Dec 11, 2023 16:48 Asia/Kabul
  • امریکا او د بایکاټ نشه (7) وروستۍ برخه / د فکري مرکزونو او کارپوهانو له آنده د امریکا بندیزونه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې امریکا او د بایکاټ نشې د پروګرام له اووم او وروستۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

لکه څنګه چې په تېرو برخو کې وویل شول، په مختلفو اقتصادي، سوداګریزو، مالي، پوځي، ډیپلوماتیکو، شخصي او سپورټي ډګرونو کې د امریکا له خوا د بندیزونو پراخ استعمال، له مختلفو اړخونو په ځانګړې توګه د بشري حقونو له نظره د څېړنې وړ دی.

په وروستۍ برخه کې، پر هېوادونو د امریکا بندیزونه د فکري مرکزونو او کارپوهانو له نظره څېړو.

فکري مرکزونه او کارپوهان د پالیسي جوړونې له حلقو سره په اړیکه کې دي او د علمي او اجرایوي مرکزونو تر منځ د پل په توګه ګڼل کېږي، پر دې اساس، نو ویلای شو چې د دوی ستراتیژیک راپورونه او نظرونه د بندیزونو پر وړاندې او یا د بندیزونو په مقابل کې اغېزمن دي او د دوی تحلیلي راپورونه، د بندیزونو د کارندوالي لپاره مناسب معیار دی.

دلته په لنډه توګه، د څو مهمو فکري مرکزونو نظرونو او راپورونو ته بیاکتنه کېږي.

عموما، په نننۍ نړۍ کې د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې، مختلفې څانګې، په ځانګړې توګه فکري مرکزونه او فکري کارپوهان پکې رول لوبوي. دا مسله په ځانګړې توګه د بندیزونو په برخه کې د پام وړ ده. په امریکا کې د ځینو دغو مرکزونو تاریخ شاوخوا یوې پېړۍ ته رسېږي،  داسې چې په ۲۰۲۰ کال کې په امریکا کې تر دوو زرو ډېر فکري مرکزونو په بېلابېلو برخو کې فعالیت کولو.

بروکینګز فکري مرکز د امریکا د بندیزونو په اړه بېلابېل ستراتیژیک راپورونه چمتو کړي دي. د بروکینګز فکري مرکز د ډونالډ ټرمپ ادارې د مختلفو هېوادونو پر ضد د بندیزونو د لګولو په ارزولو کې، دغه ستراتیژي د ایران، شمالي کوریا او ونزویلا پر وړاندې په تفصیلي تحلیل کې ارزولې، چې په یوه برخه کې راغلي: «د ټرمپ ادارې هڅه کړې چې له نورو هېوادونو څخه خپلې غوښتنې، په اقتصادي فشار سره پوره کړي، خو دغه پالیسي له جدي خنډونو او ستونزو سره مخامخ ده. امریکا هڅه کوي چې د شمالي کوریا د اټومي او توغندیو پالیسي بدله کړي.

د امریکا حکومت په ونزویلا کې د رژیم بدلون غواړي؛ امریکا ایران ته د هغو غوښتنو یو لست وړاندې کړی، چې په حقیقت کې د ایران د اسلامي جمهوریت غیر مشروط تسلیمېدل دي. د اعظمي اقتصادي فشار موخه، له سیالانو څخه د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کول نه دي، بلکې موخه یې د امریکا د دښمنانو د تل لپاره کمزوري کول دي. د پایلې په توګه، دا ستراتیژي خطرونه زیاتوي. د بندیزونو په غبرګون کې، ایران، شمالي کوریا او ونزویلا، داسې چلند کوي چې د امریکا لګښتونه زیاتوي.

د امریکا د بندیزونو د چلند پر وړاندې، د هېوادونو له غبرګونونو څخه یو، له نړیوالې سوداګرۍ څخه د ډالرو د کمولو بهیر رامنځته کول دي. امریکا په خپل بهرني سیاست کې د بندیزونو د روږدي کېدو په جنون کې راګیر ده او ډالر د بندیزونو پالیسیو د ودې لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي، دا هغه مسله ده چې د هېوادونو د ناخوښۍ او د ډالرو پر ځای له ملي اسعارو څخه د کارونې لامل شوې ده.

