-
ایران په سرحدي سیندونو کې د اوبو د طبیعي جریان پر وړاندې د خنډونو لرې کولو لپاره د افغانستان پر همکارۍ ټینګار وکړ
Jan 04, 2025 04:15د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي اعلان وکړ چې تهران په سرحدي سیندونو کې د اوبو د طبیعي جریان د دوام او د رامنځته شویو خنډونو په لرې کولو کې له افغانستان څخه د همکارۍ غوښتونکی دی.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت واخان ته د خپلو ځواکونو د ننوتو خبرونه رد کړل
Jan 04, 2025 04:11د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» پرون هغه راپورونه رد کړل چې ګنې پاکستاني پوځیان د افغانستان د بدخشان ولایت واخان ولسوالي ته ننوتي دي.
-
له تاجکستان سره د طالبانو سیاسي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي
Jan 04, 2025 04:05د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې تر پخوا له تاجکستان سره د دوی سیاسي اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.
-
له سرحدونو څخه هاخوا هر ډول تیري ته به ځواب ووایو
Jan 04, 2025 04:02د پاکستان او افغانستان تر منځ په فرضي پوله کې د تاوتریخوالي له دوام سره سم، د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې دغه هېواد به د پولې له بلې غاړې هر ډول تیري ته پریکنده ځواب ورکړي.
-
۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan 03, 2025 03:42د سره صلیب نړیوالې کمېټې آی سي آر سي په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر دوام اندېښنه ښودلې او ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د ماشومانو په ګډون ۴۵۵ کسان د نا چاوده توکو د چاودنو اړوند پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.
-
په افغانستان کې روان ژمی یوازې له نیمايي اړمنو لاسنیوی کولای شو
Jan 03, 2025 02:40د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دا بنسټ په افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله د ۱۴ میلیونو اړمنو له ډلې یوازې د ۷ میلیونو لاسنیوی کولای شي.
-
د ایټالیايي سرغړوونکې خبریالې د نیولو په تړاو د ایران د بهرني رسنیو ادارې وضاحت ورکړ
Jan 01, 2025 07:54پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي ارشاد او فرهنګ وزارت د بهرني رسنیو عمومي ادارې، د اسلامي جمهوریت د قوانینو د نقض کولو په تور د ایټالیايي خبریالې پر نیولو باندې په ټینګار سره اعلان کړی چې، په تهران کې د ایټالیا سفارت په دې تړاو په جریان کې دی.
-
په نيمروز کې پر نشه يي توکو ٢٧ روږدي کسان مړه شوي
Dec 31, 2024 13:55په نیمروز کې ځايي سرچینې وایی چې په تېرو ۱۱ ورځو کې په دغه ولایت کې د لوږې او د سرپناه د نه لرلو له امله پر نشه یی توکو ۲۷روږدي کسان مړه شوي دي.
-
اوبه په سیاست او نړیوالو اړیکو کې مهم اقتصادي عنصر دی
Dec 31, 2024 12:06د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
-
په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
Dec 31, 2024 11:48د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو د مرکز د کلني راپور له مخې، ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی، چې په ترڅ کې یې ۶۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.