-
د ایران د کرمان ولایت د حملې عوامل په پاکستان کښې نیول شوي وو
Feb 16, 2025 12:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په اسیا او منځني ختیځ کښې د ترهګرو ډلو د خوځښتونو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په نوي راپور کښې ویل شوي دي
-
په سوریې کښې د داعش ډلې یو مهم مشر نیول شوی دی
Feb 16, 2025 07:28ایرنا خبري اژانس د سوریې د رسمي خبري اژانس «سانا» په قول راپور راکړی د سوریې د انتقالي حکومت امنیتي ځواکونو بیګا وویل چې په هیواد کښې یې د ترهګرو حملو د پلانولو او اجرا کولو مسوول او د داعش ډلې یو مهم قومندان «ابو الحارث العراقي» نیولی.
-
ایران د پاکستان په بلوچستان صوبې کې ترهګریز برید وغانده
Feb 15, 2025 02:07پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې هغه ترهګریز برید چې له امله یې یو شمېر بې ګناه کارګران مړه او ژوبل شول، په کلکه وغندلو.
-
ایران او عراق د سیمې د ثبات د ټینګښت لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ
Jan 28, 2025 01:33د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د عراق د ملي امنیت سلاکار د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
-
د افغانستان تخار ولایت ته سلګونو طالب ځواکونه استول شوي دي
Jan 27, 2025 02:27زمونږ خبریال راپور راکړی د یوه چینایي وګړي تر وژل کېدو وروسته، تخار ته سلګونه طالب جنګیالي استول شوي دي
-
د افغانستان په اکثرو بریدونو کې پاکستانیان او تاجکستانیان لاس لري
Jan 24, 2025 02:50د طالبانو د حکومت د امنیت او اصلاحاتو کمیسیون ادعا کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې بهرنیو اتباعو، په تېره بیا تاجکستانیانو او پاکستانیانو په افغانستان کې په حملو او د حملو په پلان جوړولو کې لاس لرلی دی.
-
پاکستان په اصل کې هېڅکله د امریکا متحد نه دی پاتې شوی
Jan 17, 2025 09:34د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار جان کربي ویلي چې، پاکستان هېڅکله د امریکا متحد نه دی پاتې شوی او د ده په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد تړون هم نشته.
-
له افغانستان سره د پاکستان په امنیتي تګلاره کې بدلون ته اړتیا ده
Jan 14, 2025 09:58په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلامآباد ونه توانېد چې طالبان دې ته قانع کړي، چې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک پر وړاندې اقدام وکړي.
-
موږ نه شو کولای چې د امریکا په شان افغانستان پرېږدو
Jan 14, 2025 09:23د پاکستان مخکیني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پېښو زیاتوالی، په افغانستان کې له پرېښودل شویو امریکایي وسلو سره تړاو لري.
-
سوریې کښې ناامنۍ زیاته شوي او داعش ډلې ۱۳۰ کسان تښتولي
Jan 12, 2025 07:45مهر خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسنیو په هیواد کښې د ناامنۍ د زیاتیدا او له داعش سره د اړونده عناصرو لخوا د څه د پاسه سلو عادي ښاریزو په تیره بیا د علویانو د تښتولو خبر ورکړ.