-
په افغانستان کې به ډیر زر ټولشموله حکومت جوړ شي
Oct 10, 2021 08:58سهیل شاهین زیاته کړې ، دافغانستان قومي لږکي او میرمنې به د طالبانو په ټولشموله حکومت کې شتون ولري .
-
نړیواله ټولنه دې دعاموافغانانو په وژلو بې پروائي ختمه کړي
Oct 10, 2021 08:46د کندوز په جامع جومات کې پر لمونځ ګزارو د داعشي تفکیریانو په ځان مرګي حملې کې د شهیدانو شمیر یو سل پنځوس او د ټپیانو شمیر هم دوه سوه تنو ته رسیدلی دی .
-
د پاکستان دایټم بم پلارډاکټرقدیر خان له نړۍ سترګې پټې کړې
Oct 10, 2021 08:28د پاکستان دغه ۸۶کلن ایټمي ساینس پوه چې دپاکستان د یورانیمو دپخونې د پروګرام بنسټګر هم حسابیږي ، له ۲۰۰۴کال څخه دځينو امنیتی اندیښنو په د لیل تر څارنې لاندې ؤ او په خپل کور کې ساتل کیدۀ او په ټولنیزو دستورو کې د هغه شتون او د هغه په لیدو کاتو هم محدودیتونه لګیدل شوي وو .
-
وحیدي:افغان چارواکي د کندوز د حملې عاملان سملاسی سزا کړي
Oct 10, 2021 01:36د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی د افغانستان له چارواکو غوښتی دي چی د کندوز د ترهه ګرې حملې عاملان سملاسی سزا کړي .
-
د ایران د پارلیمان مشرپه کندوز کې په جومات ترهه ګره حمله وغندله
Oct 10, 2021 01:26د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف د افغانستان په کندوز کې په جومات له ترهه ګرې حملې د سختې خواشینۍ د څرګندولو په ترڅ کې ټینګار وکړ د ترهه ګرو جنایتکارانو لاس یو ځل بیا د اسلام دښمنۍ او له اسلامه ویرولو په لړ کې د مظلومو لمونځ کونکیو په وینو سور شو
-
په کابل کښې د ايران سفارت د قندوز د جومات ترهه ګريز اقدام وغندۀ
Oct 09, 2021 08:11په کابل کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت د قندوز په جامع جومات کښې د ترهه ګريزې حملې په غندلو سره د دغې ترخې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه.
-
افغانانو د طالبانو په امنيتي کارکردګۍ نيوکه وکړه
Oct 09, 2021 07:48د افغانستان د قندوز ولايت د سيد آباد په جامع جومات کښې د جُعې د ورځې مرګونې ترهه ګريزې حملې د طالبانو په امنيتي کاکردګۍ د افغان ښاريزو نيوکې او اعتراضونه رابرسېره کړي دي.
-
د قندوز خونړے جنايت د مسلمانانو ترمېنځ د اختلاف اچولو په هدف سره ترسره شو
Oct 09, 2021 13:48د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په يو پېغام کښې د ګڼ شمېر بې ګناه افغانانو په شهادت او ژوبلېدو تسليت ووايۀ.
-
د ايران خارجه وزارت د قندوز ترهه ګريزه حمله وغندله
Oct 09, 2021 12:26د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د افغانستان د قندوز په جومات کښې ترهه ګريزه خونړۍ حمله سخته وغندله او د دغې تريخجنې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
-
د قندوز د پېښې زخميانو ته سُني ځوانانو وينه اهداء کړه
Oct 09, 2021 11:57د افغانستان زيات شمېر سني ځوانانو روغتونونو او شفاء خانو ته په ورتګ سره د قندوز د ترهه ګريزې حملې زخميانو ته وينه اهداء کړه.