قزاقستان په افغانستان کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
(last modified Sat, 05 Jul 2025 09:56:51 GMT )
Jul 05, 2025 14:26 Asia/Kabul
  • قزاقستان په افغانستان کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په اذربایجان کې د قزاقستان له لومړي وزیر سره کتلي دي.

د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخولو خبرې کړې دي.

برادر قزاقستان یو باوري شریک بللی او په نړیواله کچه د ملاتړ مننه یې کړې ده. نوموړي له قزاقستانه غوښتي چې له ټرانزیټ، پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو ګټه واخلي.

د قزاقستان لومړي وزیر د اړیکو د پراخېدو ژمنه کړې او د تورغونډۍ–هرات پروژه کې یې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه اعلان کړې او د کانونو، میوو وارداتو او صادراتو د اسانتیاوو لیوالتیا یې ښودلې ده.