د کوچني اختر ځانګړی مطلب (۲)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i131594-د_کوچني_اختر_ځانګړی_مطلب_(۲)
اختر راورسېد. له دېرشو ورځو مېلمستیا،اطاعت او بندګۍ وروسته اختر. د لمر لومړۍ ښکلې وړانګې د ورځې د راختلو زېری  ورکوي او د غوره اختر د لمانځه لپاره لېواله زړونه چمتو کوي. سهار دی او ډېره ګڼه ګوڼه ده. هرڅوک د لمانځه د ځایونو په لور په بېړه ځي، مخونه یې تازه او روښانه دي. ګواکې چې بله مېلمستیا ده، راغلي ترڅو ډالۍ ترلاسه کړي او نړۍ ته د توحید حیاتي غږ ورسوي: اللّه اکبر، اللّه اکبر، لا اله الا اللّه واللّه اکبر، اللّه اکبر وللّه الحمد، اللّه اکبر على ما هدانا.»
(last modified 2023-04-20T04:21:46+00:00 )
Apr 20, 2023 08:43 Asia/Kabul

اختر راورسېد. له دېرشو ورځو مېلمستیا،اطاعت او بندګۍ وروسته اختر. د لمر لومړۍ ښکلې وړانګې د ورځې د راختلو زېری  ورکوي او د غوره اختر د لمانځه لپاره لېواله زړونه چمتو کوي. سهار دی او ډېره ګڼه ګوڼه ده. هرڅوک د لمانځه د ځایونو په لور په بېړه ځي، مخونه یې تازه او روښانه دي. ګواکې چې بله مېلمستیا ده، راغلي ترڅو ډالۍ ترلاسه کړي او نړۍ ته د توحید حیاتي غږ ورسوي: اللّه اکبر، اللّه اکبر، لا اله الا اللّه واللّه اکبر، اللّه اکبر وللّه الحمد، اللّه اکبر على ما هدانا.»

الهي شعایرو ته درناوی د کوچني اختر له ځانګړنو څخه ده. تکبير، تهليل، تحميد او تقديس ويل، له هغو اعمالو څخه دي چې د اختر په ورځ ځانګړی اثر لري. رسول الله (ص) فرمایي: «زینوا اعیادکم بالتکبیر،خپلو اخترونو ته په تکبیر سره ښکلا ورکړئ. او په بل حدیث کې فرمایي: «زینوا العیدین بالتهلیل والتکبیر والتحمید والتقدیس، کوچیني  او لوی اختر ته د (لا اله الا الله والله اکبر والحمدلله وسبحان الله)په شعارونو سره زینت ورکړئ.»

رسول الله (ص) هم همدا کار کاوه. هغه حضرت به د کوچني اختر په ورځ له کوره راوتلو او د لمانځه ځای ته، تر رسېدو پورې په لوړ اواز به يې «لا اله الا الله » والله اکبر»  غږ اوچتولو، حتی د خطبو په منځ، مخکې او تر هغه وروسته، په لوړ غږ يې دا کلمات تکرارول. امام رضا (ع) د کوچني اختر په ورځ د ډېرو تکبیرونو د ویلو په اړه فرمايي: تکبیر، د خدای (ج) تعظیم او درناوی دی او د رب العالمین د لارښوونو او نعمتونو د شکر یوه بڼه ده.

د کوچني اختر د سهار لمونځ د ټولو مسلمانو ملتونو ګډ مراسم دي، چې په یو ډول د دې غوره اختر د پیل نښه ده. د اختر د لمانځه ښايست د مؤمنانو زړونه روښانه کوي او د اسلام دښمنان د هغه يووالي او معنویت ته حيرانوي.

د کوچني اختر په لمانځه کې د ټولو مسلمانانو حضور، د اسلام د وياړ او د مسلمانانو پيوستون او نور هغه نعمتونه چې له دې څخه راپيدا کېږي، د پيغمبر د دين د بقا لامل دي. د اختر په لمانځه کې دغه ورځ د پېغمبر اکرم د دين لپاره يوه زېرمه ګڼل کېږي او د پېغمبر اکرم لپاره هم د وياړ سرچينه ده چې توانېدلی په دې لاره کې یو ملت داسې یوموټی کړي. له همدې امله د کوچني اختر د لمانځه په قنوت کې له خدای (ج) څخه غوښتنه کوو چې موږ په هغه څه کې داخل کړي، چې پیغمبر او د هغه کورنۍ په اسلامي او انساني کمالاتو او ارزښتونو کې داخل شوي دي:

«اللّهُمَّ أَدْخِلْنِی فِی کُلِّ خَیْرٍ أَدْخَلْتَ فِیهِ مُحَمَّداً وَآلِ مُحَمَّدٍ وَ أَخْرِجْنِی مِنْ کُلِّ شَرٍّ أَخْرَجْتَ مِنْهُ مُحَمَّداً وَآلِ مُحَمَّدٍ» او همدا راز غواړو چې له هر هغه شر او ناوړو څخه خلاص شو چې پیغمبر او اهل بیت (ع) ترې خلاص شوي دي.

باید پام وکړو چې اسلام خلکو ته د عبادت، د ځان اصلاح او د ځان پالنې بلنه ورکوي. خو دا یوازې یو انفرادي عمل نه دی چې هرڅوک د ځان لپاره  له خدای سره وصل شي. بلکې دا اړیکه، توجه او ذکر، هغه وسیله ده، چې په رڼا کې یې خلک وکولای شي د دنیوي چارو او د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره ثابت او کلک ګامونه پورته کړي. نو په دې ورځ د کوچني اختر لمونځ او توسل د توحيد او يووالي څرګندونه ده.

له لمانځه وروسته دوه لنډې خطبې ويل کېږي. په دې خطبو کې خطیب، خلکو ته د تقوا، پرهېزګارۍ او د اخلاقي معیارونو د مراعاتولو بلنه ورکوي. همدا راز د اسلامي نړۍ مهم مسایل او ننګونې هم له هغو څخه دي، چې د اختر په خطبه کې ورته پاملرنه کېږي، ترڅو لمونځ کوونکي په نورو هېوادونو کې د خپلو دیني وروڼو له ستونزو خبر شي او د حل لپاره یې هڅې وکړي. له همدې امله د کوچني اختر د ورځې راټولېدنه دومره مهمه او د بدلون وړ ګرځېدلې، چې سیاسي مشران هم ترې ګټه پورته کوي او ستر اسلامي ملت هم له دې کلکې ستنې او سترو اسلامي اصولو څخه ګټه پورته کړې ده.

د اختر د لمانځه لپاره د امام رضا (ع) معنوي، ټولنیز او سیاسي حرکت، د اسلام په تاریخ کې یوه تلپاتې یادونه ده او ځانګړی ارزښت لري.

عباسي خلیفه مامون، له امام رضا (ع) څخه وغوښتل چې د کوچني اختر اقامه وکړي. امام انکار وکړ، خو د مامون په اصرار سره يې په دې شرط ومنله چې په کومه لاره چې رسول الله (ص) او حضرت علي (ع) به د اختر د لمانځه لپاره تلل، هغه به بهر ته ځي. مامون ومنله او سپاهیانو او درباریانو ته یې امر وکړ چې له امام سره یوځای شي.

لمر لا نه و ختلی چې خلک د حضرت امام د کور شاوخوا او پر بامونو ناست وو او ښځې او ماشومان هم راغونډ شوي وو. قوماندانان او سپاهیان ټول د امام د کور څنګ ته، پر خپلو آسونو سپاره ولاړ وو.

امام رضا (ع) غسل وکړ او خپلې جامې يې واغوستې او يوه سپينه پګړۍ يې پر سر کړه، چې یوه برخه يې پر سينې او بله برخه يې د دواړو اوږو په منځ کې اچولې وه او له لږو عطرو يې هم کار اخیستی وو. بیا یې یوه عصا په لاس کې واخیسته او له کوره ووت. کله چې د صفونو په منځ کې راښکاره شو، خلکو د هغه په لیدو سره، پیغمبر وریاد شو او د خوښۍ نارې یې وکړې.

امام په عاجزۍ له کوره راووت او په لوړ اواز یې تکبیر ویل پیل کړل. خلکو کلونه کلونه دا ذکرونه په سمه توګه نه وو اورېدلي. د لښکرو قوماندانانو او د قومونو مشران، چې په دې ډول د حضرت امام د لیدلو تمه نه درلوده، بې اختیاره له خپلو آسونو څخه ښکته شول او آسونه یې پرېښودل او د امام ترشا یې په حرکت پیل وکړ.

له هر لوري د تکبیر غږ پورته کېدلو، داسې انګېرل کېده چې دېوالونه هم د تکبیر غږ پورته کوي او له امام سره ملتیا کوي. د مَرْو په ښار کې په یوه آواز سره شور او غږونه وو. مامون ته خبر ورسېد چې که دا لمونځ ادا شي، ستاسو د ظلم ماڼۍ به ونړول شي. نو مامون امر وکړ چې امام په نیمه لار کې راوګرځوي.

د ایران د اسلامي انقلاب پر مهال هم، تهران تر هغې ورځې پورې د کوچني اختر تر ټولو لویه غونډه تجربه کړه. د کوچني اختر لمونځ او له هغې وروسته مظاهرو، د ایران د انقلاب هویت په بشپړه توګه اسلامي کړ او د مبارزې او دین، او دعا او اړتیا ترمنځ یې اړیکه ټینګه کړه. په هماغه ورځ د تهران د قیطریه په غونډۍ کې د ډاکټر مفتاح په امامت د میلیونونو خلکو د اختر لمونځ او تاریخي لاریون ترسره شو.

د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، لومړۍ د خلکو حرکت، د اختر په مبارکو درودونو او تکبیرونو پیل شو. په کوڅو کې خلک یو له بل سره یوځای شول. د دوی له وجود څخه ویره ختمه شوې وه. هرچا، د خلکو د ساتنې لاندې، ځان د هر ناممکن کار کولو توان وموند. خو د خلکو ډېر جمعیت چې د تهران په کوڅو کې وو، خپل سیاسي او مذهبي مخ یې په حیرانونکي آرامۍ کې پوښلی و.

سوله ایز مظاهره چیان هر ځای د افسرانو او سرتېرو څخه ډکو ټرکونو ته رسېدل،  په تود هرکلي سره یې سرتېرو ته سلامونه کول او د ګلونو ګېډۍ یې ورکولې، په حقیقت کې، میلیوني خلکو له لمانځه په ادا کولو سره، د شاه له رژیم سره د مخالفت اعلان وکړ او د غورځنګ غیر مذهبي ډلې پوه شول، چې که غواړي له خلکو سره وي، نو باید مذهب د مبارزې د یوه مهم اصل په توګه ومني.

ویلای شو چې کوچنی اختر هغه ورځ، د انقلابي خوځښتونو په منځ کې د عطف ټکی شو. له دې وروسته د اختر د لمانځه خطبې د ضعيفانو د خوځښت لارښوونه کوله او دا د مستکبرانو پروړاندې د مسلمانانو د واکمنۍ د ښودلو لپاره خورا مهم پيل ګڼل کېږي. همدا اوس هم د دغه کوچني اختر هیلې د روڼ اندو او د مسلمانانو بې شمېره صفونه دي چې د صهیونیستیانو برخلیک یې په یوه نوي حالت کې اچولی دی.

د قدس د الاقصی جومات د اسلامي اوقافو ادارې تېر کال اعلان وکړ چې نږدې دوه سوه زره روژه لرونکو مسلمانو فلسطینیانو، د کوچني اختر لمونځ د الاقصی جومات په انګړ کې ادا کړ. د قدس ښار سهار وختي د کوچني اختر په لمانځه کې د نارينه، ښځو او ماشومانو په شمول د ډېرو فلسطينيان د ګډون شاهد وو.

په دې توګه د اختر حقیقت له هغو تیارو څخه په خلاصون کې پروت دی، چې شونې ده انسانو د خپل ژوند په اوږدو کې، د ګناهونو او بې مسؤلیتۍ په کولو کې پکې اخته شوی وي او په حقیقت کې د کوچني اختر ورځ، خپل ځان  ته د بېرته راستنېدو او عبرت اخیستو وخت دی.

حضرت علي (ع) فرمايي: کله چې تاسو د اختر د لمانځه لپاره له کوره وځئ، هغه وخت په یاد راولئ چې د خپل بدن له کوره وځئ او د خپل خدای په لور به ځئ.

کله چې د لمانځه په ځای کې ودریږئ، هغه وخت په یاد راولئ کله چې تاسو د الهي عدالت په حضور کې ودریږئ او دوی له ستاسو څخه حساب کتاب کوي.

کله چې له لمانځه څخه کور ته راستنېږئ، هغه وخت په یاد راولئ کله چې تاسو په جنت کې خپل کور ته ځئ.

اختر مو مبارک شه!

ژباړه: زماني