Jan 24, 2024 12:24 Asia/Kabul
  •  ؛ د بادو پیمانه ؛د اسرائيلو په باب لس مشهور دروغ(

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې...سره دخپل ملګری ...د اسرائيلو په باب لس مشهورو دروغو دلړۍ  د څلورم مطلب له لومړۍ برخې سره ستاسو په خدمت دی ، باید ووایو چې ددغې لړۍ څلورم مطلب په دوو برخو کې ستاسو خدمت ته وړاندیږي ،په دې هیله  چې  د استفادې وړ مو وګرځي.

///****   فلسطینیانو په ۱۹۴۸کال کې پخپلې خوښې خپل وطن پریښود؟***///

 دوستانو ددغې لړۍ   په  مطلبونو کې  په هغو خبرو څیړنه کوو،چې  ډیری فکر کوي ، رښتیا دي،البته چې داسې نه ده .په مخکیني مطلب کې مو ددغې کلمې په باب  چې صهیونزم  هماغه یهودیّت دی،درسره وغږیدو او ددغې ادعا ناسموالی او البته  ددغې ناسمې ادعا د مطرح کید ادلیلونه مو وسپړل. همداراز له مقدس کتابه  د صهیونزم  دآوزاري استفادې په باب  مو هم خبرې وکړې  او ومو وئيل چې د؛ اسرائيلو په باب لس مشهورو غلطو خبرو؛ په نامې سره  د کتاب لیکوال  ایلان پایه  په  اعتقاد د یهودیانو مقدس کتاب  هغه ادبی متن دی  چې په مختلفو پړاؤنو کې  د ډیرو کسانو په وسیله لیکل شوی دی ،نه د خدای له خوا د جنګ لپاره کوم دستورالعمل  او یو لارښود.البته  له د غه کتابه د صهیونزم  آوزاری استفاده ، تر تر دې  حده پرمخ تللې  چې ځیني صهیونیسټي مشران د ددې غوښته کوي چې  فلسطینۍ کورنۍ باید له خپلو بچیانو سره یو ځاي ووژل شي. یو داسې جنایت چې نن سبا ئې په غزې کې روښانه  مثالونه ټول ویني.

نو خوږو دوستانو  دلته ستاسو خدمت ته د اسرائيلو  په باب یوه  یوه بله افسانه  وړاندې کوو. یوا داسې افسانه  چې وائي ؛ صهیونزم استعمارګري نه ده :::  دغه افسانه  غواړي ووائي چې  فلسطینیان په ۱۹۴۸کال کې  پخپلې خوښې له خپل وطنه تللي دی ؟ .......خو آیا واقعا  همداسې ده ؟......... ايا اسرائيل تیریګر او استعمار پال نه دی ؟ او فلسطیینان پخپله   او پخپله خوښه،د خپل پلار  نیکۀ له ټاټوبي تللي دي؟....... نو  مونږ د اسرائيلو  په باب مشهور لس غلطو خبرو ؛ نومې لړۍ  دڅلورم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.

   د ؛اسرائيلوپه باب مشهور لس  غلط باؤرونو؛نومې کتاب لیکوال ایلان پایه  چې البته  ددغه  کتاب اصلي نامه  Ten Myths About Israel  ده ، وائي د اسرائيلو په نامه یو هیواد  د یوې غیر واقعي افسانې په اساس  جوړ شوی دی چې په ډير ماهرانه او ظرفیف   انداز سره جوړ شوی دی  او  د خپل ټاټوبی په باب ئې  د فلسطینیانو  معنوي او اخلاقي حق د شکونو په شپول کې راوستی.د لویدیځ سیاسی شخصیّتونو او  اصلي رسندوئي  بهیر هم دغه غیر واقعي  افسانې د نه انکارؤنکو او مشخص وحقایقو په توګه   منلي دي .. په دوي کې یوه افسانه دا د ه  چې  د فلسطین خلک پخپله خوښه  له خبل ټاټوبي تللي دي  او فلسطین  هیڅکله هم یو استعمار پال هیواد  نه دی:::یوه داسې کلمه  چې که څه هم نن سبا ئې د نړۍ ډیری خلک  ورته د شک په سترګه ګوي،خو داسرائيلو  له بڼه موندنې وروسته تر  څو لسیزو پورې دددغه هیواد او دهغوي ملاتړو رسیندویو  ورباندې ټينګتیا کوله.

