ډونالډټرمپ او له نړیوالو تړونونو د وتلو نوي مرحله
(last modified Tue, 23 Oct 2018 11:51:24 GMT )
Oct 23, 2018 16:21 Asia/Kabul
  • ډونالډټرمپ او له نړیوالو تړونونو د وتلو نوي مرحله

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو ستاسو په خدمت کې یوو، دامریکا د ولسمشر د یو اړخیزو اقداماتو د دوام او له نړیوالو تړونونو د وتلو د نوي مرحلې دپيلیدا،او دغه راز د امنیتی اوپوځي ترینګلتیاؤ د نوي محدودې د پرانیستل کیدا په باب ځانګړی مطلب ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ،هیله ده ترپایه راسره دملګرتیا فرصت ولرئ

د ۲۰۱۷کال  په جنورۍ کې د امریکا د ولسمشر په توګه  د ډونالډټرمپ  واک ته درسیدا له وخت راهسې،نړیوال ډګر،د هغه د سیاستونو اواقداماتو په دلیل له ډيرو تاؤتریخوالو سره لاس اوګریوان شوی دی .د ټرمپ  د واکوالۍ  یوه خورامهمه ځانګړنه،د سیمه ایزو اونړیوالو موافقو او تړونونو  په وړاندې د  هغه منفي کړچار  او یو اړخیز اقدامات دي .

Image Caption

 

 ډونالډټرمپ  تردې دمه  له ډيرو نړیوالوموافقو امریکا ویستلې ده،د هغه حکومت  تراوسه پورې د پاریس  د آب  وهوا  له نړیوالې موافقې ، له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې،دآرام سمندر د دواړوخواؤ دآزادتجارت (ټي پي پي) له تړونه،وتلی دی او په نفتا تړون  باندې په اعتراض سره په دې باب د بیا خبرواتروغوښتونکی شوی،چې په نهایت کې ئې په کنیډا اومیکسیکو باندې  په دباؤنو سره،دوي سره نوی تجارتي تړون لاسلیک کړی دی .ټرمپ   د اطلس سمندر  د دواړو خواؤ د  آزادتجارت  دتړون په زمینې کې  د اروپا او امریکا ترمینځ دخبرواترو د درولو حکم هم ورکړی دی .ټرمپ همداراز د خپل تجارتي سیاست په لړ کې او دغه راز د چین په څير د نړۍله ځينو سترو اقتصادي لورو سره  د تجارتي جنګ  په  رامینځةکیدا  وګواښي  چې  دنړیوال تجارت له  اورګانه به هم ووځي .

دامریکا د ملی امنیت د شورا یوه پخواني غړي  رابرټ مالي  وئيلي دي،د ډونالډټرمپ  یو اړخیز پالنې ،دغه هیواد ترډیره حده منزوي کړی دی .

Image Caption

 

               په  عین حال کې د ډونالډټرمپ  دغه کړچار،اوس یوې نوي او ډيرې خطرناکې مرحلې ته  داخل شوی دی .د ټرمپ حکومت  اوس  دایټمی وسلود کمولو او له مینځه وړلو تړونونه هم په نښه کړي او خپله هڅه ئې له دغو تړونونو وتلو ته   ور اړولې ده.په حقیقت کې  د ایټمي وسلو د کمیدا تړونونه،  د روسیې او امریکا ترمینځ  د اختلافاتو اوتاؤتریخوالو په یوه خورا اصلي ټکي  بدل شوي دي .له څو نړیوالوموافقو څخه د ټرمپ د واکوالۍ په پړاؤ کې د امریکا وتلو ته په پام سره،اوس له بل هر وخته زیات له ځينو وسلوالو تړونونو   ددغه هیواد د وتلو احتمال زیات شوی دی .په دې لړ کې ټرمپ د امریکا د ۲۰۱۶کال  د ولسمشرۍ  دانتخاباتو په بهیرکې  له هغه د روسیې  دغیر مستقیم ملاتړ په زمینې کې  په ځان دلګیدلو تورونو دختمولو لپاره  او هم د امریکا د ایټمی توانمنیو دپیاوړي کولو او  د روسیې  د ایټمي سلاکوټونو د کمزوري کولو په زمینې کې دخپلو موخودپوره کیدا لپاره،دمینځ واټنه ایټمي ځواک د تړون(آئي این ایف) او د سټارټ درې (start-3) نومې د سټراټژيکو ایټمی  وسلو د کمیدا د تړون  د خلاف ورزۍ  په باب  په روسیې  د تور لګونې سیاست  تعقیب کړی دی .البته   د  آئي این ایف  تړون په زمینې کې د واشنګټن او ماسکو  ترمنیځ اختلاف د امریکا دپخواني ولسمشر باراک اوباما  د ولسمشرۍ پړاؤ ته ورګرځي . په  عین حال کې ،دغه اختلافات اوس ډير زیات شوي دي  او  لمن ئې  د سټارټ تري ، نومې  تړون  ته هم رسیدلې ده.

