Jan 03, 2023 17:14 Asia/Kabul
  • په تېر میلادي کال کې د لوېدیځي آسیا بدلونونه

په ۲۰۲۲م کال کې د خلیج فارس همکارۍ شورا تر ټولو ډېر، له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کولو لپاره د ځینو غړو هېوادونو د هڅو، سیمې ته د امریکا او د چین د ولسمشر سفر او همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د دوی د تکراري دریځونو شاهد وو. د دې هېوادونو کورني بدلونونه هم په ۲۰۲۲م کال کې د همکارۍ شورا د مهمو مسائلو له ډلې دي.

په ۲۰۲۲م کال کې هم له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول په ځانګړې توګه د اماراتو او بحرین له لوري دوام وکړ. اسرائیلي چارواکو اماراتو او بحرین او د دې دوو هېوادونو چارواکو هم نیول شویو سیمو ته سفر وکړ. د صهیونیستي رژیم او اماراتو ترمنځ هم پراخه اقتصادي هوکړه لاسلیک شوه. عربستان که څه هم په ښکاره توګه له صهیونیستي رژیم سره اړیکې نه درلودې، خو په دې برخه کې یې ګام اخیستی او حتی د عربستان په بهرنیو چارو کې سلاکار وزیر عادل الجبیر اعلان وکړ، چې ریاض له تل ابیب سره د اړیکو عادي کولو په لور حرکت کوي. د ارزښت وړ ټکی دا دی، که څه هم د اماراتو او بحرین واکمنانو له نیواګر رژیم سره د اړیکو ډېرولو په لور حرکت وکړ، خو د قطر نړیوال جام په ښکاره توګه ثابته کړه، د دې هېوادونو وګړو په ځانګړې توګه عربستاني وګړو او همدارنګه د نورو هېوادونو له هغې ډلې د تونس او مغرب وګړي په کلکه له نیواګر ر ژیم څخه کرکه لري او د اړیکو عادي کول نه مني. له دې مخې، حتی اسرائیلي رسنیو ولیکل: د قطر نړیوال جام د اړیکو د عادي کولو ماته وښوده، ځکه خلک په کلکه له اسرائیلو څخه کرکه لري.

یوه بله پېښه چې په ۲۰۲۲م کال کې د خلیج فارس همکارۍ شورا په برخه کې رامنځته شوه، ریاض ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د چین د ولسمشر شي جین پینګ سفر وو. بایډن د ۲۰۲۲م په جولای او شي جین پینګ هم د همدي کال په ډسامبر کې ریاض ته سفر وکړ. بایډن د نفتو ډېروالي لپاره د عربستان رضایت جلبولو په موخه دې هېواد ته سفر وکړ. دا سفر پر اوکراین د روسیې د جګړې اغېزې له امله ترسره شو، خو د امریکا ولسمشر له ریاض څخه تش لاس راوګرځېد، ځکه چې د عربستان دولت د دې هېواد پر وړاندې د اشنګټن له سپکاوي ډک چلند څخه ناخوښ وو. په واشنګټن کې د عربستان سفیر په ښکاره توګه اعلان وکړ: امریکا باید پوه شي چې عربستان نن له پنځه کاله پخوا سره توپیر لري، چې سعودي چارواکو د هغه سم هرکلی ونکړ  او دې سفر د ریاض او واشنګټن ترمنځ واټن ښکاره کړ.

د دې سفر په مقابل کې، د چین ولسمشر د ۲۰۲۲ کال په ډسامبر کې ریاض ته ولاړ او د سعودي چارواکو له هرکلي سره مخ شو. شي جین پینګ د خلیج فارس همکارۍ شورا د مشرانو په ۴۳مې ناستې او همدارنګه د عربي مشرانو په ناسته کې هم ګډون وکړ. عربستان ته د چین د ولسمشر سفر ډېر غبرګونونه درلودل او رسنیو هغه یې د بایډن له سفر سره پرتله کړو او ولیکل: د پکن او ریاض اړیکې د ډېرېدو په حال کې دي. که څه هم عربستان ته د چین د ولسمشر سفر او له هغه څخه د سعودي چارواکو هرکلی په بهرني سیاست کې نه شو کولای ختیځ ته د عربستان راګرځېدل یاد کړو، خو په ټولیزه توګه سعودیان په خپل بهرني سیاست کې ختیځ ته لیدو په حال کې دي.