ایلان پایه  د اسرائيلی ددغې دروغجنې  جملې تربوښتنې  لاندې د راوستو لپاره،بیرته  هماغه لومړنۍ افسانې  ته  چې فلسطین یو خالی ټاټوبی  ؤ ، او ددغې لړۍ په پیل کې مونږ  ورابندې په تفصیل سره خبرې کړي دي،یوه کنَده کِندي. ښاغلی پاپه  اشاره کوي،کله  چې د صهیونیسټانو لومړی آباد کار یا آبادیدونکي  فلسطین ته  ورسیدل ،نو فلسطین  له اوسیدونکو پرته ټاټوبی  نه ؤ. دا حقیقت فلسطین ته د صهیونیسټانو له راتګ مخکې د صهیونزم مشرانو ته روښانه وو.

          هغه پلاوی چې  فلسطین ته لیږل شوی ؤ په یو ه راپور کې چې په ملګروملتو کې  ئې خپلو همکارانو ته  لیږلی ،  لیکلي دي ،ناوې ډيره ښکلي ښځه ده ،خو  له یوه بل سړي سره ئې وادۀ کړی دی.:::

 سره له دې کله نوي آبادیدونکي  فلسطین ته ورسیدل ، نو  دځاي خلکو په لیدو  سره حیرانه شول.  دهغوی له نظره ، ځاي فلسطینیان بې وطنه او یرغلګر وو او  دهغوی وطن ئې غصب کړی ؤ. د صهیونزم رهبرانو یهودیانو ته وئيلي وو،په فلسطین کې  اوسیدونکي  ځاي   خلک ؛  دهغه ټاټوبي خاوندان؛ نه حسابیږي. په همدې لړ کې  د فلسطین د ټاټوبی په باب هیڅ ډول حقوق او حق نه لري، نه یوازې ځاي خلک نه دي ،بکلې  یو مشکل دی چې باید حل شي.

 وطن نیونکی استعمار  چې نمونه ئې  اسرائيل دي ،له درو اړخونو ئې  له مرسوم استعمار سره   توپیر درلود. لومړنی اړخ ئې دا چې   نیول شوي ټاټوپي، یوازې د نیول کیدا په پیل کې  او په موقته توګه  د د خپل ژوند ددوام لپاره پر  استعمارکونکي امپراتورۍ باندې تکیه کوي .  په نورو ډیرو موردونو کې منجمله په فلسطین او جنوبی افریقا کې د ټاټوبی  استعمارؤنکي ، له یوې مودې وروسته اصلا نور هغه  هیواد سره  چې په پیل کې  ئې امپرایالیسټي  قدرت ملاتړ کاوه ، هیڅ اړه نه لرله . په دې مثالونو کې، ډیری وخت وروسته، پادریانو له هغې امپراتورۍ جلا کیدل اعلان کړل او ځان یې د یو نوي " ملت" په توګه تعریف کړ. کله کله به د آزادۍ د جنګونو له لارې د هغې امپراتورۍ په وړاندې چې دوی ئې ملاتړ کاوه د بل ملت ځمکه اشغال کړي او هلته میشت شي.د مثال په توګه،هغه شی چې د برتانیې په ضد د  امریکائي انقلاب   په بهیر رامینځة شوی دی.

 دوهم توپیر دا دی چې د  وطن استعمار ؤنکي  د دې غوښتنې څخه راوتلې چې ټاټوبی ونیسی   او په هغه خاوره کې په  یوه بهرني هیواد کې خپل وطن جوړ کړي،په داسې حال کې چې دودیز استعمار په خپلې نوي جغرافیې کې د طبیعي زیرمو لالچ  ئې درلود، نه پخپله  د مځکې ځمکې او په هغې کې د اوسیدو ملَکیّت.

