په اسلام کې شفاعت
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو په دې شیبو کې د اسلام له نظره دشفاعت له بحث سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
دوستانو دشفاعت ټکی په لغت کې له یوه شی سره دبل شی یو ځای کیدا یا دیوه بل تر څنګ راتلل دي ، شفاعت په اصطلاح کې له لالوړځواک سره د یوځای کیدا په سیوري کې د نیمګړتیاؤ او د کمزورتیاؤ جبرانول دي . د الهي والیانو دشفاعت په سیوري کې، دخلکو نیمګړتیاوې او کمښتونه جبران کیږي او کمال ته رسیږي .
اصولا هرموجود نیمګړی هڅه کوي ، له لابشپړ موجودسره یو ځاي شي څو کمال ته ورسیږي او دغه بریالیتوب عقل او پوهه ده . په طبیعي ډول هرکله چې انسان په یوې زمینې کې اړتیا او کمښت احساس کړي ، نو له هغو کسانو چې لازیات امکان او توانمنۍ لري ،مرسته غواړي .
دشفاعت بحث، یوه داسې موضوع ده چې دقرآن په آیتونو او روایتونو کې ورته اشاره شوې ده . شفاعت په اسلامی مذهبونو کې یوه منل شوي چاره ده او په کلي توګه اسلامی عالمانو او پوهانو د قیامت په ورځ دپيغمبر اکرم د شفاعت موضوع منلې ده . البته ځیني کسان د شفاعت دموضوع په فروع کې سره د نظرونو اختلافات هم لري .
خو د وهابیّت فرقې پلویان ، دخداي د کتاب قرآن کریم په ناقصو اوسطحي اخستونونو سره له الهي اولیاؤ څخه دشفاعت غوښتل مردود ګڼي او دغه اصل ته معتقدان ، مشرک او کافران ګڼي .
انسان په فطري ډول د هستۍ له خالق سره دارتباط په ټنیګولو او د کمالاتو اوفضایلو په ترلاسه کولو پسې دی ، خو دهغه مادي وجود او نفساني خواهشاتو شتون ، د دې چارې خنډ دی ، نو په یوې داسې واسطې پسې دی،چې له هغه سره خوښ کمال ته په رسیدو کې ورسره مرسته وکړي . شفاعت،په حقیقت کې په الهي درګاه کې واسطه کیدل دي او هغه کسان چې شفیع اوشفاعت کونکي دي ،هریو پخپل وار،دخداوندمتعال له مهربانیو او رحمته برخمن شمیرل کیږي .په کلي توګه دشفاعت موضوع دا ده چې په قیامت کې،الهي اولیاء دهغو خطاکارو کسانو لپاره چې دشفاعت وړ وي ، د شفاعت غوښتنه کوي او دوي د جهنم له عذابه ژغوري . په شفاعت کې هغه غوره انسان چې دخداي په نزد له لوړ مقامه برخمن وي ، له خداوندمتعاله غواړي ، چې دهغه بل کس ګناهانې وبخښي یا له معنوي پلوه لوړه درجه ورکړي . داحمد بن حنبل مُسند کې راغلي دي ، داسلام ګران پيغمبر (ص) فرمائي ؛ ماته پنځه شیان راکړل شوي دي،چې له ما مخکې هیچا ته نه دي ورکړل شوي .... دحدیث په آخر کې راغلي دي ، او ماته شفاعت راپه برخه شو ، نو دا مو دخپل امت لپاره ذخیره کړ :::::
دوستانو داسلام په منطق کې ، شفاعت پخپله په انسان کې د امید د روح او دهغه د اصلاح د هیلې د پوو کولو لپاره یو اغیزمن عامل دی . انسانان دخپل ژوند په لاره کې ممکنه ده ، له خطاګانو اوتیروتنو سره مخامخ شي . په دغه شان حالت کې ، د تیروتنو داصلاح او جبرانولو لپاره لاره بنده شوي نه ده،بلکې لاره خلاصه ده. باید انسان ته دغه امکان برابر وي ، چې د ځان اصلاح وکړي او پاک اوسالم ژوند ته بیرته ستون شي . په حقیقت کې ، :شفاعت : دګناهګار او ککړ انسان دبیرته ستنیدا لپاره یوه وسیله ده څو د جرم په بڼه کې،دهغه په ټَنډې د نهیلیتوب او خپګان دُوړې کې نه ني او دهغه ژوند تباه نشي .
بخښل شوی کس دشفاعت په غوښتلو سره ، داسې شرائط برابروي ، څو له یوه ناخوښ وضعیّت او له عذاب سره له مخامخیدا ځان وژغوري او له شفیع سره د ارتباط په وسیله ځان په لاښه وضعیّت کې راولي، څو د بخښنې وړ شي . په داسې بڼه کې د بخښل شوی کس ، دخداوندمتعال په اذن سره ، شفاعت کیږي ،لکه څنګه چې د قرآن کریم د انبیاء سورې په ۲۸آیت کې راغلي دي .؛؛
وَلَايَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُمْ مِنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ ﴿۲۸﴾
؛؛ او د هغه چا لپاره له دې پرته چې (خداي)رضایت ورکړي ،شفاعت نه کیږي او پخپله دهغه (خداي ) له ویرې ویریږي ::::
داپه دې معنا ده چې شفاعت کونکي دهرچا لپاره شفاعت نه کوي ، مګر دا چې پوهه شي،خداوندمتعال ورځیني خوشال دی او دهغه د شفاعت اجازت ئې ورکړی دی .
ممکنه ده ځيني ګمان وکړي ، چې په شفاعت سره انسان ګناه اوتیروتنې ته هڅول کیږي . د مطلب لاروښانه کیدا لپاره زده کونې په خیال کې راولئ چې زده کونکی د د زده کړې په پړاؤ کې،په جدي توګه،دخپل علمي پرمختګ لپاره هڅه ونه کړي ، یا له هڅې سره سره ، دخپلې خوښې وړ نتیجې ته نه رسیږي ،خو دکال په وروستیو کې یا د امتحانونو د وخت په رانزدیکیدوسره ، جدی فیصله کوي څو خپلې تیرې لټۍ او سُستۍ جبران کړي . نو ځکه بیا هڅه پیلوي . شفاعت هم ،د تیروتنو د جبرانلو او پخپلو کارونو دبیاکتنې لپاره یو فرصت دی . دشفاعت په هیلې سره ګناهګار انسان له زاریو او هڅې لاس په سر نه کیږي ، بلکې هڅه کوي ، څو په هره ممکنه بڼه چې وي ، د شفاعت وړتیاوې ترلاسه کړي .
ستر دیني مرجع آیت ا... ناصر مکارم شیرازی د شفاعت د رول او مقام په باب لیکي ؛ شفاعت نه ګناه ته هڅول دي او نه دګناه کولو لپاره د شنې اشارې ښودل دي ، نه د وروسته پاتیوالي عامل دی او نه هم په نننیو ټولنو کې پارټي بازۍ ته ورته کوم شی ،بلکې دا د تربیّت یوه مهمه موضوع ده چې له بیلابیلو اړخونو مثبتې او رغنده اغیزې لري .داسې ډیر کیږي ، چې پر نفس غلبه ، د ډیرو مهمو ګناهانو لامل کیږي او په دې پسې ، پر هغو کسانو چې ګناهانې ئې کړي وي،د نهیلیتوب روحیه ورباندې غلبه کوي.دغه نهیلیتوب هغه په لازیاتو ککړتیاؤ او ګناهانو کې ډوبیدو ته کاږي . خو د اولیاءا.... شفاعت ته ا مید او هیله انسان ته ځیری ورکوي چې که همدلته له ګناه توبه وکړي او خپل ځان اصلاح کړي ، نو ممکنه ده دهغوي تیر وخت د پاکو او نیکو خلکو د شفاعت له لاررې جبران شي.پر دې اساس شفاعت ،د انسان د لارې د اصلاح لپاره د هیلې بیرته ستنیدا او دګناه پریيښودو سره مرسته کوي . له بل پلوه څوک چې شفاعت ته هیله لري ، هڅه کوي ،داسې کار چې د شفاعت کونکو د رضا لامل وي،ترسره کړي،خپله کړي ژمنه نه ماتوي ، له خداي،پیغمبر اکرم او امامانو سره خپله رابطه نه غوڅوي ، او دیبرته ستنیدا لاره ساتي .ددغو عواملو ټولګه د انسان په روزنې کې ډیر اغیزمن رول لري او لامل کیږي ، چې هغه سوکه سوکه د ککړو ا نسانانو له لیکې جلاشي ..... اود شیطان په لمن کې له لویدو وژغورل شي .:::::
د پيغمبر اکرم د وخت مشرکان په دې فکر کې باطل وو چې،هغه بُتان چې ئې عبادت کوي، دخداي په نزد د هغوي لپاره شفاعت کوي . خو قرآن کریم مشرکان هم په عبادت کې دشرک په خاطر او هم د بُتانو په شفاعت کونې د هغوي د اعتقاد په دلیل رټي . د یونس سورې په اتلسم آیت کې هر دواړو موردونو ته اشاره شوې ده او فرمائیل شوي دي ؛ دوي له خداي پرته بل دهغه چا عبادت کوي چې نه هغوي ته تاوان رسوي او نه هم ګټه، ا و وائي ، د وي د خداي په نزد د مونږ شفاعت کوي . ورته ووایه ، آیا خداي ته دهغه څه په باب خبر ورکوئ چې په آسمانونو او مځکو کې نشته ؟ او له هرڅه لوړ اوپاک دی له هغه څه څخه چې (له هغه سره ) ئې شریک کوي ::::
قرآن کریم دهغو مشرکانو د باطلې لیدتوګې د ردولو په مقام کې چې بُتان ئې شفاعت کونکي ګڼل ، وئيلي دي ، شفاعت له خداي لَرَه او له هغه سره ښائي او یوازې هغه کسان شفاعت کولی شي ، چې خداي ورته اجازت ورکړی دی .
په حقیقت کې هغه کس چې شفیع یا شفاعت کونکي ته مخه کوي ، خپل ځواک د شفاعت کونکي له ځواک سره یو ځاي کوي ، څو له دې لارې کمال او لوړتیا ته ورسیږي . ا لبته شفاعت په هغو موردونو کې اغیزمن دی چې په انسان کې د دغې ملګرتیا وړتیا او زمینه موجوده وي .
بې شکه،شفاعت یو قانونمند نظام لري،یعني شفاعت کونکی او شفاعت کیدونکی باید شرائط ولري.د شافعانو په شفاعت کې هغه کسان شاملیږي، چې سم فکري عقاید او ښه تفکر لري،خو په عمل کې لړزانه شوي وي . له بلې خواڅوک دپروردګار له اذن پرته او پخپل سر د چاپه باب شفاعت نشي کولی. د قیامت په ورځ یوازې هغه کسان شفاعت کولی شي،چې دخداوندمتعال له خوا ورته اجازت ورکول کیږي .دقرآن کریم په مریم سورئې کې په ۸۷آیت کې راغلي دی ، ؛؛دوي د شفاعت خاوندان نه دي ، مګر هغه څوک چې له مهربان خداي سره عهد او ژمنتیا لري :::::
دقم دعلمیه حوزې غوره استاد او دتقلید مرجع آیت ا... سبحاني دشفاعت لپاره د دوه شرطونه لازم ګڼي.هغه وائي،لومړی شرط دا چې له خداوندمتعال سره د انسان ایماني رابطه غوڅه نشي ، یعني انسان له خدای سره مومن وي او مشرک نه وي . که له خداي سره دهغه ایماني رابطه غوڅه شي ، نو دهغه په حق کې ډير کم شفاعت هم نه کیږي . د شفاعت دوهم شرط دادی چې له پیغمبر اکرم او معصومو امامانو سره دانسان روحي رابطه غوڅه نشي ، خو که انسان له فکری نظره خپل پیوند او ارتباط غوڅ کړي ، یا په ګناه کې دومره ډوب شي ، چې دهغه چلند دپیغمبر اکرم او امام له کړنو سره خورا کم ورته والی ونه لري ، دشفاعت لیاقت له لاسه ورکوي .
دشفاعت اغیزې دادي چې دخداوندمتعال بخښنې اومهربانیو ته هیله او امید د انسان په زړۀ کې ژوندی ساتي . انسان پخپل فکر او چلند کې د خدای پاک رحمت اوشفاعت ته لازیات هیله مند وي او له هغو سرو کرښو چې دین او اخلاق ئې انځوروي ، تیر نشي . ځکه چې پوهیږي که داسې وکړي ، نو د الهي درګاه دمقرّبانو له شفاعته به محروم شي .
په لنډه توګه ، وئیل کیدلی شي ، چې شفاعت د انسان جوړونې یو مکتب دی او له نیمې لارې د ککړو کسانو دبیرته ستنیدا لپاره او له هغې ناامیدۍ او نهیلیتوبه دګرځیدا لپاره چې پخپله په فساد او انحراف کې دانسان د ډوبیدو لپاره یو عامل دی .
پر دې اساس داسلامی تعلیماتو په اساس ، شفاعت له دې پلوه چې په پنځون کې یو ډول اغیزشیندنه ده ، دخداوندمتعال د ربوبیّت یوه ځلا او ظاهر دی او په دې اساس له هغه سره مخصوص دی ، خو دغه مطلب ، د پیغمبرانو او صالحانو لپاره دشفاعت په حق له اعتقاد سره هیڅ ډغره نه ده . ځکه خداوندمتعال . پخپله دوي بزرګوارانو ته دشفاعت اذن ورکړی دی. لکه څنګه چې خداي پاک قرآن کریم د طه سورې په یو سل نهم آیت کې فرمائي؛؛ دقیامت په ورځ هیڅوک له شفاعته ګټه نه شي پورته کولی ، مګر هغه څوک چې خداوندرحمان ورته اجازت ورکړی او دهغه په خبرو اوګفتار راضي وي.::: البته دشفاعت مقام دهر چا لپاره ممکن نه دی ، او هغه باید دخپلو صالحو اعمالونو او ایمان له پلوه دخدا وندمتعال په نزد لوړ مقام ولري .لکه څنګه چې د قرآن کریم دنساء سورې په ۶۴آیت کې لولوو؛؛ او که هغه کسان چې پخپل ځان ئې ظلم کاوۀ ( او دخداي فرمانونه ئې ترپښو لاندې کول )،تا واخوا ته درتلل ، له خدایه ئې بخښنه غوښتلئ، اوپيغمبر هم دهغوی لپاره استغفار کولئ، نو خداي توبه قبلونکی او مهربان موند.:::
همداراز مفسران، مقام محمود،چې خداوندمتعال په قرآن کریم کې دپيغمبر اکرم لپاره ذکر کړی دی، هماغه دشفاعت مقام ګڼي . پیغمبر اکرم هم پخپله د پیغمبرانو،ددیني عالمانو او شهیدانو درې ډلې دشفاعت کونکو برخې ګڼلي دي . د شفاعت موندونکو په باب هم باید پام ولرل شي ، چې دوي باید هغې درجې ته رسیدلي وي ، چې شفاعت ئې وکړائ شي . په قرآن کریم او ډيرو روایتونو کې راغلي دي ، چې د منافقانو، دپیامبر اکرم د دښمنانو، خیانت کونکو او د لمونځّ پریښودونکو په څير ځيني کسان په شفاعت کې نه شاملیږي .
خداوندمتعال د مونږ ټول په الهي درګاه کې له خپل شفاعته محروم نه کړي ::
آمین یا رب العالمین .
دوستانو په اسلام کې دشفاعت نومې دلړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ،تر بلې اونۍ پورې له بل نوی مطلب سره چې ستاسو په خدمت کې ئې وړاندې کوو،تاسو ټول په نیاؤمن او مهربان خدای سپارو، ا... مو مل او ملګری .
(سیماب)
*************************************************************************************************************************************************************