د خلیج فارس د همکارۍ شورا ۴۳مې ناستې ترسره کېدل هم د دې شورا یوه بله پېښه په ۲۰۲۲م کال کې وه. د خلیج فارس همکارۍ شورا ۴۳مه ناسته په ریاض کې په داسې شرایطو کې ترسره شوه چې د غړو هېوادونو ترمنځ اختلافونه کم شوي وو او قطر هم بریالی شوی وو چې د ۲۰۲۲م کال نړیوال جام په بریالیتوب سره ترسره کړي.

د خلیج فارس همکارۍ شورا ناستې وروستۍ ویناپاڼه پر څو محورونو ټینګار کړی وو. په دې ویناپاڼه کې د خلیج فارس همکارۍ شورا د غړو ترمنځ پر پیوستون او د شورا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي یووالي پر ارزښت او د دې هېوادونو ترمنځ د ګډې کمرګي ټولنې پر بشپړېدو او د وسپنې پټلۍ پر طرحې ټینګار شوی دی. همدارنګه په امنیتي برخه کې هم د خلیج فارس همکارۍ شورا د ټولیز امنیت لپاره د ګډ پوځي ګام پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار شوی دی. د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په برخه کې هم په سیمه کې د دې هېوادونو پر ثبات او امنیت، له ملګرو هېوادونو او نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو سره د دې هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او د سولې په ټینګښت کې د دې شورا پر پیاوړي رول ټینګار شوی دی. د خلیج فارس همکارۍ شورا په خپلې وروستۍ ویناپاڼې کې په کورني چارو کې پر نه لاسوهنې او د حاکمیت اصل ته پر درناوي ټینګار شوی او د دې هېوادونو امنیت د عربي امنیت په توګه ښودل شوی دی. په دې ویناپاڼه کې همدرانګه له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د دوی د سرچینو پر وچولو او د امتونو ترمنځ پر سوله ایز ژوند ټینګار شوی دی. دې شورا د افغانستان پر وړاندې ترهګریز ګامونه، د استانبول د وېشلو چوک او د ملکیانو او ملکي ځایونو لکه ښوونځیو او روغتونونو موخه ګرځول یې وغندل او له افغانستان سره د ترهګرۍ ډلو د مبارزې لپاره پر یوموټی کېدو او په دې هېواد کې پر سولې او ټیکاو ټینګار وکړ.

همدارنګه په دې ویناپاڼه کې له فلسطین څخه ملاتړ شوی دی او دا چې دوی د ۱۹۶۷ کال د فلسطین ملت په ټولو سیمو کې د واکمنۍ ملاتړي دي. او د ختیځ قدس په پلازمینې سره د خپلواک فلسطین هېواد د رامنځته کېدو ملاتړ کوي او دا چې د فلسطیني بېځایه شویو حقونه خوندي شي او نړیوال ټولنه دې ګام واخلي. په دې ویناپاڼه کې په نړیواله توګه د ټولنې پر خوځښت، په ختیځ قدس کې د فلسطینیانو پر وړاندې د ګامونو بندېدل له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې د صهیونیستي رژیم ګامونه په ختیځ قدس کې د حقوقي او جمیعتي ماهیت ته د بدلون هڅې او نړیوال پریکړه لیک ښودل شوی دی.

په دې ویناپاڼه کې د معمول په څېر او په یوه تکراري بهیر کې، د ایران ضد ادعاوې هم مطرح شوې. په دې ویناپاڼه کې په سیمه کې له ترهګریزو ډلو او ترهګرۍ څخه د اماراتو او عربستان پراخ ملاتړ ته په نه کتلو ادعا شوې ده: د همکارۍ شورا له ترهګریزو ډلو په عراق، لبنان، سوریې، یمن او نورو سیمو کې له ترهګریزو او وسله والو ډلو څخه د ایران ملاتړ غندي کوم چې عربي امنیت او د سمیې بې ثباتۍ ته ګواښ دی. دې ویناپاڼې د ایران درې ګونو جزیرو په اړه تکراري ادعاوې بیا تکرار کړي او پکې ادعا شوې چې له ایران سره هر ډول اټومي خبرې باید هغه ګامونه چې دا شورا په خپل فکر د سیمې بې ثباتوونکی، له ترهګرۍ ملاتړ، توغندیزه برنامه، د نفتي تاسیساتو سموالی ویل شوی هم ورته پاملرنه وشي او دا چې د خلیج فارس همکارۍ شورا هېوادونه هم په دې خبرو او هم په دې برخه کې په سیمه ایزو او نړیوالو  خبرو کې ګډون ولري. دا ادعاوې د ایران اسلامي جمهوریت له غبرګون سره مخ شوي دي او د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو یوځلي بیا دا ادعاوې رد کړي او د سیمې هېوادونو پر همکارۍ یې ټینګار کړی دی.

