جرمني د نتنیاهو د نیوللو لپاره ځان تیاروي
د جرمنی حکومت اعلان کړی دی که د اپیل نړیواله محکمه د صهیونیسټ ررژیم د لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو او د دغه رژيم د جنګ وزیر یوآؤ ګالانټ د نیولو حکم صادر کړي، نو برلین به دغه فیصله او حکم اجرا کړي.
د وحشي او نسل وژونکي صهیونیسټي له جنایتونو څخه دنړۍ د کرکې او نفرت بهیر مخ په پراختیا دی او د اسرائيلو ملاتړي هیوادونه ئې همه پخپل لوري کاږي ، د صهیونیسټ رژیم په ضد د جرمني د دغه دریځ بدلول په داسې حال کې دي چې دغه هیواد له امریکا وروسته د اسرائيلو یو پخوانی ملاتړی او د غزې په ضد په جنګ کې اسرائيلو ته د وسلو دوهم لیږونکی هیواد دی .
پولیټيکو راپور ورکړی ، د جرمني د حکومت ویندوي شټفن هبسټرایټ په دې باب د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې چې ایا برلین د نتنیاهو او ګالانټ دنیولو فیصله اجرا کوي،؟ ووئيل؛ دجرمني حکومت د قانون تابعیّت کوي.
د جینائي چارو نړیوالې محکمې لوي څارنوال کریم خاان وئيلي دي ، چې دغه عدالت د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نتنیاهو او د جنګ د وزیر یوآؤ ګالانټ لپاهر د نیولو د حکم په صادرولو پسې دی.
که په هیګ کې د جینائي نړیوالې محکمې درې قاضیان د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو د فیصلې له صادرولو سره موافقه وکړي ، نو دغه دواړه به له دې وروسته ونه توانیږي،د روم د موافقې هیڅ یوه لاسلیک کونکي هیواد ته چې ۱۲۴هیوادونه پکې شامل دي ، سفر ونه کړئ شي.