دریم توپیر اړوندیږي،له هغه ډول  چلند سره چې دوي په دغه مقصد کې  له خپل پلوه نوي هستوګن کیدا بریښوي .  دهغو استعماري پروژو په اپوټه چې  د یوې امپراتورۍ  یا د مادري ټاتوبی په خدمت کې ترسره شوي وي، د وطن نیونکي زییښاک پال  یوه هغه سربداله ډله وه چې ن ه یواېې  په یوه کور پسې، بلکې  په یوه وطن پسې ګرځیدل .  مشکل دلته ؤ چې  دغه وطن ، د نورو خلکو د اوسیدو یو بالفعل ځاي  ؤ .

 

 

     ددغو  شکونو او تیروتنو په ځواب کې وطن نیونکو  او زبیښاکګرو استدلال کاوۀ  چې دغه تازه ټاټوبی  اصلا د دوي حق  دی،اوس یا د الهی حق په واسطې سره یا د معنوي حق په واسطې سره.له صهیونزم پرته ، هیڅ  یو مدعي نه ؤ، چې زرګونه کاله وړاندې ئې په دې ټاټوبي کې ژوند کاوه. په ډیرو مواردو کې،د دې خنډونو د لیرې کولو منل شوې طریقه د اصلي اوسیدونکو قتل عام و.د وطن نیونکي استعمار یو عالم استدلال کوي چې د سرپرست استعمار پروژې د هغه څه له امله هڅول شوي چې هغه ورته د بل د ویستلو منطق وايي.دا یعني وطن زبییښونکي،د ځاي اوسیدونکو له مینځه وړلو لپاره لاس په کار کیږي او دوی د ځاي اوسیدونکو د له مینځه وړلو لپاره  اخلاقي توجیهات عملی آوزارونه جوړ کړی دي.ددغه څیړاند څيړنې ښئ  کله هم دغه منطق د واقعي قتل عام پابنده ؤ ،کله هم  توکم پاکونې  ته پابنده دی چې حتی یوه مرحله له  قتل عامه هم  هم لا سخته حسابیږي؛د یوه داسې ظالمانه حکومتی رژيم ټینګیدا چې د ځاي اوسیدونووکو هر ډول حقوقو څخه انکار وکړي.

ایلان پاپې یو بل منطق اضافه کوي چې   د ؛له منځه وړلو منطق" څخه راپورته شوی ، او د "انسان نه بللو منطق" په نوم یادیږي. دی  پخپله په اروپا کې د ظلم او ستم قرباني و، مخکې له دې چې د خپلو انساني نسلونو لړۍپه سر  هماغه کارونه  یا لابد کارونه وکړي، لومړی یې اړتیا درلوده چې ټول اصلي ځاي ملت یا ټوله ټولنه د "غیر انساني" په توګه وبریښوي، څو  دهغوي په حق کې هرظلم چې وکړي، نو څه  فرق  نه کوي.::

= دوستانو د  بادو پیمانې نوې لړۍ د ننني څلورم مطلب  د لومړنۍ برخې  وخت هم همدومره ؤ،نو ددغه مطلب  دوهمه برخه به ان شا ا... په راتلونکي پروګرام کې ستاسو خدمت ته وړاندې کړو،نو تر هغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو، بریالي اوسوکاله ژوند ولرئ.

(سیماب)

***********************************************

؛ د بادو پیمانه ؛د اسرائيلو په باب لس مشهور دروغ(4)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې...سره دخپل ملګری ...د اسرائيلو په باب لس مشهورو دروغو  په اړه د بادو پیمانه نومې لړۍ  د څلورم مطلب له دوهمې  برخې سره ستاسو په خدمت دی ، باید ووایو چې ددغې لړۍ دڅلورم مطلب لومړۍ برخه ستاسو خدمت ته وړاندې شوې او اوس  دوهمه برخه هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ،په دې هیله  چې  د استفادې وړ مو وګرځي.