په کورني بدلونونو کې هم په بریالیتوب سره د قطر نړیوال جام ترسره کېدو او د اړیکو عادي کول لپاره د اماراتو هڅو ته په نه کتو سره، د عربستان دننه بدلونونه او بحرین ته د پاپ سفر او همدرانګه د بحرین پارلماني ټاکنې په ۲۰۲۲م کال کې د همکارۍ شورا مهمې پېښې وې.

په تېر کال کې د عربستان یوه مهمه پېښه، په دې هېواد کې د اعدامونو د شمېر ډېروالی وو. په عربستان کې د ۲۰۲۲م کال د اعدامونو شمېره له ۱۴۰ ډېرو کسانو ته رسېږي، په داسې حال کې چې په تېر کال کې ۶۹ کسان په دې هېواد کې اعدان شوي وو. د ۲۰۲۰م کال په پرتله د ۲۰۲۲م کال اعدامونه پنځه برابره شوي دي. په ۲۰۲۰م کال کې په عربستان کې د کرونا خپرېدو له امله، یوزاې ۲۷ کسان اعدام شول. د بشرحقونو د اروپایي سعودي سازمان مرستیال عادل السعید د ۲۰۲۲م کال د نوامبر په لومړیو کې اعلان وکړ: د ۲۰۱۵ کال له جنوري څخه تراوسه، سلمان او زوی یې محمد، زر کسان وژلي دي او دا په داسې حال کې ده چې هېڅ یو قرباني په عادلانه ډول محکمه شوی نه دی او حتی د دوی لسګونه کسانو د محمکې پر وړاندې اعلان کړی چې په زور سره له دوی څخه اعتراف اخیستل شوی دی. دا اعدامونه په داسې حال کې ډېر شوي دي چې نړیوالې ټولنې هم په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده.

بحرین په ۲۰۲۲م کال کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو شاهد وو. په بحرین کې پارلماني ټاکنې هرڅلور کاله یوځل ترسره کېږي او وروستۍ ټاکنې هم په ۲۰۱۸م کال کې وې. د آل خلیفه رژیم د ۲۰۲۲ کال په نوامبر کې د دې هېواد نوې ټاکنې ترسره کړې ترڅو د دې هېواد د ۴۰ استازو برخلیک روښانه شي. له بحرین څخه د خپاره شویو خبرونو له مخې، د پارلمان په دې پړاو ټاکنو کې د ۷۳ مېرمنو په ګډون ۳۳۰ تنو نوماندانو سیالي وکړه. له دې سره، په ټاکنو کې د ګډون کچه له ۳۰ سلنې کمه وه.

اصلا د بحرین پارلماني ټاکنې سیالیزې او آزادې ټاکنې نه وې او هغه نوماندانو چې په ټاکنو کې له یوه بل سره سیالي کوله اصلا دوی ټول آل خلیفه رژیم پوري اړوند کسان وو چې د دوی په منځ کې اعتراض کوونکی او نیوکه کوونکی نوماند شتون نه درلود. له دې امله، د خلکو له آنده، په دې ډول ټاکنو کې ګډون کول معنی نه لري. په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون دویم لامل، د پارلمان کړنو پوري اړه لري. د بحرین خلک په بشپړه توګه خبر دي چې اصلا په دې هېواد کې پارلمان د پادشاه اطاعت کوونکی دی او له پادشاه پرته د خپلواکې پرېکړې توان نه لري. له دې امله، په هغه ټاکنو کې ګډون چې ټاکل شوې د حکومت سیاستونو د تائید په موخه یوازې  نمایشي پارلمان رامنځته شي اصلا معنی نه لري.

د آل خلیفه رژیم د پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر د پاپ فرانسیس کوربه وو. آل خلیفه په دې سفر سره هڅه وکړه په بحرین کې د دینونو د همپالنې او آزادو خبرو ادعا وکړي، خو د پاپ په رسېدو سره سم پراخ اعتراضونه د دې لامل شول چې آل خلیفه ونه توانېږي خپلو سیاسي موخو ته ورسېږي. دا سفر چې د پارلماني ټاکنو په درشل کې ترسره شو، په ټاکنو کې د خلکو د ګډون پر کچې اغېزه نه درلوده.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه