بې نقابه امریکا
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د بې نقابه امریکا د لړۍ د دې اونۍ له پروګرام سره حاضر شوي یو. دوستانو د دې لړۍ له معمول سره سم، وړومبې په تیره اونۍ کښې د امریکې مهمو خبرونو او بدلونونو ته یوه کتنه کوو.
د امریکې د تیرې اونۍ له مهمو پیښو څخه د دغه هیواد په کانګرس باندې د جنورۍ د شپږمې نیټې د حملې کلیزې، د بایډن له خوا د سرحدي دیوالانو د پراختیا په لړ کښې د ټرمپ د پروګرام دوام، په امریکې کښې د قیمتونو ناڅاپي لوړیدو او په عراق کښې د امریکې د نوي ماموریت په هکله د امریکې ادعا ته اشاره کولې شو.
*/*/*/*/*/*/*/
د امریکې لوې څارنوال او د عدلیې وزیر مریک ګارلینډ ویلي دي کومو کسانو چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه نیټه د امریکې د کانګرس په ودانۍ باندې په حمله کښې لاس درلود، سزا به ورکړی شي. هغه ټینګار وکړ چې څارنوالان لاهم په هره سویه او د قانون له مخې د دغې حملې له ټولو عاملانو په ځواب اخیستو ژمن دي.
د امریکې په کانګرس باندې د حملې په هکله تحقیقات، د دغه هیواد د عدلیې د وزارت په تاریخ کښې ترټولو ستر تحقیقات دي. په دې لړ کښې تراوسه له ۷۰۰ زیات کسان نیول شوي دي او ۲۵۰ تنه نور هم د ایف، بي، آيي له خوا تر تعقیب لاندې دي چې په کښې ۲۵۰ تنه په پولیسو باندې په حملې تورن دي.
د امریکې د عدلیې وزارت په کانګرس باندې په حمله کښې د امریکې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د زرګونو پلویانو په اقداماتو باندې د لازیات تمرکز لپاره د ځینو ډیموکراټانو له خوا له زیاتیدونکي دباؤ سره مخامخ شوی دی. دغه حمله د امریکې د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلویانو له خوا شوې وه او په دغې ودانۍ کښې د کانګرس هغه ګډه غونډه یې ګډه وډه کړه چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو انتخاباتو د نتایجو د تایید لپاره جوړه شوې وه. ټرمپ چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې ولسمشریز انتخابات یې په خپل ډیموکراټ سیال جوبایډن باندې بایللي وو، په ټاکنو کښې د درغلۍ په ادعا سره یې خپل پلویان او ملاتړي د دغو انتخاباتو په نتیجې باندې اعتراض ته ولمسول او داشان یې د جنورۍ د شپږمې نیټې په پيښې کښې بنیادي رول ولوبوه.
ایف، بي، آيي او د امریکې د قانون نورو اجرا کونکو ادارو دغه کار یو کورنۍ ترهګر اقدام وباله. ټرمپ د کانګرس په ودانۍ باندې له حملې مخکښې د خپلو څرګندونو او د پلویانو د راپارولو په وجه د ډیموکراټانو له خوا استیضاح شو. خو دغې استیضاح هیڅ ګټه ونه کړه او سینیټ بلآخره ټرمپ بري کړي.
په عین حال کښې د امریکې د عدلیې وزارت له دغې پیښې وروسته د هغې د عاملانو د تعقیبولو او محاکمه کولو کار په جدي توګه ترسره کړ. د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د شپږمې نیټې له پيښې وروسته په امریکې کښې د کورنۍ ترهګرۍ مخ په پراختیا مسئله د توجه په مرکز بدله شوې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*
د کانګرس په ودانۍ باندې د حملې پیښه په امریکې کښې دننه د یوې نه انکاریدونکې ښکارندې یعنې د محافظه کارانو او ډیموکراټانو ترمینځ د پوهانو په کچه د ورځ تربلې ستریدونکي درز او د امریکې په ټولنې کښې د دوه قطبي اختلاف د زیاتیدو نښه ده.
د امریکې په ټولنه کښې لاهم د ډیموکراټانو او جمهوري غواړو ترمینځ د دغې پيښې د رامیځته کیدو د وجوهاتو او په دې لړ کښې د ګرم لوري په هکله د نظر اختلاف شته دی. په عین حال کښې ځیني جمهوري غواړي مجبور شوي دي چې په دې لړ کښې د ټرمپ په رول باندې اعتراف وکړي.
د امریکې د سیاسي علومو پروفیسره باربرا والټر په دې ټکي باندې په ډاګه اعتراف سره چې په هیواد کښې یې په حقیقي معنا د ډیموکراټیک نظام د شتون تصور هم غلط دی، خبرداری ورکړی دی چې متحده ایالتونه د بې ثباتۍ، کورني جنګ او احتمالي کودتا په لور په ډیرې حیرانونکې چټکتیا سره روان دي. د کانګرس پیښه له امریکې د وروسته پړاؤ د پیلیدو او په خاصه توګه د ډیموکراسۍ په برخه کښې د امریکايي ارزښتونو او سمبول د هیریدو د پیلامې په معنا ده.
