قبوله دعا
(last modified Tue, 21 Aug 2018 06:56:14 GMT )
Aug 21, 2018 11:26 Asia/Kabul
  •  قبوله دعا

د خدای د کور رښتنی زیارت کونکی، د خدای محبوب دی او د هغه ذات د پام او علاقې وړ دی، او په الهی درګاه کی یی دعا قبوله ده.

یو کال؛ د بصری یوه ډله خلګ د حج د مراسمو د سرته رسولو لپاره،مکی مکرمې ته په سفر لاړل. کله چی مکی ته ورسیدل؛ ویی لیدل چی د مکی اوسیدونکی په سختۍ او مشکلاتو کی شپی سبا کوی. په مکه کی اوبه ډیری کمیابه وې. ګرمی آب و هوا او د اوبو کمښت، د مکی خلګ ډیر زورول، او هغوی یی ډیر بی تابه کړی ؤو. د بصری د اوسیدونکو یو شمیر کسان د کعبې طواف ته لاړل، او په عاجزۍ او خشوع سره یی له متعال او مهربان خدای څخه وغوښتل، چی د خپل رحمت باران د مکې مکرمې په خلګو و اوروی. هغوی د مهربان خدای په درګاه کی ډیرې دعاوی وکړې، خو د دعا د قبلیدو کومه نښه ونه لیدله شوه. خلګ بی چاره شوی ؤو او نه پوهیدل څه وکړی. پدی وخت کی یو ځوان د کعبې خواته راغئ. ځوان وویل: متعال خدای؛ هر څوک چی دوست ولری دعا به یی قبوله کړی. ځوان دا خبره وکړه، او پخپله د کعبی څنګته ورغئ. په سجدې ولوید، او له خپل خدای سره یی راز او نیاز وکړ. 

******

 ځوان؛ د سجدې په حال کی له خپل خدای سره په راز و نیاز کی ویل: ای زما سید او سرداره! له ما سره ستا په دوستۍ تا ته قسم درکوم؛ چی دغه خلګ د باران له اوبو څخه ماړه کړې. تر اوسه لا د ځوان دعا ختمه شوې نه وه؛ چی هوا بدله شوه. وریځی را څرګندی شوې، او باران په اوریدو شو. ورو ورو باران دومره زیات شو، چی د بامونو له ناوؤ څخه اوبه، را وبهیدلی. ځوان؛ له سجدې سر را پورته کړ. یو سړی ورته وویل: ای ځوانه! څرنګه پوه شوې؛ چی خدای تا دوست لری او له همدې کبله ستا دعا به قبوله کړی؟

ځوان ورته وویل: ځکه چی متعال؛ زه د خپل کور زیارت ته را  بللئ یم، وپوهیدم چی خدای را سره مینه لری. ځکه می له خدای څخه وغوښتل؛ چی زما سره د خپلې دوستۍ په حق باران و اوروی. او مهربان خدای زما دعا قبوله کړه. ځوان له دغو خبرو وروسته؛ له هغوی څخه مخ واړاوه او لاړ.

د بصری یو اوسیدونکی وپوښتل؛ ای د مکې خلګو! دغه ځوان پیژنئ؟ خلګو وویل: دوی؛ د اسلام د ګران رسول ص لمسئ، امام سجاد ع دئ. 

*******

د خدای د کور زیارتوال؛ د خدای محبوب دی او د هغه یګانه ذات تر پام او توجه لاندی دی، او دعا یی په الهی درګاه کی قبوله ده.

د اسلام ګران پیغمبر ص فرمایلی دی:« هرڅوک د کعبی په لور وګوری؛ پداسی حال کی چی د هغې په حق آګاه او عارف وی، متعال خدای ګناهونه یی بخښی، او د هغه د ژوندانه چاری په کافی اندازه برابروی ».

همداراز انحضرت فرمایلی دی:« هر څوک چی د حج یا عمری کولو په نیّت له خپل کوره ووځی، د هغو ګامونو په شمیر چی له وتلو څخه تر بیرته ستنیدو پوری پورته کوی، یو میلیون حسنه او ثواب د هغه په نامه عمل کی لیکل کیږی، او یو میلیون ګناه یی پاک کیږی ». حضرت پیغمبر ص د دغه حدیث په دوام کی وفرمایل:« هغه کس به د خدای په امان کی وی. او که پدغه سفر

کی مړ شی، متعال خدای به هغه جنت ته ولیژی، پداسی حال کی چی کامیابه او بخښل شوئ دئ، او د هغه دعا قبوله ده. نو د نوموړی دعا غنیمت وشمیرئ، ځکه چی متعال خدای د ده دعا نه ردوی، او د قیامت په ورځ د سلو زرو کسانو د شفاعت اجازه لری ».     

 

 

  

 

 

 

 

ټیګونه