Jan 07, 2023 14:04 Asia/Kabul
  • فلسطین په ۲۰۲۲م کال کې

فلسطین په تېر کال کې په بېلابېلو ډولونو سره د صهیونیستي رژیم د تاوتریخوالو د دوام او همدرانګه د دې رژیم پر وړاندې د مقاومت د پیاوړي کېدو شاهد وو.

په ۲۰۲۲ کال کې د فلسطین پر وړاندې د قدس نیواګر رژیم جنایتونو په بېلابېلو ډولونو سره دوام درلود.

په ۲۰۲۲ کال کې د فلسطینیانو په شهادت رسولو کې د نیواګر رژیم جنایتونو دوام درلود. د فلسطین دولت ویاند ابراهیم ملحم وویل: ۲۰۲۲ کال د اسرائیلي پوځ له لوري د فلسطیني وژل شویو کسانو لوړې کچې له اړخه ترټولو بد کال وو. د رسمي شمېرو له مخې، د دې کال په دولسو میاشتو کې، ۲۲۵ کسان د صهیونیستي رژیم له لوري د اردن سیند په څنډو او غزې تړانګه کې په شهادت رسولي دي. په تېرکال کې پنځه فلسطینيان هم د صهیونیستي رژیم په بندخونو کې په شهادت ورسېدل او په دې سره د فلسطین اسیر شوي غورځنګ شهیدانو شمېره ۲۳۲ کسانو ته لوړه شوه.

په ۲۰۲۲ کال کې د صهیونیستي رژیم له لوري د فلسطینیانو نیولو هم دوام درلود. د فلسطین د اسیرانو مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې اعلان وکړ چې صهیونیستي رژیم په تېرکال کې، په نیول شویو سیمو کې د فلسطینیانو نیول ډېر کړي وو او زرګونه کسان یې ونیول. په دې راپور کې راغلي دي، په تېرکال کې، نږدې ۷ زره فلسطینیان د اسرائیلي ینواګرو پوځیانو له لوري نیول شوي دي، خو یوشمېر یې اوس هم اسیران دي.

ښارګوټي جوړول یوبل هغه جنایت دی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې دوام درلود. د اردن سیند لوېدیځي غاړې په ۲۰۲۲ کال کې د تېرو کلونو په پرتله له ۱۹۶۷ کال را په دې خوا په بې ساري توګه د ښارګوټو جوړول تجربه کړي دي.  ښارګوټې جوړونه، نفتالي بنت چې د یوڅه مودې لپاره د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر وو، پیل کړه او یائیر لاپید هغه ته د ۲۰۲۲ کال ترپایه دوام ورکړ.

د فلسطین د اراضۍ څېړنو مرکز چې په فلسطین کې یو فعال غیردولتي سازمان دی، په ۲۰۲۲ کال کې د فلسطینیانو غیرمنقول شتمنیو پر وړاندې داسرائیلي رژیم پوځ د تېریو په اړه راپور خپور کړی او لیکلې دي: د اسرائیلو پوځ د کال په اوږدو کې د فلسطینیانو اړوند ۹۵۰ کورونه وران او ۱۱۳ زره او ۴۳۵ جریبه ځمکه یې نیولې او ۱۸ زره او ۹۰۰ د مېوو ونې چې ډېری یې د زیتون ونې وې په بېلابېلو ډولونو سره له منځه وړي دي. دې سازمان په فلسطین کې د اسرائیلو د پوځ له لوري د اوبو د ۶۶ څاګانو په ورانولو په ټینګار سره زیاته کړه: ۳۷۰۷ هکټاره کرنیزه ځمکه لوړه او له کار اخیستنې وتلې ده.

د دې له مخې، د اسرائیلو کابینې په ۲۰۲۲ کال کې هم د فلسطین په ځمکو کې د ۱۱۴ ښارګوټو جوړولو طرحه جوړه کړې ده. د دې طرحو نیمايي یې پلي شوي دي او ۲ زره او ۲۲۰ کورنه او ودانۍ د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د ۸۱۵ زره او ۴۰۰ د غیرقانوني یهودیانو ښارګوټي مېشتو لپاره جوړ شوي دي.