*/*/*/*/*/*/*/
په خپلو انتخاباتي ویناؤ کښې د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مهاجرتي سیاستونو باندې د جوبایډن له نیوکو او د دغو سیاستونو د سمولو لپاره یې له ګڼو ژمنو سره سره، سپینې ماڼۍ ته د بایډن د رسیدو د وړومبنۍ کلیزې په درشل کښې لاهم داسې ښکاري چې نه یوازې په دغو سیاستونو کښې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی بلکې حتی په ځینو مواردو کښې جوبایډن له کډوالو سره د چلند لپاره لاسخت سیاستونه هم ټاکلي کړي دي. د امریکې حکومتي چارواکو ویلي دي چې د بایډن په حکم به سرحدي دیوالونه، په کیلیفورنیا ایالت کښې تر سن ډیګو پورې پراخ شي څو له دې لارې، د پناهندګۍ د غوښتنې د نتیجې تر معلومیدو پورې، کډوال په میکسیکو کښې پاتې کیدو ته مجبور شي.
بایډن په دې وروستیه کښې د امریکې له سترې محکمې غوښتي وو چې د مهاجرتي سیاستونو په اجرا کولو یا نه اجرا کولو کښې یې د حکومت مرسته وکړي.
د بشري حقوقو د قوانینو ډیرو ملاتړو او هم داشان منتقدانو د امریکې په دغه سیاست باندې، د بشري حقوقو د ډیرو قوانینو د څرګندنې خلاف ورزۍ په وجه نیوکړه کړې وه او په هم دې وجه بایډن ژمنه کړې وه چې هغه به لغو کړي.
د میکسیکو د کورنیو چارو وزیر الخاندرو مایورکاس په دې هکله وویل: د ټرمپ مهاجرتي پروګرامونه ډیرې نیمګړتیاوې او نه جبیره کیدونکي انساني تاوانونه لري. خو په تیرو څو میاشتو کښې د ټیکساس او میسوري د چارواکو په شمول د امریکې د ځینو جمهوري غواړو چارواکو په شکایت سره، د امریکې فیډرل محکمې د دغه سیاست له لغو کیدو سره مخالفت وکړ.
منتقدې ډلې وايي چې د امریکې دا اقدام د دغه هیواد تر پولو شاته د سړي تښتونې او ناوړه جنسي استفادې د څپې د زیاتیدو سبب شوی دی. د میکسیکو چارواکو ویلي دي چې امریکې له تیرې چارشنبې څخه یوځل بیا میکسیکو ته د کډوالو د ستنولو طرحه اجرايي کړې ده.
*/*/*/*/*/*/*/
امریکایان په نوي میلادي کال کښې په دکانونو کښې د قیمتونو او بیو د ناڅاپه زیاتیدو له امله رامینځته شوی دباؤ پوره پوره احساسوي. په امریکې کښې د شیانو ګرانیدل څو علتونه او وجوهات لري خو دا حالت به کله پاې ته ورسیږي؟
د ای، بي، سي نیوز خبریال په دې هکله په یو رپورټ کښې وویل: د کریاڼې مشتریان له داسې لوړو بیو سره مخامخ شول چې هیڅکله یې نه وې لیدلې. هغوي بیخي هک حیرانه شوي دي او د قیمتونو د لازیاتیدو امکان هم شته دی.
*/*/*/*/*/*/
او د امریکې د خارجه وزارت (پینټاګان) ویاند جان کربي د تیرې سه شنبې په ماښام په یوې خبري غونډې کښې وویل: په عراق کښې یو نوی ماموریت لرو چې روزنه او د مشورو ورکول په کښې شامل دي او دا ماموریت د ځان په دفاع کښې زمونږ په حق باندې په ټینګار سره دی.
که څه هم امریکا مدعي شوې ده چې په عراق کښې یې د پوځي جنګ ماموریت پاې ته رسیدلی دی خو په عراق کښې د امریکې د نوي ماموریت په هکله د پينټاګان ادعا په یو بل ډول په عراق کښې د دغه هیواد د پوځي شتون د دوام معنا ورکوي.
د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نیټه د بغداد هوايي ډګر ته څیرمه د سردار سلیماني او ابومهدي المهندس له غیرقانوني او ناځوانمردانه ټرور وروسته د عراق پارلیمان د جنورۍ په پنځمه نیټه له خپل هیواده د امریکايي ځواکونو په شمول د داعش ضده ائتلاف د ټولو ځواکونو وتلو ته راې ورکړه.
خو بیا هم امریکا په یو غیرقانوني دریځ کښې لاهم په عراق کښې د خپلو پوځیانو د شتون په دوام باندې ټینګار درلود. بلآخره په عراق کښې سیاسي دباؤنو ته په پام سره د امریکې ولسمشر جوبایډن او د عراق وزیراعظم مصطفی الکاظمي د تیر ۲۰۲۱ کال په اوړي کښې په لاسلیک کړې موافقه کښې ژمنه وکړه چې په عراق کښې د امریکې تر مشرۍ لاندې ځواکونو جنګي ماموریت د ۲۰۲۱ کال له ختمیدو مخکښې پاې ته ورسیږي.
خو دغه هیواد بیا هم نیت لري چې په مختلفو نامو په عراق کښې خپل پوځي شتون جاري وساتي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی