوداتو سره وي خو مهمه دا ده چې مونږ له خدای سره شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/
ګرانو او قدرمنو دوستانو په پاې کښې لاسونه دعا ته پورته کوو.
پروردګاره! ته پاک روحونه او ذکر کونکي نفسونه په نورو باندې مقدم او مخکښې کوې او هر هغه کس چې ستا له رحمته د لرې کیدو حقدار وي، لرې کوې. خدایه! زمونږ له سترګو د غفلت پردې لرې کړې ترڅو هر هغه څه چې تا مقدم ګرځولي دي، مونږ یې هم مقدم کړو او هر هغه څوک چې تا ورته عظمت او سترتوب وربخښلی دی، ستر یې وګڼو. په تحقیق سره چې ته په هر څیز باندې توانمن او قادر یې.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی.