-
دنیا باید له طالبانو سره تعامل ولري
Sep 10, 2021 10:45زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په اسلام اباد کښې د اسپانیا له خارجه وزیر خوزه مانوئل الباریز (Jose Manuel Albares) سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل په افغانستان کښې یو (۱) واقعیت شته او نړۍ ضرورت لري چې طالبان په رسمیت وپیژندي او ورسره تعامل ولري .
-
طالبان د کابینې د لوړې د مراسمو پروګرام نلري
Sep 10, 2021 10:21زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د کلتوري کمیسیون یوه (۱) غړي انعام الله سمنګاني ویلي دي د سپتمبر د میاشتې له یولسمې(۱۱) نیټې سره همهاله د طالبانو د کابینې د غړیو د لوړې د مراسمو د ترسره کولو هیڅ پروګرام نشته .
-
چین له افغانستان سره د شپیتو میلیونو ډالرو د مرستې خبر ورکړ
Sep 10, 2021 08:29الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» د افغانستان له نوي حکومت سره د یودیرش (۳۱) میلیونه ډالرو نقدو مرستو او د درې (۳) میلیونه ډوزه کرونا واکسین د ورکولو لپاره چې ارزښت یې درې(۳) میلیونه ډالره اټکل شوی دی د پیکینګ د فیصلې خبر ورکړ .
-
له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې خبرې یو ضرورت دی
Sep 10, 2021 08:18ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش له طالبانو سره د خبرو اترو د شرایطو د ساتلو لپاره له نړیوالې ټولنې د غوښتنې په ترڅ کښې خبرداری ورکړ باید د داسې اقتصاد چې د میلیونو خلکو د مړینې عامل کیدلی شي د دړې وړې کیدا مخه ونیسو .
-
طالبانو په پنجشیر سیمه کښې بشرضده جنایت کړی
Sep 10, 2021 08:07ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني ادعا وکړه چې طالبانو په پنجشیر ولایت کښې ډیرې زیاتې ښځې او سړي وژلي دي او هغه دغه کار د بشریت پرضد جنایت وباله .
-
د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه په ایران کښې جوړیږي
Sep 10, 2021 07:41ایران پریس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي وویل د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو راتلونکي غونډه په تهران کښې جوړیږي .
-
بریتانیا به په افغانستان باندې د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړي
Sep 10, 2021 07:09فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا دفاع وزیر بن ولاس وویل که چیرې طالبان ونه توانیږي په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کیدا مخه ونیسي لندن به په افغانستان باندې د بې پایلوټه الوتکو د حملو چمتووالی ولري .
-
د ایران او د اروپا اړیکې باید د متقابل احترام پراساس وي
Sep 09, 2021 01:09زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل له اروپايي هیوادونو سره د تهران اړیکې د متقابل احترام د اصل له رعایتولو سره تړاو لري .
-
د ایران لومړیتوب په افغانستان کښې د ثبات اټینګیدل دي
Sep 08, 2021 23:26فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د ایران لومړیتوب په افغانستان کښې ثبات او ارامښت او د دغه هیواد د خلکو د ارادې او د غوښتنې تحقق دی .
-
په افغانستان کښې د طالبانو د نوي حکومت او د کابینې د جوړیدا اعلانیدل :-
Sep 09, 2021 02:48د طالبانو په چورلیزتوب سره د افغانستان نوي حکومت خپل کار پیل کړ .