Feb 01, 2022 12:30 Asia/Kabul
  •  د چلند او د سلوک پوري اړوند ناخوالې

د روغتیا په خپرونه کې تاسو ته د بېلابېلو ناروغیو د نښو، مخنیوی او د درملنې د لارو چارو په هکله معلومات درکول کیږي خو لکه څرنګه چي مخکې مو هم ویلي وړاندې شوي معلومات د ډاکټر د تشخیص ځای نه شي نیولای نو د هر ډول نښو د لیدو په صورت کې د خپلسرې درملنې په ځای ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

ماغزه او اعصاب د بدن تر ټولو له حساسو برخو څخه بلل کیږي، د بدن دغه دوې مهمي برخې په ځانګړو مرضونو مبتلا کیږي چي د بدن په نورو برخو هم اثر پرې باسي، د ماغزو او د اعصابو ماهرین په دې باور دي چي د ماغزو اکثره داخلي ستونزې د نفسیاتي حالاتو د امله رامینځ ته کیږي، د یادو ناروغیو د ډول ډولوالې د امله هڅو کوو چي تاسو عزیزانو ته په مختلفو خپرونو کې د یادو ناروغیو د لاملونو، نښو، زیانونو او د درملنې د لاروچارو په هکله معلومات درکړو.   په تېره خپرونه کې مو د ماغزو او د اعصابو د ناروغۍ لړۍ په ماشومانو کې د سردرد په هکله په معلوماتو سره پای ته ورسول، خو په روانه خپرونه کې غواړو په لنډه توګه د چلند او د اعصابو او نفسیاتي سیسټم د ځینو ناخوالو په هکله وږغېږو. نو زمونږ سره مله پاتي شئ.

«چلند او سلوک پوري اړوند ناخوالې» د نفسیاتي او روحي ستونزو په ډله کې راځي، د نفسیاتو ماهر ډاکټران له دغه اصطلاح څخه د مختلفو دوه ګوني شخصیتونو او بېلابېل خفګان د توصیف لپاره کار اخلي. ماشومان، زلميان او لویان ټوله کېدایشي د چلند په ناخوالو مبتلا شي، په ماشومانو او زلمیانو کې د چلند د ناخوالو تشخیص لږ څه ګران دی ځکه چي هغوی خپل احساسات په ښکاره توګه نه شي بیانولای، د چلند ناخوالې د شدت، مودې او نښو له پلوه له یو بل سره زیات توپیر درلودلایشي، ځینو مواردو کې خفیف خفګان چي لږ تر لږه تر دوو اونیو پوري دوام موندلی وي د نه درملنې په صورت کې کېدایشي په سخت خفګان بدل شي.

په عمومي توګه د چلند ناخوالې په دریو ډولونو وېشل کیږي، «خفیف یا کمزوري خفګان»،«شدید یا اساسي خفګان» او «د دوه ګوني شخصیت ناخوالی». د «چلند پوري اړوند خفګان» یا «دیستایمي/Dysthymia » تشخیص هغه وخت کیږي چي ناروغ له دوو کلونو زیات په خفیف خفګان مبتلا وي، که څه هم خفیف خفګان د اساسي خفګان په څېر ځورونکی او له کاره اچوونکی نه دی خو په هر صورت کې د دې سبب ګرځي چي ناروغ په خپل ژوند کې غوره او د منلو وړ کړچار نه ولري. د خفګان نور ډولونه هم شتون لري منجمله سایکوتیک خفګان «Psychotic depression»، دغه ډول خفګان هغه وخت  رامینځ ته کیږي چي د ناروغ د افکارو او حقیقي ژوند تر مینځ واټن رامینځ ته شي، په دغه حالت کې خفګان له لیونتوب سره یو ځای کیږي.

 

تر زیږون وروسته خفګان، دا یو ډول خفګان دی چي هغو مېرمنو ته رامینځ ته کیږي چي د بچې تر زېږون وروسته سمدلاسه په مبتلا کیږي، دغه ډول خفګان د فیزیکي او هورمونیکو بدلونونو د امله رامینځ ته کیږي چي د تازه زېږول شوې بچي د ساتنې د مسئولیت له فشار سره یو ځای کیږي.

موسمي خفګان بیا هغه ډول خفګان ته وایي چي د کال په جریان کې په ځانګړو وختونو کې په تېره په ژمي کې او د لمر د وړانګو د نه شتون او د ورځو د لنډېدو پرمهال رامینځ ته کیږي.

مېرمنې تر میاشتنی عادت مخکې له روحي او نفسیاتي بدلونونو سره مخامخیږي، ممکن په چلند کې بدلون راشي، اسانه ولمسول شي او یا هم له پرېښانی سره مخامخ شي، غمجنېده، ناڅاپه ژړا، د یوازیتوب احساس او سخت خفګان هم د یاد حالت له نویو نښو څخه بلل کیږي، د روزمره یا ورځني فعالیتونو سره نه دلچسبي، ستړیا، په خوب کې ستونزې، د تمرکز نه شتون، فیزیکي ستونزې لکه د بدن دردونه او د وزن کمېدا هم د میاشتني عادت د خفګان نښې دي، ځینې مېرمنې په یادو نښو کې ممکن له یوه، دوو او یا څو نښو سره لاس په ګرېوان شي. ډاکټر د دې ډول خفګان د درملنې لپاره ممکن ځینې درملې ورکړي او یا هم د ژوند د طریقې د بدلولو سپارښتنه وکړي.

