په اسلام کی اخلاق
هغه څه چی په دې مینځ و میان کې اساسی رول لوبوی ، اعتقادی باورونه دي
د اسلام په کلتوری نظام کې د جهل ، عقلانیت ، علم او لیدتوګې د ځای په اړه خبرې وکړې . دغه ځانګړتیاوې د هغو له ارزښتی ځانګړتیاو سره اسلامی امت ته خاص هویت ، لور او هدف وربخښی . هغه ډیر مهم او برخلیک ټاکونکې اصل چی دغه هویت ساتی ، کلتوری خپلواکی ده . په کلتور کې په یوه کلی کتنه کې دین ، ژبه ، اداب ، دودونه ، د ژوند سټایل ، هنر ، تعلیمی سیسټم ، رسندوې ، که تصویری وی که صوتی ، حقیقی وی که مجازی ، د سیاست دنیا او اقتصاد شاملیږی . هغه څه چی په دې مینځ و میان کې اساسی رول لوبوی ، اعتقادی باورونه دي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
که د الهی پیغمبرانو غورځنګونو ته یوه کتنه وکړو نو وینو چی دا شرک ، جهل ، او ړنده پیروی وه چی ملتونه یې ذلت او مریتوب ته ورکش ویلی وو او له هغو یې هر ډول د فیصلې قدرت او انتخاب قدرت اخیستلې وو . انبیاو د توحید له سوچه لیدتوګو په الهام اخیستلو سره په ټول توان سره هڅه وکړه چی د خپل وخت او زمانې خلک له هر ډول اړوند والی او سلطه منلو خلاص کړی او په هغو کې د پتیالیتوب ، عزت غوښتنې ، په ځان باور او ځان تکیې کولو روحیه ژوندی او ورته خپلواکی وبخښی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلام ګران پیغمبر (ص ) د بیغمبرانو د بعثت په لړ کې د خپلواکۍ د بنسټ ایښودلو لپاره د قدرت او ثروت د مرکزونو د کلتور پر ضد د لا اله الله کلتور رامینځته کړ او د وحی په روښانه کولو او خپل بصیرت سره وتوانیده د هغو په باورونو او لیدتوګو کې د خپلواکۍ غوښتنې کلتور رامینځته کړی . خو د قریشو مشرانو او ظالمو واکمنانو چی خپل استکباری حاکمیت او سلطې تپل یې په خطر کې ولیدل ، په ټول توان سره ډګر ته راووتل تر څو خلک تل په جهالت او مریتوب کې وساتی او د د هغو د خپلواکۍ مخه ونیسی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
عزیزانو د دې لپاره چی ډیر ښه احساس کړو چی کلتوری خپلواکۍ کوم برخلیک ټاکونکی رول لری ، باید پوهه شو نن له بل هر وخت زیات د وخت ابوسفیانیان او معاویه ګان هم په اوسنی حساس وخت کې د سوچه محمدی (ص) اسلام له احیا چی اساسی باورونه او اعتقادات ګډوډوی ، ډیر سخت اندیښمن دي او له اسلام سره جنګ ته مخه کړی ده . هغه اسلام چی اسلامی امت ته وایی تاسو بهترین امت یو چی ارزښتونو ته د فرمان ورکولو او له ارزښتونو ضدمنع کولو لپاره پاڅون وکړ .
سست نشئ او غمګین نشئ ځکه چی تاسو له هر اړخه برتره یو ، که تل په خپلو باورونو ایمان ولرلې شئ .
هغه اسلام چی ندا ورکوی ، عزت د خدای ، پیغمبر او ایمان راړونکیو لپاره دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په دې ډول ریښتونې اسلام کلتوری خپلواکۍ ته د رسیدا لپتاره لاره چاره چی د سیاسی ، اقتصادی او پوځی خپلواکۍ بیخ بینا دی ، اسلامی امت ته بلکې د بشریت نړۍ ته ورښی . په بله وینا د اسلام په توحیدی باور او لیدتوګه کې د نړۍ د کفر د حاکمیتونو د عزت دښمنۍ ، سلطه منلو لپاره هیڅ لاره او سپیناوې ندې موجود او د ظالمانه امریکایی ، اروپایی او صیهونیسټی واکوالانو په وړاندې د هرې ټولنې ، حکومت او په تیره بیا ظاهره اسلامی رژیمونو له لوری هر ډول ذلیلانه اقدام چی ترسره کیږی د الهی غوښتنې او ارادې په خلاف دې چی په قران کریم کی فرمایی ، خدای هیڅکله پر مومنانو د کافرانو د سلطې د تپلو لپاره هیڅ لاره نده ګرځولی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
حضرت امام علی ع د قران له توحید خپلواکۍ بخښونکی او عزت راوړنکی کلتور په الهام اخیستلو سره فرمایی د بل چا بنده مه کیږه او بی شکه خدای تعالی ته ازاد پیدا کړې یې .
خو د سلطه غواړو سرغنې د خپل استعماری کلتور د ځای پر ځای کولو او تپلو لپاره د سعودی وهابیانو ، تکفیریانو ، طالبانو ، داعشیانو او نویو عرفانوتنو په شان د انحرافی ډلو په رامینځته کولو او ډول ډول چلونو سره له سوچه محمدی (ص ) اسلام سره د مقابلې لپاره راپاڅیدلی دي او هغو هم له یوې خوا د قران سوزولو دستورو ، د اسلام د ګران پیغمبر پرضد د سپکونکیو کارټونونو په خپرولو او د سلمان رشدی په شان له ګوډاګیو لیکوالانو په ملاتړ او له بل پلوه په ګواښونو ، بایکاټونو او جنګ غوښتنو سره په لټه کې دي په ادبی ، هنری ، کلتوری او رسندوی اوزارونو سره د اسلامی ملتونو ، کلتوری ، اقتصادی ، سیاسی او فکری خپلواکی او د هغو د بصیرت زیاتولو مخه ونیسی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د یادولو ده چی د اسلامی تعلیماتو په اساس مونږه له کلتوری خپلواکۍ یعنی د دینی باورونو د ساتلو ، الهی ارزښتونو او د اسلامی امت د انسانی ارزښتونو محافظت وکړو او وغواړو چی د خپلې ازادۍ او هویت ساتنه وکړو ، هدف دا ندې چی د نورو ملتونو له کلتوری بریاو ګټه پورته نکړو ، په بله وینا مونږه د کلتوری تبادلې هرکلې کوو خو د کلتوری بی وسئ او کلتوری یرغل په وړاندې مقاومت وکړو . د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا د نړۍ د باطلو او غلطو معیارونو په وړاندې دریدا او د هغو د بدلولو لپاره هڅه د اسلامی انقلاب اصلی هدف دې . دښمتن د غلط کلتور ، فساد او فحشا خپرولو له لارې هڅه کوی زمونږ له لاسو زمونږ ځوانان واخلی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د کلتوری خپلواکۍ د ساتلو د ضرورت په زمینه کې د تاریخی عبرت اخیستلو یوه لوړه بیلګه په اسپا نیا کې د مسلمانانو د اته سوه کلن حاکمیت نسکوریدا ده چی د قدرت په اوج کې وو خو د لویدیځوحکومتونو د نفوذ او د دهغو د کلتوری تباهۍ په نتیجه کې د ځوانانو د بی قید و شرطه اړیکو په ازادولو ، د فساد په پراختیا ، د دینی باورونو د کمزورتیا ، د تعلیمی نظام د بدلون ، د ځوان نسل د هویت بدلیدا ، د عیاشو ، سست ارادې او په ظاهره مسلمانو واکوالانو په تباهی کیدا سره د مسلمانانو د عزت او اقتدار د پړاو ټغر راټول کړ او دا د اسلامی نړۍ لپاره د ویښیدا بانګ کیدلې شی چی قران کریم د د اسلام د قسم خوړلیو دښمنانو د نهایی هدف په اړه فرمایی ، په دوامداره توګه له تاسو سره جنګیږی تر څو که وکولې شی تاسو له دینه ستنه کړی او له اسلامه لاس واخلئ .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««