په افغانستان کې به ډیر زر ټولشموله حکومت جوړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106690-په_افغانستان_کې_به_ډیر_زر_ټولشموله_حکومت_جوړ_شي
سهیل شاهین  زیاته کړې ،  دافغانستان قومي لږکي  او میرمنې به د طالبانو په ټولشموله حکومت کې شتون ولري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2021 08:58 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې به ډیر زر ټولشموله حکومت جوړ شي

سهیل شاهین  زیاته کړې ،  دافغانستان قومي لږکي  او میرمنې به د طالبانو په ټولشموله حکومت کې شتون ولري .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دملګرو ملتو لپاره د طالبانو ډلې د موقته حکومت وړاندیزي استازي سهیل شاهین  پرون ناوخته ووئیل ،  دغه ډله په افغانستان کې د ټولشموله  حکومت جوړیدا ته تیاره ده ،خو  انتصابی  او منصوب شوی حکومت هیڅکله هم نه مني .

سهیل شاهین  زیاته کړې ،  دافغانستان قومي لږکي  او میرمنې به د طالبانو په ټولشموله حکومت کې شتون ولري .

 ملګروملتو ته دطالبانو ډلې د موقته حکومت وړاندیزي نماینده  روښانه کړې ده ، نړیواله ټولنه باید  د افغانستان د ولس  غوښتنو ته د احترام په سترګه وویني .

 طالبانو ډلې  په افغانستان کې دخپل موقتي حکومت  دکابینې غړي معرفي کړي چې درست غړي ئې دهمدغې ډلې  مسئولان او مشران دي  چې دغې چارې داخلی او نړیوالې  نیوکې راوالاړې کړي دي چې  په دې پسې طالبانو بیا توضیح ورکړې چې دغه موقته حکومت دی او ډير زر به ټولشموله حکومت جوړ کړي ، چې  ددرستو قومونو اولږکیو او ښځو استازي به پکې شتون ولري .