دوګوني شخصیت «Bipolar Disorder» د چلند د ناخوالو یو ډول دی، دغه ناخوالې ډېر خطرناک او د کاره اچوونکی دی، د ناروغ خوی او اخلاق په ناڅاپه بدلیږي او د په فعالیت په کچه کې بدلون راځي، په دوګوني شخصیت مبتلا ناروغان لیونتوب هم تجروبه کوي او ممکن دی له دې ناخوالې تر څنګ په ژور خفګان هم مبتلا شي. دغه ناروغان په مختلفو پړاونو کې شخصیتي ثبات لري، تر ټولو زیات نفسیاتي ناخوالی چي په یو مهال رامینځ ته کیږي او د چلند پوري د اړوند د ناخوالو د رامینځ ته کېدو سبب ګرځي د مخدره موادو استعمال دی.

د چلند د ناخوالو کره لاملونه نه دي مشخص شوي، خفګان د چاپېریالیز، نفسیاتي، فیزیولوجیکي، بیولوجیکي او حتی جنیټیل لاملونو په یو ځای کېدو سره رامینځ ته کیږي، تر ټولو زیات د منلو نظریې چي په دې زمینې کې شتون لري، وایي چي په ماغزو کې د اعصابو د سیګنالونو استوونکي چي په کښې ځینې کیمیکل مواد شتون لري، د تعادل د نه شتون سبب ګرځي چي د تعادل نه شتون خپله خفګان رامینځ ته کوي. داسي ښکاري چي جنیټیک هم د دوه ګوني شخصیت د ناخوالې په رامینځ ته کېدو کې مهم رول لوبوي، ساینس پوهان د هغه ژن په لټه کې دي چي د دې ناخوالې د انتقال سبب ګرځي، له ماغزو څخه اخیستل شوي عکسونه ښیي چي په دوګوني شخصیت باندې د مبتلا کسانو ماغزه له روغو کسانو سره توپیر لري، دا ښیی چي د ماغزو کړچار او جوړښت د چلند د ناخوالو په رامینځ ته کېدو کې رول لوبوي.

له کاره لیري کېده، طلاق، بیلتون، د عزیزانو مړینه او اقتصادي ستونزې ټوله کولایشي د انسان لپاره سخت حالات رامینځ ته کړي چي له دغو فشارونو سره جوړجاری د انسان لپاره کېدایشي ستونزمن شي، همدارنګه ټنشنونه کولایشي د خوابدی او خفګان سبب وګرځي او یا د دې لامل شي چي یاد کس د خپلو احساساتو په کنټرولو کې پاته راشي، مېرمنې د نارینه و په پرتله زیات په خفګان مبتلا کیږي، که په کورنۍ کې یو کس د چلند په ناخوالو مبتلا شي نو د کورنۍ د نورو غړو د اخته کېدو خطره ورسره زیاتیږي.

د چلند د ناخوالو نښې او نښانې د ناخوالې په ډول او مودې پورې تړاو لري، د چلند ناخوالې د احساسي او فیزیکي نښو او د خفګان سبب ګرځي، د ناخوالې د چلند څخه رامینځ ته شوي نښې په ټولو کسانو کې یو شان نه دي، د ځان وژنې په هکله فکر او سوچ، د هغو فعالیتونو سره نه دلچسبي چي مخکې ورته په زړه پوري وه، دوامداره اسټرس، خوابدي، غم، د نه اهمیت احساس، د ملاتړ د نشتوالې احساس، د ناکامی او د ګناه احساس، د ناهیلیتوب او د بدګمانی احساس د چلند د ناخوالې له احساسي نښو څخه بلل کیږي.

د چلند د ناخوالې فیزیکي نښې په هر یو کس کې بدل وي، د سخت ستړیا احساس، سردرد، بدن درد، د هاضمې ستونزې او د عضلاتو ښخېدا، د حافظې کمزوري کېدا، په تمرکز او پرېکړه کولو کې ستونزه، د اشتها د لاسه ورکول او یا هم له حد نه زیات خوراک، بې خوابی او یا هم له حد نه زیات خوب د چلند د ناخوالې فیزیکي نښې او نښانې دي.

د چلند په ناخوالې مبتلا کسان کېدایشي له خپلو ملګرو او خپلوانو څخه واټن واخلي او لیریتوب غوره کړي، دغه کسان اکثره د کار په ځای او په ښوونځی کې له ستونزو سره مخامخیږي او په یو کار کې ثابت نه شي پاته کېدای، په دوګوني شخصیت مبتلا کسان ممکن دی د خپلو مسئولیتونو په تر سره کولو کې پاته راشي، په ژور خفګان مبتلا ناروغان ممکن د ځان وژنې له خطرې سره مخامخ وي.

په اکثرو مواردو کې د چلند پوري اړوند ناخوالې د درملنې وړ دي، د کرانیال لمسون، د الکټرو شوک لمسون، کورنۍ درملنې، نفسیاتي درملنې او درملې د چلند د اړوندو ناخوالو د علاج لاري چاري دي.

د درملو تر څنګ د نفسیاتي ماهر سره خبرې او سلامشورې د خفګان په درملنه کې ډېره کارنده ده، د نفسیاتي درملنې په طریقه کې اکثره د ناروغ د چلند په پېژندنې او د ځان، چاپېریال او کسانو په وړاندې د هغه د ورانو نظرونو په بدلون تمرکز کیږي، په دغه طریقه کې همدارنګه د اسټرس لاملونه او هغوی څخه د لیري کېدو او یا ورسره د تعامل لاري چاري لټول کیږي، کورنۍ د ناروغ په ملاتړ او درملنه کې ډېر زیات رول لوبولایشي، د چلند په ناخوالې مبتلا ناروغان کله چي یې ستونزه پر وخت تشخیص شي په بریالیتوب سره یې درملنه کېدایشي او کولایشي عادی ژوند ته راستون شي.

 

ټیګونه