د ړنا سرچینې ۷
(last modified Mon, 28 Nov 2022 09:06:43 GMT )
Nov 28, 2022 13:36 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې ۷

د خدای رنګ دی (چي مونږ ته د ایمان رنګ او د توحید سیرت بخښلی دی) او په خدای د ایمان له رنګ نه کوم رنګ غوره دی!

کله چي متعال خدای د انسان د خلقت په هکله فرښتو ته خبر ورکړ، په داسي حال کې چي فرښتې له انسان نه په کښته مقام کې وه، هغوی وویل: ایا په ځمکه داسي کس پیدا کوي چي فساد وکړي او وینې تویې کړي؟ او مونږ ستا تسبیح کوو او ستا په حمد او تقدیس لګیا یو!

متعال خدای وفرمایل : په حقیقت سره، زه پوهېږم په هغه څه چي تاسو نه پوهېږئ. بیایې د انسان صورت له خټو جوړ کړ او روح پکښې ور وپوکل. بیا د اسمان ټولو اوسېدونکو ته امر وکړ چي د عبادت لپاره نه، بلکې د احترام او تعظیم له مخې حضرت آدم ته سجده وکړي. له ابلیس نه به غیر ټولو سجده وکړه، هغه د تکبر او د ځان غوره ګڼلو د امله په حضرت آدم ع باندې د سجدې لپاره د خدای امر ته غاړه کښې نه ښودل. متعال خدای له هغه څخه پوښتنه وکړه: ولې دې سجده نه وکړه؟ مګر پوه نه شوې چي هغه زما په قدرت سره پنځول شوی دی؟ ابلیس چي له انسان څخه ځان بره ګڼل، وویل: زه له هغه نه غوره یم! زه له اور نه پیدا شوی یم، او هغه له خاورو پیدا شوی دی! نو خدای پاک ابلیس له خپل رحمت نه لیري کړ او ویې فرمایل: زمونږ له دربار نه ووځه، چي ته شړل شوی یې او تر قیامته پورې په لعنت مشمول ګرځېدلی یې. د شیطان ټول وجود چي له حسادت او بخل نه ډک شوی وو، له ځېل څخه لاس وانه خیسته او له خدای څخه د وخت غوښتنه وکړه. متعال خدای هم د هغه غوښتنه ومنله او ورته وفرمایل: تر قیامت ورځې پورې تاسو ته وخت درکوو. د ابلیس شیطنت نوره هم ښکاره شوه، هغه په پوره سپین سترګي توب سره، وویل: ستا په عزت مې قسم وي چي ټوله بې لارې کوم، مګر ستا مخلص بندګان!

په دې توګه ابلیس د خدای له رحمت نه لیري او په خپلو باطلو خیالونو او هیلو کې ښکېل شو.

حضرت آدم له خپلې مېرمنې حوا سره په جنت کې استوګن شول. متعال خدای هغوی ته وفرمایل چي د جنت له ټولو نعمتونو ګټه پورته کړئ لیکن یوې ونې ته نژدې نه شئ، که نه وې نو د ظالمانو په ډله کې به راشئ.  همدارنګه حضرت آدم ته خبرداری ورکړ چي شیطان ستا او ستا د مېرمنې دښمن دی، داسي نه وي چي دوکه دې کړي!

حضرت آدم او حوا له ټولو جنتي خوندونو څخه برخمن وه او د جنت له ګلانو او د ونو له سیورو څخه ګټه پورته کاوه او د جنت د ویالو او باغونو تر څنګ خوشحاله ژوند کاوه، ټوله په پسرلي موسم کې وه او د منې له خفګان او د دوبې له تودوخې بې خبر وه.