د نیواګر رژیم نوي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو چې د تېرکال په وروستیو ورځو کې واک ته ورسېد او کابینه یې رامنځته کړه، اعلان وکړ ښارګوټې جوړونه د فلسطینیانو پروړاندې د دې رژیم لومړیتوب دی. د کارپوهانو په باور، د نتانیاهو د کابینې په رامنځته کېدو سره، باید د فلسطینیانو لپاره د صهیونیستي رژیم د ښارګوټي جوړولو برنامې پروړاندې د سخت کال په تمه و اوسو.

جګړه یو بل هغه جنایت وو چې اسرائیلي رژیم په تېرکال کې د فلسطینیانو پروړاندې ترسره کړه. صهیونیستي رژیم د آګسټ له ۵مې د غزې تړانګې پروړاندې نوی برید پیل کړ. د غزې پر تړانګې د صهیونیستي رژیم درې ورځیني بریدونه د ۴۶ فلسطینیانو د شهادت او د سلګونه کسانو د ټپي کېدو لامل شول. د دې شهیدانو په منځ کې ۶ فلسطیني ماشومان هم شامل دي.

د غزې پر وړاندې جګړه د آګسټ پر پنځمه پیل شوه او د آګسټ په ۷مه هم پایته ورسېده. دې جګړې پایلې درلودې. د جګړې لومړۍ پایله، په یوې اوږدې جګړې کې د شتون لپاره د صهیونیستي رژیم د کمزورتیا ثابتول وو. دا وضعیت ښيي چې د صهیونیستي رژیم د پوځ پر وړاندې د مقاومت زغم دې حد ته رسېدلی چې دوی اړ دي د هغه جګړې د پایته رسولو لپاره چې خپله یې پیل کړې ده، د مقاومت شرطونه ومني.

د جګړې بله پایله دا وه چې د صهیونیستي رژیم لپاره ثابته شوه چې د دې رژیم پروړاندې د فلسطیني ډلو په منځ کې یووالی شتون لري. صهیونیستي رژیم په وروستۍ جګړه کې د فلسطین اسلامي جهاد مورچلې او قوماندانان موخه وګرځول او د غزې په تړانګه کې د حماس او اسلامي جهاد غورځنګ ترمنځ د واټن رامنځته کولو په لټه کې وو. له دې سره، حماس د نیواګر رژیم له دې تاکتیکه د خبرېدو ترڅنګ، له اسلامي جهاده خپل ملاتړ ته یې لومړیتوب ورکړ او حماس غورځنګ چارواکو د جګړې دوام لپاره صهیونیستي رژیم ته خبرداری ورکړ. همدا خبرداری او د فلسطین مقاومت ډلو ډېری یووالی د جګړې د رالنډېدو یو لامل دی.

د حماس غورځنګ وروستۍ جګړې یې د غزې پر وړاندې جنګ یاد کړ او د جګړې له پیل وروسته یې ټینګار وکړ چې د فلسطین مقاومت د تیري کوونکو پر وړاندې یوموټی دی او د دې برید لګښت به د لاپید او ګانتز کابینې ته لوړ کړي. هغه څه چې ترسره شول پر غزې تېری وو او د نیواګرو نیت روښانه کوي. دې ویناپاڼې وښوده د حماس او اسلامي جهاد ترمنځ د واټن رامنځته کولو تاکتیک له ماتې سره مخ شوی دی.

د نیواګر رژیم د جنایتونو پروړاندې، یو بل ښه کار چې په تېر کال کې د فلسطینیانو لپاره ترسره شو، د نویو مقاومتي ډلو رامنځته کېدل او د مقاومتي عملیاتو ترسره کولو لپاره په نیول شویو سیمو له هغې ډلې په تل ابیب کې  د دوی نفوذ وو. په بیت المقدس کې د فتح غورځنګ مشر احمد غنیم وویل: په ۲۰۲۲ کال کې ښه کار په نابلس کې د عرین الاسود( د زمریانو ځالې) په نوم سره د فلسطین مقاومت له مبارزانو د نوي نسل او په جنین، بلاطه او نورو سیمو کې د نورو ډلو راڅرګندېدل دي.

