دحضرت امام حسن عسکری(ع)دنیکمرغه زوکړې کلیزه
(last modified Sun, 16 Dec 2018 06:46:47 GMT )
Dec 16, 2018 11:16 Asia/Kabul
  • دحضرت امام حسن عسکری(ع)دنیکمرغه زوکړې کلیزه

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو ښه اونیکمرغه ورځ درته غواړو. دخپرونې په دې شیبو کې ستاسو په خدمت کې حاضر شوي یوو ،څو دامامت دآسمان دیولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري علیه السلام دنیکمرغه زوکړې کلیزه،درسره په یوه ځانګړي مطلب کې وسپړو،هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ.

  دوستانو د ۲۳۲قمری کال  د ربیع الثاني  دمیاشتې  په اتمه نیټه  دپيغمبر اکرم (ص)په پاکې کورنۍ کې  یو ماشوم نړۍ ته سترګې رڼې کړې  او د مدینې فضا ئې منوّره کړه .کله چې حضرت امام هادي علیه السلام ته دیوه بچي  د زوکړې ځيری ورکړل شو،نو هغه بزرګوار هغه نوزیږی راواخست او د هغه په ښي غوږ کې ئې ورته آذان ووایۀ او  په کیڼ  غوږ کې ئې هم ورته  اقامه ووئيله او  پٍاک نوزیږي باندې ئې د حسن نامه کیښودله .لکه څنګه چې  هغه بزرګوار   د خپل پلارحضرت  امام هادي علیه السلام په شان  د  عباسی خلیفه ګانو په حکم سره  د  عراق   دسامرا په عسکر کوڅې کې  اوسید،  په عسکري مشهور شو ، دهغه کُنیّت ابومحمد او مشهور لقبونه ئې هم تقي او  زکي  دی .  په دې مناسبت   د نړۍ درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وایو .

           دوستانو دحضرت امام حسن عسکري علیه  السلام  برکتناک عمر  په درو مرحلو ویشل کیږي .  لومړي   دیارلس کلن پړاؤ کې  په مدینې کې   ؤ ، په دوهم پړاؤ کې تر ۲۳کلنۍ پورې  له خپل پلاربزرګوار  سره  په سامرا  کې  ئې ژوند کاوۀ او د هغه بزرګوار دریم پړاؤ د هغه دعمر  وروستي شپږکلونه   ؤ چې  دخپل پلار له شهادته وروسته،ئې په سامرا کې د شیعیانو  د چارو رهبري او  ولایت په غاړه درلود.په دغو شپږو کلونوکې د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام ژوند له  ډيرو ټيټو هسکو سره مخ ؤ،ځکه عباسی واکوالانو دهغه بزرګوار لپاره ډير زیات محدودیّتونه او تنګڅې  راولاړې کړې وې .  تاریخي شواهد ښئ چې  په کلي توګه   دپيغمبر اکرم د پاکو اهل بیت علیهم السلام  لپاره ددوهمې قمري پیړۍ  په لومړنیو لسیزو کې سیاسی او اجتماعي  حالات او شرائط  ډير ترینګلي وو . نو ځکه   له هغو بزرګوارانو،څو کسان د عباسی واکوالانو په اجباري ډول  اړ کړي  وو ، څو  خپل زیږنځاي مدینه پریږدي  او  له خپل اصلی وطنه  لیرې ځاي کې  ژوند وکړي .دحضرت امام حسن عسکري علیه السلام په باب هم  همدغه شان حالات وو.دغه امام بزرګوار له ماشومتوبه  له خپل پلار  سره   دعباسی  حکومت په مرکز سامرا ښار کې  په یوې پوځي سیمې کې  ژوند کاوۀ او تل  د حکومتي عواملو تر سختې څارنې لاندې  ؤ،او په هغه وخت کې  هم  پر عمومی افکارو  ددین په لاره کې  ډول ډول بدعتونه تپل شوي  او جهالت هم پرفضا سیوری غوړولی ؤ .امام بزرګوار  ددین حقیقت په ډير شفاف  او روښانه ډول  دخلکو لپاره  مطرح کړ .حضرت امام حسن عسکري علیه السلام  د پیغمبر اکرم د نورو اهل بیت علیهم السلام په شان له ډيرې پراخې او ژورې پوهې برخمن ؤ،په دې  توګه چې  دهغه بزرګوار  دپوهې  وړانګې  په هر ځاي کې خوَرې وَرې وې . له  ډيرو لیرې پراتو سیمو به  د علم او پوهې مینه وال دهغه وآخوا ته ورتلل او له هغه بزرګواره به ئې  عملي ګټه پورته کوله .

                 دقرآن کریم له نظره،د انسان لوړکمال  یوازې  دعبادت او بندګۍ  په وسیله ترلاسه کیږي  او د پنځون  نهائي  هدف   هم په  همدغه حقیقت کې   ریښه لري . عبادت،له  خداوندمتعال  سره  دانسان  ارتباط  تر ټولو څرګنده ځلا د ه . هغه ارتباط چې لامل کیږي  انسان لوړتفکر ترلاسه کړي،روحي او نفسیاتی  عظمت ته ورسیږي،باطنی صفا پيدا کوي  او خوبیانو او ښکلاؤ سره ګروهنه پیداکوي . دغه فضایل د  یوه پوه  او آګاهانه  عبات نتیجه ده .   دحضرت امام حسن عسکري علیه السلام څخه نقل شوي دي؛  عبادت  د ډيرو لمونځونو او روژو په ترسره کولو کې نه دی،بلکې عبادت په بیلابیلوچاروکې د  د   خداوندمتعال  په نه ختمیدونکي قدرت کې  په تفکر اولیدتوګې  سره کیږي:::  ددغو څرګندونو په اساس، دتفکر  دعبادت  اساس،مقصد پيژندنه او  مقصد ته رسیدل دي . دغه عبادت او تقوا،که  عمل سره یو ځاي وي ،نو انسان هم  دغه لاره کچ کوي او هم مقصد ته رسیږي  او  هم مقصود دخپلې اندازې په اساس  ویني .

 دامام بزرګوار له نظره ،  تر ټولو پرهیز ګار هغه کسان دي ، چې  هغه خبرې چې  مستدلې نه وي ، ونه  کړي څو  په ګفتار ،خبرو او  لیکنو کې تقوا ولري او  په  په عمل او کردار کې  الهي فرائص ترسره کړي،څو د خپل وخت دترټولو عبادت کونکو کسانو په لیکه کې شي،له محّرماتو یا حرامو ډډه وکړي څو   د خپل وخت  په تر ټولو زاهدو کسانو  کې شامل شي اوهڅه  و کړي ، چې له ګناه ځان وژغوري .

حضرت امام حسن عسکري علیه السلام پخپل خاص اخلاقي عظمت او لوړتفکر سره دوستان او دښمنان ځان ته لیواله کول .تاریخ لیکونکي نقلوي ، چې  حضرت امام حسن عسکري علیه السلام دعباسی واکمن   متوکل په حکم ،  چې  د اهل بیت علیهم السلام  تر ټولو سخت دښمن  ؤ، زنداني شو او  خلیفه  حکم ورکړی ؤ چې په زندان کې له هغه سره ډیر سخت چلند وشي،خو  دبند ساتونکي  له یوې مودې وروسته  د هغه بزرګوار  له کمالاتو  او اخلاقو  سره لیوالتیا پيدا کړه او خپل زړه ئې پرې وبائیلۀ او  دهغه بزرګوار سترګو ته ئې نیغ په نیغه کتو څخه شرم او حیا  کوله . کله  هم  هغه بزرګوار له بنده خوشی شو ، نو  هغه بند ساتونکي له امام بزرګوار سره  تل پاتې  اعتقادي مینه پیدا کړه او  په دین کې ئې ښه اوغوره بصیرت ترلاسه کړی ؤ .

               د امامت د یولسم  ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري علیه السلام    د امامت په پړاؤ کې دتشیّع پراختیا اوځواکمنیدا لامل شوې وه،چې   د عباسي خلافت واکوالانو  امام بزرګوار   په تنګڅې کې راوست  او  هغه  ته ئې د هیڅ ډول فعالیتونو اجازت نه ورکاوۀ.خو امام بزرګوار د تشیع د غورځنګ   د رهبرۍ  او  لارښونې لپاره  له هرفرصته  استفاده کوله او  د امامت  په  هماغه لنډ پړاؤکې ئې ډير ستر کارونه  ترسره کړل ، چې د عباسي واکوالانو  لالهاندي ئې ورځ تر بلې لازیاتوله  او شیعیّت  هم ورځ تربلې دلاپراختیا په حال کې شو . پټ سیاسی فعالیتونه،هم له شیعیانو څخه مالی ملاتړ او پشتیباني، د مشکلاتو په وړاندې د شیعیانو  دمهمو شخصیتونو  او عناصرو پیاوړتیا او توجیه،او د خپل  زوي ،یعني د حضرت  امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه شریف  د غیبّت دپړاؤ لپاره دشیعیانو  تیارول ،  د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام ځیني فعالیتونه  وو  او دغه راز  ا مام بزرګوار  د غیبّت صغرا او غیبّت کبرا  پړاؤ   لپاره د  ټولنې  تیارولوته هم ډير پام  کاوۀ .

           دحضرت امام حسن عسکري علیه السلام  یو خاص ملګری  احمد بن اسحاق  وائي،یوه ورځ  دامام بزرګوار حضور ته ورغلم  او ترې مو  پوښتل  چې  ، له دوی  وروسته  دامام په باب  راته معلومات راکړي ، نو  هغه  حضرت  له پوښتنې مخکې  راته  وفرمائيل؛ ائ احمد بن اسحاقه ، خداوندمتعال  له هغه وخته چې آدم ئې پيداکړ،تر قیامته پورې،هیڅکله مځکه  له خپل حجته  خالی نه ده پریښودلي او بیا به ئې هم خالي پرې نه ږدي .خداوند دخپل حجت  د وجود  په برکت،پرمځکې دنړۍ له خلکو هر ډول بلالیرې کوي او  باران رالیږي  او  د مّځکې په زړۀ کې  پټ برکتونه  راښکاره کوي ،  نو عرض مو وکړ ، له تاسو وروسته  امام  او پیشوا  څوک د ی .؟ هغه بزرګوار سملاسی پاڅيد او  د بلې کوټې وخوا ته لاړ او  بیرته راوګرځید .  په داسې حال  کې چې  یو درې کلن  بچی چې  مخ ئې  د څوارلسم سپوږمۍ  په څير  ځيلیدله ځان سره راوست . او  وې فرمائيل ؛ ائ احمد بن اسحاقه ! که  دخدای او  امامانو په وړاندې محترم نه وائ ، نو  دغه زوی به مو تاته هم نه ؤ ښودلی ،  دا   د خدای درسول  په نامې  او دهغه  په کنیّت  سره دی . مځکه   له عدل او انصافه ډکوي ، لکه څنګه چې  به له ظلم ا و کړاؤه ډکه  شوي وي .  هغه  په دغه امت کې ( دغیبّت  له اوږد پړاؤ له پلوه )د  خضر او ذالقرنین  په شان دی .  دا به په داسې غیبّت  لاړ شی  چې ( د اږدیدا  له امله )به   ډير شکونه راپورته کړي  او یوازې هغه کسان چې  خداوند متعال  ئې  دهغه په امامت  په اعتقاد کې  ثابت  وساتي  او د هغه د قیام او ظهور  د تعجیل  لپاره دعا  کوي  ،  له ګمراهۍ نجات مومي .

               دوستانو دحضرت امام حسن عسکري علیه السلام  دځلانده میلاد  په مناسبت یو ځل بیا  درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته   مبارکي وړاندې کوو او  د امام زمان  لپاره د امام حسن عسکري  علیه السلام  دعا  زمزمه کوو .

*/*/*/*/*/*/*/*/      ائ خدایه !  د عدالت  روښانه ورځ  مونږ ته راوښایه  او دا،له کوم تورتم، ککړتیاپرته  دتل لپاره او د یوه  نور په شکل کې راڅرګنده کړې ،،،،، او دهغې پیل پر مونږ  وَلَورَوې او دهغې ورځې برکت پر مونږ نازل کړې ،،،،،، هغه (مهدی) پر خپلو مخالفانو برلاسه کړې  او د هغه ددښمنانو په وړاندې د هغه  مرسته وکړې ،،،،،،،ائ خدایه !  او حق پر هغه روښانه کړې د شپې  تورتم  له هغه سره  په سباؤن بدل  کړې ،،،،،، 

ائ لویه خدایه!  مړاوي زړونه     د هغه په وسیله ژوندي کړې  او  دهغه په لاس ډول ډول نظرونه او مختلفې لیدتوګې  متحدې کړې او نه اجرا شوي حدود او پټ احکام  دهغه په لاس  ترسره  کړې ،،،،،،اوږي کسان دهغه په لاس  ماړۀ کړې  او کړیدلي بدنونه دهغه   په لاس په آرام کړې،،،،،،،ائ لویه خدایه!  هغه  له هغه څه  چې دهغه لپاره خطرناک وي،خوندي ئې ترې  وساتې  او  دمکر او  دوکې  غشي له هغه ستانۀ کړې او هغه پخپل حفظ او آمان کې وساتې .*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

 (سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه