-
جي شنکر له امیرخان متقي سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه ټلفوني خبرې کړي
May 16, 2025 09:57د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ټلفوني خبرې کړې دي.
-
د طالبانو مشرتابه د ښاري طرحو په اړه فرمان ورکړی
May 14, 2025 08:47د طالبانو مشرتابه د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو پراختیایي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه یو فرمان ورکړی دی.
-
د پاکستان په بلوچستان کې څلور ډریوران او کلینران تر تښتونې وروسته وژل شوي
May 14, 2025 08:21د پاکستان د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې تښتول شوي د ۴ تنو پنجابي ډیورانو او کلینرانو جسدونه موندل شوي دي.
-
د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی تاتارستان ته ولاړ
May 14, 2025 08:05د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته سفر کړی دی.
-
الخطیب: موږ د صهیونیسټانو پر ضد د رسنیزې جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ یو
May 13, 2025 09:12پارس ټوډې - د "پژوک" راډیويي فسټیوال په وروستي مراسمو کې، په غزې کې د ایمان راډیو له فداکاره خبریال "تیسیر الخطیب" څخه د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه د حقیقت منعکس کولو لپاره د هغه د کلونو هڅو درناوی وشو.
-
افغان حاجیان د طالبانو له خوا برابر شویو خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي
May 10, 2025 02:49یو شمېر افغان حاجیان چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له لارې عربستان ته لېږل شوي، د خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي.
-
په کابل کې د هلمند سیند د اوبو د ګډې کمېټې غونډه جوړه شوه
May 10, 2025 02:34په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند د اوبو د دوهاړخیزه تړون له مخې، د افغانستان او ایران د اوبو د کمیسارانو د ګډې کمېټې ۲۹مه ناسته، د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په کابل کې جوړه شوې ده.
-
د افغانستان په پکتیا کې د ستنو شوو کډوالو لپاره د قطري میرمنو په لګښت د ۱۰۰ کورونو د جوړولو کار پیل شو
May 08, 2025 02:25د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار په رباط کمپ کې د کډوالو لپاره د ۱۰۰ کورونو د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د قطري میرمنو لخوا له کابو اتو لکو ډالرو څخه زیاتو لګښتونو سره تامینیږي.
-
افغانستان په نړۍ کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري
May 06, 2025 03:44د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د مې پر پنځمه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دا هېواد په نړۍ کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري.
-
ایران له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې
May 06, 2025 03:07په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې او رغونې برخه کې همکاري وکړي.