د ښه ژوند کولو هنر
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i90377-د_ښه_ژوند_کولو_هنر
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د غوره ژوند د تیرولو د هنر نومې لړۍ له ننني پنځلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په ننني مطلب کې په ټولنې کې د صداقت د ځانګړنو په باب درسره غږیږو ،نو هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2020 11:49 Asia/Kabul
  • د ښه ژوند کولو هنر

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د غوره ژوند د تیرولو د هنر نومې لړۍ له ننني پنځلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په ننني مطلب کې په ټولنې کې د صداقت د ځانګړنو په باب درسره غږیږو ،نو هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

دوستانو لکه څنګه چې پوهیږئ  له دروغو  په ډکې ټولنیزې فضا کې  بې  اعتمادي جرړې پراخوي  او اړیکې  په مشکوکو  او ناکامو دوستیو بدلیږي . ددغو ناسالمو اړیکو،تظاهر اوظاهري ښکلاؤ نتیجه،دخبرو پټول، مصلحت غوښتنې  او په نهایت کې د ډول ډول دښمنیو رابرسیره کیدل دي .

                   ښه ژوند کول  د مځکې پر مخ د درستو انسانانو یوه غوښتنه ده .خو لاښه ژوند کول،داسې مثبتو بدلونونو ته اړتیا لري،چې دغه بدلونونه د مونږ له باطنه پیل شي .د مونږ په نظر  او فکر کې په بدلون سره،د خوښو چلندونو په باطني کولو سره،دناخوښو او بدو خصلتونو او خویونو په پریښودو سره ،  په خداي په توکل او امید سره  او  په انرژۍ اوتاندوالي سره  دخپل ژوند شیبې  لازیاتې  خوندورې کولی شو .

                     خوږو دوستانو په تیرمطلب کې مو د کورنۍ په ژوند کې  دصداقت د اهمیّت په باب  ځیني خبرې کړي دي  او اوس  هم په ټولنې،د کار په چاپيریال او داسې ځينو نورو چاپيریالونو کې  ددغه خوښو چلندونو  دمثبتو اغیزو په باب درسره غږیږو. نو حتما  له مونږ سره ملتیا وکړئ .

                رښتیا وئيل او صادق شونه  داسې بهیر دی ، چې  په انساني ارتباطاتو کې  مهم رول لوبوي . دغه اساسی رول ممکنه ده  د لیدو او یا د آوریدو وړ نه وي ، خو  په ټولنیزو اړیکو کې ئې اغیزې ډيرې رغنده و ژورې وي . که په ارتباطات کې صداقت او جَوَتوالی نه وي،نو بې شکه،او په چورلټ ډول به غوڅې شي او یا په شکمن،مبهم  او ناسالم ډول  دوام مومي .که ا نسان ونه توانیږي ،  یا  ونه وغواړي ،خپل مقصد  په ډاګه بیان  کړي ا و  دروغو ته مخه کړي ، نو مقابل لوری تیروځي  او حدس او ګمان ته مخه کوي او  له واقعیّته لیرې کیږي.  په انساني ارتباطاتو کې   شکونه او بې صداقتي ، په شخصي او ټولنیزو  ارتباطاتو کې  ډير مشکلاتو اومسئلې راولاړې کوي .

 له بده مرغه  یو شمیر فکر کوي ،صداقت او رښتیا وئيل  یوازې یوه اخلاقي موضوع ده  او  په دغې بریا سره  هڅه کوي ،د ټولنیزو مشکلاتو او مسئلو په ارزونې کې صداقت څنډې ته کړي،خو باید ووئيل شي صداقت نور د خوبیانو  اساس او بنسټ دی اوګواکې  دروغ د درستو بدیو او بدو کارونو  کِلي ده .

                      مونږ زیاتره  په دې دلیل  له یوه بل سره اتبارط ټینګوو،څو  له دې لارې د ټولنیزو اړتیاؤ پوره کولو او  خپل غوره درک ،  د اطلاعاتو مبادلې  او د ګډوډوډ خبرو ختمولو او تیريو  او دغه راز  د مشکلاتو او مسئلو حل کولو ته مخه کړو .اوس که په دغو ارتباطاتو کې  دروغ او شکونه وي،نو په دوي کې یوه موخه  هم نه پوره کیږي . 

 له دروغو په ډکې ټولنیزې فضا کې،د بې باؤرۍ او بې اعتمادۍ ریښې پراخیږي  او  اړیکې  په شکمنو او ناکامو دوستیو بدلیږي .  ددغو ناسالمو   ارتباطاتو نتیجه ، تظاهر، د کارونو ستر ښودل ، مصلحت غوښتنې  ، د کارونو پټول، دوکې  او  په نهایت کې ډول ډول دښمنۍ  وي  . د مثال په توګه، تاسو یوه ادره  او یا  اورګان په نظر کې ونیسئ، چې په هغه کې له مشر مدیر رانیولې تر یوه ساده کارکونکي پورې  له رښتیا وئيلو ډډه کوي  او یا نه غواړي  رښتیا ووائي  او دروغ وئيل ،  په کار کې د پرمختګ او  اوهوښیاري  او یا چلول  ګڼي،نو  په داسې حالاتو کې به څه کیږي ؟ نو ښائي په لومړۍ مرحلې کې  ددغې ادارې یا اورګان  کارکونکي خپل باطني او نفسیاتي آرامښت له لاسه ورکوي ،ځکه  دخپلو ملګرو کارکونکو په نسبت  ښه  حس نه لري ، فتنه اچونه ، دخپل کار ویستل ، مبالغه ، غیبت ، چلول دوکه ، فرصت غوښتنه  او  داسې نور په لسګونو بې ربطه  او منفي کارونه او نیمګړتیاوې   چې درست  د  دروغو په اساس ولاړ وي ،  په دغې ادارې یا اورګان کې  ځلا مومي او درست  انساني او اخلاقي  ارزښتونه پکې تباه کیږي .

              د جاپان  جنرال الیکټریک  شرکت یو لوړپوړی مدیر  جک ولش  باؤري دی، د مونږ ارزښتونه  دمونږ اصول دي ، داسې ارزښتونه چې  تعریف کړي مو دي،  چې  په هغو کې صداقت ،احترام ، ډله ایز یامشترک کار ، ګډې هلې ځلې  او  سم  او په زړه سره کار کول   شامل دي  په دغو کې هر یو ارزښت د هغې ټيکنالوجۍ د برخې په اندازه چې  مونږ ئې پراخوو،د مونږ د شرکت د راتلونکي  دبریالیتوب لباره  اهمیّت لري . هغه اخلاقي اصول او ارزښتونه چې پر  مدیره پلاوي (بورډ آف ګورنر )  واکمن دي ، باید  له هغو ارزښتونو سره چې  د کارخانې  په ځاي کې او یا په  ورکشاپ  واکمن دي ،توپیر  ونه کړي . د انساني او  اورګاني  ارزښتونو لمن باید  له مشر رانیولې تر لاندې پورې  پکې شامل وي اود تل پاتې ارزښتونو د پنځونې   کاري  فعالیتونه، نه یوازې د کارکونکو لپاره ، بلکې د ونډه لرونکو ،غوښتونکو  او اجتماع  لپاره وي .::: 

 هو! هیڅ یوه حکومتي او یاغیر حکومتي اداره او  یا اورګان  له اخلاقي اصولو څخه په تیره بیا  د دوي تر ټولو سرخیل څخه چې هماغه   صداقت او سم کار کول دي ،بې نیازه نشي تصور کیدلی .

 د جک ولش  له نظره،د یوه کارکونکي  اخلاقي چلند  له دوو عاملو سره ، یعني  پر ادارې  واکمنې فضا او شخصي ارزښتونو سره  اړونده  دی .  د مثال په توګه ،  کله چې  یوه اداره  دروغجن ، دوکه باز  او یا  هغه کسان   خلاف کارونه ترسره کوي ،په لوړو څوکیو ګماري  او یا  ئې په بیلابیلو موقعو کې ستائی،نو داسې اخستون کیږي،چې  غیر اخلاقي چلندونه ښه نتیجه ورکوي. همدلته ده چې  په ادارې یا اورګان کې غیر ا خلاقي  اصول ريښه پراخوي  او  رښتیاوالی او صداقت پيکه کیږي .

               دمغزو او اعصابو متخصصان (نیورولوجیسټ) په دې اند دي چې رښتیا وئيل  دانسان پرنفسیاتي  سلامتیا  ډيرې زیاتې اغیزې شیندي .اروا پيژند وائي ،انسان هرڅومره  لږ  دروغ وائي ، نو له لازیاتې بدني او روحي سلامتیا برخمن  کیږي . :: 

 جالبه ده چې پوهه  شئ، ډاکټران او متخصصان په څيړنو کې په دې پوه شوي دي ،په هماغه اندازه چې د میوو، سبزیانو خوړل  او منظم خوځښت  د انسان   د سلامتیا له ښه کولو سره مرسته کوي ، د ژبې کنټرولول  او له دروغو ډډه کول هم  د بدن دسلامتیا په ساتلو کې  مثبت اغیرشیندي . په بله وینا ،  په هغو کسانو کې   له بدني او نفسیاتي سلامتیا څخه  استفاده  او ګټه اخستل ، چې  په خپل ورځني  ژوند کې  له دروغو څخه  ډډه کوي ، وار د واره لازیات دي .

