-
امریکا د افغانستان د بدلونونو دقیق درک نلري
Sep 25, 2020 03:05ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد د افغانستان په روانو بهیرونو کښې د ایران د رول په هکله د امریکا د استازي زلمي خلیل زاد غیر حقیقي څرګندونې غیر مسوولانه او د دغه هیواد(افغانستان ) له بدلونونو د واشنګټن په دقیق ډول د نه درک ښکاره نښه وبللې .
-
د افغانستان ولسمشر د سیمې د هیوادونو ملاتړ غواړي
Sep 25, 2020 01:26تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کابل کښې د پاکستان له نوي سفیر منصور احمد خان سره په کتنې کښې د بین الافغاني سولې له خبرو د سیمې د هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه .
-
د سپيڅلي دفاع اونۍ
Sep 24, 2020 12:15د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو،په دې شیبو کې د سپيڅلي دفاع د اونۍ په مناسبت د لړۍ له ننني اوم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
-
له طالبانو ډلې سره دسولې خبرواترو ته د کابل د حکومت پرژمنتیاؤټينګار
Sep 24, 2020 12:01سره له دې چې امریکا د ۲۰۲۰کال دفرورۍ په شلمه له طالبانو ډلې سره په موافقې کې له افغانستانه دخپلو پوځيانو ویستلو ته ژمنه شوې ، خو سپينې ماڼۍ تر دې ډ مه د خپلې دغې ژمنې داجرا لپاره په رسمي توګه څه خاص پروګرام نه دی اعلان کړی او همدغې موضوع ، په قطر کې د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت ترمینځ دسولې پر خبرواترو سیوری غوړولی دی .
-
د اسرائیلو پلان به له سختې ماتي سره مخ شي
Sep 24, 2020 11:14زمونږ خبریال وايي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل په عربو هیوادونو باندې د اردن سین د لویدیځې غاړي د یوځاې کولو د پلان د ورتپلو لپاره به د صهیونیسټ رژيم او د امریکا هڅه له ماتي سره مخ شي .
-
د افغانستان د سولي خبرو اترو نن هم نتیجه نه لرله
Sep 24, 2020 10:36زمونږ خبریال وايي په قطر کښې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مرکچي پلاویو د کاري ډلو غونډه یوځل بیا له کومې نتیجې او نهایي موافقې پرته پاې ته ورسیده .
-
د افغانستان حکومت د سولې خبرو اترو ته ژمن دی
Sep 24, 2020 08:43ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو ډلې سره په خبرو کښې د کابل د حکومت په ژمنتیا ټینګار وکړ .
-
نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي
Sep 24, 2020 08:15تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه .
-
په ننګرهار کی څلور داعشي ترهه ګر هلاک شوي دي
Sep 23, 2020 08:10دغو څلورو داعشي ترهه ګرو په ختیز زون کې د ځانمرګو بریدګرو، انفجاریه مواد او مالي امکاناتو برابرولو او دغه راز د ځانمرګو بریدونو ، هدفي وژنو او ماین چاودنود تنظیم دنده پر غاړه درلوده.
-
په افغانستان او پاکستان کې د کروناخوریدابیا زیاته شوې
Sep 23, 2020 12:19تر دې دمه په درست پاکستان کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر درې لکه اوه زره څلور سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی او په تیر شواروز کې په کرونا ککړو اتو کسانو هم خپل ژوند له لا سه ورکړی له تر دې دمه په هیواد کې د کرونائي قربانیانو شمیر هم تر دې دمه کابو شپږ زره څلور سوه څلویښت تنو ته رسیدلی دی .