Image Caption

 

     د مینځ واټنه ایټمی  ځواک د تړون په  زمینې کې د  روسیې اوامریکا  دنظر ډیر اختلاف ته په پام سره،د امریکا لوړپوړي امنیتی چارواکي په تیره بیا  د دغه هیواد د ملی امنیت سلاکار جان بولټن ددغه تړون له مادو د ماسکو  د خلاف ورزۍ په پلمه  له دغه تړونه  د وتلو غوښتنه کړې ده .جان بولټن  همداراز د سټارټ تري ،نومې  تړون دتمدیدیدا په باب د خبرواترو د دوام د مخنیوي په لټه کې دی  چې   په ۲۰۱۰کال کې د ماسکو او واشنګټن ترمینځ  شوی دی .  که څه هم د جان بولټن وړاندیز د امریکادخارجه  او دفاعي چارو د وزارتونو  له سخت مخالفت سره مخ شوی ،خو  دامریکا د حکومت د لوړپوړي امنیتی چارواکي په توګه د جان بولټن  د ډير نفوذ په دلیل،ټرمپ  دهغه غوښتنې ته غاړه کیښودلې ده . 

ډونالډټرمپ د اکتوبر په شلمه نیټه روسیه،د مینځ واټنه  ایټمي ځواک دتړون  په خلاف ورزۍ تورنه کړې  او وئيلي ئې دي ،واشنګټن به له دغه تړونه ووځي. د امریکا ولسمشر  په داسې حال کې  روسیه  د دغه تړون په خلاف ورزۍ تورنه کړې،چې دخپلې ادعا د اثبات لپاره  ئې هیڅ  ډول سند او مدرک نه دی وړاندې کړی .ټرمپ همداراز ټينګارکړی،امریکا به خپلې ایټمی وسلې نوره هم زیاتې کړي،مګر دا چې  روسیه او چین،دخپلو ا یټمي وسلو پراختیا  ودروي .ټرمپ  د روسیې له خوا د دغه تړون   د خلاف ورزۍ په پلمه  او په دې دلیل چې  دغه تړون،امریکا په ختیځي آسیا کې  دچین   د توغندیو له سلاکوټ سره  دمقابلې لپاره  د نوو وسلو له پراختیا  غړوي،له  دغه مهم ایټمي تړونه دامریکا د وتلو  اعلان ته  مخه کړې . دا  د  وسلو د کنټرولولو لومړنۍ مهم تړون دی،چې  ټرمپ  ئې چخڼي کوي .د روسیې خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولوسره  دمینځ واټنه ځواک له تړونه د وتلو په باب  د ټرمپ ګواښ ته په اشارې سره  وئیلي دي، امریکا،په دغې فیصلې سره په  سرکې د یوقطبي  نړۍ خوب ویني .

            د روسیې  مرستیال خارجه وزیر سرګئ زیابکوف  د یکشنبې په ورځې  د  مینځ واټنه ایټمی توغندیو د بندیز له تړونه  دامریکا د وتلو په غبرګون کې  وئیلي دي،د امریکا دغه اقدام  ډيرخطرناک اقدام دی .دریابکوف په وینا،که امریکا له نړیوالوموافقو په  یو اړخیز ډول  وتلو ته  دوام ورکړي،نو روسیه به په غچ اخستونکو اقداماتو لاس پورې کړي چې پوځي اقدامات هم پکې شاملیږي .امریکا په تیرو څلوروکلونو کې په کرتو روسیه  ددغه تړون په خلاف ورزۍ تورنه کړې ده  . دامریکاپخواني ولسمشر باراک اوباما  له هغو نیوکوسره سره،چې  د روسیې له خوا ئې د دغه تړون  دخلاف ورزۍ په باب درلودې ، له دغه تړونه  ونه وت. دا په داسې حال کې دي چې   ماسکو ،امریکا  د مینځ واټنه  ایټمي ځواک  تړون ته په نه پابندکیدا تورنه کړې  ده . امریکا او د وخت شوروي اتحاد په واشنګټن کې  په ۱۹۸۷کال کې دغه تړون لاسلیک کړی،او په ۱۹۸۸کال کې ئې اجرا کړی دی.د شوروي له دړې وړې کیدا وروسته  روسیه د شوروي د جانشین هیواد په توګه،هماغه راز  دغه مهم تړون ته پابنده پاتې شوه.د مینځ واټنه ایټمی ځواک تړون،دواړه لوري،په اروپا کې د بالسټیک او کروز توغندیو له دیره کولو منع کوي .د دغه تړون په اساس،  له یو زر تر پنځه زره پنځه سوه کلومیټرو پورې  په نښه لګیدونکي مینځ   واټنه توغندي او له پنځه سوه تر  زر کلومیټرو پورې  په نښه لګیدونکي لنډ واټنه  توغندي ،باید  نابود شي .

