د ایران سمندري ځواک په ولسی ملاتړسره د استکبارپه وړاندې دریدلی
د فارس خلیج ، عمان سمندر او کسپيّن سمندرګي درستې محدودې ، د ایران دپوځ دسمندري ځواک تر څارنې لاندې دي او په ټول توان سره به دایران د اسلامی جمهوریت سمندري امنیت او ملی ګټې خوندي وساتو .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دسمندري ځواک قوماندان امیرالبحر شهرام ایراني پرون په بندرعباس کې په یولړ څرګندونو کې ووئیل،هغه شرائط چې نن سبا رامینځةشوي دي ،د دفاعي توان او د پوځي بنسټونو پياوړتیا ده څو دښمن لویديځي آسیا څخه ووځي.
د ایران دپوځ دسمندري ځواک قوماندان له استکباري ځواکونو سره په مخامخیدا کې د ایران دسمندري ځواک دپرسنلو میړنئ روحیې لوړتیا او ددفاعي توان زیاتیدا ته په اشارې سره ووئیل ، دمونږ داسلامی ټاټوبي په ملاتړ او په ولس باندې په تکیې سره په ټول توان سره د استکباري ځواک په وړاندې دریدلي یوو او دغه ولسی پشتوانه دمونږ لپاره تر ټولو قدرتمنه وسله ده . امیر البحر ایراني زیاته کړه ، د فارس خلیج ، عمان سمندر او کسپيّن سمندرګي درستې محدودې ، د ایران دپوځ دسمندري ځواک تر څارنې لاندې دي او په ټول توان سره به دایران د اسلامی جمهوریت سمندري امنیت او ملی ګټې خوندي وساتو .