**********************    

=    د اسرایلو رسمي سپین ږیري یا بنسټپاله افسانې نه غواړي چې فلسطینیانو ته حتی د اخلاقي حق یوه نښه هم ورکړي چې په خپل هیواد کې د هغه  یهودي استعمار په وړاندې مقاومت وکړي چې په 1882 کې پیل شو. صهیونیسټانو له لومړیو ورځو څخه د فلسطین مقاومت له یهودانو د کرکې په توګه انځوراوه. فلسطینیان له یهودانو سره د  کرکې په علت د یهودي ضد ترهه ګربهیر په پیل کولو تورن شوي. دا نفرت هغه وخت پیل شو کله چې فلسطین ته د لومړي ځل لپاره زبیښاک پال ورغلل راغلل او د اسراییلو د رژیم  تر جوړیدو پورې ئې دوام وکړ.

البته  د و رځې خاطرو ولیکل  ، لومړني صهیونیسټان یوه بله کیسه روایت کوي، دغه خاطرې  له داشې قضیو او مثالونو ډکې دي چې ښئ  اتفاقا  د وطن نیونکي  څرنګه د فلسطینیانو له ښو میلمه پالنو سره مخ شول . څرنګه فلسطینیانو  دوي ته د هستوګن کید ا او د  ژوند دتیرولو پناه  ځاي ورکړ او په ډيرو موردونو کې  ئې دوي ته ورزده کړل چې  څرنګه پر م ځکو کرهڼې کیږي. یوازې  هغه وخت چې روښانه شوه،وطن نیونکي  د ځاي خلکو ترڅنګ د ژوند کولو لپاره نه دي راغلي،بلکې راغلي دي څو فلسطینیان له خپل ټاټوبی وباسي،او دهغوي ځاي ونیسي،نو د فلسطینیانو مقاومت پیل شو .کله دغه مقاومت پيل شو، نو ډیر زر هماغه بڼه ئې غوره کړه چې  بله هره یوه استعمار ضد مبارزه ئې غوره کوي.

په هرحال ، د فلسطینیانو میلمه پالنه  او منل ، د صهیونزم د مشرانو له متقابل عمل سره مخ  نه شول. په  داسې حال کې چې فلسطینیانو ته د سرپناه  او د هغوي ترڅنګ د کار کولو امکانات نه وو، خو صهیونیسټانو ډير په ښکاره  ویل چې باید فلسطینیان په زوره  د هیواد د کار بازاره وباسي او حتی  وطن نیونکی مهاجر  چې د دوی تر څنګ کار کوي  هم بایکاټ  کړي.

 

 

=      ډيویډ بن ګوریّن په دوامدار ډول پخپلو څرګندونو کې دعربانو کاري ځواک د یوه ؛ناروغ :په توګه یادول  چې ددرملنې یوازینۍ لارهئې یهودي کاري ځواک دی. بن ګوریّن هغه څوک دی چې په فلسطین کې ددیره کونکي  یهودي ټولنې  رهبر  او له هغه وروسته  هم د اسرائيلو لومړی وزیر شو.هغه پخپلو لیکونو کې عبري کارګران دیوه سالمې وینې په توګه انځورکړل چې د یهود ملت  به له سټریس او مرګه هم خوندي وساتي.

د فلسطینیانو  ښه چلند سبب شوی ؤ وطن نیونکي  په پیل کې  سربداله شول. ځکه  استعماري غوښته او انګیزه دا وه چې پر ځاي  آبادۍ سترګې پټې شي، خو په هرحال  د فلسطینیانو او یهودو وطن نیونکو  ګډ ژوند نه انکاریدونکی ؤ.د صهیونزم رهبرانو ددغې ملګرتیا د په مینځه وړلو او په  متقابلو اغیزو پسې وو.خو له برَه  له سیاسی ملاتړ پرته ، لاره  په فلسطین کې د واقعیّت په اپوټه  نه شوه پرانیستل کیدلی  . هرڅومره د صهیونزم  غورځنګ تیریګر او تاؤتریخجن کیدئ، د فلسطین سیاسی مشران لازیات د صهیونزم پر ماهیّت پوهیدل . د صهیونزم  د استعماری  پروژې په باب  د فلسطین د سیاسی ، کلتوري  او  اجتماعي  شخصیّتونو سوکه سوکه درک،په فلسطینیانو کې  ګډ ملی هویّت،له وطن نیونکو  سره په تضاد کې لاپياوړی او  زیاتیدۀ.

 

 

=  وخت تیرید، او د فلسطین ملی غورځنګ راوپنځيد.

وائي چې د پان-عرب ملي پالنې لومړی پړاؤد نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې رامینځته شو. دغه  کار دا هیله راپیدا کړه چې د عثماني امپراتورۍ عرب میشته برخې به یو خپلواک عربي جمهوریت شي لکه د متحده ایالاتو یا د اسټریا - هنګري امپراتورۍ په څیر  یا د عرب - عثماني امپراتورۍ په څیر. د عربو لومړنی ملي پال بهیر  د «قونیه» یا عرب نشنلیزم په نوم یاد شو او بله او سیمه ییزه بڼه یې «وطنیه» یعني وطن پالنه یا یا ملي پالنه وبلل شوه.

فلسطینیو روڼ اندو په هغو ډيرو بهیرونو او تنظمینو کې شامل شول چې د عربانو په اتحاد پسې،خپلواکۍ او خپل برخلیک په اخستنې پسې وو.ډیری فلسطینیو  روڼ اندو او فعالانو د متحده عربی جمهوریت خوب په ذهن کې درلود،ځینونورو هم د لوې سروئې،د نظرئې  ته جذب شول،یوه داسې آئيډیا چې غوښتل ئې  دمشق د یوداسې نوي هیواد مرکزیّت شی،چې فلسطین به ئې هم یوه برخه وائ.

په هر حال  فلسطنیان هغه که پان –عرب وو او که  ځاي ملی  پال  او  که څوک چې د لوئې سورئې نظرئې ته جذب شوي وو، هیچا نه غوښتل ، د یوه یهودي هیواد برخه شي، لکه  څنګه چې ئې د ۱۹۲۰  لسیزې په وروستیو کې له انګریزانو سره پخپلو خبرواترو کې په جوته توګه روښانه کړې چې حاضر دي ، هیواد له  هغو سره چې هغه مهال  ئې فلسطین ته بالفعل مهاجرت کړی ؤ ، شریک کړي ، خو لازیات مهاجرین به ونه مني. 

 

= د فلسطینیانو د ډله ایز او یوه خوله غږ،په ۱۹۱۹کال کې دملی کنفرانس په پراخ او لوي کانګرس کې ورايښت وموند.دغه  کنفرانس په کال کې یوځل غونډه جوړوله.

فلسطین ته د یهودیانو د مهاجرت له دریدا او د یوه خپلواکه فلسطیني هیواد له جوړیدا مخکې ، انګریزانو هڅه کړې ده څو  ددوو ډلو ترمینځ د برابرۍ دم رامینځةکولو لپاره یوې موافقې ته سره ورسیږي . د فلسطین مشران د خپل ملت د ګروهنې په ا پوټه ، راضي شول  او یهودي وطن نیونکي  د داسې هیواد په راتلونکو جوړښتونو کې  چې د بریتانیا د مځّکنۍ بشپړتیا له ختمیدا وروسته به جوړ شي  ، له فلسطینیانو سره مساوي ګډون  وکړي. خو په مقابل کې صهیونیسټي مشرانو یوازې  تر هغه وخته له دغې آئيډیا م لاتړ وکړ چې  فکر ئې کوه ، فلسطینیان به ئې ونه مني.