څیړاند وائي چې  په یو سلو لس کسانو باندې شوي آزموینو ښودلې ده ،  هغه کسان چې  له دروغو  حتی له مصلحتي دروغو ئې ډډه کړې   له هغې ډلې سره په پرتله کې چې  په آسانۍ سره دروغ وائي، په سرخوږي ،دمړئ پر درد، سټریس  او نورو ډول  ډول بدني او نفسیاتي  ناروغیو  ډير کم  اختیه کیږي . همداراز کارپيژاندي ټينګار وي چې  د پيژندنې له نظره  دروغ وئيل ، بدني سلامتیا ته  تاوان رسوي ، ځکه  دانسان مغزۀ ددې جوګه دي  هرځل  زیات اطلاعات وړاندې کړي . قصدي دروغ وئیل ،د مغزو لپاره  یو ستړیکونکی  او تاوان رسونکی عمل دی  او دروغجن  چې تل باید  د واقعیّت په اساس یوه کیسه  جوړوه کړي،په اوږدمهال کې خپل مغزۀ له خودساخته او واقعي  اطلاعاتو څخه نشي پاک کولی .  په نتیجې کې  تل  له ډير ذهني  مشغولتیا او سټریس  سره  مخامخ  وي .

          د ملت  او متولیّانو په توګه  د حاکمانو ترمینځ  په چلند کې هم  همدغه شان ده .که حکومتي متولیّان  اومسئولان  پخپل پړاؤ کې  د صداقت او رښتیاوالي په اساس  چلند وکړي  او پاکه اوشفافه فضا رامینځةکړي ، نو دغه رښتیاوالی  په خلکو کې هم دود کیږي .

د ټولنو  تیر تاریخي شواهدو  ښئ چې  په دغو تاریخي پيښو کې ډير زیات عبرت اخستونکي درسونه  شته دي .  د هغو ټولنو ښودنه کوي ، چې  دبې اعتمادۍ ، بې صداقتۍ ،پر ټولنیزو ګټو  شخصي ګټو ته د ترجیح ورکولو او د اخلاقي ارزښتونو له لارې  د وتلو  له امله  یوه بد انجام ته رسیدلي دي . دوي نه یوازې  دروغ وئيل  بد اوسپير عمل نه ګاڼۀ، بلکې  دومره پکې پرمخ تللی  وو چې  د صداقت په شان د ښو ټولنیزو جوړښتونو  او چلندونو  د ټينګیدا او  ثبات  لپاره کوم بنیاد او اساس  ئې نه دی پريښودلی .ترهغه وخته چې  په یوې ټولنې او دهغې د خلکو په طبیعي او ورځینو اړیکو کې   کې   دروغ ،دوکه  چلول او تظاهر روان او جاري وي،او له انساني کرامت او اخلاقو څخه  لیرې او ناخوښه چاره ونه ګڼل شي،ددغو ټولنو د اقتصادي، سیاسی اوټولنیز ژوند د شرائطو او وضعیّت  ښه کولو ته  امید ساتل،یوه چټي او نه پوره کیدونکي  هیله  شمیرل کیږي .

 اوس هم  ددې شاهدان یوو چې  په ټولنو کې  ډير مسئولان  په آسانۍ سره  خلکوته  دروغ وائي او پخپلې ټولنې کې ا نسان جوړونکي او ښکلي  ارزښتونه او باؤرونه ئې په آسانۍ سره له مینځه وړي دي . .

                دوستانو لکه څنګه چې پوهیږۍ که یوه ټولنه په هر یوه دلیل  له شفافیّت او رښتیا والي څخه لیرې  شي،نو لازیات  له چیلنجونو،سربدالۍ او نفسیاتي ګډوډیو سره  به   لاس اوګریوان شي .د انسان د ژوند حقیقتونه  او عملی،عملی اوتاریخي تجروبې  په روښانه توګه ښئ،هرکله په یوې ټولنې کې  په  یوه نالیکل شوي  قانون او د منل شوي اصل په توګه ټولنیزې اړیکې او اخلاقي چلندونه   د صداقت او رښتیا والي په اساس وي،نو د ټولنې هر یوکس په نهایت کې،امنیت،سوله،هوساینه او خوشبختۍ سره  خپل ژوند ته دوام ورکړی دی .

په یوه بل  او په حاکمانو د خلکو  اعتماد او همداشان پر خلکو  د واکوالانو  اعتماد، دصداقت او رښتیاوالي په اساس ښکلي بڼه غوره کوي . په دغې  اجتماع کې ښاریز په یوې ډ اډمنې فضا کې  په روحي او نفسیاتي توګه آرامښت احساس کوي  او په هغې  لوړې روحیّې  او ډاډ او اعتماد سره چې  ئې حس کوي ، په ښه ډول په پرمختګ کونکو فعالیتون کې ګډون کوي . دوي  عمومي ګټو ته په شخصي ګټو ترجیح ورکوي . صداقت او رښتیاوالی،د خلکو او مسئولانو لپاره په دغه شان ټولنې کې هیله منونکی او روښانه لرلیدونه  رامینځةکوي  چې ډير ارزښتمن دي .

په نهایت کې باید ووئيل شي،چې صداقت او رښتیاوالی  یوداسې په زړه پورې بوي دی چې  کله د ټولنې په فضا کې خوریږي ،نودرست به لاښه ژوند کول تجروبه کړي .

(سیماب)

**********************************************