شیطان چي د خدای په نزد کې د حضرت آدم او بي بي حوا له منزلت او مقام څخه په حسرت کې وه، په یوه مناسب وخت کې هغوی ته ورنژدې شول او ورته وویل:  ایا پوهېږئ ستاسو رب ولي تاسو له دغه بوټي نه منعه کړه یاست؟ که تاسو له دغه بوټې څخه وخورئ، فرښته جوړېږئ او علم او باچاهی تر لاسه کوئ، دغه ونه د تل پاتې توب ونه ده، نو غوره ده چي له هغه څخه وخورئ څو تل پاته کېدونکی ووسئ. بیا د دې لپاره چي د هغوی باور تر لاسه کړي، قسم یې وخوړه چي د ښې او ښېګڼې پرته هیڅ غرض او مقصد نه لري، په دې وخت کې حضرت آدم او بي بي حوا له یادې ونې څخه وخوړل. تر دغه تېروتنې وروسته متعال خدای هغوی له جنت څخه پسې واخیستل او وفرمایل: مګر له دغه بوټې څخه مو، نه واست منعه کړئ؟ او درته ومي نه ویل چي شیطان ستاسو ښکاره دښمن دی؟ حضرت آدم او بي بي حوا له دې نه چي په اسانۍ سره د شیطان په دروغو باور کړي وه، خواشیني شول او له متعال خدای څخه د خپلې پښېمانۍ او توبې د قبلېدو غوښتونکي شول. لیکن متعال خدای د هغوی د توبې د قبلېدو  او جنت ته د بیرته راګرځېدو لپاره وفرمایل چي باید ځمکې ته لاړ شي او دا ځلې هڅه وکړي چي په خپلو هلوځلو سره جنت  ته لاره ومومي.

د نبی اکرم ص د بعثت پر مهال عیسویانو کې دود وو چي خپل ماشومان د (معموري) په نامه په اوبو کې پرېولل. هغوی کله ناکله به هم ژیړ رنګه مصالې اوبو ته ورزیاتولې. دغه پریوللو ته د (تعمیدغسل) ویل کیږي.

د هغوی د تعالیمو پر بنیاد، نوزیږي او ماشومان او هغه کسان چي تازه عیسوان کیږي، په تعمید غسل سره خپلې اولنۍ ګناوې له ځان پاکوي، ځکه د هغوي په باور ټول انسانان د حضرت آدم علیه السلام د تیروتنې وارثان دي، یعني نوزیږي ماشومان هم کله چي خپلې سترګې خلاصوي له همهغه وخت نه ګناهګاره دي او د سزا مستحق دي، په دې خاطر عیسویان او په ځانګړي توګه ارتودوکس او کاتولیک عیسویان تعمید غسل داسي یو راز ګڼي چي یوازې غوره او شایسته عیسویانو ته ورپه برخه کیږي او له دې لارې له ګناه څخه پاکیږي او ګناهونو سره د مبارزې وړتیا تر لاسه کوي.

متعال خدای د بقرې د مبارکې سورې په ۱۳۸ ایت کې په دغه ناسم باور باندې د بطلان کرښه کښلې ده او فرمایي: « صِبْغَةَ اللّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَةً :  (یهود او نصارا ته ووایاست) د خدای رنګ ومنئ او د خدای له رنګ نه کوم رنګ غوره دی؟

الهي رنګ د اخلاص او د عبودیت رنګ دی. یوازې په هغه کې په ډوبېدو سره، د کفر، نفاق او دښمنۍ له پلیدیو څخه ځان پاکولایشي.

هیڅ  رنګ له الهې بې رنګی له رنګه  غوره نه ده، ځکه هیڅ څوک له خدای نه غوره رنګ آمیزي نه شي کولای، متعال خدای خدای د هر یو څیز په خلقت کې، هغه څیز ته تر ټولو ښکلی رنګ وربخښلی دی، د خلقت ښکلا، په آسمان او ځمکه، دښت او دریاب، ګل او ونې، مارغه او ماهیان، ټول او ټول د هغو مختلفو رنګونو ترکیب دي چي متعال خدای هغه د خپل قدرت د عظمت له نښو بللی او څو ځلې تاکېد پرې کړی دی. د مثال په توګه د فاطر د مبارکې سورې په ۲۷ او ۲۸ ایتونو کې فرمایي:« ألم تر أن اللّه أنزل من السماء ماءً فأخرجنا به ثمرات مختلفاً ألوانها و من الجبال جدد بیض و حمر مختلف ألوانها و غرابیب سود. و من الناس و الدّواب و الأنعام مختلف ألوانه کذلک…؛

