روژه د خدای میلمستیه
(last modified Thu, 22 Apr 2021 07:02:51 GMT )
Apr 22, 2021 11:32 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیه

امام صادق علیه السلام فرمایي: « کله چې  دې دعا  وکړه  په هماغه حال کې فکر وکړه  چې حاجت دې پوره شوی او حاضر دی» همداراز د خدای رسول فرمایي:« دخدای په در کې په داسې حال کې دعا کوئ چې  د قبلیدو یقین یې لرئ»

مژده ای منتظران ماه خدا امده است / ماه شبهای مناجات و دعا امده است

ماه دلدادگی بنده به معبود رسید / بر سر سفره شاهانه گدا امده است

ګلونو اورېدونکو او کتونکو  روژه دخدای مېلمستیا د پروګرام له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

                           د روژې میاشته د مهربانۍ او له اړمنو سره د مرستې میاشته ده یوه لوی شخصیت او د مهربانۍ او کرامتي بېلګه چې د دغه میاشتې په لسمه ورځ  له دنیا لاړه حضرت خدیجه بي بي ده چې د رسول اله مبارګانه ګرانه او وفاداره مېرمنه وه. بي بي خدیجه سلام الله علیها  د جاهلیت په وخت کې د طاهره او  سیده نساء قریش،  عاقله او هوښیاره مېرمن، او لرلیده مېرمن په لقبونو مشهوره وه چې دا په خلکو کې د هغوي د لوړ مقام ښودنه کوی. دغه  لویې مېرمنې په خپلې هوښیارۍ او عقل سره  ډېر مال ګټلی و او په دغه مالونو سره یې د تجارت لپاره لوی لوی کاروانونه مختلفو سیمو تهل یږي. له همدې امله په  «اِمرأةالقریش» یعنې د قریشو په مېرمنې مشهوره شوه.  د ځینو روایتونو له مخې  بي بي خدیجې له اسلامه مخکې واده کړی و، خو ځینې محققان منجمله  جعفر مرتضی عاملي چې د  اسلام او تشیع د تاریخ لوی عالم دی  وایي چې  دوي له دې مخکې له چا سره واده نه و کړی او د هغوی یوازینی واده له رسول الله مبارک سره و.

                د بي بي خدیجې کور له رسول الله مبارک سره له واده وروسته  هم  د مخکې په شان د بې وزله کسانو د هیلو او ارمانونو کور و او هر اړمن به دهغې کور ته پناه وړله او په ډېره مهربانۍ به یې اړتیا ورپوره کېده.  دغه عزتمنې مېرمنې په ډېرې سرښندنې او مقاومت سره د رسول الله مبارک او بني هاشمو دفاع وکړه او هر څه یې چې لرل په دغه لاره کې یې خرچ کړل. د خدای رسول د هغوي په ستاینه کې فرمایي: « خدیجې په هغه وخت په ما ایمان راوړ چې  خلکو زما انکار کاوه . او هغه وخت یې زه رښتینی وبللم چې خلکو دروغجن بللم او هغه وخت یې په خپل مال سره زما مرسته وکړه چې نورو ترې محرومه کړم او خدای تعالی له هغې ماته بچیان راکړل چې له نورو مېرمنو یې ماته نه دي راکړې.

بي بي خدیجه د رسول اله مبارک لپاره یوه مهربانه مېرمنه وه، کله به چې  هغه حضرت کور ته راتله، د هغوي هرکلي ته به ورتلله او ډاډ به یې ورکاوه او له مخه به یې دوړې پاکولې. او د مشرکانو د ځورونې خپګان او غم به یې  په خپلو تسلیو سره د هغوي له زړه توږه. د اسلام  د لومړی وختونو لومړی مورخ  د رسول الله مبارک د سیرت په کتاب کې لیکي: «هغه حضرت به د خپل قوم له خوا د خپل ځان په رد او تکذیب کې داسې خبره نه اورېده چې دهغوي د غم او خپګان سبب کېده مګر دا چې خدای تعالی به هغه غم د بي بي خدیجې په وسیله لرې کاوه.  بي بي خدیجې به  ډېرې سختې او درنې خبرې په رسول اله مبارک سپکولې او د هغه حضرت تصدیق به یې کاوه او د خلکو کړنې او ګستاخۍ به یې ورته بې اهمیته ښودلې.

                   دوستانو تاسو ټول خبر یئ چې دورغ یو ډېر بد عیب لویه ګناه او د ډېرو مفسدو او ګناهونو جرړه ده . همداراز دروغ  یو ناخوښ او سپک کار او روږدېدل پرې  له اخلاقي رذایلو او لویو ګناهونو ګڼل کیږي او تر څو چې ډېر لوی مصلحت او ضرورت  نه وي دروغ ویل جایز نه دی. دروغ په دنیا او اخرت کې  انسان د خدای له رحمته محروموي او په خلکو کې یې بې اعتباره کوي او عمومي باور له مینځه وړي همداراز  ټولنه د نفاق په ناروغۍ اخته کوي او د ایمان له خرابوونکي او د ژبې افت ګڼل کیږي.  په اسلامي راوایتون کې دروغ  د ګناهونو کلي ګڼل شوې. امام علي فرمایي: « رښتیا ویل نېکو کارونو ته د بللو سبب کیږي او نیکي جنت ته بلنه کوي» له امام حسن عسکري هم نقل شوې چې فرمایلې یې دي: « ټولې پلیتۍ په یوې کوټې کې اېښودل شوې او د دغه کوټې کنجي دروغ دي»

