(روژه د خداے مېلمستيا - ۱۲
(last modified Sat, 24 Apr 2021 12:20:37 GMT )
Apr 24, 2021 16:50 Asia/Kabul
  • (روژه د خداے مېلمستيا - ۱۲

رمضان شهر عشق و عرفان است / رمضان بحر فیض و احسان است رمــضــــان، مــاه عــتــرت و قــرآن / گــــاهِ تــــجدید عهد و پیمان است رمــضــان امــتــــداد جــــاده نــــور / در گذرگاه هــر مــــسلمــان است

په اسلامي سرچينو کښې د خپل مومن ورور په وړاندې د مومن د حق،  په يو بل باندې د مومنانو د مختلقو حقوقو، د مومنانو وروڼو د ليدنې کتنې، د هغوي د يادونې، د هغوي د زړونو د خوشحالولو په تېره بيا د  مومنانو د حاجتونو د پوره کولو، د  هغوي د غوښتنو په ترسره کولو کښې د کوششونو، له زړونو څخه يې  دغمونو د لرې کولو، ورته د ډوډۍ او جامو ورکولو او د هغوي د اکرام او احترام په باره کښې د ثوابونو او اجرونو په اړه زيات روايتونه راغلي دي، چې د روژې په مبارکه مياشت کښې خپل اوج ته رسيږي. په زړۀ پورې دا چې د اسلام د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د هجرت په وړومبي کال د روژې د مبارکې مياشتې په دولسمه ورځ د مکې مکرمې د مهاجرينو او مدينې منورې د اوسېدونکو ترمېنځ د مواخات په نامې د ورورولۍ رشته ټينګه کړه.

زياتره هغه کسان چې له افکارو او نظرياتو له لحاظه له يو بل سره نزدې وو او د دوستۍ او رفاقت مخينه يې لرله په رسمي توګه د يو بل وروڼه شول. خو خپله د خداے ګران رسول (ص) د خپلو ټولو اصحابو، خپلوانو او خپل قوم او قبيلې د کسانو ترمېنځ  له امام علي (ع) نه بغېر څوک د ځان د ورورولۍ جوګه ونۀ ليدۀ. په دا ډول امام علي (ع) له پېغمبراکرم (ص) سره د خپلولۍ او اسلامي مختلفو رشتو نه علاوه د خداے له ګران رسول (ص) سره په رسمي توګه ديني ورور هم وګڼل شو او په فضيلتونو کښې يو لوے فضيلت ورزيات شو. له دې وروسته وو چې د خداے ګران رسول (ص) د حضرت علي (ع) په باره کښې وفرمايل: «أنت منی بمنزله هارون من موسی، الاّ انّه لا نبیّ بعدی؛ يعنې اے علي! ته زما په نزد د موسي (ع) په نزد د هارون (ع) په شان يې، مګر دا چې له ما نه پس به بل پېغمبر نه راځي.»

مشهور سني عالم ابن اثير په خپل مشهور کتاب «اُسدالغابه» کښې د خداے د ګران رسول (ص) د اصحابو ذکر کړے دے او وائي چې د خداے ګران رسول (ص) دوه ځل د ځان او حضرت علي (ع) په باره کښې تړون وکړ او د دواړو وختونو په موقع يې وفرمايل: «أنت اخی فی الدنيا و الآخره؛

يعنې ته په دنيا او آخرت کښې زما ورور يې.».د پېغمبراکرم (ص) دغه اقدام هم له سياسي لحاظه او هم له اجتماعي لحاظه زيات ارزښتناک او ګټور ګڼل کيږي. په دې کار سره په حقيقت کښې کورنۍ، قبيلې او اقوام له يو بل سره تعلق او اتصال ولري او د بشريت د ټولنې د هر اړخيزې او نړيوالې ورورولۍ لپاره زمينه برابره شوه. *********فاصله مناسب******

ګرانو او عزتمنو دوستانو روژه د خداے مېلمستيا د پروګرام په دوام کښې مناسبه ګڼوو چې پوه شئ چې د اسلام د فقهي قوانينو له مخې که روژتي کس غليظه دوړه ستوني ته اورسوي نو روژه يې باطليږي، نو اوس که دغه دوړه د خوراکي څيزونو لکه د اوړو وي او که د غېر خوراکي څيزونو لکه د خاورې وي. روژتي د واجب احتياط په بنياد پکار دے غليظه دوړه لکه د زمکې د جارو کولو په وخت اوچتېدونکې دوړه تېره نه کړي، خو يوازې په خوله او پوزه کښې د دوړې په ننوتلو سره بې له دې چې ستوني ته اورسيږي روژه نه باطليږي. د اوبو هغه بړاس چې په حمام يا سونا کښې راپېدا کيږي هم روژه نه باطلوي مګر دا چې دغه بړاس دومره غلېظ وي چې په خوله کښې ترې اوبۀ جوړې شي او تېر شي.

د سېګرېټ لوګے او نور لوګکي څيزونه د واجب احتياط له مخې روژه باطلوي او روژتي کس پکار دے د هغو له استعمالولو ډډه وکړي. کله  کله روژتي کس د يو موټر يا بلې سورلۍ ترڅنګه راځي او په اتفاقي توګه يې لوګے ستوني ته رسيږي نو په داسې صورت کښې يې روژه نه باطليږي.

هغه کسان چې د سالنډۍ يا سابندۍ په بيمارۍ اخته وي او پکار دے هره ورځ څو ځل  هغه خاص سپرې استعمالوي چې ګيسي پوډر د خولې له لارې سږي ته رسوي، که له دغې مادې سره څه درمل ګډ وي چې ستوني ته داخليږي نو روژه باطلوي، خو که بې له هغه څخه روژه نه شي نيوې يا پکښې له مشقته کار اخلي نو ترې استفاده جائزه ده او روژه نه باطلوي.

اکسيجن ګېس چې د مصنوعي سا اخېستلو لپاره سږي ته داخليږي نو ترهغه وخته چې ګېس وي روژه نه باطلوي. همدارنګ که کله يو روژتي «ويکس» چې د تنفس د لارې خلاصونکے دے په پوزه کښې اچوي نو يوازې يې پوزه کښې اچول روژه نه باطلوي. د علاج لپاره د بړاس د آلې استعمال هغه وخت روژه باطلوي چې غليظ بړاس ستوني ته داخل شي او د امکان په صورت کښې پکار دے ترې ډډه اوشي.

عزتمنو دوستانو څو شپې اوشوې چې ابوحمزه ثمالي دعا سره لولوو، نن د دغې دعا د يوې بلې برخې له ويلو نه مخکښې غواړوو چې په دې ځان پوه کړوو چې ابوحمزه ثمالي څوک ؤ. د هغۀ اصلي نوم ثابت بن دينار ثمالي دے چې د کوفې اوسيدونکے ؤ. هغه د دويمې هجري قمري پېړۍ محدث، د قرآن مجيد مفسر او د شيعه مسلمانانو د څلورو امامانو يعنې د امام زېن العابدين، امام محمد باقر، امام جعفر صادق او امام موسی کاظم عليهم السلام له صحابه ؤ څخه ؤ. امام رضاء (ع) د هغۀ په باره کښې فرمائلي دي: ابوحمزه لکه چې څنګه سلمان او لقمان په  خپلو زمانو کښې ؤ زمانه کښې وو دې په خپله زمانه کښې د هغوي په شان ؤ.

د ذکر شويو دوو شخصيتونو په باره کښې چې ابو حمزه يې د هغوي په شان ګڼلے دے لږ غور کول د هغه عظمت زمونږ لپاره مخکښې نه لا زيات څرګندوي. د خداے ګران رسول (ص) سلمان د هغه د لوړ عرفاني مقام او اعتبار په وجه له خپلو اهلبېتو څخه بللے دے او لقمان هم به تاريخ کښې په حکمت او هوښيارۍ او پوهې باندې مشهور دے. نو ځکه د امام وېنا د ابوحمزه ثمالي د کمال او حکمت ښودنه کوي. همدارنګ ابوحمزه له هغوي کسانو څخه دے چې سني علماو يې روايتونو ته ډېره پام لرنه کړې ده. نو په دې سريزې سره راځي چې د ابوحمزه ثمالي نومې دعا يوه بله برخه ولولوو چې د دعا يو بل ادب بيانوي؛ دا چې هر وخت مو دعا ته لاسونه اوچت کړل نو پکار دے نور کسان په دعا کښې له ځانه مخکښې کړوو او خپله دعا عمومي کړوو، يعنې که له خدايهد خېر او بخښنې دعا غواړوو نو پکار دے د ټولو مسلمانانو لپاره يې وغواړوو نه يوازې د ځان لپاره.

بسم الله الرحمن الرحیم

«اللَّهُمَّ اشْغَلْنَا بِذِکْرِکَ وَ أَعِذْنَا مِنْ سَخَطِکَ وَ أَجِرْنَا مِنْ عَذَابِکَ وَ ارْزُقْنَا مِنْ مَوَاهِبِکَ وَ أَنْعِمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلِکَ وَ ارْزُقْنَا حَجَّ بَیْتِکَ وَ زِیَارَةَ قَبْرِ نَبِیِّکَ صَلَوَاتُکَ وَ رَحْمَتُکَ وَ مَغْفِرَتُکَ وَ رِضْوَانُکَ عَلَیْهِ وَ عَلَى أَهْلِ بَیْتِهِ إِنَّکَ قَرِیبٌ مُجِیبٌ وَ ارْزُقْنَا عَمَلاً بِطَاعَتِکَ وَ تَوَفَّنَا عَلَى مِلَّتِکَ وَ سُنَّةِ نَبِیِّکَ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَ آلِهِ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِی وَ لِوَالِدَیَّ وَ ارْحَمْهُمَا کَمَا رَبَّیَانِی صَغِیرًا إِجْزِهِمَا بِالْإِحْسَانِ إِحْسَاناً وَ بِالسَّیِّئَاتِ غُفْرَاناً ،اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِلْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِنَاتِ الْأَحْیَاءِ مِنْهُمْ وَ الْأَمْوَاتِ وَ تَابِعْ بَیْنَنَا وَ بَیْنَهُمْ بِالْخَیْرَاتِ [فِی الْخَیْرَاتِ ] اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِحَیِّنَا وَ مَیِّتِنَا وَ شَاهِدِنَا وَ غَائِبِنَا ذَکَرِنَا وَ أُنْثَانَا [إِنَاثِنَا] صَغِیرِنَا وَ کَبِیرِنَا حُرِّنَا وَ مَمْلُوکِنَا کَذَبَ الْعَادِلُونَ بِاللَّهِ وَ ضَلُّوا ضَلالاً بَعِیداً وَ خَسِرُوا خُسْرَاناً مُبِینا اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ وَ اخْتِمْ لِی بِخَیْرٍ وَ اکْفِنِی مَا أَهَمَّنِی مِنْ أَمْرِ دُنْیَایَ وَ آخِرَتِی وَ لا تُسَلِّطْ عَلَیَّ مَنْ لا یَرْحَمُنِی وَ اجْعَلْ عَلَیَّ مِنْکَ وَاقِیَةً بَاقِیَةً، ..... سَیِّدِی أَنَا الصَّغِیرُ الَّذِی رَبَّیْتَهُ وَ أَنَا الْجَاهِلُ الَّذِی عَلَّمْتَهُ وَ أَنَا الضَّالُّ الَّذِی هَدَیْتَهُ وَ أَنَا الْوَضِیعُ الَّذِی رَفَعْتَهُ وَ أَنَا الْخَائِفُ الَّذِی آمَنْتَهُ وَ الْجَائِعُ الَّذِی أَشْبَعْتَهُ وَ الْعَطْشَانُ الَّذِی أَرْوَیْتَهُ وَ الْعَارِی الَّذِی کَسَوْتَهُ وَ الْفَقِیرُ الَّذِی أَغْنَیْتَهُ وَ الضَّعِیفُ الَّذِی قَوَّیْتَهُ وَ الذَّلِیلُ الَّذِی أَعْزَزْتَهُ، وَ السَّقِیمُ الَّذِی شَفَیْتَهُ وَ السَّائِلُ الَّذِی أَعْطَیْتَهُ وَ الْمُذْنِبُ الَّذِی سَتَرْتَهُ وَ الْخَاطِئُ الَّذِی أَقَلْتَهُ وَ أَنَا الْقَلِیلُ الَّذِی کَثَّرْتَهُ وَ الْمُسْتَضْعَفُ الَّذِی نَصَرْتَهُ وَ أَنَا الطَّرِیدُ الَّذِی آوَیْتَهُ، أَنَا یَا رَبِّ الَّذِی لَمْ أَسْتَحْیِکَ فِی الْخَلاءِ وَ لَمْ أُرَاقِبْکَ فِی الْمَلَإِ أَنَا صَاحِبُ الدَّوَاهِی الْعُظْمَى أَنَا الَّذِی عَلَى سَیِّدِهِ اجْتَرَى أَنَا الَّذِی عَصَیْتُ جَبَّارَ السَّمَاءِ أَنَا الَّذِی أَعْطَیْتُ عَلَى مَعَاصِی الْجَلِیلِ الرُّشَا ...فَمَا بَالَیْتُ فَبِحِلْمِکَ أَمْهَلْتَنِی وَ بِسِتْرِکَ سَتَرْتَنِی حَتَّى کَأَنَّکَ أَغْفَلْتَنِی وَ مِنْ عُقُوبَاتِ الْمَعَاصِی جَنَّبْتَنِی حَتَّى کَأَنَّکَ اسْتَحْیَیْتَنِی إِلَهِی لَمْ أَعْصِکَ حِینَ عَصَیْتُکَ وَ أَنَا بِرُبُوبِیَّتِکَ جَاحِدٌ وَ لا بِأَمْرِکَ مُسْتَخِفٌّ وَ لا لِعُقُوبَتِکَ مُتَعَرِّضٌ وَ لا لِوَعِیدِکَ مُتَهَاوِنٌ لَکِنْ خَطِیئَةٌ عَرَضَتْ وَ سَوَّلَتْ لِی نَفْسِی وَ غَلَبَنِی هَوَایَ وَ أَعَانَنِی عَلَیْهَا شِقْوَتِی وَ غَرَّنِی سِتْرُکَ الْمُرْخَى عَلَیَّ فَقَدْ عَصَیْتُکَ وَ خَالَفْتُکَ بِجُهْدِی فَالْآنَ مِنْ عَذَابِکَ مَنْ یَسْتَنْقِذُنِی وَ مِنْ أَیْدِی الْخُصَمَاءِ غَدا مَنْ یُخَلِّصُنِی وَ بِحَبْلِ مَنْ أَتَّصِلُ إِنْ أَنْتَ قَطَعْتَ حَبْلَکَ عَنِّی ... لَوْ لا مَا أَرْجُو مِنْ کَرَمِکَ وَ سَعَةِ رَحْمَتِکَ وَ نَهْیِکَ إِیَّایَ عَنِ الْقُنُوطِ لَقَنَطْتُ عِنْدَ مَا أَتَذَکَّرُهَا یَا خَیْرَ مَنْ دَعَاهُ دَاعٍ وَ أَفْضَلَ مَنْ رَجَاهُ رَاجٍ اللَّهُمَّ بِذِمَّةِ الْإِسْلامِ أَتَوَسَّلُ إِلَیْکَ وَ بِحُرْمَةِ الْقُرْآنِ أَعْتَمِدُ إِلَیْکَ وَ بِحُبِّی النَّبِیَّ االْأُمِّیَّ الْقُرَشِیَّ الْهَاشِمِیَّ الْعَرَبِیَّ التِّهَامِیَّ الْمَکِّیَّ الْمَدَنِیَّ أَرْجُو الزُّلْفَةَ لَدَیْکَ فَلا تُوحِشْ اسْتِینَاسَ إِیمَانِی وَ لا تَجْعَلْ ثَوَابِی ثَوَابَ مَنْ عَبَدَ سِوَاکَ...»

