Dec 21, 2023 14:39 Asia/Kabul
  • د صهيونېسټ رژيم دولتي ترهه ګرۍ ،سندونه او شواهد(۲)

د صهیونیسټي رژیم د پراختیاغواړو او تیري کونکو اقداماتو له امله د ملګروملتونو امنیت شورا او د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ تراوسه د صهیونیسټي رژیم پرضد بیلابیل پریکړه لیکونه صادر کړي دي.

 

د علم او قلم  خدای په نوم، سلام ګرانو اوریدونکیود صهیونیسټ رژیم د دولتی ترهه ګرۍ لړۍ  پروګرام سره  ستاسو په خدمت کې یو. په نننۍ خپرونه کې د اسرائیلي رژیم د دولتي ترهه ګرۍ پر اسنادواو شواهدو  بحث کوو.

صهیونیسټي رژیم د دولتي ترهګرۍ یوه بیلګه ده. ځکه چې په اصل کې دا جعلي رژیم د دریو تروریستي سازمانونو ارګون، هاګناه او لیخن سټرن  له عناصرو زیږیدلی دی. د بن ګوریون، اسحاق شامیر او اسحاق رابین په څیر کسان هم له دې سازمانونو راغلي دي . په دې لړ کښې صهیونیسټ رژیم په ۱۹۴۸ میلادی کال کښې په نیواکي سیمو کښې د خپل ځای له تثبیتولو وروسته د خپلې بقا د ساتلو لپاره له هیڅ ډول ترهګریز اقدام ډډه نه ده کړې. لکه څنګه چې نن سبا د صهیونیسټ رژیم د مخالفانو په خلاف د صهیونیسټ رژیم ټولې ورانکارې کړنې لکه چاودنې، هدفي وژنې، یرغمل نیول او داسې نور د موساد د جاسوسي ادارې له خوا ترسره کیږي. دغه جاسوسي او تروریستي سازمان د ۱۹۵۱ کال د اپریل په لومړۍ نیټه د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر ډیویډ بین ګوریون له خوا جوړ شو. هغه په ​​همدې کال کې د دغه سازمان موخو ته په اشارې سره اعلان وکړ زمونږ د هېواد لپاره چې له جوړېدو راهیسې د دښمنانو تر فشار لاندې دی، معلومات د دفاع د لومړۍ کرښې په توګه اړین دي او مونږ باید ښه زده کړو او پوه شوچی  زمونږ شاوخوا څه پیښیږي.

موساد د صهیونیسټي رژیم د وژنو اصلي پلانونکی  دی

د صهیونیسټي رژیم د پراختیاغواړو او تیري کونکو اقداماتو له امله د ملګروملتونو امنیت شورا او د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ  تراوسه د صهیونیسټي رژیم پرضد بیلابیل پریکړه لیکونه صادر کړي دي. د نورو شیانو تر څنګ د ۱۹۶۷ کال په ۲۴۲ پریکړه لیک کې  د دغه رژیم د فلسطین له نیواکي سیمو د وتلو غوښتنه کړې وه. همدارنګه د ۱۹۶۹ کال د مارچ د میاشتې په ۲۷ نیټه په ۲۶۷ پریکړه لیک کې دغه جعلي رژیم په ختیځ بیت المقدس کې د نیواک په  اړه غندل شوی دی. برسېره پر دې، د اسراییلو رژیم بنسټونه د انسان وژنې اوږد تاریخ لري. د دغه منحوس رژيم په تاريخ کښې څه د پاسه ديرش بوږنونکی  قوژلې  ثبت شوي دي چې دا ټول د صهيونېسټ رژيم د دولتي ترهه ګرۍ د مثالونو يوه وړه برخه ده. همدارنګه د دغه غیرقانوني رژیم د دولتي ترورېزم په اړه ډېر داسې اسناد او شواهد  شته چې حتی د اسرائیلو تر ټولو ستر متحد امریکا هم په ځینو مواردو کې د دغو اسنادو افشا کولو ته اړ شوه.