د زمریانو ځالې ډله له نورو مقاومتي ډلو سره یوازې د ۲۰۲۲ کال په مارچ او اپریل کې په ۲۰ ورځو کې د صهیونیستي رژیم پروړاندې ۵ عملیات ترسره کړل. په دې ۵ عملیاتو کې ۱۳ صهیونیستیان ووژل شول او لسګونه نور هم ټپیان شول. دې عملیاتو د رژیم استخباراتي او امنیتي ماتې ثابته کړه. دا استخباراتي او امنیتي ماته د صهیونیستي رژیم له غبرګون سره لاډېره ښکاره شوه. داسې چې رسنیو اعلان وکړ له پنځم عملیات وروسته له ۱۰۰۰ ډېر سرتېري په تل ابیب کې ځای پرځای شول.

دا امنیتي ماته په داسي حال کې رامنځته شوه چې صهیونیستي رژیم له ښارګوټو مېشتو څخه د هرئیل وسله والې ډلې رامنځته کړې، ترڅو له ښارګوټو مېشتو د دفاع ترڅنګ په نیول شویو سیمو کې پر مېشتو فلسطینیانو برید وکړي. دا موضوع د صهیونیستي رژیم د سختې وېرې لامل شوه. داسې چې ځینو سرچینو اعلان وکړ: د اسرائیلو د وسله والو سرتېرو ۶۰ سلنه په لوېدیځو غاړو کې چې ۲۶ جنګي کنډکونه او ۸۶ ذخیره وي کنډکونه ځای پرځای دي، فعالیت کوي. فلسطینیان په پېغور سره وايي: د هر ښارګوتې د ساتنې لپاره یو سرتېری شتون لري.

په حقیقت کې، د مقاومتي عملیاتو زور اخیستل د فلسطینیانو پروړاندې د صهیونیستیانو د تاوتریخوالي د ډېروالي پایله وه. مشهور اسرائیلي ورځپاڼه لیکونکي ګیدئون لوی ولیکل: د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي ښارګوټه مېشتو تاوتریخوالی، یو هغه لامل دی چې په نیول شویو سیمو کې د فلسطینیانو له لوري  د بریدونو د ترسره کولو لامل شول.

په ۲۰۲۲ کال کې د فلسطین مقاومت ډلو ګامونو ثابته کړه چې مقاومت د فلسطین له پولو اوښتی دی او نیول شویو سیمو ته یې لاره پیدا کړې ده. پخوا د فلسطین ترکنټرول لاندې په سیمو کې د شهادت غوښتونکو عملیات ترسره کېدل، خو اوس په نیول شویو سیمو او د تل ابیب په زړه کې هم ترسره کېږي او دا د فلسطینیانو په مقاومت کې یو کیفي بدلون دی

صهیونیستیان د خپل ځان د امنیتي او استخباراتي زیانونوپه اړه اندېښنه لري ځکه د منظم پوځ سره مخ نه دي، بلکې له هغه خلکو سره مخ دي، چې په نیول شویو سیمو کې د نفوذ او حضور امکان یې شته. په حقیقت کې، د دې موضوع مخنیوی د صهیونیستیانو لپاره سخته ده، دا هم د دې لامل ګرځي چې له ډېرو ناامنیوسره، سرچپه کډوالي هم ډېره شي. په ۲۰۲۲ کال کې د فلسطینیانو پر ضد د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام د دې لام ګرځي چې له مقاومت څخه مخنیوی هم د صهیونستیانو لپاره سخت شي. د صهیونیستي رژیم د کابینې اختلاف او سیاسي بې ثباتي چې په نیول شویو سیمو کې شتون لري او همدارنګه د هغه افراطیانو او تندلارو شتون چې د چړو ایستلو مخینه او د عربو په اړه سخت منفي لیدلوری لري، د دې اختلاف ډېروالی دی.

ژباړه: زماني

ټیګونه