-
ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو غوښتنه کړې
Sep 13, 2025 09:16له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د درېیم پړاو له پیل سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دغه هېواده غوښتي چې د نړیوال خوندیتوب له مخې، د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي.
-
کانګو کې د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳کسان مړه شوي
Sep 13, 2025 09:09د کانګو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳ مسافر مړه شوي او لسګونه نور نادرکه دي.
-
ناټو د اروپا په ختیځ کې یو نوی پوځي مرکز جوړ کړ
Sep 13, 2025 09:00پارس ټوډې - د روسیې د ډرونونو له خوا د پولنډ هوايي حدودو د نقض کولو ادعاوو وروسته، د ناټو سر منشي د اروپا په ختیځ کې د یوه نوي پوځي مرکز د جوړولو خبر ورکړ.
-
اروپايي ټولنې پر روسیې بندیزونه تمدید کړل
Sep 13, 2025 08:25پارس ټوډې - د اروپای ټولنې شورا د روسیې پر ضد تحریمونه د شپږو نورو میاشتو لپاره تمدید کړل.
-
د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته مرستې وځنډولې
Sep 13, 2025 02:30دپیسو نړیوال صندوق (IMF) افغانستان ته خپلې مرستې ځنډولې دي، ځکه چې د دغه صندوق په وینا په دغه هېواد کې سیاسي ناڅرګندتیا ورځ تر بلې ډېریږي.
-
ملګري ملتونه : د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز له کبله یې د کډوالو د ملاتړ ۸ مرکزونه بند کړي
Sep 13, 2025 02:28د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) استازې له ګاونډیو هیوادونو د ستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستې اته مرکزونه تړلي، ځکه چې د طالبانو د محدودیتونو له امله د دې ادارې ښځینه کارکوونکې کار ته نه دي پرېښودل شوي.
-
یونسیف ویلي وروستیو زلزلو لږ تر لږه ۱۱۸۲ افغان ماشومان وژلي دي
Sep 13, 2025 02:25یونیسف وویل، د تېرې میاشتې زلزلو د افغانستان په ختیځ کې لږ تر لږه ۱،۱۸۲ ماشومان وژلي چې د ټولو تلفاتو تر نیمایي زیات جوړوي.
-
جنرال موسوي: پر قطر د صهیونیسټي رژیم یرغل د امریکا په شنه څراغ سره وو
Sep 12, 2025 03:34پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د قطر د دفاعي چارو له سلاکار او د لومړي وزیر له مرستیال سره په ټلفوني خبرو کې د ایران له لورې د قطر د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په کونړ او ننګرهار کې د زلزلو په پایله کې نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي
Sep 12, 2025 02:30د ژغورنې نړیوال سازمان (Save the Children) اعلان کړی چې د افغانستان په وروستیو ویجاړوونکو زلزلو کې نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه او زرګونه نور بې کوره شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
-
طالبانو په پنجشیر ولایت کې په بشپړ ډول تصویري نشرات بند کړل
Sep 12, 2025 02:13د طالبانو حکومت په یوه تازه پرېکړه کې په پنجشیر ولایت کې تصویري نشرات په بشپړ ډول بند کړل.