د اسرائیلو رژیم د موساد جاسوسي ادارې په تیرو لسیزوکې  د ایراني او عربو مسلمانو ساینس پوهانو د پېژندنې او له منځه وړلو په اړه په خاصه توګه په ایټمي ډګر کښې د پام وړ فعالیتونه تعقیب کړي دي. دغه جعلي رژیم کله چې دا احساسوي چې یو علمي شخصیت د اسلامي هیوادونو د علمي او ټیکنالوجۍ پرمختګ په لاره کې اغیزمن کیدی شي، د هغه ساینس پوه وژنه په ایجنډا کې اچوي. تر اوسه د صهیونیسټ رژیم له خوا د ایران، عراق او مصر د ساینس پوهانو په شمول د لویدیځې اسیا د هیوادونو یو زیات شمیر ساینس پوهان وژل شوی دی.

په ځینو مواردو کښې د صهیونیسټ رژیم چارواکو حتی د ترهه ګرو اقداماتو په ترسره کولو رضایت ښودلی دی. د نړۍ د ایټمي ساینس پوهانو په تېره بیا د ایراني ساینس پوهانو د وژلې په لړ کښې د صهیونیسټي رژیم نښې تل لیدلی شي. څرګنده ده چې د موساد جاسوسانو د منافقینو د ترهګرې ډلې د غړیو په هماهنګۍ او همکارۍ سره د ایران ساینس پوهان په نښه او وژلي دي. په 2007 کې د اردشیر حسن پور بیولوژیکي وژنه، او همدارنګه په 2010 کې د فریدون عباسي ناکامه وژنه، ښیې چې موساد له مخکی د ایران د اټومي ساینس پوهانو د وژلو پلان درلود. له همدې امله په پریکنده توګه ویلای شو چې د مسعود علي محمدي، مجید شهریاري، درویش رضای نژاد، مصطفی احمدي روشن، فریدون عباسي(ناکامه ترور) او شهید محسن فخری زاده په ګډون د شپږو ایراني اټومي ساینس پوهانو وژنه د موساد له خوا پلان شوې وه.

رمال حسن رمال د عربي نړۍ یو اټومي ساینس پوه و او د مادي فزیک په برخه کې یې علمي فعالیت د پام وړ و. د فرانسوي مجلې لی پوین په وینا، دا لبنانی ساینس پوه په شلمه پیړۍ کې د پاریس د ساینسي مرکزونو یو له ویاړونو ګڼل کیده او د فرانسې د 100 غوره شخصیتونو په منځ کې د هغه شتون پام ځانته اړولی. خو د دغه اټومي ساینس پوه مړینه د ۱۹۹۱ کال د مې په ۳۱ مه د خپلو ډېرو همکارانو په څېر د شکونو په شپول  کې پاتې شوه. رمال له خپلی پراسرار مړینې مخکی  د ځینو عرب ساینس پوهانو په مرسته د "عرب معاصر مطالعاتو اکاډمۍ" جوړه کړه ترڅو په مختلفو برخو کې وروستي ساینسي لاسته راوړنې تعقیب کړي، ترڅو عربي هیوادونو ته د لویدیځ ساینسي لاسته راوړنې انتقال کړي. . خو هغه د ترکیې په یوه کرد مېشته سیمه کې په یوه حادثه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ډېرسیاسي کارپوهان یې مصنوعي بولي.

عراق یو بل اسلامي هیواد دی چې د اټومي ساینس پوهانو او لوړ پوړو استادانو د وژلو پلان له ډیرو کلونو راهیسې د امریکا او صهیونیسټي رژیم په ایجنډا کې و. د صدام حسین د واکمنۍ پر مهال د دغه هیواد ساینس پوهان د بعث رژیم د خاصې پاملرنې له امله وتوانیدل چې د ایټمي ټیکنالوژۍ په ډګر کې خپل قدرت ته وده ورکړي. خو د امریکا لخوا د دغه هیواد په نیواک سره د صهیونیسټ رژیم لپاره له دغه جنګ ځپلی هیواد د ګټې اخیستنې زمینه برابره شوه . په داسې یوه حالت کې امریکا او لویدیځو هیوادونو هم د عراق د پوهنتونونو د استادانو او اټومي ساینس پوهانو د جذبولو لپاره پیوستون جوړ کړ. خو کله چې د عراق د اټومي ساینس پوهانو او د دغه هیواد د پوهنتونونو د استادانو له مقاومت سره مخامخ شول، نو دوی یې ترورته مخه کړه. عراقي ساینس پوهانو ته د تیښتې لاره نه وه، یا به یې د صهیونیسټي رژیم او امریکا په څیړنیزو مرکزونو کې کار ته غاړه کیښوده او یا به یې مرګ غوره کاوه.