 په یوه مشترکه حکومت کې ګډون او د نماینده درلودل، دقیقا  له هغو ټولو شیانو سره  مخالف ؤ چې فرض کید، صهیونزم غواړي  ترلاسه ئې کړي.په دې اساس ، د صهیونیسټانو له خواوړاندیزي پلان  رد شو . همدغه موضوع ،د ۱۹۲۹کال د بلواؤ سبب شوه .

 البته د تاؤتریخوالو د څپې د راپورته کیدا لپاره نور  دلیلونه هم  شته  ؤ چې تر ټولو جدي څپه ئې پر فلسطین د بریتانیا د قیمومیّت د پیلیدا له وخت څخه وه . د تاؤتریخوالي په دغې څپې کې له کرایه دارو فلسطینیانو څخه د مځکې د حقوقي مالکیّت سلبول،هغه  هم د  د هغو ځاي لویو زمیندارانو  او ځاي غوره شخصیّتونو په وسیله  چې پخپله هلته هستوګن نه وو، او مځکې ئې پر یهودي ملی بسپنې خرڅې کړي وې.

=   کرایه دارانو او رعیّت  په دغو ټاټوبو کې د پرله پسې پيړیو لپاره ژوند کړی ؤ،خو اوس مجبوره وو،د ښارونو په بې وځله اوډیر نفوس لرونکو  او  په کچه کورونو (کیغدیو)او ګنده،وا ټونو کې ژوند وکړي.له هغو په یوې کَندې کې د سورئې جلاوطن شوي ویناوال ،عزالدین  قسام د ۱۹۳۰ لسیزې  په لومړیو کې  دخپل پیروکار د بریتانیا او صهیونزم  له غورځنګ په ضد د مقدس اسلامی جنګ یا هماغه جهاد د پیلولو لپاره  جذب کړل.د هغه میراث داسې محفوظ شو چې وروسته د حماس غورځنګ پر پوځي څانګې د هغه  نامه کیښودل شوه .  

په هغو شپو ورځو کې د فلسطین ملی غورځنګ ، صهیونزم  ته دیوې استعماری پروژې په توګه کتل ، چې باید  ناکام شوي وائ. کله انګریزانو په ۱۹۴۷کال کې فیصله وکړه ، د فلسطین د موضوع حل  ملګروملتو ته وړاندې کړي ، نو فلسطینیان د  نورو عربو هیوادونو ترڅنګ، د یوه سرپرست  حکومت  په ځاي  دیوه واحد هیوادد دجوړیدا وړاندیز وکړ.

ملګرو ملتو د فلسطین د برخلیک په باب  تر اوو میاشتو بورې بحث او ارزونې وکړې . ملګروملتو  دو ې ټاکنې ارزولې. یوه ټاکنه دا چې  د فلسطینیانو له خوا وړاندیز شوه ،  چې یو واحد هیواد چې په فلسطین کې یهودي وطن نیونکو  منلو ، خو  هیڅکله ئې د ښارګوټو د  جوړولو او دن ورو تازه مهاجرینو  د ورتلو په څير  د صهیونزم  لازیات استعمار نه مانۀ.  دوهمه ټاکنه ،په یوه یهودي  او یوه عرب هیواد د ټاتوبی په دوو برخو ویشل وو.

 

=   ملګروملتو  د حیرانتیا په اوج  کې  په نهایت کې دوهمې ټاکنې ته ترجیح ورکړه .  فلسطین ته ئې پیغام دا ؤ چې  تاسو  په دغه ټاټوبی کې له وطن نیونکو سره  په ګډه ژوند نشئ کولئ . یوازې د تاسو نیم هیواد ژغورلی شئ  او نیم نور دیهود وطن نیونکو ته وسپارئ.

په دغو تفسیرونو سره باید صهیونزم  د وطن نیونکو   استعماري   غورځنګ په توګه او د  فلسطینیانو ملی غورځنګ د یوه استعماری ضده غورځنګ به توګه  په نظر کې ونیسي.

تر ۱۹۴۵ کال پورې ، صهیونیسټان توانیدلي وو، فلسطین ته  څه دپاسه نیم  میلیون  یهودي وطن نیونکي  جذب کړي ، هغه هم  هغه فلسطین چې ځاي آبادي ئې له دوو میلیونو څخه  لازیاته وه.

ځينو یهودي مهاجرانو  دسرپرست حکومت  په اجازت سره او ځینو  هم  له اجازت پرته دغه ټاټوبی ته مهاجرت کړی ؤ. ځاي آبادئ سره  نه مشوره شوې و وه او نه هم دپه یوه یهودي حکومت د فلسطین د بدلولو  له پروژې سره د  هغوي مخالفت  ته کومه توجه شوي وه . وطن زبیښونکي  بریالي شوي وو، په حکومت کې یو حکومت جوړ کړي  چې ټول ضروري بیخ بینائیانې  ئې پخپل زړه کې جوړې کړې وې ، خو  د صهیونزم دواړه اړخونه  تر هغه مهال بریالی شوي وو، د فلسطین  د ټاټوبی یوازې اوه فیصدي خاوره  به روا توګه په پیسو واخلي . دغه  اوه فیصده په راتلونکی کې  دیوه هیواد د جوړیدا لباره  کافی  نه وه . له دې ورتیر  چې صهیونزم هماغه شان  یو لږکی ؤ.

 

=   د صهیونزم وطن نیونکي استعماري غورځنګ حل لاره د غیر انساني ښودل او  د قتل عام دوه منطق وو. وطن غاصبانو ددې لپاره  چې پر ټاټوبو خپل کنټرول له اوه فیصدو له پراخ کړي او همداراز ددې لپاره چې  د یوه اکثریت لرونکي نفوسو درلودل تضمین کړي، نو فیصله ئې وکړه  چې ځاي  خلک له غصب شوي ټاټوبي وباسي  او د صهیونیسټانو او د هغوي د ملاتړو په وسیله په څولسیزو کې دغه کار ترسره شو.

پر دې اساس صهیونزم یوه استعماري او وطن غصبونکي پروژوه  وه ، یو داسې غورځنګ چې  داسې ښکاري ،تر دې دمه  د لارې آخر ته او د خپلو ټولو موخو پوره کیدا ته نه دي رسیدلی ،ځکه فلسطین اوسمهال هم د نفوسو پيژندنې  له نظره یهودي نه دی . سره له دې چې  اسرائیل ئې له سیاسی نظره،ددرست ټاټوبي  ټوله برخې  په مختلفو آوزارونو سره د خپل حکومت ترکنټرول لاندې راوستي ، خو  تراوسه پورې  هم په استعمار ګرۍ ته دوام ورکوي، تراوسه پورې هم  په الجلیل،نقب او لویدیځي غاړې کې  دیهودیانو دشمیر دزیاتولو په موخې سره  ددغو  سیمو   دنیواک  او زبیښاک په  چارو بوخت دي ،تراوسه پورې هم  له فلسطینیانو  مالکیّت زبیښي، او تراوسه پورې هم د  خپل وطن په باب د ځاي خلکو حق څخه  انکار کوي.

نو  ځکه د ایلان پاپې څيړنو ته په پام سره،دا افسانه  هم په بشپړ  ډول دروغ او رد کیږي .که څه  هم  پخپله ایلان پاپې هم د افسانې نامه له هماغه پیله  همداسې کیښودلې ده .هو! صهیونزم استعمارګری ده ، هغه وطن نیونکی استعمار ګر  چې خپلو سپیرو  موخو ته د رسیدا لپاره  چورتالان اوا قتل عام څخه هم ډډه نه  کوي.

=  خوږو دوستانو په دې چې  تر دې د مه راسره ملګري یاست خوښ یو او تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، روغ جوړ او خوښ ووسئ .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه