د اوکراین د جنګ دریم کال او شکمن راتلونکې
(last modified Thu, 07 Mar 2024 10:00:20 GMT )
Mar 07, 2024 14:30 Asia/Kabul
  • د اوکراین د جنګ دریم کال او شکمن راتلونکې

روسیه کولی شي دغې جګړې ته د اوږدې مودې لپاره دوام ورکړي، پداسې حال کې چې اوکراین له پراخو اقتصادي مرستواو لویدیځ پوځ پرته حتی د څو میاشتو لپاره د روسیې په وړاندې مقاومت نشی کولې

««««««««««««««««««

په اوکراین کې جګړه باید د روسیې پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ د دوو لسیزو د کړنو او لمسونو په ځانګړې توګه له روسیې د اوکراین د جلا کولو هڅې اوپه ناټو کې د اوکراین غړیتوب او د لویدیځ پلوه حکومت رامنځته کولو پایله وبلل شی  .اوکرایین له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسیې پر وړاندې یې دښمنانه دریځ خپل کړی دی .

په حقیقت کې د اوکراین جګړه په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه د روسیې له خوا الټیمیټم ته  د امریکا او ناټو له منفي غبرګون وروسته رامنځ ته شوې ده.د مسکو له نظره په ناټو کې د اوکراین په ګډون د ګاونډیو هېوادونو غړیتوب د روسیې ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی او د دې هیواد په پولو کې د تاسیساتو او ناټو ځواکونو د شتون په معنی دی. یوه مسله چې کرملین ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده. برسېره پر دې، لوېدیځوالو اوکراین وهڅوه چې د اروپایي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړي، چې په حقیقت کې یې کیف لمسولې دی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او صنعتي اړیکې خورا کمې کړي. دا په داسی حال کی ده چی  د روسیې لپاره دا خورا مهم ګڼل کیږي چې له اوکراین سره دا اړیکې چې د شوروي له دورې راهیسې شتون لري. له بلې خوا د دغو دواړو هېوادونو د تاریخي او کلتوري اړیکو مخینه  او قومي، نفوسي او مذهبي مشترکاتو ته په پام سره، له روسیې د اوکراین د جلا کولو لپاره د لویدیځوالو هڅې د مسکو له خوا یو ډېر ګواښونکی اقدام ګڼل شوی دی.

«««««««««««««««««««««««««««««

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د روسیې له  ټولو خبرداریو سره سره، په اوکراین کې جګړه بالاخره  د  2022  د  فروري په 22،پیل شوه. سره له دې چې د مسکو له لومړنیو تصوراتو سره سره چې دا جګړه به لنډمهاله وي، خو د امریکا په مشرۍ د لویدیځ د هراړخیز او بې ساري ملاتړ او د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزاتو او بېلابېلو وسلواو  له  مختلفو هیوادونو په زرګونو اجیر ځواکونه په  لېږلو سره  له امله، دا جګړه د اوږدې مودې لپاره روانه ده

د روسي  جګپوړي چارواکي په دې باور دي چې لوېدیځوالو د جګړې په لومړي کال کې د اوربند او سولې خبرو ته د کییف د منلو مخه ونیوله او له هغه وروسته جګپوړو اوکرایني چارواکو فکر وکړ چې د لوېدیځ په مرسته کولای شي جګړه وګټي،  په عمل کې د اوربند او د سولې له  خبرو مخالفت کړی  دی. داسې ښکاري چې د اوکرایین د جنګي جبهو  اوسنی وضعیت او په ځانګړې توګه له ستراتیژیک ښار ایودیوکا د اوکرایني ځواکونو وتل د دې جګړې عمومي بهیر او د هغې د امکاناتو څرګندونه کوي. په حقیقت کې په اوکراین کې د جګړې دریم کال په داسې حال کې رسیدلی چې د پای ته رسیدو هیڅ امکان نشته او د جګړو دوام په ځانګړې توګه په اوکراین کې د متقابلو بریدونو له پیلیدو وروسته د جګړې دواړه خواوې، یعنې روسیه او اوکراین په  انساني  او تجهیزاتي  تلفاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې د امریکا له مشهورمجری  ټاکر کارلسن سره په مرکه کې وویل چې روسیه، د ناټو په اپوټه ، د اوکراین جګړې ته د  مرګ او ژوند مسلې په سترګه ګوري. هغه ټینګار وکړ چې روسیه تراوسه په اوکراین کې د نازیزم د ایډیالوژۍ د له منځه وړلو لپاره خپل هدف نه دی ترلاسه کړی.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د روسیې او اوکراین د جګړې د دوهم کال په پای کې، شواهد د روسیې د ځواکونو په مقابل کې د اوکراین د پوځ پرله پسې ناکامۍ او د هغوی د شاتګ ښکارندويي کوي. په حقیقت کې د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین د پوځ ځوابي برید چې د ۲۰۲۳ کال په جون کې پیل شو، بالاخره د کیف لپاره د یوې سترې ناکامۍ لامل شو او د اوکرایین د دریم کال په پیل کې د اودیوکا ښار نسکوریدا  د یو مهم بدلون لامل شو. د اوکراین پوځ د ۲۰۲۴ کال په فرورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد په ختیځ کې له یوه کوچني خو مهم ښار "آدیوکا" یې خپل ځواکونه ایستلي چې له میاشتو راهیسې د روسي ځواکونو تر محاصرې لاندې دی. په دغه ښار کې  د میاشتو لپاره سخته جګړه روانه وه او تقریبا په بشپړه توګه ویجاړ شوی. دا کوچنی ښار په حقیقت کې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د جګړې ډګر و، کله چې د روسیې ملاتړو ملیشو د دونیتسک او لوهانسک ولایتونو لویه برخه ونیوله، د ایودیوکا سقوط له هغه وخت راهیسې چې روسي ځواکونو دغه ښار نیولی د جګړې په لومړۍ کرښه کې تر ټولو لوی بدلون دی. د ۲۰۲۳ کال د می په میاشت کې دغه سیمه ونیول شوه .  د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي مخکې ویلي وو چې د ایودیوکا د سقوط خطر جدي دی، زیاتره په دې دلیل  چې په جګړه کې د اوکرایني ځواکونو د توپونو مهمات په ختمیدو دي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د 2024 کال د فرورۍ په وروستیو کې تایید کړه چې له اودیکا د کییف ځواکونوشاتګ  له روسیې سره د جګړې په ډګر کې یو ستونزمن حالت په ګوته کوي.

«««««««««««««««««««««««««««««««

د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نیټه د الاقصی طوفان د عملیاتو ترسره کیدل، په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مقاومتی ډلو په خلاف د صهیونیسټ رژیم د پراخو او بې ساری پوځی عملیاتو پیل د تل ابیب د اصلي ملاتړي په توګه  د امریکا پام د صهیونیسټ رژیم او هغه  ته د وسلو د رسولو باندې متمرکز شو ، دې مسلې په عملي توګه د واشنګټن د چارواکو په سترګو کې د اوکراین جګړه له پامه وغورځوله. دغه مسله  د اوکراین د جګپوړو سیاسي او پوځي چارواکو د پراخو نیوکو لامل شوی ده .  د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو له خوا د اوکراین د هیرولو او له روسیې سره په جګړه کې له دغه هیواد سره د مرستو د کمولو له امله نیوکه وکړه، زیلینسکي د غزې په تړانګې کې د صهیونیسټي رژیم د جګړې د اغیزو په اړه د ناټو د غړیو د مرستو د کمولو په اړه اندیښنه څرګنده کړه دا مسله د اوکراین د لویدیځ ملاتړ ننګولی شي

هغه امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې که له اوکراین سره مرسته ونه کړي، مسکو به د ناټو پر غړو هېوادونو برید وکړي او بیا به د دوی بچیان وي چې له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي. د الاقصی طوفان له عملیاتو او د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم له جنګ وروسته له اوکرایین  څخه نیواکي  فلسطین ته د امریکا اقدام ته د لویدیځې حوزې د پام وړ تدریجی بدلون او په دې ډول داسې بریښي چې د روسیې اوکراین  ترمینځ د اوږدې جګړې له کبله اوس د نورو په شان بنسټیزو پرمختګونو لکه د غزې جګړه او له یوې خوا په لویدیځه اسیا کې د سختې سوزونې او له بلې خوا د کییف په ملاتړو هیوادونو کې د پوځي سرچینو کمښت، اوکرایین په عملي توګه د اروپايي هیوادونو له لومړیتوب وتلی او دې مسئلې د اوکرایین چارواکي  سخت اندیښمن کړې دي ، دوی ښه پوهیږي چې د لویدیځ له هراړخیز او پراخ ملاتړ پرته به حتی په لنډه موده  کې هم  د روسیې پر وړاندې ونه دریږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې اوکراین له روسیې سره د جګړې د دوام لپاره د امریکا او نورو غربي متحدینو په وسلو ډېر تکیه لري، چې په دې هېواد کې ډېر لوی پوځي ځواک لري. له اوکراين سره د پوځي مرستوکمښت  له يوې خوا د جګړې پر ډګر هم اغېز کړى دى، له بلې خوا د روسيې د ماتولو لپاره له اوکراين سره د پوځي او وسلو پر ملاتړ د اروپايي حکومتونو له ټينګار سره سره، داسې ښکاري چې اروپايي خلک بل ډول نظر لري. د اروپايي ټولنې په ټولو غړو هېوادونو کې د یوې سروې له مخې څرګنده شوې، چې په دغو هېوادونو کې د پام وړ شمېر خلک د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو احتمالي سناریو "پخلاینه " ګڼي، که څه هم د اروپایانو په منځ کې له  کییف ملاتړ پراخ کوي. خو د اوکراین د جګړې په دریم کال کې، یوازې 10٪ اروپایان پدې باور دي چې اوکراین کولی شي روسیې ته ماتې ورکړي.

«««««««««««««««««««««««««««««««

 

 

دا په داسی حال  کې  ده چی د کییف لویدیځ پلوه حکومت د لویدیځ  د لمسولو په پایله کې  له پیله له روسیې سره د دښمنۍ چلند غوره کړ او  د ناټو او اروپایي اتحادیې د غړیتوب لپاره  یی ګامونه پورته کړل او بالاخره یې دا ګام پورته کړ چی  د اوسنۍ جګړې لامل شو. له  هغو  زیاتو هیلو سره سره چې د اوکرایین پوځ  ته د لسګونو میلیارد ډالرو لویدیځو وسلو لیږل او کارول به د دې لامل شي چې په ځوابي بریدونو او د اوکراین دنیول  شوې ځمکې بیرته نیولو کې د بریا لامل شي خو دا ویل کیدی شي چې د دغو ځوابي بریدونو  له 90٪ ډیر هدفونه نه دي ترلاسه شوي. له همدې امله د اوکراين لويديځ ملګري دې نتيجې ته رسېدلي چې په روانه خونړۍ جګړه کې د روسيې پر وړاندې د اوکراين بريا ډېره ناشونې ده. که څه هم د بایډن حکومت  له روسیې سره د مخالفت او د مسکو د کمزوري کولو په هڅه کې له اوکراین سره د امریکا د لسګونو میلیاردو ډالرو مرستو دوام غواړي، خو دا هڅې اوس د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو له لوري له جدي خنډونو سره مخامخ شوې دي. د امریکا سنا د ۲۰۲۴ کال په فرورۍ کې د اوکرایین لپاره د ۹۵ میلیارد ډالرو د بهرنۍ مرستې بسته تصویب کړه (د اوکراین لپاره د ۶۰ میلیارد ډالرو په ګډون) له میاشتو سیاسي جنجالونو وروسته، خو دا پلان د جمهوري غوښتونکو په واک کې  په کانګرس  کې له جدي خنډونو او مخالفتونو سره مخامخ دی. د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د ډیموکراټیکو امریکايي وکیلانو ګډون کوونکو خبرداری ورکړ چې د کییف لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ۶۰ ملیارد ډالرو مرستې غوښتنه چې په دې وروستیو کې د سنا له خوا تصویب شوه، خو د امریکا په کانګرس  کې وځنډول شوه،  د اوکرایني عسکرو لپاره ډیره سخته اود ناهیلۍ سبب ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له دې واقعیتونو سره سره بیا هم امریکا او ناټو په اوکراین کې د خونړۍ جګړې د دوام غوښتونکي دي، د امریکا او ناټو لوړ پوړي چارواکي په دې باور دي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې بریا حتی د ناټو په واک کې د دې پوځي سازمان د بدنامۍ په معنا ده. د روسیې سیمه ایز او نړیوال نفوذ او ځواک به بدل شي او په اروپا کې به امنیتي، نظامي او سیاسي معادلې د لویدیځ په زیان بدلې کړي. له همدې امله، هر هغه اقدام چې د دې سناریو د واقعیت مخه نیسي، په شمول د هر ډول اغیزمنو او اوږد واټن وسلو لکه هیمارس، اټاکوم او کروز سټارم شیډو توغندیو او همدارنګه د هر ډول درنو او نیمه درندو جنګي تجهیزاتو لیږل شامل دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۳ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې او اوکراین د جګړې د دویمې کلیزې د پای ته رسېدو په مناسبت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پر دې ټینګار وکړ، چې د امریکا او د ناټو د متحدینو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې او اوکراین د جګړې د د دوهم کال د پای  په  مناسبت ټینګار وکړ د ملکي بنسټونو پر ضد باید جګړه  ودرول شي . ده وویل  اوس د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قوانین او د عمومي اسامبلې پریکړه لیکونه په اساس د عادلانه سولې وخت رارسیدلي دي.

په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي دریځ د بشري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو پایلو او د اروپا د وچې پر امنیت د هغې د منفي اغیزو په پام کې نیولو سره څرګند شوی دی. د جګړې له دواړو غاړو تر ۵۰۰ زرو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د اوکراین د ختیځ او مرکزي برخو د زیاتې برخې د ویجاړېدو لامل شوی دی. د اټکل له مخې د اوکراین بیارغونه د لسو کلونو لپاره ۵۰۰ میلیارده ډالرو لګښت ته اړتیا لري.. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې وروستیو کې ټینګار وکړ چې نه اوکراین او نه هم د هغه  لویدیځ  ملاتړي له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لېواله دي. حال دا چی ، د سولې د رامنځته کولو یوازینۍ لار د اوکرایین بې طرفه کول" او د "نوي ځمکنیو واقعیتونو منل" دي.

روسیه کولی شي دغې  جګړې ته د اوږدې مودې لپاره دوام ورکړي، پداسې حال کې چې اوکراین له  پراخو اقتصادي مرستواو  لویدیځ پوځ پرته حتی د څو میاشتو لپاره د روسیې په وړاندې  مقاومت نشی کولې .

پای