-
سږکال په افغانستان کې ۳۸ زره نورې نجونې ښوونځیو ته له تلو محرومې شوې
Sep 19, 2024 03:34د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې سږکال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی خلاص کړی او نور ښوونځي ته نه شي تلای.
-
جرمني او ازبکستان د ماهرو کارګرو د منلو او د افغان کډوالو د ایستلو په اړه هوکړه کړې
Sep 17, 2024 02:48د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز ویلي چې دې هېواد او ازبکستان د ازبکستاني ماهرو کارګرو د منلو او د یو شمېر کډوالو د ایستلو په برخه کې تړون لاسلیک کړی دی.
-
طالبانو په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين ځنډولی
Sep 16, 2024 12:28ملګرو ملتونو نن دوشنبه ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین ځنډولی دی.
-
په ډايکندي ولایت کې ۱۴ کسان په ډله ایزه توګه وژل شوي
Sep 13, 2024 02:18له وروستیو معلوماتو سره سم، د ډايکندي او غور تر منځ ۱۴ ملکي هزاره کسان په ډزو سره وژل شوي او ورسره هممهاله د داعش خراسان څانګې د ډايکندي او غور تر منځ په هزاره مېشتې سیمه کې د هزاره وو د وژنو مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.
-
نن په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کېږي
Sep 12, 2024 14:08د رسنیو د خبر له مخې، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت نن رسما تړل کېږي او ودانۍ به یې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
-
د تېر حکومت آتیا سلنه کارکوونکي په سرپرست حکومت کې په کار بوخت دي
Sep 12, 2024 14:02د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د پخواني حکومت آتیا سلنه کارکوونکي د دوی په ادارو کې په کار بوخت دي.
-
د طالبانو د پوهنې وزیر له تعلیمي مرکزونو څخه د «حنفي فقهې خلاف کتابونو» راټولولو امر کړی
Sep 10, 2024 04:15د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د کابل او نورو ولایتونو د پوهنې رئیسانو ته امر کړی، چې د ټولو تعلیمي مرکزونو کتابتونونه وڅاري.
-
په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې
Sep 05, 2024 11:38د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش امنیت شورا ته په خپل نوي راپور کې، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د مخ پر زیاتیدونکي ګواښونو په اړه، خبرداری ورکړی.
-
د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیان اړولی
Sep 04, 2024 13:55د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، نږدې ۲ اونۍ کېږي چې، د تورخم لار تړل شوې او په دې موده کې سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.
-
په کندهار کې د ملي ټلویزیون پر نشراتو بندیز لګېدلی دی
Sep 03, 2024 03:02سرچینې وايي چې په کندهار ولایت کې د یوازینۍ انځوریزې دولتي رسنۍ «کندهار ملي ټلویزیون» چې اوس مهال يې د طالبانو تر مدیریت لاندې کار کاوه، پر نشراتو بندیز لګېدلی او کار کوونکي یې وزګار شوي دي.