 

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه

خدايه مونږ په خپل ذکر مشغول کړې، ستا له قهر څخه راته پناه راکړې، ستا له عذابه راته بخښنه عطاء کړې، او ستا نعمتونه مو په برخه کړې،او ستا فضل مو روزي کړېاو ستا د کور او ستا د پېغمبر (ص) زيارت مو په برخه کړې ستا درود، رحمت، مغفرت او رضوان دې وي په پېغمبر او د هغه خاندان باندې، ته له مونږ سره نزدېکت پېدا کوې او زمونږ دعاګانې قبلوې، ستا په طاعت باندې عمل مو نصيب کړې او په داسې وخت راته مرګ راولې چې ستا په دين يقين لروو او ستا د پېغمبر (ص) او د هغه د خاندان په سنت او طريقو عمل کوو. خدايه! ما او زما مور پلار اوبخښې او په هغوي دواړو رحم وکړې، څنګه چې هغوي په ما باندې په ماشومتوب کښې رحم وکړ، هغوي دواړو ته د احسان بدله احسان او د بديو په بدله کښې ورته بخښنه وکړې. خدايه مومنان سړي او مومنانې ښځې اوبخښې که ژوندي وي او که مړۀ وي او زمونږ او د هغوي ترمېنځ په نېکيو سره تړاو راولې، خدايه زمونږ  ژوندی او مړي، زمونږ حاضر او غائب، ، زمونږ سړي او ښځې، زمونږ لوے او واړۀ او زمونږ آزاد او غېرآزد کسان اوبخښې ....خدايه په محمد (ص) او دهغه حضرت په خاندان درود ولېږې او زما خاتمه په خېر سره وکړې او زما د دنيا او آخرت له کارڅخه چې يې بې قراره کړې يم زما لپاره کافي وګرځوې، او هغه څوک چې په ما رحم نه کوي په ما يې مسلط مه کړې او له خپلې خوا زما لپاره ساتونکے وګرځوې، اے زما سروره! زۀ هغه ماشوم وم چې دې وروزۀ، هغه ناپوهه وم چې دې پوه کړ، هغه ګمراه وم چې دې لارښونه کړ، هغه پرېوتے وم چې دې رااوچت کړ، هغه ويرېدونکے وم چې دې ورته امان ورکړ، هغه اوږے وم چې دې موړ کړ، هغه تږے وم چې دې ورته تنده ماته کړه، هغه بربنډم وم چې دې په جامو پټ کړ،هغه  بې وزله وم چې دې شتمن  کړ،هغه ناتوانه وم چې دې توانمن کړ، هغه خوار وم چې دې عزتمن کړ،هغه بيمار وم چې دې شفاء ورکړه، هغه خواهشمند وم چې ورعطاء کړه، هغه ګناهګار وم چې ورته دې په ګناه پرده واچوله، هغه خطاکار وم چې دې ورباندې سترګې پټې کړې، زۀ هغه لږ وم  چې دې زيات کړم، هغه بې وسه وم چې دې ورسره مرسته وکړه، هغه شړلے شوے وم چې دې ورته پناه ورکړه، زۀ هغه وم چې له خپل مالک سره يې ګستاخي وکړه، هغه يم چې د آسمان نه ماتې خوړونکي واکمن نافرماني يې وکړه، زۀ هغه يم چې په لوې ګناهونو يې ټينګار وکړ..... نو په صبر سره دې راته مهلت راکړ او په پرده پوشۍ سره دې راباندې پرده واچوله تردې چې لکه هېر کړے دې يم او د ګناهونو له سزا مې تېر شوے يې، لکه چې له ما دې حياء کړې وي، خدايه! هغه وخت چې مې نافرماني وکړه داسې نه وم چې ګنې ستا د ربوبيت منکر دې شم، او داسې نه وه چې ستا فرمان مې سپک ګڼلے وي.... خو يوه داسې خطاء وه چې په ما مسلط شوه او زما نفس راته هغه ښکلې کړه،.... او ستا پرده اچونې راته جرات راکړ، نو اوس له چا سره تعلق او تماس ونيسم که ته راسره تعلق پرې کړې؟، که زۀ ستا د رحمت زياتوالي ته هيله من او اميدوار نه وې او که دې له نااميدۍ نه وې منعې کړې نو چې کله مې خپل ګناهونه رايادول نااميده کېدم به،.... خدايه له اسلام سره خپل تړاو درته وسيله کوم او د قرآن مجيد په حرمت سره درباندې تکيه کوم او آسرا دې ګرځوم او د هغې مينې په وسيلې سره چې ستا د امي او فرېشي پېغمبر (ص) په اړه يې په زړۀ کښې لرم، ستا درګاه ته د نزدېکت آرزو کوم، نو زما بدله د هغه کس د بدلې په شان ونه ګرځوې چې ستا د غېر عبادت يې کړې وي، دعا مې قبوله کړې اے تر ټولو زيات مهربانه.» ترجمه: شاهين

 

ټیګونه