د ډاکټر فخری زاده تر وژل کیدو پورې د صهیونیسټ رژیم چارواکو د صهیونیسټي ترهګرو او جاسوسي ځواکونو له خوا د ایران د اټومي ساینس پوهانو د وژلو د ثبوت او اسنادو له شتون انکار وکړ. خو د شهید ډاکټر فخری زاده د وژنې په اړه د صهیونیسټي رژیم د چارواکو دریځونه په ډاګه کوي چې صهیونیسټان د ایران د اټومي ساینس پوهانو په وژلو کښې مستقیم لاس لري. په همدې اساس د موساد پخوانی مشر یوسی کوهن هم په یوه ټلویزیونی مرکه کښې وویل: د ایران نامتو اټومی ساینس پوه ډاکټر محسن فخری زاده له څو کلونو راهسې د صهیونیسټ رژیم تر څارنې لاندې و او د دې رژیم عوامل په فزیکي توګه هغه ته ډیر نږدې شوی  وو.

 د ډاکټر فخری زاده له وژل کېدو وروسته د اتلانتیک امریکن مجلې ولیکل: په هغه وخت کښې د امریکا په امنیتی او ترهه ګرۍ ضد حلقو کښې په پرله پسې توګه یوه پوښتنه مطرح شوه: آیا صهیونیسټ رژیم باید د دولتی ترهګرۍ د ملاتړی په توګه وپېژندل شی؟ دا په داسې حال کښې دی چې امریکا چې د صهیونیسټ رژیم ترټولو ستر ملګری دی په ښکاره د صهیونیسټ رژیم د ترهګرو فعالیتونو په ملاتړ اعتراف کړی دی . د امریکا د سیاسي چارو کارپوه کیون بارت په دې اړه وايي: ډاکټر محسن فخری زاده بې له شکه د اسرائیلي رژیم د عواملو له خوا ووژل شو. دا یو ترهګریز عمل دی چې "په ملکي وګړو قصدي برید" په توګه تعریف شوی. ساینس پوهان ملکي وګړي دي. دوی مشروع او قانوني اهداف نه ګڼل کیږي. "هیڅ حکومت په سیستماتیک ډول لکه د اسراییلو رژیم په شان  د نورو هیوادونو ساینس پوهان  نه په نښه کوي.

د موساد لخوا د ایران د اټومي او دفاعي ساینس پوه ډاکټر فخری زاده وژنه

له ترهګرو دصهیونیسټ رژیم دملاتړ په باره کښې له صهیونیسټ رژیم د منافقینو له ترهګرې ډلې سره د دغه رژیم د ملګرتیا په هکله ډیر سندونه شتون لری . حتی کله چې دغه ترهګره ډله د امریکا د خلکو د مجاهدینو په نوم د بهرنیو ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامله شوه، صهیونیسټ رژیم له دغې ډلې سره ملګرتیا وکړه. د موساد پخوانی مشر میر داګان په ۲۰۱۲ کال کښې له CBS ټلویزیون سره په مرکه کښې څرګنده کړه چې صهیونیسټ رژیم د خلق مجاهدینو او نورو وسله والو ترهګرو ډلو سره چې هدف یې د اسلامی جمهوریت د حکومت نسکورول دی مرسته کوی . د NBC نیوز په ګډون ځینو امریکایی رسنیو په یوه جنجالی اقدام کې څرګنده کړه چې د موساد استخباراتی او جاسوسی خدماتو د منافقینو په همکارۍ د ایران د اټمی ساینس پوهانو وژنه ترسره کړه.

ګرانو اورېدونکو، مونږ ه د صهیونیسټ رژیم دولتي تروهه ګرۍ پروګرام د دوهمې برخې وروستیو شېبو ته نږدې شوي یو انشاالله په راتلونکو پروګرامونو کې به د صهیونیسټ رژیم د مصر او لبنان د ساینس پوهانو د وژلو تاریخ وڅیړو. د پروګرام د کیفیت او منځپانګې په اړه خپل نظرونه راسره شریک کړئ. زموږ بریښنالیک آدرس دی   pashto99 @ yahoo.com

 پای

 

ټیګونه