په اسلامي شریعت کې  د خدای، پېغمبر او امامانو په هکله دروغ ویل د روژې د باطلېدو سبب کیږي. په دې اساس  یو مهم مورد چې  په فقهي کتابونو کې د روژې د باطلوونکي په توګه ذکر شوی په خدای، پېغمبرانو او معصومو امامانو د دروغ تړل دي. حتی که  روژتي انسان بیا توبه هم وکړي او ووایي چې دروغ یې تړلې دي. همداراز که روژتي انسان دغه دروغ  په ځای د دې چې ووایي، وې لیکي، بیا یې هم روژه باطلیږي.

 د  هغو روایتونو نقلولو چې په کتابونو کې راغلې او انسان نه وي خبر چې دروغ دي باک نه لري.که څه هم مستحب احتیاط دا دی چې هغه  خبره په کتاب او اصلي متن پورې په ارجاع او حوالې سره ووایي. پر دې سربېره که روژتي انسان په مجتهدانو او د حدیث په راویانو پورې کومه خبره په دروغه وتړي که څه هم حرام کار یې کړی خو روژه یې نه باطلیږي.

                که تاسو زمونږ تېر پروګرامونه اورېدلې وي خبر به یې چې مونږ  په دغه ورځو کې هڅه کوو د ځینو  بزرګانو او استادانو دعا او لمانځنې او ځینې د دعا اداب درته وړاندې  کوو.  د نړۍ له پروردګار سره د راز و نیاز یو باطني ادب خوش ګماني او د ښه ګمان لرل دي. څوک چې  دعا ته لاس پورته کوي باید پوه شې چې د بندګانو حاکت  په هره اندازه چې لوی وي پوره کول یې د خدای لپاره کوم زحمت نه لري اوخدای د خپل کرامت او ښندنې له مخې په خپل بنده له هیڅ عطا او بخششه ډډه نه کوي.  نو  په ځای ده چې  کله دعا کوو  دا ښه ګمان ولرو چې خدای به یې راپوره کوي.  لکه څنګه چې امام صادق علیه السلام فرمایي: « کله چې  دې دعا  وکړه  په هماغه حال کې فکر وکړه  چې حاجت دې پوره شوی او حاضر دی» همداراز د خدای رسول فرمایي:« دخدای په در کې په داسې حال کې دعا کوئ چې  د قبلیدو یقین یې لرئ»

 په ډېرو روایتونو کې په خدای خوشګمانۍ ته اشاره شوې د ابو حمزه ثمالي د دعا په یوه برخه کې دا خبره ډېره جوته ده هلته چې وایي:

« ای خدایه! دخپل حاجت ورونه ستا په لور پرانستې مومم،  او د هیلې  خړوب ځای ستا په نزد ډک وینم،  او د هغه چا لپاره چې ستا ارمان یې وکړې په فضل سره د مرستې  دغوښتلو په لاره کې هیڅ خنډ نیشته، او د فریاد کوونکو لپاره د دعا دروازې پرانستې وینم،  او  پوهیږم چې ته د هیله منو لپاره د اجابت او قبولیت په مقام کې یې، او د زړه سوو د فریاد اوریدلو ته  په کمین کې یې، او په یقین سره ستا ښندنې ته ګروهنه، او ستا په قضا خوښیدنه د بخیلانو  منع کولو بدله ده ، او ګشایش او پراختیا ده   له هغه څه چې د  دولت غونډوونکو په لاس کې دي ،او بې شکه چې ستا د لارې د مسافر سفر لنډ دی  او  ته له خپلو مخلوقاتو هیڅکله په پرده کې نه یې، مګر دا چې د هغوي عمل یې له تا په پرده کې کړي ، ما په خپلې غوښتنې سره ستا اراده کړې ده او په خپل حاجت سره مې تا ته مخ کړی دی،  او خپله  اړتیا او فریاد مې ستا  در ته ګرځولی دی، او دعا مې خپل لاسوند او وسیله ګرځولې، بې له دې چې  زه د دې وړتیا ولرم چې ته مې غوښتنه واورې او له ما تیر شې،  بلکې ستا په کرم په ډاډ سره  او  ستا د وعدې په رښتیاوالي په سکون سره ، او ستا یووالي ته  په ایمان سره په پناه وړلو سره ، او ستا په معرفت په یقین سره چې بې له تا مې بل پالونکی نیشته ،او بې له تا بل معبود نیشته ،  ته یوازینی او بې شریکه یې. ای خدایه تا وویل او ستا  وینا حق ده ، او وعده دې سمه ده ، ودې فرمایل: د خدای فضل وغواړئ ځکه چې خدای پر تاسې مهربان دی  او  ای زما سرداره ، ستا په شان کې نه ده چې  د غوښتنې امر وکړې او  له بخششه ډډه وکړې ، او ته په خپلو عطاګانو  سره  د خپل مملکت په خلکو  ډیر کریم  یې، او  په هغوي په محبت او رافت سره ډیر احسان کوونکی یې»

ګلونو اورېدونکو په پای له تاسو سره خدای په اماني کوو او د روژې د ورځې دعا ته  ستاسو پام غواړو.

 

 

ټیګونه