-
په غزې کې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم تر کنډوالو لاندې دي
Feb 14, 2026 02:15د غزې د ملکي دفاع ادارې ويلي چې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم د غزې په بېلابېلو سيمو کې د نړېدلو ودانيو تر کنډوالو لاندې پاتې دي. د دغې ادارې وياند وایي، تر ۳ زرو زيات کسان لا هم نادرکه دي او د هغوی د برخليک په اړه هېڅ ډول کره معلومات نشته.
-
د سلواغې په ۲۲مه د ایراني ولس له ستر کار څخه د اسلامي انقلاب د رهبر مننه
Feb 13, 2026 11:12پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر د سلواغې په ۲۲مه د خلکو ستر او میلیوني ګډون، د اسلامي جمهوریت د عزت او ځواک د زیاتوالي لامل وباله او ویې ویل چې دې پراخ ولسي حضور د دښمنانو هغه هیله ماته کړه چې غوښتل یې د ایران ولس تسلیم کړي. هغوی د دې ستر ولسي حرکت له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ټول یې د ملي یووالي ساتلو ته بلنه ورکړه.
-
ولې گروسي د ایران د یورانیمو د بډاینې پر حق باندې اعتراف وکړ؟
Feb 13, 2026 12:11پارسټوډې – د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر رافائل گروسي، ومنله چې ایران د اټومي وسلو د نهخپرېدو د تړون (NPT) غړی دی او د یورانیمو د بډاینې قانوني حق لري.
-
شمخاني: د ایران توغندیز ځواک د مذاکرې وړ نه دی / لاریجاني: د امریکا له لوري کوم مشخص وړاندیز نه دی ترلاسه شوی
Feb 12, 2026 04:05په عالي دفاعي شورا کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازي علي شمخاني په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د ایران توغندیز ځواک د هېڅ ډول خبرو اترو موضوع نه ده.
-
له فلسطینه د ملاتړ پر دوام او پر ایران له هر ډول برید سره پر مخالفت د لاریجاني او د حماس د چارواکي ټینګار
Feb 12, 2026 03:51حماس د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د دې غورځنګ د رهبرۍ شورا مشر، محمد درویش، د حماس د لوړپوړو غړو له یوه پلاوي سره یو ځای، په دوحه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا له منشي علي لاریجاني سره لیدنه او خبرې کړې دي.
-
ابوعبیده: پر ایران هر ډول یرغل پر ټول اسلامي امت یرغل دی
Feb 12, 2026 03:50د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ ـ حماس پوځي څانګې د عزالدین القسام کنډکونو ویاند ابوعبیده، په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د ایران پر اسلامي جمهوریت او زموږ پر ورور ملت هر ډول یرغل د ټول اسلامي امت پر وړاندې یرغل ګڼو.
-
الحوثي: ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ولاړ دی
Feb 12, 2026 03:48د یمن د انصارالله غورځنګ مشر، د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ټینګ ولاړ دی.
-
له ګرینلنډه تر تعرفو؛ مکرون د امریکا پر وړاندې د اروپا د ستراتېژۍ د بیا تنظیم غوښتنه وکړه
Feb 10, 2026 13:43پارسټوډې – د فرانسې ولسمشر د اروپا او امریکا د اړیکو اوسنی حالت د «ګرینلنډ شېبه» وبللو او خبرداری یې ورکړ چې اروپایي ټولنه باید له واشنګټن سره د تاوتریخوالي د لنډمهالي کمېدو ته د تلپاتې بدلون په سترګه و نه ګوري، بلکې باید د امریکا له لوري د فشار، سیالۍ او آن ستراتېژیک تقابل یوې دورې ته ځان چمتو کړي.
-
د ایران سمندري قدرت؛ د پوځي اقتدار، ډیپلوماسۍ، ټکنالوژۍ او انساني اخلاقو یوځای کېدل
Feb 10, 2026 12:59پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان ټینګار وکړ: په سمندرونو او ازادو اوبو کې د ایراني بېړیو حضور، د پوځي ځواک او سمندري ډیپلوماسۍ یو ګډ انځور دی.
-
پزشکیان: اسلامي جمهوریت د جګړې غوښتونکی نه دی / رحمت، رښتینولي او عدالت د الهي دینونو د تعالیمو محور دی
Feb 10, 2026 09:05پارسټوډې – د ایران ولسمشر پر دې په ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټیزه تګلاره له جګړې ډډه کول او پر یووالي او د خلکو پر خدمت باندې تمرکز دی، وویل: د دیني تعالیمو جوهر پر رحمت، رښتینولۍ او د انسانانو د حقونو پر رعایت ولاړ دی، او اقتصادي فشارونه د نظام د ناکام ښودلو په موخه لګول کېږي.