د امریکا د توفټس(Tufts) پوهنتون د سیاسي علومو استاد، ډانیل ډبلیو ډریزنر (Daniel W. Drezner) په دې اړه په دې باور دی: د ایران پر وړاندې د ټرمپ یو اړخیزه دریځ، لا زیاتې ستونزې جوړې کړې دي. روسیه او چین له ډالرو پرته، د سوداګرۍ پلانونه تعقیبوي. هند او اروپايي ټولنه هم هڅه کوي چې د ثانوي بندیزونو د مخنیوي لپاره، مهم ګامونه پورته کړي.

د کاټو انسټیټیوټ (The Cato Institute) چې یو امریکایي فکري مرکز دی، د نورو هېوادونو پر وړاندې د امریکا د بندیزونو ستراتیژۍ د بېلابېلو اړخونو په اړه، د "سیاسي تجربې او تحلیل" په نوم یو ځانګړی لیک خپور کړی دی. د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي، چې د امریکا بندیزونه شاوخوا لسګونه هېوادونه په نښه کوي او ځینې هېوادونه تقریباً په بشپړه توګه، تر اقتصادي بندیزونو لاندې دي. ولې دا سیاستونه پلي کېږي، څه اغېزې لري او دوی د جیو پولیټیکل اهدافو په ترلاسه کولو کې څومره بریالي دي؟ بندیزونه درانه بشردوستانه لګښتونه لري او نه یوازې دا چې بې اغېزې نه دي، بلکې په ډېر احتمال سره زیانمنوونکي هم دي. دا ډول تګلارې کولای شي، په نښه شوي هېواد اقتصادي فعالیت کم کړي، عمومي روغتیا ته زیان رسوي او خورا سخت بندیزونه کولای شي په کال کې د لسګونه زرو خلکو د مړینې لامل شي.

د کیټو د فکري مرکز یو څېړونکی ریچارډ هانانیا(Richard Hanania)،  په دې باور دی: کله چې د بندیزونو موخه، د رژیم بدلول یا په نښه شوي دولت د مهمو چلندونو بدلول وي. بندیزونه حتی کولای شي د اور لګېدو لامل شي او په ډېر احتمال سره عامه وژنه او ځپونه زیاتوي، په داسې حال کې چې د ډیموکراسۍ احتمال کموي. سره له دې، تل د امریکا لخوا بندیزونه لګول کېږي. معمولا، امریکا او متحدین یې له اروپايي ټولنې، کاناډا او جاپان سره همکاري کوي او په اغیزمنه توګه کولای شي له پرمختللې نړۍ سره، د بې وزلو هېوادونو د معنی لرونکي اقتصادي اړیکې مخه ونیسي.

همدارنګه، د ناروې ټولنپوه او د جګړې او سولې د مطالعاتو بنسټ اېښودونکی، جوهان ګالټونګ (Johan Galtung)،یو له مهمو مفکرینو څخه دی چې په نړیوال ډګر کې د بندیزونو له کارولو سره مخالفت کړی دی، هغه وویل: له نظري اړخه، د بندیزونو اصلي هدف دا دی، که څه هم د بندیزونو له امله رامنځته شوی اقتصادي درد، هرڅومره زیات وي په هماغه اندازه، د بندیز لګول شوي هېواد د سیاسي چلند د بدلون او د بندیز لاندې د اداکار سیاسي موافقت امکان، د بندیز لګوونکي له خوا زیات وي.

د دې پر بنسټ، د موخه شوي هېواد نفوس، د سیاسي مشرانو پر لور د بندیزونو درد هدایتوي، چې د پالیسۍ بدلون ناگزیر کوي. په عین حال کې، ګالټونګ پر دې باور دی چې په عمل کې د بندیزونو اقتصادي اغیزې، د سیاسي نفوذ لامل نه کېږي، ځکه چې د دوی د مستقیم لېږد لپاره هېڅ میکانیزم شتون نه لري او اقتصادي بندیزونه یوازې، د هدف ټولنې بشري وضعیت خرابوي او تر ټولو زیات، کمزورې طبقې تنبیه کوي.

د هارورډ پوهنتون د نړیوالو چارو استاد او د نړیوالو اړیکو مشهور کارپوه سټیفن ایم والټ (Stephen M. Walt) په وار وار د بندیزونو په اړه څرګندونې کړي دي. د هغه زیاتره نظرونه په نړیوال نظام کې، د امریکا د درېځ ځوړ ته وقف شوي دي. والټ د نوي نړیوال نظم په اړه په یوه مقاله کې د یو بل امریکایي کارپوه سره یوځای ویلي: "نړیوال نظم زموږ د سترګو پر وړاندې ګډوډېږي. د امریکا د ځواک نسبي زوال او په ورته وخت کې د چین لوړېدل، هغه نیمه لیبرال او قاعده لرونکی نظم چې یو وخت د امریکا او د هغې د متحدینو د اشرافو په لاس کې وو، له منځه وړي. تکراري مالي بحرانونه، د نابرابرۍ زیاتوالی، د کووېډ - 19 وبا، او پر اقتصادي بندیزونو باندې د تکیې زیاتوالی، د سړې جګړې وروسته، د چټک نړیوال کولو پروسه پای ته ورسوله.  

والټ د نړیوالو بندیزونو پر رژیم باندې په نیوکې سره چې امریکا په تېرو لسیزو کې رامنځته کړی، په خپل وړاندیز شوي نوي نظم کې زیاتوي: داسې انګېرل کېږي چې موږ لاهم په یو قطبي نړۍ کې ژوند کوو او یوازینی هغه څه چې ارزښت لري، په هر وخت کې او د هر هدف لپاره له قدرت څخه د امریکا غوښتنه او اراده ده چې هغه یې وغواړي.

شواهد مخ په زیاتېدونکې ډول د دې پالیسۍ د ناسم والي خبره کوي. ډېر قوي دلایل شتون لري، چې ښودنه کوي، ولې د ځورونې په څېر دې چلند تر دې دمه، په بهرنۍ پالیسۍ کې کوم لوی بریالیتوب نه دی راوړی او ډېر لیري ده، چې په راتلونکي کې د پام وړ بریالیتوب ترلاسه شي.

د بندیزونو په اړه ستراتیژیکې څېړنې، یوازې د امریکا او اروپا فکري مرکزونو پورې اړه نه لري، بلکې په روسیه کې هم په دې اړه بېلابېل تحلیلونه خپاره شوي دي. د روسیې یو له خورا مشهورو فکري مرکزونو څخه د روسیې د نړیوالو چارو شورا The Russian International Affairs Council  (RIAC) فکري مرکز دی. د دې فکري مرکز په ویب پاڼه کې ډېری ستراتیژیک تحلیلونه او راپورونه شتون لري. د یاد شوي مرکز په یوه جامع راپور کې، د لوېدیځ لخوا د بندیزونو نړیوال رژیم، د " جارلیگ " له مفهوم سره پرتله شوی. په ياد شوي راپور کې راغلي چې جارليګ، هغه فرمانونه او جوازونه وو، چې د مغل د خان له خوا د هغه ماتحتانو ته صادر شوېدل.

په ټولیزه توګه باید ووایو: د بندیزونو په اړه د نظرونو او خپرو شویو رپوټونو مشترک متن، ښیي چې د بندیزونو نړیوال رژیم ، یوه غیر حقوقي، سیاسي تګلاره ده او په عین حال کې پر بشري ټولنو منفي اغیزې لري، چې په مکرر ډول د امریکا لخوا کارول کېږي. دغه ستراتیژي، په نړیوال سیاست کې د امریکا د ټیټ درېځ او د تحریم شویو جرګې ته د چین او روسیې په څېر د سترو قدرتونو د ننوتلو له امله، کمزوری کېږي.

امریکايي کارپوهان د بندیزونو تعقیب او عملي کول، د دغه هېواد د ګټو لپاره ګټور نه ګڼي. د امریکا د ډېرو څېړونکو د راپورونو یو بل عام اړخ، د بندیزونو په ستراتیژۍ کې خپلو ټاکلو اهدافو ته د رسېدو په برخه کې، د ایران پر وړاندې د امریکا د اعظمي فشار د کمپاین بې کفایتي ده، په داسې حال کې چې ځینې کارپوهان او فکري مرکزونه، بندیزونه توجیه کوي. هغه فکري مرکزونه چې د بندیزونو مسله په ډېر علمي او حقیقي ډول څېړي، د بشري حقونو له شعارونو سره د بندیزونو د لګولو تضاد، د هغوی لګښت او ټاکل شوي اهدافو ته په رسېدو کې پاتې راتللو ته اشاره کوي.

--------------

ګرانو اورېدونکو، د "امريکا او بایکاټ نشه" د لړۍ وروستۍ برخې پای ته ورسېدو، نو تاسو په لوی او بخښونکي خدای سپارو.

ژباړه: زماني

ټیګونه