آیا ودې نه لیده چي خدای له آسمانه اوبه وه اورولې، نو په هغه باران سره مو ډول ډول میوې راوپنځولې، او له غرونو مو په مختلفو رنګونو، سپینو، سرو او تورو کرښو سره کاڼې وو ایستلې، او خلګ او خوځېدونکي او حیوانات مو هم په مختلفو رنګونو سره پیدا کړ.

دغه رنګ آمیزي چي د نړۍ ټوله اجسام په بر کې نیسي، د انسان په برابر ځانګړې ځلوه لري، متعال خدای په پیل کې، د انسان روح ته د ځان د روح په پوکي سره، الهي رنګ ورکړ، او په دې رنګ ورکولو سره، خوښي څرګنده کړه.

متعال خدای نه یوازې د انسان د جسم په خلقت فخر وکړ بلکې د مومنون د مبارکې سورې په ۱۴ ایت کې وفرمایل: «فتبارک اللّه احسن الخالقین :

افرین دي وي په خدای چي تر ټولو غوره پنځوونکی دی.

متعال خدای د بقرې د مبارکې سورې په ۱۳۸ ایت کې ټولو انسانانو ته د الهي پیغمبرانو لارې ته د بلنې له ورکولو وروسته، اهل کتاب ته په خطاب کې فرمایي: غوره دا ده چي د ظاهري رنګ پر ځای، د حقیقت او خدایي رنګ ومنئ چي روح او جسم مو له هر ډول ککړتیا پاک شي.

انسان په خپل ژوند کې باید یو رنګ واخلي، لیکن په ټولو رنګونو کې، غوره رنګ هغه دی چي له فطرت، اصل او منطق سره ورته وي، او دغه مساله تر هغه نه تر لاسه کیږي مګر دا چي د قومیت، توکم او هوسونو له رنګونو لاس واخیستل شي، او انسان متعال خدای ته په بشپړه توګه تسلیم شي،  هغه وخت هغه ټولې لانجې چي رنګونو ته د اسارت د امله رامینځ ته شوي، هواریږي، ټوله رنګونه د وخت په تېرېدو سره، خپل رنګ د لاسه ورکوي، قومیت، توکم او ورته نورې مسالې، له مینځه تلونکي دي، لیکن هغه څه چي پاته کېدونکی دی، همهغه الهي رنګ او صبغه ده، چي د ایمان او اخلاص په معنا ده.

په اخر کې دا غواړم ووایم چي د خدای په رنګ ګرځېدل، په دې معنا ده چي انسان هر یو کار باید د خدای د بندګانو د خدمت او د خدای د رضایت او کمال په لړ کې تر سره کړي.

انسان هر کار چي کوي که په اخلاص او ایمان سره وي، کولایشي هغه ته الهي رنګ ورکړي، یعني همدومره بساینه کوي چي د هغه مثبته او الهي وجهه په نظر کې ونیسو، لکه څرنګه چي په حدیث شریف کې راغلی دی: یو کس د خپل کور په دیوال کې سوری وایستل. امام صادق علیه السلام پوښتنه وکړه: ولي دي دا کار وکړه؟! هغه وویل څو د چولې دود له کوره ووځي. امام صادق علیه السلام ورته وفرمایل: کولایشي په دې نیت سره دا کار وکړي، چي روښنایي له دې سوړې نه راشي او د لمانځه په وخت خبر شي!

دا په دې معنا حتی د دیوار سوري کول هم کولایشي د لوګي د وتلو لپاره یوازې نه وي بلکې د لمانځه د وخت د خبرېدو لپاره هم کار ترې واخیستل شي، هغه روښنایي چي د لمانځه وخت ښیي او انسان ته د خدای په برابر د عبادت یادونه کوي، خپل له برکاتو ډک دی.

 

 

ټیګونه