-
روسیې له تور لیسته د طالبانو ایستل تصویب کړل
Dec 11, 2024 10:44له اوږده ځنډ وروسته د روسیې د پارلمان یا دوما استازو جرګې پرون سې شنبې هغه لایحه تصویب کړه چې حکومت ته لاره هواروي چې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي.
-
د افغانستان سفارت به طالبانو ته و نه سپارل شي
Dec 07, 2024 03:05د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي، اوسلو به د افغانستان سفارت طالبانو ته ونه سپاري.
-
طالبان دې هغه وسله والې ډلې مهار کړي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي
Dec 06, 2024 12:53د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې، اسلام اباد یو ځل بیا طالبان هڅوي چې د هغو «ترهګرو ډلو او بنسټونو» پر ضد ګام واخلي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
-
اروپايي ټولنې د طبي زدهکړو په مؤسسو کې د نجونو پر زدهکړو بنديز وغانده
Dec 05, 2024 04:41اروپایي ټولنې پرون په یوه بیانیه کې د طالبانو دا پرېکړه چې په د طبي زدهکړو په مؤسسو کې یې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز لګولی دی، په کلکه وغندله او دا یې د بنسټیزو بشري حقونو یوه بله وحشتناکه سرغړونه وبلله.
-
طالبانو د کرنې په برخه کې د ایران له تجربو څخه د استفادې غوښتنه کړې ده
Dec 04, 2024 12:56د سرپرست حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال، د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د ایران له تجربو څخه د استفادې غوښتنه وکړه.
-
پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې پایلې لري
Dec 04, 2024 09:05د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو په داسې یوه هېواد کې پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه لګولی، چې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.
-
طالبانو په روغتیايي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه
Dec 03, 2024 03:54د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (سهشنبې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټول طبي انسټیټیوټونه بند شي.
-
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو تر ۸۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي
Dec 03, 2024 03:49د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۸۱ پېښې ثبت شوې دي.
-
پاکستان یو ځل بیا دافغانستان له حدودو د ترهه ګرو داستفادې د دریدا غوښته وکړه
Nov 27, 2024 02:47د پاکستان د پوځ دعمومی اړیکو ادارې آئي ایس پي آر یوه اعلامیه خپره کړې او وئیلي ئې دي ، ددغه هیواد امنیتی ځواک پرون دافغانستان له حدودو د پاکستان خاورې ته د نفوذ لپاره د ترهه ګرو دیوې ډلې هڅه شنډه کړې ده. په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د پاکستان شمالي وزیرستان په سرحدي سیمې کې د پاکستان په خاورې د سپيرو ګانونو د کیښودو لپاره د ترهه ګرو هڅه ناکامه شوې او د پاکستانیو پوځیانو په عملیاتو کې درې ترهه ګر هلاک شوي دي.
-
د حضرت امام رضا په حرم کې د افغانستان د طالبانو پلاوی
Nov 26, 2024 10:24د افغانستان د طالبانو د حکومت د فواید عامه وزارت د ریل پټلۍ معین او دټرانسپورټي وزیر مرستیال په مشهد مقدس کې په شتون سره د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم له زیارته مشرف شو.