                  امریکا  دمینځ واټنه ایټمي  ځواک  د تړون  خلاف ورزۍ کونې پلمې ته په مخه کولو  سره  د روسیې په ضد د نوي بندیزونو او حتی په پوځي حملې د دغه هیواد  ګواښلو ته مخه کړې ده .

 په ناټو کې د امریکا  استازي  کې بِلي  هاچینس ، روسیه ،  د کروز منع شوي توغندوي ضددفاعي سسټم  په پټه  په پراخولو تورنه کړې او ګواښ ئې کړی،  واشنګټن به د دغه سسټم له عملیاتي کیدا مخکې دا تباه کړي . هغه  د روسانو له سخت غبرګون وروسته، له خپل دریځه  شاتګ   کړی او هڅه ئې کړې  خپلې څرګندونې توجیه کړي . که څه هم امریکا،د کروز توغندیو  د آزموینو  په ادعا سره روسیه،د آئي این ایف نومې تړون په خلاف ورزۍ تورنه کړې،خو  روسانو  د امریکا  د دغې ادعا په ردولو سره ، د بی  61 او 12  په نامې سره   اروپا ته د نوو ایټمي بمونو   دمنتقلولو لپاره  د دغه هیواد پلان ،ددغه تړون دخلاف ورزۍ   یو مورد  ګڼلی دی . د مینځ  واټنه  ایټمي ځواک له تړونه  د امریکا وتل به،د امریکا او  دهغې د ایټمي سیالانو،یعني  چین اوروسیې  ترمینځ د ایټمی مخامخیدنې  په زمینې کې   دیوې نوي مرحلې  دپیلیدا په معنا  وي .

د یوه  ایټمي پوه  لیسبت ګرونلونډ  په وینا،ډونالډټرمپ د بې پروائۍ  په لاره سم شوی دی . یوه داسې لاره چې د امریکا امنیت به،هغه  که په اوس وخت کې وي او که  په اوږدمهاله مرحلې کې،لازیات کم کړي .:::

 په دې  ډول  دغه هیوادونه به  د لنډ واټنه او مینځ واټنه  ایټمی وسلو  دپراختیا لپاره  هیڅ محدودیتونه ونه لري ،په تیره بیا امریکابه  داوسنیو محدودیتونو  په لیرې کولو سره  او هم  خپلې نوي ایټمي نظرئې ته په پام سره،په ډير احتمال سره   په دوو سټراټژيکو ځایونوکې ،یعني  په مرکزي اوختیځي اروپا کې او  هم  په ختیځي آسیا کې  نوو ایټمي توغندیو او وسلو  دیره کولو ته مخه کړي.  دغه شان ا قدام به  د روسیې او چین  مقابل غبرګون په ځآن پسې  ولري او  د ایټمي وسلو په سر به د سیالۍ  یوې نوي مرحلې  ته د سترو ایټمي قدرتونو د واردیدو په معنا وي .

