تلپاتې وږمې ۸۳
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i108690-تلپاتې_وږمې_۸۳
شکر ایستل د نعمت د زیاتیدو لامل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2021 11:48 Asia/Kabul
  • تلپاتې وږمې ۸۳

شکر ایستل د نعمت د زیاتیدو لامل

ګرانو دوستانو د تلپاتې وږمې له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو. لکه څنګه چې خبر یئ، په دې لړۍ کښې درته د مختلفو معارفي او مذهبي موضوعاتو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ویناؤ ځینې برخې وړاندې کوو. په دې نننۍ برخه کښې د نعمت په زیاتیدو کښې د خدای تعالی د شکر کولو په هکله د معظم رهبر څرګندونې درسره شریکوو.

*/*/*/*/*/*/*/

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د نعمت د شکر کولو نتیجه د هغه د لازیاتیدو لامل او د نعمت د کفران پایله،  د خدای عذاب بولي.

بیا د قرآن کریم هغه آیت ته اشاره کوي چې حضرت موسی علیه السلام په دغه حکم عمل وکړ، او فرمايي: وَ إِذ قالَ مُوسی‌ لِقَومِهِ اذکُرُوا نِعمَةَ اللَّهِ عَلَیکُم إِذ أَنجاکُم مِن آلِ فِرعَونَ؛

هغوي ته د فرعون او فرعونیانو او د ظالم د غالب او بر  قدرت له لاسه د هغوي ژغورنه وریاده کړه چې څنګه یې ترې خلاص کړئ، دا له ایام الله څخه دي. د ایام الله یوه نمونه دا ده.

إِذ أَنجاکُم مِن آلِ فِرعَونَ. بس دا (ورځ) له ایام الله څخه ده، کله چې ټولنې او انسانان او قومونه د ظالمو قدرتونو له لاسه ژغورنه مومي. بیا ورپسې د پروردګار دا عمومي غږ دی، د خدای تعالی لوړ غږ دی چې: وَ إِذ تَأَذَّنَ رَبُّکُم، «تأذّن» یعنې متعال خدای په لوړ غږ ټولو ته اعلان کوي چې لَئِن شَکَـرتُم لَاَزیدَنَّکُم؛ که شکر مو وکړ، نو مونږ چې کوم نعمت تاسو ته درکړی دی هغه به ورځ په ورځ لازیات کړو، زیاتوو یې، وَ لَئِن کَفَرتُم إِنَّ عَذابی لَشَدید؛ خو که د نعمت کفران مو وکړ، د شکر دندې مو پر ځاې نه کړې نو دغه د خدای د عذاب وخت دی، ډیرې ستونزې به درته پیښې شي.

بیا په ورپسې آیت کښې هم د دغو مطالبو کلي نتیجه فرمايي چې: وَ قالَ مُوسی‌ إِن تَکفُرُوا أَنتُم وَ مَن فِی الأَرضِ جَمیعاً فَإِنَّ اللَّهَ لَغَنِیٌّ حَمید. دا چې مونږ وایو شکرګزاره شئ، دا چې وایو د خدای د نعمت خیال وساتئ، د خدای نعمت مه هیروئ، دا خپله ستاسو لپاره دي ګني نو خدای تعالی خو بې نیازه دی.

*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی