Jan 21, 2023 15:27 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

 د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران خلاف د اروپا د پارلیمان پریکړې ته د غبرګونونو خبر په غټو ټکیو چاپ کړی دی.

وړومبې یې د ایران د ولسمشر غبرګون راخیستی دی چې وايي: د اروپايي اتحادیې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کښې د سپاه شاملول د زبیښاک له امله دي.

سید ابراهیم رئیسي تیره پنجشنبه د ترګرو ډلو په لسټ کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د نوم د شاملولو او د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د بندیزونو په پراخولو کښې د اروپايي پارلیمان د اقدام په هکله وویل: دا حرکت د استیصال له مخې او د ایران د خلکو د تاواني کولو لپاره په سړکونو د هغوي د ناکامو هلوځلو وروسته ترسره شو ترڅو په خپل ګمان وتوانیږي چې د ایران د ولس مخه ونیسي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران یو رسمي ځواک او د هیواد د پوځي سازمان یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه: دا کار د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور خلاف دی.

هم دې ورځپاڼې په خپل وروستي مخ په افغانستان کښې د سخت ساړه له امله د ۷۰ کسانو د مړینې او په دې لړ کښې د طالبانو په بې عملۍ باندې د اعراض خبر راخیستی دی او لیکي چې د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې په وروستیو ورځو کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۷۰ تنه مړه او ۷۰ زره څاروي مړه شوي دي.

د دغه وزارت چارواکو ویلي  چې تېره اونۍ په دغه هېواد کښې د سخت ساړه او واورو له امله  ۷۰ کسان او ۷۰ زره څاروي خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.

د بادغیس، هرات، نیمروز، فاریاب، جوزجان، سمنګان، فاریاب، سرپل، غور، بدخشان، دایکندي، هرات او نورو ولایتونو سیمه‌ییزو سرچینو هم د یخنۍ له امله د انسانانو او حیواناتو د مړینې خبر ورکړی دی.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو هم ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان ډېر ولایتونه د غیر معمولي سړې هوا شاهدان دي، چې له امله یې په غور ولایت کې د تودوخې تر ټولو ټیټه درجه منفي ۳۳ سانټي ګریډ ثبت شوې ده.

*/*/*/*/

اوس به راشو له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې ته او ځیني مهم خبرونه به یې درسره شریک کړو چې په دا ډول دي.

په فرانسه کښې توره پنجشنبه،

د ماکرون د اقتصادي سیاستونو خلاف د فرانسې په ۲۰۰ ښارونو کښې له سراسري کابندیز سره هممهاله، ۲ میلیون کسیزې مظاهرې.

دا د کیهان د بهرنیو خبرونو د برخې وړومبې سرټکی دی چې ورسره یې د مظاهره چیانو یو انځور هم چاپ کړی دی او لیکي چې د پلازمینې پاریس او د فرانسې د ۲۰۰ ښارونو په سړکونو باندې د څه باندې ۲ میلیونه کسانو په لاریون سره هغوي د ولسمشر امانوئل ماکرون د اقتصادي ریاضت د سیاستونو خلاف شعارونه ورکړل.

*/

د کرونا د فایزر واکسن د کارنده والي په هکله د خبریالانو له پوښتنو د قایزر شرکت د مدیر تیښته.

له دې سرټکي لاندې لولو چې په دې وروستیو اونی و کښې امریکايي رسنیو پام د فایزر شرکت د کرونا واکسن د سل په سلو کښې اغیزناک والي په هکله د دغه شرکت د مسئولانو د تیرو ادعاؤ په هکله چې د واکسن له خرڅولو یې زیات نه زیاته ګټه ترلاسه کړې وه، د دغه واکسن ناکارنده والي او له لګولو څخه یې د زیات عمر په کسانو باندې د زړه د دورې راتلو ته اوړیدلی دی.

*/*/

او سید حسن نصر الله وايي: له امریکې او اسرائیلو سره جوړجاړې د لبنان د اقتصادي ستونزو د هواري کلي نه ده.

د خبر په دواک کښې لولو چې د لبنان د حزب الله عمومي منسی سید حسن نصرالله وویل هماغه ډول چی په یوکرین کې مو ولیدل ، لویدیځ د نیابتی جنګونو پړاو ته ورستون شوی دی او اوسنې تمرکز یې په بایکاټ او اقتصادي دباونو دې .

سید حسن نصرالله جوته کړه امریکا حتی د ایران او روسیې په شان له هیوادونو د مرستې ترلاسه کولو او په لبنان کې د چین او روسیې په شان د هیوادونو د پانګونې د منلو مخینوې کوي چی دا اقدامات د لبنان د کلابندۍ په معنا دي .

ده همداراز د دې خبرې په کولو سره چی امریکا د سوریې د کډوالو د مشکلاتو د اوارولو مخنیوې کوی وویل ټول لبنانیان موافق دي چی دغه مشکل باید حل شي .

*/*/*/*

واشنګټن پوسټ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي چې هېواد به یې د تحریک طالبان پاکستان د غړیو پر ضد د افغانستان دننه عملیات ونه کړي، خو زرداري ټینګار وکړ چې افغان طالبان باید خپلې ژمنې ترسره کړي او له اسلام اباد سره د پاکستاني طالبانو د ځپلو په برخه کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د ترهګرو د ځپلو په برخه کې همکارۍ ته اړتیا شته.

بلاول بوټو زرداري په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې د جمعې په ورځ دا خبره هم وکړه چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره به چې پر پاکستاني طالبانو نفوذ لري د ترهګرو د مخنیوي په خاطر په ګډه کار وکړي.

په ورته وخت کې بوټو زرداري وویل چې هېواد یې دې ته لېواله نه دی چې د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې دننه عملیات وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې له اسلام اباد سره لاس یوسي څو پاکستاني طالبان'ټي ټي پي' او نورې ترهګرې ډلې چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پیښوي وځپي.

بوټو زرداري له واشنګټن پوسټ سره تر مرکې مخکې په داووس کې دا خبره هم وکړه چې له افغان طالبانو سره باید د سولې خبرې ډېرې مخکې شوې وای.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې موږ ډیر وخت ضایع کړی دی، بېرته که دوه زره دویم کال ته ستانه شو، هغه وخت افغان طالبان دې ته لېواله و چې تسلیم شي او د سولې خبرې وکړي، خو موږ له دې فرصته په جدیت استفاده ونه کړه."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان تورن کړ چې له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره مرسته کوي چې غړي یې ځانونه پټ کړي.

ده دا تور هم پورې کړ چې عمران خان له ټي ټي پي سره نظریاتي خواخوږي لري.

بوټو زرداري زیاته کړه چې عمران خان د ټي ټي پي زندانیان خوشې کړې دي او له دې ډلې سره یې مذاکرات کړې دي.

کله چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر څخه پوښتنه وشوه چې دی دا هیله لرې چې د طالبانو حکومت به د تحریک طالبان پاکستان پرضد عملیات وکړي، بوټو زرداري په ځواب کې وویل چې دا د اسلام اباد تمه ده او طالبانو دا ژمنه کړې ده چې دوی به په خپله خاوره کې ترهګر نه پرېږدي چې فعالیت وکړي.

بوټو زرداري د خپلو خبرو په ترڅ کې په کابل کې د جدې میاشتې د یو ویشتمې نېټې برید هم وغانده چې د بهرنیو چارو د وزارت مخې ته وشو. د ملګرو ملتونو په وینا په دې چاودنه کې لس کسان ووژل شول او تر پنځوس ډېر ټپیان شول.

بوټو زرداري وویل چې پاکستان او افغانستان د ترورزم قرباني شوې دي او دا دواړه هېوادونه باید د ترهګرو پرضد په ګډه کار وکړي.

 

 

ټیګونه