                داسې ښکاري  د ټرمپ د حکومت  نوی اقدامات په تیره بیا  د مینځ واټنه ایټمی ځواک له تړونه وتل، دامریکا په نوي ایټمي نظرئې کې  د خوښې وړموخو د پوره کیدا لپاره  ترسره شوي دي .  دغه نظریه،د ۲۰۱۸کال  په فرورۍ کې  د:ایټمي  وضعیّت  دبیا کتنې د :( The NuclearPosture Review) په عنوان سره  د یوه سند په چوکټ کې  خپره شوه،او  د هغو چوکاټونو او مفاهیمو لپاره چې ټرمپ  د ۲۰۱۷کال په جنورۍ کې  سپينې ماڼۍ ته   د تلو له وخت څخه  مطرح کړې  وه،برابره شوې ده .ددغه سند په اساس،د نوو ایټمی  وسلو جوړول او  غیرایټمي مهمو سټراټژیکو حملو ته  ایټمی ځواب ورکول په نظر کې نیول شوي دي .په دغه سند کې دحملې یا ټارګټ په  لومړني شیشت کې،د نړۍ د یوه اصلی ایټمي قدرت په توګه روسیه راغلې ده .په داسې حال چې  په مخکیني سند کې ایټمي حمله،د ترټولو وروستۍ  چارې په توګه  په نظر کې وه.په دغه سندکې روښانه شوې ده چې دامریکاد ایټمی سلاکوټ کارندوالی، دفاعي دی،او که دفاعي کارندوالي ځواب ورنکړ ، نو  باید  د دښمن سترې  دودې   حملې ته  ایټمي ځواب ورکړل شي  .دغه سناریو  په عین حال کې لازیات د ایټمي وسلو  د عملیاتي کونې د توجیه   لپاره ،البته  په لاکم قدرت سره ،په نظر کې نیول شوې،څو  د وارمخکې  ایټمي حملې په  جدي کیدا ټينګار وشي :

Image Caption

 

 دامریکا د  ایټمی چارو یو کارپوه  کینګسټن ریف  باوري دی ،دغه سند،یوه  داسې سناریو رامینځةکوي ، چې  په اساس ئې،امریکا  ممکنه ده ،له ایټمي وسلو استفاده وکړي.پر دې اساس له ایټمي وسلو داستفادې خطره زیاتوي .:::

                همداراز  په دغه سند کې  د نوو ایټمي توغندیو او خولیو پشمول  په لازیاتو نوو او ماډرن وسلو سره   د ایټمي وسلو په ځاي  ئې  په راوستو ټينګار شوی دی .اوس   ډونالډ ټرمپ،د دغه هیواد  د ۲۰۱۹کال په بودجې یا بجټ کې د پوځي ایټمي ماډرنونې  لپاره  د ۲۴میلیارډ ډالري بجټ  د بیلولو په چوکاټ کې،د دغې نظرئې اجرا په نظرکې نیولې ده .په اوسنیو شرائطو کې  پنټاګان  لا کمو ایټمی توغندیو او خولیو ته پام کوي،او لازیات د خپلو ایټمي  سلاکوټونو  په ماډرنولو پسې  دی .امریکائي  چارواکو وئيلي دي،چې  د  خپلو ایټمی سلاکوټونو د ماډرنولو لپاره یو زر دوه سوه میلیارډ ډالري بودجې ته اړتیا لري .

                 داسې بریښي  د امریکا او روسیې د  دوواړخیزو  تاؤتریخوالو سویه  او  هم  د  اختلافاتو  اړخونه ، هغه  لور وآخوا ته حرکت کوي چې  ممکنه ده   د نیغ په نیغه پوځي مخامخیدنې  او  په بله لاغوره  معنا،د دوو ایټمی قدرتونو ترمینځ دجنګ  لامل شي .

 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې زمینې کې وئيلي دي ،که یو هیواد  په روسیې ایټمي حمله وکړي،نو دا ممکنه ده د مځکې پرمخ دژوند پاي  وي، خو یرغلګر باید پوه شي،چې  ډيره سخته سزا به دهغو په تمه وي . 

Image Caption

 

          په حقیقت کې  واشنګټن  په بیلابیلوزمینوکې  په تیره بیا  دپوځي اړخونو په زمینې کې  د روسیې په ګیرولو  او د فعالې مقابلې په لورګام پورته کړی دی . روسیه ، دخپل ایټمی قدرت  دپیاوړتیا لپار دامریکا ښکاره ګامونو ته په پام سره،دخپلو سټراټژيکو دفاعي  ځواکونوپه پیاوړي کولو او دخپلو ایټمي سلاکوټونو په ماډرنولو اوسنبالولو  پسې ده .په حقیقت کې به دا، د روسیې  لپاره  لومړی او دغه راز  د چین لپاره  په نزدې راتلونکي کې پوځي لومړیتوب  وي .په دې توګه،دنړۍ راتلونکی به د سترو ایټمي قدرتونو  د سیالیو په سیوري کې،لا ناکراره او  له امنیتی پلوه هم ډيرې ټيټې هسکې لرونکی وي ،یوه داسې نړۍ چې  ایټمي ګواښونه به پکې  نوره هم زیات شي .

               د وستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو، تر هغه وخته ، ا.... مو مل او ملګری .

  (سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه